تبليغاتX
غبرګون
سياسي، ټولنيز، تاريخي او انتقادي وېبلاګ

 

بش، هغه انسان دوست؟! چې تل په لاريونونو بدرګه کيږي!

محمدکبير حقمل

د اوسنۍ نړۍ په سياسي او نظامي بدلونونو او پيښوکې له مطرحو، بلکې عاملو څيرو څخه يو هم د امريکې ولسمشر جورج ډبليو بوش دى. دى د مشر بوش زوى او د امريکې له سرمايه دارو خلکو نه حسابيږي. نوموړى همدا اوس د امريکې دوهمه دوره ولسمشري پر مخ بيايي او له سخاوته يې په نړۍ کې ډير نور هم د پاچاهۍ پوړيو ته رسيدلي دي.

د امريکې په تاريخ کې د ولسمشر بش ستره ځانګړنه داده چې دى يو ستر انسان دوست؟! او بشري حقونو ته ليواله؟! انسان ده. په همدې توګه بش د لويديزې نړۍ د ډيموکراسۍ ستر علمبردار او خپروونکى ده، چې په همدې بهانه يې خپلو ډيرو له شيطانته ډکو کارونو ته لاره اواره کړې او خلک يې غولولي دي.

ولسمشر بش ددې ترڅنګ چې يو انسان دوست؟! او د مظلومانو د حقونو مدافع؟! ده، خپل هيواد وال هم ډير ورته ګران دي او ددې ترڅنګ چې په خپلو شيطانيو کې يې کله کله وريتوي، خو بيايې هم د نړۍ په سترو خلکو کې حساب کړي او د يوويشتمې پيړۍ فاتحان يې ځينې جوړ کړي دي.

ښايي د حيرانتيا خبره وي چې بش ته څنګه د يوه انسان دوست او د بشري حقونو مدافع نسبت کيداى شي او ياهم ښايي دا خلکو ته ډيره په زړه پورې وي چې بش غوندې انسان چې د ډيرو امريكايانو ميندې يې بورې كړې، دوى يې ناروا جګړو ته ورټيل وهل او ډيرې دښمنۍ يې ورته پيدا كړې، څنګه کيداى شي وطن پال او يا هم په خپلو خلکو مين انسان وګڼل شي، خو شته داسې دلايل چې د نوموړي پورتني ټول اوصاف ريښتيا کوي او د تاييد نښه ورباندې لګوي. د امريکې د ولسمشر د انسان دوستۍ ستره نښه په پيل کې له اسرائيلو سره دده وروري ثابتوي، هغه اسرائيل چې د نړۍ د سترو غاصبينو په توګه د فلسطين د مسلمان ملت وينې زبيښي او په ځمکو يې خيټه ورته اچولې ده، د بش له خاص مرحمت نه برخمن دي او ددې ترڅنګ چې له هرراز نارواو نه يې دفاع کوي، ددغو ظالمو په وړاندې جنګيدونکي ګواښي او په ډيره نامردۍ د هغوى حقه حقوق ترپښو لاندې کوي، د بش او دې ته ورته خلکو مرستې دي چې همدا اوس اسرائيل د اټومي ځواک څښتنان دي، ټوله عربي او اسلامي نړۍ ګواښي او په ورځ كې په لسګونو كسان وژني. د بش انسان دوستانه سياست ده چې د عراق روا او ثابت نظام له منځه ولاړ او اوس هره ورځ هلته په لسګونو مسلمانان د يوبل په لاس له منځه ځي. بش خو دډيموکراسۍ علمبردار ده او دا ادعا کوي چې هر ګام يې نړۍ ته د سولې پيغام ځان سره لري، خو دابه څوک ورته ووايي چې ستا هر ګام د مظلومو ملتونو پرستونو ايښول شوى او هره لحظه له دغو ملتونو نه ژوند اخلې!

بش خو ځانته د معاصرې نړۍ ناجي وايي، خو دا يې هيره ده چې ده نه يواځې داچې ملتونو ته نجات نده ورکړى، بلکې دوى يې د بدبختۍ داسې کندې ته اچولي چې راختل به يې ترينه ډير ګران وي.

پنځه کاله وړاندې بش انسان دوستۍ او ډيموکراسۍ ته د خدمت په نوم په ډير چل څو داسې بيړني ګامونه اوچت كړل، چې له امله يې په زرهاو انسانان د مرګ كومي ته ور ټيل وهل او خپله امريكايان يې هم په يوه داسې جنګ كې راګير كړل، چې پاى ته رسيدل به يې كلونه كلونه وخت هغه هم له ډيرو سترو زيانونو سره ونيسي. هغه وخت د كار پيل و او د بش په خبرو هرچا په تيره بيا امريكايانو باور كاو، خو اوس چې څو ملكونه د بش د ناتار زور ويني او شپه ورځ يې په اوركې دي، د نړۍ ډير ولسونه په دې باوري شوي، چې لكه ځينو په بش پلورل شويو سياستوالو چې دده هر ګام په پيل كې پرځاى او دنړۍ په ګټه باله، داسې نه ده، بلكې د همدې بش ناروا او بې ځايه سياستونه و، چې ولسونه يې له روا حكومتونو بې برخې كړل او د ميليارډونو انسانانو په منځ كې يې د نفاق اور ولګاوه. اوس ډير ولسونه په دې پوهيدلي چې د بش سياست د نړۍ په ګټه نه، بلكې دده او دده د خاصې كړۍ په خوښه جوړ شوى سياست دى او د هيچا په ګټه نه ده. ښايي همدا لامل وي چې بش هر هيواد ته په تلو په لاريونونو بدرګه كيږي او هيڅ ځاى ورته خلك د يوه انسان دوسته او ښه انسان په توګه ښه راغلاست نه وايي. له اسلامي هيوادونو نيولې تر نورو هيوادونو پورې، كله چې بش په سفر ځي، خامخايې د ميلمستيا د ځاى مخې ته په زرګونو انسانان راټوليږي، )مرګ پر بش( نارې وهي او د هغه عكسونو او مجسمو ته اورونه اچوي.

څو ورځې وړاندې بش د لاتينې امريكې په سفر ولاړ، خو خواركى؟! هلته هم له داسې ولسي غبرګون سره مخامخ شو چې په نورو هيوادونو كې يې ليدلى و. هلته هم خلكو د زړه له خلاصه پرده د مرګ نارې وهلې او سړكونو ته را وتلي و، د خلكو له غبرګونونو داسې ښكاريدل چې دوى بش ته نه د يوه هيواد(هغه هم په نړيواله كچه د يوه ستر هيواد) د خلكو د استازي په سترګه، بلكې ده ته د يوه جنايت كار او د انسانانو په سرونو د لوبيدونكي انسان په سترګه كتل. په نړيواله كچه او بيا په لاتينې امريكا كې (چې خلك يې امريكايان دي او بايد له بش نه يې ډير ښه هركلى كړى واى) د بش په وړاندې د خلكو غبرګونونه داسې ښيي چې يو بد سړى كولاى شي، د نړۍ ستر ملتونه سره جدا او مرور كړي.

د كوم هيواد ولسمشر چې بل هيواد ته په سفر ځي، د خپل هيواد د خلكو استازيتوب كوي، هلته كه دده درناوى كيږي دا په دې معنى ده چې د هغه ولس درناوى شوى، چې دى يې ولسمشر او استازى دى او كه هلته دى سپكيږي او خلك نه غواړي چې هيواد ته يې ورشي، نو دا ددې معنى وركوي، چې كوم ولس چې دغه سړى د هغه استازيتوب كوي، د خلكو نه ده خوِښ او نه يې غواړي. زموږ په ګومان خو بش په خپلو كارونو سره د امريكې ټول ولس د خلكو له پامه بد كړ او اوس ډير داسې ولسونه شته چې د امريكې ټول ولس مغرض او خود خواه بولي، ښايي د امريكې ټول ولس داسې نه وي، خو دوى چې په دوه دورو ټاكنو كې بش غوندې انسان ته رايه وركړه او دى يې خپل ولسمشر وټاكه، ډيرو خلكو ته يې داسې فكر پيدا كړ چې ګنې د امريكې ولس هم له بش سره همغږى دى او هغه څه غواړي چې بش يې كوي، له همدې امله هغه كسان چې د بش د سياستونو ښكار شوى، هركله چې له ده نه دخپل غچ اخيستلو وخت پيداكوي، د امريكې پر ولس بريد كوي او خپل زړه ورباندې تشوي.

امريكايي ولس كه غواړي چې د بش په لاس لوټ شوى حيثيت يې اعاده او د نړۍ په ولسونو كې د يوه بې ضرره او نيك ولس په نامه و پيژندل شي، اوس هم وخت لري او ددغه شر غوښتونكي پرضد دې شپه او ورځ داسې لاريونونه وكړي، چې په پايله كې يې بش له واك نه ليرې او داسې څوك واك ته ورسيږي چې د نړۍ په هرګوټ كې ميشت امريكايان خپل هيواد ته راټول او نوره نړۍ ددوى له شره وژغوري. كه څه هم امريكايي ولس په منځنيو پارلماني ټاكنوكې بش او دده ډلې ته څه ناڅه خپل نفرت وښوده، خو ښه به داوي چې دوى نوموړى له واكه ګوښه او د كړيو جنايتونو له امله يې محكمې ته معرفي كړي. كه داسې ونشي لرې، نه ده چې د نړۍ د ولسونو لاسونه د بش ګريوان ته ورسيږي او په داسې برخليك يې واړوي، كوم چې د نړۍ د تاريخ د مجرمانو برخليك دى.

د همداسې يوې ورځې په هيله 

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  | 

 

د حماس او فتح ګوندونو يووالى د اسرائيلو مرګ دى!

سيدرحمن سالار

درنو لوستونكو!تاسو په دې ښه پوهېږى چې كفري نړۍ  په تېره بيا لوېدز پلوه حكومتو نو له اوږدې مودې راپه دې خوا د مسلما نا نو ډلې او حكومتونه په بنياد گرۍ ،ترهگرۍ، دبشر له حقوقو څخه سرغړوونكي ...نومونو اواصطلا حاتو يا دوي اوپه دې كار سره غواړي چې دهغو ى دټكولو لپاره پلمې ومومي ،چې ترټولوښه بېلګه يې دفلسطين هېواد داسلامي ګوندونو ټكول يادولاىشو .

په دې برخه كې تا سو ښه معلومات لرى چې اسرايل لوېديزوالو صليبيانو رامنځته كړل اوموخه يې د مسلمانانو دلومړۍ قبلې يعنې بيت المقد س چې دوى دځان لپاره د سترګو اغزى كاڼه دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه يې يهودان راټول كړل او دمسلما نانو دځپلو لپاره يې رامنځته كړل .

په هرصورت !داسرايلو په مقا بل كې دفلسطين دمسلمانانو مقاومت دقربا نيو او وينو په وركولو سره  دومره غښتلى شو چې تېر كال يې اسرآيل او دهغوى ملګري دې ته اړ كړل چې دفلسطين نيول شوې سيمې خوشې كړي ،خو هغه څنګه ؟! داسرايلو په ماتې خوړ لو چې ددوى مور امريكا اوپلار يې انګلستان پوه شول نو سملاسي يې د فتح ګوند مشر محمود عباس سره خبرې پيل كړې او ددغې ستونزې د حل كولو پرځاى يې د لار نقشې په نوم يوه داسې شيطّاني طرح جوړه كړه چې دحماس اوفتح اسلامي ګوندونو ترمنځ يې دومره ژور اختلاف رامنځ ته كړ چې اسرايل پر ځاى پا تې  شول اودوى دواړه څوځلې په خپلو كې سره وجنګېد ل .

خواوس له نېكه مرغه دواړو په ګډه يو مركزي حكومت جوړ اودولسي جر ګې له خوا تصويب شو .

يوځل بيا داسلام اوفلسطين د ښمنان په لړ زه شول اودحماس پرګوند يې دترهګر ټاپه ولګوله ،په داسې حال كې چې حماس خپل مشروعيت او دخلكو ترمنځ محبوبيت دتېر كال ټاكنو په ګټلو كې څر ګند كړ ،خودكفري نړۍ له خوا داسرايلو دنا بو دۍ له وېرې پر فلسطين داسې بند يزونه ولګول شول چې آن دنړۍ په  هېڅ قانون كې نه دي روا .

اوس يې يوځل بيا خپله دښمني څر ګنده كړه ،امريكا ،روسيې،اروپا او انګلستان وويل چې فلسطين بايد داسې حكومت جوړ كړي چې ددوى غوښتنې ومني!!!   او ددوى غوښتنې خو هغه دي هرچا ته معلو مې دي له عراق نه يې څه غوښتل ؟!له لبنا ن څخه څه غواړي ؟!له سوريې ...اسلامي هېوادونونه څه غواړي؟ دحيرانتيا خبره خو داده چې امريكا چې په دلا يلو ثابته ترهګره ده څوك نه وايي چې هغه ترهګره ده ،كه يوازې دعراق مسآله را واخلو هلته دا دومره وژنې دڅه لپاره كېٰږي؟ هلته دسني اوشعيه مسلما نا نو تر منځ د وژنو تخم چا شنلى؟ دادى دعراق او افغانستان په اړه پخپله دامريكا او اروپا عام خلك دامريكا شتون غندي او پرون يې پرضد په واشنګټن ، لاسنجلس ،سان فرانسسكواويو شمېر نورو ښا رونو كې په لس ګونو زرو خلكو لاريو نو نه وكړل ،دغه راز پر اروپايي هېوادونو سربېره په تركيه اواسټراليا هېوادونو كې هم ددوى دكړنو پرضد لاريو نونه وشول ،خودوى بيا هم خپلې كړنې روا بولي ،اود حماس ګوند ترهګر ګني !په هر صورت !موږ له اسلامي نړۍ  څخه دا هيله لرو چې را ويښه شي اودكفارو له لومو څخه ځانونه وژغوري،اودفلسطين مسلما نا نو ته دا زيرى وركووچې ان شاّ الله ددوى يوالى به داسرايلو مرګ وي.

په همدې هيله.

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  | 

محمد زبير شفيقي

درنو هم مسلكو ژورناليستانو ، خويندو، وروڼو ، تر هرڅه د مخه تاسو ته د زړه له كومي ښه راغلاست وايم!

دوستانو د تيرې چارشنبې په شپه د طلوع تلويزيون د ( ګفتمان ) بحث ښايي تاسو ليدلى وي، په دې بحث كې چې د ويسا ورځپاڼې د يوه نقد پر بنسټ ؤ ما او د كابل پوهنتون ( استاذ يون) او ځينو نورو دوستانو  پكې ګډون كړى ؤ، زموږ د ننۍ ناستې موخه د طلوع پر  بحث څو يادونې دي، په دې بحث كې متاسفانه زما د خبرو مهمه برخه سانسور شوې وه،  ما  د ملي مصطلحاتو او په ټوليزه توګه د ملي وحدت د ټينګښت په باب يو ځانګړى نظر درلود، زما دغه نظر له دلايلو سره يو ځاى سانسور شوى ؤ، په دې اړه زه د قانوني احتجاج په دود پر دوو ټكيو اكتفا كوم:

!_له يوه پلوه زما له خبرو  څخه ډيرې مهمې برخې لرې شوې وې چې دا زه د ځان په برخه كې تيرى او سپكاوى بولم ځكه چې زه د يوه ژورناليست په توګه په ولس كې يو مقام او نوم لرم، زما خبرې بې ربطه پاتې شوې وې، همدارنګه زما د څرګندونو مهم دلايل سانسور شوي وو، د حيرانۍ ځاى دادى چې د بحث د ګډونوالو زياترو كسانو د استاذ يون په شمول زما پر خبرو حواله وركوله، همدغسې د پروګرام له پاى ته رسيدو وروسته ښاغلي جاويد فرهاد څو ځلې دا خبره راته تكرار كړه چې د خپلو اصطلاحاتو او ژبې په برخه كې ستا نظر تائيدم، خو زما هغه خبرې خپرې نه شوې، زه دا كار د بيان د آزادۍ او د ژورناليستيكو اصولواو اخلاقو  خلاف بولم، د يوې رسنۍ خاوند دا حق نه لري چې په دغسې ډله ئيزو بحثونو كې داسې يو طرفه دريځ ونيسي.

 ۲_ دا چې زما په سانسور شويو خبرو كې يو رغنده وړانديز ؤ،  بايد ووايم چې بحث په اساسي قانون كې د ملي مصطلحاتو راوستل او د هغو پر رعايت ؤ، زه پردې څه نه وايم چې هلته برالا له ملت او ملي هويت نه انكار وشو، چا ويل چې موږ ملت نه يو، چا ويل چې تاريخ مو جعلي دى او چا په اساسي قانون كې د لاسوهنو تورونه لګول، دا د هغوى خپل نظر ؤ، البته زه پردې نه پوهيږم چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ولې پردې مسايلو چوپه خوله دى او ولې څه نه كوي، همدغسې نور چارواكي هم، زما نيوكه پردې ده چې  خبرې مې نيمګړې خپرې شوې يون صيب پرې ګواه دى، د يادونې وړ ده چې ما په هماغه شپه چې پروګرام خپور شو محمد عبدلله د  ګفتمان پروګرام چلوونكي ته په دې كار احتجاج وكړ ورته ومې ويل چې دا د ژورناليستيكو اصولو او د بيان د آزادۍ خلاف او يو قصدي عمل دى، هغه د وخت د كمبود پلمه وكړه، خو پوښتنه دا ده چې بايد زما خبرې سانسور شوې واى هغه هم هغه برخه چې حساب پرې وشي؟ زما زياتره دغه خبرې په دې اړه وې چې په داسې حساسو شيبو كې د طلوع د دغو پروګرامونو پايلې د هيواد په ګټه نه دي، ملي وحدت ته زيان رسوي او د هيواد دښمنانو ته ګټه، زما ټينګار پردې ؤ چې اساسي قانون ته درناوى د هر افغان مكلفيت دى، د ملي وحدت ساتنه او پياوړتيا زموږ شريك مسوليت دى، دغسې پر منفي روحيه پروګرامونه چلول د ولس يو والي، اصالت، هويت او وقار ته تاوان اړوي، زه د رسنيو دنده دا نه بولم چې ولس په نورو لانجو واړوي، په كومه خپرونه كې چې هيڅ ډول توازن مراعات نشي، د ولس ارزښتونو ته پكې درناوى نه وي، په هويت، تاريخ او نظام يې ملنډې وهل كيږي، آيا هيواد له فاجعو سره نه مخامخ كوي؟

  ما په دې بحث كې وويل چې كاشكي زموږ هغه دوستان چې په پرديو لغاتونو او اصطلاحاتو سره دي پخپله دا كار وكړي، په اكاډميو كې كښيني او پخپله څه وكړي، دا اوس چې پردي اصطلاحات او لغتونه په كوم زور را روان دي كه يې مخنيوى ونشي سبا ته به دغه ښاغلي خپل ماشومان پخپله ژبه نشي پوهولى، زه به داسې كسان چې د خپلو ژبو د غنا لپاره كار وكړي، د سيدجمال الدين افغان په څير د درناوي او عزت خاوندان وبولم، .......دا اوس چې ځينو دوستانو په يوه او بل نامه د ژبې او بهرنيو اصطلاحاتو په دفاع كې له ملت سره جبهه نيولې ده، ولس له دوى سره هم نظره نه دى، دغه تلويزيوني بحثونه چې دلته كيږي دا د ولس او ملت خبره نه ده، دا  هماغه ملت دى چې د پخواني شوروي پوځونه يې وتلو او ماتې ته اړكړي دي،  دا كوم دوستان چې له خپل ملي هويت نه منكر دي دا د دوى خپله ستونزه  ده.

 كه څه وړوكي مسايل د ملت  دبيلابيلو اړخونوپه منځ كې وي بايد په طبيعي توګه په تدريج حل شي..

درنو ښاغليو، ورونو خويندو!

 زه له ټولو ملي شخصيتونو نه غواړم چې تر څو طلوع تلويزيون په خپلو خپرونو كې تعادل مراعات نه كړي، د ژورناليزم اصولو او د ملي ارزښتونو ته د درناوي لاره غوره نه كړي، په پروګرامونو كې يې دې له ګډون څخه ډډه وكړي، همدغسې زه دا خپل حق بولم چې د طلوع چارواكي په دې ژورناليستيكي تخلف معذرت را نه وغواړي.

پردې سربيره زه په دې نظر يم چې په بحران كې هيڅكله ولس د داخلي وړوكو مسايلو په باب مناسب تصميم نشي نيولاى، ځكه چې په داسې حالت كې يا د مسايلو په حل كې پردي لاسونه وي چې دا بنسټيز حل نشي كيداى او يا بحران دوام مومي او ولس په نورو لانجو اړوي، اوس تر هرڅه زيات د هغو بدمرغيو د مخنيوي اړتيا ده چې په ټوليزه توګه زموږ د ملت د هر پاړكي ژوند او راتلونكې ګواښي، زه په دې نظر يم چې د ملي وحدت ساتنه او پياوړتيا د هر افغان وقار ، غرور او حيثيت لوړوي، ددې وقار، غرور او حيثيت ساتنه او پالنه زه د هر افغان دنده بولم، څوك چې په هر نامه له دې لويې كړۍ نه ځان وباسي، له دې پرته چې وړوكى شي بله پايله نه لري، زه ستاسو په وړاندې د ملت پر ټولو سياسي او دولتي چارواكيو غږ كوم چې په دې باب خپل دروند مسووليت ته پام وكړي، زما وړانديز دادى چې راځى ټول پر خپل هويت ووياړو، ټول افغانان شو او په شعوري او يا لاشعوري توګه د نورو له چوپړ نه  ځانونه وژغورو.

په درنښت   محمد زبير شفيقي

د ويسا ورځپاڼې مسوول مدير

 

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  | 

د مهربان بخښونکی لوے څښتن په نامه

اهلبېت پښتو اکېډيمی د مذهبونو ترمېنځ د غږملتيا په موضوع مشاعره جوړوی

په داسې حال کښې چې نړيوال استکبار چې په سر کښې يې امريکا ده د اسلامی نړی په مختلفو سيمو کښې د خپلو شېطانی دسيسو او پلانونو له ناکامېو نه پس اوس د خپلو ځينو تند لاريو اېجنټانو په ذريعه د اسلامی مذهبونو په خاصه توګه د سنی شيعه ترمېنځ اختلافاتو ته د لمن وهلو او جنګ جګړو د رامنځته کولو په سازش لګيادے. اهلبېت پښتو اکېډيمی د دغو خطرناکو پلانونو د مخنيوی او د اسلامی مذهبونو ترمنېځ د غږملتيا په هدف د روان مارچ د مياشتې په ٢٩ نېټه په پېښور کښې يوه مشاعره جوړوی له هغو پښتنو شاعرانو څخه چې په دغه مشاعره کښې ګډون نه شی کولې غواړو چې په دغه موضوع باندې خپل شعرونه د ايمېل په ذريعه راوليږی چې په مشاعره کښې له شاملولو نه علاوه په کتابی شکل کښې د هغو د چاپ کولو بندوبست هم وشی. په درناوی.
اهلبېت پښتو اکېډيمی
+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  | 

 

د مارچ اتمه، د ښځو حقوق او ناروا شعارونه!

 

محمد كبيرحقمل

لسګونه كلونه كيږي چې د ميلادي كال د مارچ د مياشتې اتمه نيټه د ښځو د ورځې په نامه لمانځل كيږي. ددغې ورځې غير رسمي پيل د 1857 م كال د مارچ له اتمې پيل شو، د اهغه ورځ وه چې په امريكې كې كارګرو ميرمنو د خپلو حقونو او په ټولنه كې د مساوي ارزښت دلاسته راوړو لپاره لاريون وكړ او په دې لاريون كې د امريكې د هغه وخت حكومت په لسګونو تنه ميرمنې وډبولې او زندان ته يې واچولې. له هغه تاريخ نه وروسته په داسې حال كې چې ميرمنو په امريكايي اواروپايي ټولنو كې په هيڅ برخه كې له نر سره برابر حقونه نه در لودل، دداسې يوې ورځې لمانځل له امكانه لرې خبره وه، خو د كلونو په تيريدو سره ورو ورو د ميرمنو د ورځې لمانځل پيل شول او اوس دادى دغه ورځ د ميليونونو روپيو په لګولو په شانداره مراسمو لمانځل كيږي. اوس نو د ښځو په وړاندې داسې حكومتونه نشته لكه د امريكې د 1857 كال حكومت چې ددوى ټولنې دړې وړې او دوى زندان ته واچوي، په همدې توګه ظاهرا اوس په نړۍ كې هغه قوانين هم نشته چې پخوابه يې پرمټ ښځو هم د نارينه و دوه چنده كار كاو او هم به يې د هغوى نيمايي مزد ترلاسه كاوه.

په 1909م كال كې د لومړي ځل لپاره د آلمان ستر سوسياليست كلارا زينتكين وړانديز وكړ چې د مارچ اتمه دې د ميرمنو د نړيوالې ورځې په نامه و پيژندل شي، دغه وړانديز يوكال وروسته ومنل شو. د مارچ اتمه په پيل كې په ډيره ساده توګه هغه هم د كارګرو ميرمنو لخوا لمانځل كيده. په نړۍ كې د انقلابونو او سياسي احزابو په رامنځته كيدو، دغه ورځ هم د پام وړ وګرځيده او ددې ترڅنګ چې د ميرمنو موضوع په سياسي لوبو كې د يوه مهم بحث او هدف په توګه ياديده، د هغوى د ورځې لمانځلو هم داسې بڼه ونيوله چې په كې به سياسي ډلو خپلې موخې او هدفونه بيانول.

زموږ په هيواد كې لكه چې ليدل كيږي د ميرمنو موضوع په هغې بڼې چې لويديزوال يې غواړي، ډيره موده وروسته له غربي او اروپايي هيوادونو مطرح شوه. د افغانستان د خپلواكۍ قهرمان امان الله خان چې كله خپل هيواد آزاد كړ، څه موده وروسته له واكمنيدو د ميرمنو د حقونو او په ټولنه كې د هغوى د راښكاره كيدو په برخه كې يو لړ تغييرات راوستل. هغه غوښتل چې د افغانستان د ميرمنو حالت له اروپايي ميرمنو سره يو شان كړي، له همدې امله د شاه ميرمنې له ټولو لومړى خپل پړونى و غوځاو او لوڅ سر د خلكو په مخ كې را ښكاره شوه. دا چې افغانستان يو اسلامي هيواد دى او اسلام ښځو ته داسې آزادي چې لويديځ يې غواړې او وركړې نه وركوي، د افغانستان علماو هم د امان الله خان دغه كار له اسلام سره په تضاد كې وباله او په پايله كې يې دده پلوي پريښوده. امان الله خان چې يو وخت د افغانستان د ازادۍ ستورى ګڼل كيده، له هغه وروسته د خلكو له عقايدو او له ديني اصولو سره په ټكر كې سړى و پيژندل شو او له هيواده وتو ته مجبور شو.

د امان الله خان له حكومت نه را وروسته بيا د مجاهدينو ترنيم بنده انقلاب پورې، په افغانستان څو داسې مرحلې راغلې چې په هغو كې د يو شمير سياسيونو د شعارونو سرټكى د ميرمنو حقوق او د هغوى ازادي وه، ددې ترڅنګ ددغو سياسيونو د مخالفينو لوى استدلال، په ښارونو كې د ميرمنو بې حد او حصره آزادي او له دې لارې د فحشا ترويج و. د ميرمنو د حقوقو د شعاري مدافعينو او د هغوى د مخالفانو ترمنځ رقابتونو په افغانستان كې څو ځله انقلابونه راوستل او حكومتونه يې رد او بدل كړل. په دې توګه موږ په افغانستان كې د ميرمنو موضوع د انقلابونو په راتلو كې هم يوه د پام وړ موضوع بولو. امريكا هم چې كله له يوولسم د سپټمر نه وړاندې طالبانو ته ګواښونه كول، د ميرمنو ازادي يې په لويو غوښتنو كې راتله. د افغانستان او سنى دولت او بهرنۍ تحقيقي ټولنې هم چې كله د دولت او په افغانستان د امريكې د تيري لويې لاسته راوړنې بيانوي، د ميرمنو ازادي يې په لويو لاسته راوړنو كې راولي.

د ميرمنو حقوق

په افغانستان كې د ميرمنو د حقونو د تحقق د پلويانو ستره ناره او د مارچ د اتمې د لمانځلو ستره موخه همدا ده چې په افغانستان كې د ميرمنو وضعيت نور د پيړيو پيړيو وړاندې حالت نه وباسي او په مستقيمه توګه يې په ټولنيزو، اقتصادي او سياسي چارو كې راگډې كړي. دوى په ټولنه كې د ميرمنو د داشان راګډولو لپاره هيڅ رنګه محدوديت نه مني، خو ددې لپاره چې افغانستان يو اسلامي هيواد دى، بيا داهم ور سره وايي چې د ميرمنو دغه ازادي د اسلام په چوكاټ كې غواړي. په زړه پورې لا داده چې يوه ورځ ما د هيواد په يوه ستر سياسي ارګان كې دداسې يوې ميرمنې له خولې د ميرمنو له اسلام سره سم حقوق غوښتل وليدل چې هماغه ساعت يې پړونۍ په غاړه كې پروت و او خپله يې هم د ميرمنو په اړه د اسلام هيڅ اصل په پام كې نه و نيولى.

په هرصورت، نر اوښځه دواړه د لوى خداى(ج) هغه مخلوقات دي چې انسان ورته ويل كيږي او په قران عظيم الشان كې د اشرف المخلوقات په نامه ياد شوي دي. ظاهرا دغه دواړه موجودات له جسمي لحاظه يو له بل سره تو پير لري، خو په اصل كې دواړه انسانان او ددې ترڅنګ يو دبل لازم او ملزوم دي. دوى د يوه ارزښت او احترام نه برخمن دي. د اسلام دين چې له آدم(ع) نه رانيولې تر حضرت محمد (ص) پورې كوم اصول چې د انساني ژوند لپاره وضع كړي، ميرمنو ته پكې تر هر دين زياته پاملرنه شوې ده. په اسلام كې ښځه مورده چې دخداى پيغمبر جنت د مور د پښو لاندې بللى، په اسلام كې ښځه ميرمن ده چې اسلام د كور حاكمه او ناظمه بللې او ددې ترڅنګ په اسلام كې ښځه خور او لور ده چې تر بل هرچا ګرانه او زړه ته نژدې ده.

هغه اصول چې د اسلام مبارك دين د ميرمنو لپاره وضع كړي دي، بې له شكه له پيل نه تر اوسه د ټولو ميرمنو د عفت او ښه ژوند لپاره كافي او تربل هر قانون پرځاى او ګټور دي. دغه قوانين اجازه نه وركوي د عربو د جاهليت په شان نجونې ژوندۍ ترخاورو لاندې شي او يا هم د نارينه و نه ټيټې او بې حيثيته وګڼل شي، ددې ترڅنګ د اسلام مبارك دين ددې اجازه هم نه وركوي، چې ميرمنې د نارينه و د لوبو سامان او د فحشا د مجلسونو ګرموونكې و ګرځي. د مارچ اتمه چې د ميرمنو نړيواله ورځ ده، هركال په افغانستان كې دښځو د حقوقو د اعادې او وركړې په موخه لمانځل كيږي، متاسفانه دغه ورځ لكه څنګه چې په نوره نړۍ كې هركله د سياسي اغراضو د لاسته راوړلو لپاره لمانځل كيده، او ګټه ورڅخه اخيستل كيده، اوس يې زموږ په هيواد كې هم د يوه ستر سياسي شعار بڼه نيولې او ريښتيني اړخ ته يې هيڅوك هم فكر نه كوي. جالبه داده چې دغه موضوع د كمونستانو پروخت د شوروي فرهنګ ځپليو او اوس مهال لويديز پلوو ټيكه كړې او د نورو د ځپلو لپاره يې ستره حربه ترينه جوړه كړې ده. دوى هر يوه په خپل وار سره داسې ښودلې چې اسلام پلوه ډلې د ميرمنو په اړه داسې څه وايي چې هغه كاملا له ميرمنو سره ظلم او ددوى د حقوقو سلبول دي. ددې ترڅنګ ددوى لويديزوال پلويان بيا له اشخاصو اوړي او زموږ په دين تيرى كوي او اسلام د ميرمنو په اړه په تنګ نظري تورنوي. ددوى دومره نارو سورو او بهرني ملاتړ په اسلامي نړۍ كې ځينې ديني علما دې ته اړه كړي چې د ميرمنو په اړه ځينې داسې تفاسير وړاندې كړي چې هغه هيڅكله هم متفق عليه نه دي او د ميرمنو دنيوي او اخروي يو اړخ هم پكې خوندي نه دى.

د ميرمنو په اړه د لويديځ پلوه ډلو شعارونه او نارې سورې نه يواځې داچې د هغوى حقوق نه شي تامينولاى، دوى داسې يوې لوبې ته ټيل وهي چې په هغه كې ددوى عزت او پت تر بريد لاندې او د هر نفس پرسته په خدمت كې لويږي، نن كه سړى د نړۍ د ميرمنو حالت ته وګوري، په رښتيا هم د مارچ د اتمې لمانځل ورته اړين بريښي، خو دغه لمانځل په كومه روحيه او كوم نيت؟ آيا په هغه نيت چې پايله يې د افغان ميرمنو حالت د لويديزو ميرمنو حالت ته رسيږي او كه داسې لمانځل چې پايله يې د لويديځ له ميرمنو سره مرسته او د خپلو ميرمنو د عزت ساتل او په اسلامي شرايطو هغوى ته د ژوند، تحصيل او كار شرايط برابرول وي؟ موږ به هغه وخت د ميرمنو د ورځې په لمانځلو ترنورو لومړى ورګډ شو چې اول د هغو ميرمنو له حال نه په دغو لمانځنو كې خبرې وشي، كومې چې همدا اوس د انټرنيټ په پاڼه او نورو بازارونو كې ليلام شوي او له اسلامي كرامت نه بې برخې دي، هغه ميرمنې چې ترمرګه د ژوند كومه تكيه نلري او د لويديځ د منحرف فرهنګ په ټال كې داسې ځنګيږي چې ټول عزت او حرمت يې د څو تنو نفس پرستو په خدمت كې دي او دوى هم د وركړل شوې تربې له مخې دا حالت ځانته د د قناعت وړبولي او ورباندې خوښې دي.

په هر انسان په تيره بيا مسلمان باندې د خپلې كورنۍ او ښځې د عزت ساتل فرض دي، كاشكې د مارچ په اتمه هم زموږ افغاني ميرمنو ته داسې تلقين وركول كيداى چې هغه ازادي چې لويديځ يې دوى ته غواړي آزادي نه، بلكې د ذلت هغه زندان دى چې خداى دې زموږ هره افغانه ميرمن ور څخه وساتي. كاشكې دمارچ په اتمه زموږ افغاني خويندو يوه داسې پريكړه كړې واى چې پربنياد يې د ټولې نړۍ ميرمنې د عزت ژوند ته رابلل شوې واى او په عين وخت كې هغو ته چې د موجودې ازادۍ نه د فحشا او بې پردې توب په لاره كې استفاده كوي، توصيه شوې واى، لوى خداى لكه څومره چې انسان ته په دنيا كې له ژوند نه نيولې بيا د ژوند تر امكاناتو، هرڅه وركړي، هغومره يې مسئوليتونه هم ورباندې ايښي دي. زموږ افغانې ميرمنې هم بايد په دې و پوهيږي چې خداى (ج) دوى ته له ميرمن توب او د ژوند له دومره امكاناتو سره سره، ځينې داسې دندې هم پرغاړه ور اچولي دي چې په جرات سره ويلاى شو، چې ددوى اوسنى حالت يې له پوره كولو نه عاجز ده.

بدبختانه هر وخت په افغانستان كې د ميرمنو حقوق او د هغو غوښتنه په داسې توګه شوې ده، چې عملي بڼه يې بې حجابي او فحشا ته لاره خلاصونه ده. يوځل مې له خپل يوه همكار سره د هغه د يوې خپلوانې په اړه چې په يوه موسسه كې يې كار كاو او په پوره توګه يې له غير اسلامي جامو نه استفاده كوله، بحث شو، هغه راته په ډيره بې پروايۍ سره وويل چې زموږه كورنۍ (روشنفكره) ده او په دې خبرو سر نه خوږوو، ده همدارنګه را ته وويل چې موږ په زړه كې پاك يو او د چا په خبرو پسې نه ګرځو، ماته هماغه وخت دا سوچ پيدا شو چې زموږ په هيواد كې اسلام ضد حركتونه څومره په مهارت سره خپل مسير تعقيبوي، دوى زموږ نويو ځوانانو ته دا ورښيي چې هغه كسان چې ميرمنې په عزت كې ژوند كولو ته رابولي او د دوى د حسن او اندامونو د ليلام مخالفان دي، ټول تنګ نظره او وروسته پاتې دي. ما په ډير تعجب نوموړي ته وويل چې آيا تا كله هم په دې اړه فكر كړى، چې روشنفكري او عياشي څومره تفاوت لري، روشنفكري علميت، پوهه او د خداى د اوامرو په عملي كولو او منلو كې نغښتې ده نه په بې پردې توب او داسې ژوند كې چې په هغه كې هره شيبه ميرمنې د هوس پرستو ترګواښ لاندې راتللاى شي، باور وكړئ چې زما همغه همكار راته له هغې ورځې څو ورځې وروسته ټيلفون وكړ چې ما ايله اوس د عياشي او روشنفكري په اړه سوچ و كړ او په دې هم پوه شوم چې هغه څه چې موږ ته د روشنفكرۍ په نامه را پيژندل شوي، هغه سوچه عياشي او د حسن ليلام ده.

اسلامي هيواد او لويديزوال شعارونه

څومره به ښه وه چې په افغانستان كې د افغانانو او اسلام له روحيې سره سم د ميرمنو دحقونو غوښتنه شوې واى. هيڅوك به په دې خوښ نه وي چې د ميرمنو په اړه دې د خداى له وركړيو حقونو څخه سترګې پټې كړي او يا دې هم ميرمنې له هغو نه بې برخې كړي. ميرمنو ته د اسلام له احكامو سره سم د هغوى د حق وركول او هغوى ته د يوې سالمې ټولنې د غړو په توګه د ژوند د ټولو اسانتيا و برابرول نه يواځې داچې د هرچا مسئوليت ده، بلكې د ډيرو ارمان هم ده، خو دې ارمان ته يوه ټولنه څنګه رسيدلاى شي، آيا په هغې لارې چې اوس نيول شوې ده او د ورځې په تيريدو فحشا او بې حجابي زور اخلي كه كومه بله لاره هم شته. آيا اسلام نر اوښځې همداسې مساوي پيداكړي لكه چې اوس فكر كيږي او كه ځينې محدوديتونه هم لري. دا خوبه هيڅوك هم رد نكړي چې د جسم او اندام له لحاظه نر او ښځې يو له بل سره توپير لري او له رواني لحاظه يو بل ته ډير تمايل ښكاره كوي(په تيره بيا مجرد نر اوښځه). داهم ښكاره ده چې د امكان په صورت كې دغه دواړه جنسونه يو لړ سترې او خطرناكې غلطۍ هم كوي، ان تر دې چې ناروا اړيكې يو له بل سره ټينګوي چې دا بيا د هغوى ژوند له بربادۍ سره مخ كوي. ښه لاره چې نر اوښځه له ډيرو خطرناكو او بدو اعمالو نه ساتي، هغه ددغو دواړو جنسونو لرې والى او په پرده كې ژوند كول ده. په تيره بيا د هغو چې يو له بل سره هيڅ راز خپلوي هم ونلري. دا د اسلام غوښتنه هم ده او اسلام هم د ټولنې دښې روزنې لپاره ددې اجازه نده وركړې، خو متاسفانه اوس داسې نده، اوس همدا كسان چې په اسلامي اصولو د ميرمنو حقوق غواړي په خپلو سترګو ويني چې په هغو دفترونو كې  چې نر اوښځې خصوصا ځوانان پكې يوځاى او بې له كوم محدوديت نه كاركوي، څه پيښېږي او تر اوسه څومره بدې پيښې چې دواړو خواوو هم ځوان او هم پيغلې ته د مرګ معنا وركوي پيښيږي.

د افغانستان په څير اسلامي هيواد كې بې حد او حصره ازادي او هغې ته لاره خلاصول نه يواځې داچې د اسلام له اصولو سره اړخ نه لګوي، بلكې داسې له اسلام سره په ټكر كې ده، لكه اور او اوبه! اسلام د نر اوښځې دعزت او حيثيت تضمين كوي، خو داسې آزادي نه يواځې داچې زموږ ځوانان بې لارې او مشوش كوي، بلكې ميرمنو ته دداسې يو راتلونكې بد پيغام وركوي چې د لويديځ ميرمنې يې لري(خداى دې زموږ د هيواد ميرمنې ورڅخه وساتي).

ښه لاره داده چې په افغانستان كې د سږ كال مارچ د نړۍ ميرمنو ته د يوه نوى زيري په حيث لمانځل شوې واى. موږ تر ډيره ددې انتظار ايسته چې زموږ ديني علما او رهبران به د ميرمنو د ورځې په نامه جوړو شويو غونډو ته په خپلو خبرو كې دوى ته د حجاب او اسلامي اخلاقو درس وركړي، خو متاسفانه داسې ونشول، موږ دداسې خلكو خبرې هم واوريدې چې ښايي يو وخت يې له نا محرمو ميرمنو سره خبرې تور كفر ګاڼه، خو د ميرمنو دحقونو بازار ته په كتو يې په داسې محفلونو كې خبرې كولې او د لانورو ازاديو نارې يې وهلې چې يوزيات شمير ميرمنې ورته لوڅ سر ناستې وې.

په نړۍ كې د ميرمنو اوسني حالت ته په كتو، زموږ مسلماني خويندې بايد په يوه غږ د ميرمنو د ټولو هغو بې عزتيو او آزاد بازار مخه ونيسي چې همدا اوس ښه ګرم او په زور كې دى. موږ د نړۍ په هره برخه كې لكه څنګه چې ښځه ښځه بولو د عزت غوښتنه يې هم كوو، زموږ په هيواد كې د ميرمنو په نامه د ښځو د حقونو ټيكه دارې ډلې كه غواړي د ميرمنو د حقونو په ترلاسه كولو، هغوى ته اسوده ژوند او د عزت ټولنه جوړه كړي، په نړۍ كې دې د ميرمنو په حيثيت د ټولو هغو سوداو مخه ونيسي چې همدا اوس ښې په زور كې روانې دي.

همدارنګه كه غواړي چې په افغانستان كې د ميرمنو حقوق د تل لپاره تامين او ادا كړاى شي، نو دا ناره دې له سياسي شعاره وباسي او په داسې توګه دې تعقيب كړي چې اسلام اجازه وركړې او زموږ ملت ور سره مخالفت نلري. اوس خو ټول هغه كسان چې د ميرمنو د حقونو په نارو يې ستوني وچ شول، تر ډيره خپله د اسلام اوامرو ته نه دي متعهد او په داسې سر او صورت ګرځي چې له سره له اسلام سره مطابقت نلري. موږ په دې ويريږو چې دا نارې سورې ددې لامل و نه ګرځي چې زموږ ميرمنې هم د لويديځ د ميرمنو ژوند ته و هڅول شي او په پاى كې داسې و روزل شي چې نه دوى له خپل ژوند نه راضي وي او نه يې هم كورنۍ

 ښه به داوي چې له دې وروسته د ميرمنو د حقوقو دفاع د اسلام په چوكاټ كې داسې څوك وكړي چې كم تر كمه خو اسلامي اصولو ته متعهد وي، نه داچې د خپلو سياسي اهدافو لپاره يې يواځې اسلام شعار ګرځولى وي او نور يې هيڅ اصل ته هم وفاداره نه وي.

دداسې ورځې په هيله چې ميرمنې د بازار له توكيو نه د يوه كامل او سوچه انسان حيثيت غوره كړي. 

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  | 

 

د فلسطين وروستي تحولات او د حماس د ګوښه کيدو هڅې!

 

محمد کبير حقمل

د فلسطين د اسلامي مقاومت تحريک(حماس) يوکال وړاندې د دغه هيواد په پارلماني ټاکنو کې بريالۍ شو. په دغو ټاکنو کې د فلسطين بلې سترې ډلې فتح په ښکاره تفاوت د حماس په وړاندې ماتې وخوړه او محمود عباس چې د فتح ګوند مشر دى، دکابينې جوړولو چارې د حماس رهبرانو ته وسپارلې. په دغو ټاکنو کې د فلسطيني پارلمان له ټولو 132 چوکيو نه 76 حماس او 43 فتح و ګټلې.

حماس چې په نړيواله کچه تردې نيټې په يوه جنګيالۍ ډله مشهوره وه، اوس په داسې حال کې له هرراز نړيوال قانون سره سم، د فلسطين د حکومت په سرکې راغله چې له اسرائيلو سره په مخامخ جګړه کې ښکيله وه. د تير کال په ټاکنو کې د حماس ګډون او بيا برياليتوب د حماس هغه اوږد مهاله اعتصاب ته د پاى ټکى کيښود، کوم چې پربنياد يې دغې ډلې بل کوم وخت په ټاکنو کې ګډون نه و کړى.

په فلسطين کې د حماس برياليتوب د نړۍ ټول هغه سياستوال او شنونکي چې تر هغه مهاله يې د فلسطين جنګيالۍ ډلې اورپکې او د ملت له غوښتنو غير بللې، په تعجب کړل او دا يې ورته څرګنده کړه چې حماس ددې ترڅنګ چې د جهاد او مبارزې غښتلې ډله ده، په همغه شان د سياست په ډګر کې هم ترنورو وړاندې او بانفوذه ډله ده.

حماس د خپل سياست اصلي ټکى د خپل دين او وطن لپاره جهاد او مبارزه بولي، له همدې امله په نړيواله کچه د ټولو هغو هيوادونو چې اوس مهال د اسرائيلو او د هغو د نژدې دوستانو لکه امريکا منت خواره او غلامان دي، لخوا په ښه سترګه ورته نه کتل کيږي او وخت ناوخت له اسرائيلو سره د روغې فشار ورباندې راوړل کيږي. حماس ددې ترڅنګ چې په اسرائيلو هرګوزاريې د نړيوالو؟! لخوا په تروريستي بريدونو تفسيريږي، له پيل نه تراوسه تردې فشار لاندې ده چې د خپل هيواد په ګاونډ کې دې اسرائيلي دولت په رسميت و پيژني او ددوستۍ اړيکې دې ورسره ونيسي. حماس ددې ټولو په وړاندې يوځواب لري:(شهادت او يا هم د قدس او فلسطيني خاورو آزادي.)

د حماس په برياليتوب لومړني غبرګونونه

په لومړي سرکې چې کله د فلسطين د پارلماني ټاکنو پايلې اعلان او په هغو کې د حماس اسلامي ډله بريالۍ راوخته، د امريکې ولسمشر کوچني بوش اعلان وکړ چې که چيرې حماس د اسرائيلو د له منځه وړو فکر له خپلو مغزونو و نه باسي، واشنګتن به خپلې مرستې له فلسطين سره قطع کړي. د بش دغه خبره په سياسي ډګر کې ډيره ستره او ترډيره تاثير ګذاره ده. بش په همغه پيل کې حماس ته څرګنده کړه چې که هرڅومره د فلسطين د ملت غوښتنه او يا هم ارمان وي، امريکا اسرائيل غواړي او هغه څوک چې له اسرائيلو سره له دښمنۍ نه لاس نه اخلي، د امريکې له لطف او مهربانۍ؟! نه به بې برخې وي. امريکې په دې توګه وکولاى شواى چې د فلسطين په دولتي چوکاټ کې د لومړي ځل لپاره بريالۍ ډله وويروي او خپل هغه ارمان چې له ډير پخوايې لري په سيمه کې پلي او پوره کړي. حماس د خپل برياليتوب له همغه پيل نه په ډاګه اعلان کړه چې اسرائيل پرفلسطيني ځمکو غاصبين دي او دوى به هيڅکله هم دغه غاصبين په رسميت و نه پيژني. اسمعيل هنيه چې د حماس له ډلې د فلسطيني حکومت مشر شو، په وار وار يې اعلان کړى چې د ډلې برياليتوب يې د اسرائيلو په وړاندې د جهاد له برکته و او ترڅو چې اسرائيل له فلسطين خاورې و نه اوزي، دغه جهاد به روان وي. بش لکه چې د نړۍ په هرګوټ کې جهاد او د کفارو په وړاندې دريدل ترهګري او ترډيره بغاوت ګڼې حماس چې د فلسطيني ملت له پوره پلوۍ نه برخمن دى د يوې اورپکې ډلې په نامه ياد کړ او ويې ويل که دغه ډله تاوتريخوالۍ پرينږدي، نو سختې مالي ستونزې به ورته پيداکړي. ښايي د بوش همدا ګواښونه او ده ته د نورې نړۍ وفاداري ددې لامل شوي وي چې د حماس له برياليتوبه څه موده وروسته ددغه هيواد دولتي مامورين ددې له امله چې معاشونه يې نه و ورکړل شوي، په تنګ شول او له دولت نه يې د خپلو معاشونو غوښتنه وکړه. حماس له همغه پيل نه په دې لټه کې شو چې د حکومتي چارو د سمبالښت لپاره بهرنۍ مرستې جذب کړي، خو متاسفانه داسې ونشول او د وخت په تيريدو د فلسطين حکومت له سترو مالي ستونزو سره لاس او ګريوان شو. اسلامي هيوادونه خو يا غريبان دي څه لري نه او يا هم که يې لري په حماس سره يې د مرستې لايق نه بولي، ځکه چې د ډيرو اسلامي ملکونو بادار او اصلي واکمن بوش له فلسطين سره مرستې نه کولې، نو دوى بيا کله دومره بې ادبي کولاى شواى، چې له خپلو مسلمانو وروڼو سره مرسته وکړي. يواځې ايران چې په اسلامي هيوادونو کې له حماس سره ډيره مرسته وکړه، هغه هم د نظامي مرستې په نامه و پيژندل شوه او ايران ورباندې وګواښل شو، نو خو کوم اسلامي هيواد له دغه دولت سره مرسته ونکړه. منځني ختيځ چې د تورې طلا په زيرمو شهرت لري، دومره هم ونکړل چې له کلونو کلونو جګړې ځپلي او بې وزلي  هيواد، فلسطين سره مالي مرسته وکړه، ښايي داخبره رښتيا وي چې د منځني ختيځ د تيلو ګټې يواځې د عربي سرمايه دارانو په عياشۍ کې لګول کيږي او نور کوم د خير ګټه نشي ځنې اخيستل کيداى.

فرانسې او جرمني هم په همغه پيل کې د حماس له برياليتوب سره بې خونده چلند وکړ. دوى هم حماس دغير مطلوبو ډلو په ليست کې راوست او کومې خبرې چې بوش کړې وي، دوى هم له څه ښکته پورته کيدو سره وکړې، په اسلامي هيوادونو کې هم داسې غبرګون ښکاره نه شو، چې د کلونو کلونو جګړو ستړى او په سياسي ډګر کې اتل حماس دې ورباندې ډاډه شوى واى او يا يې هم اميد ورته بښلى واى. د حماس د برياليتوب لومړۍ اونۍ داسې تيرې شوې چې په ښکاره يې داښودله چې حماس په نړيوال سياست کې، د چانده خوښ او په حکومت کې پاتې کيدل به يې هم ډير اوږد نه وي. موږ هم د خپل تحليل او د اسلامي جهادي ډلو په وړاندې د اوسنۍ ظالمې نړۍ قضاوتونو ته په کتو له همغه پيل نه ددوو خبرو امکان ليده، له واک نه د حماس په شا کيدل او د پخوا په څير يواځې د جګړې په ډګر کې فعاليت او يا هم د قدرت په نشه کې له خپل اصلي مسير نه د حماس اوښتل او لکه د فتح په شان له امريکې او اسرائيلو سره د روغې جوړې لاره نيول. خداى شته چې له هماغه پيل نه موږ د حماس په وجدان کې دانه ليدل چې خپل اصلي مسير دې پريږدي. موږ باور درلود چې حماس به د اسلامي تاريخ د نورو مظلومو خو د ايمان او غيرت په وسلو سمبالو ډلو په شان خپل اصلي مسير نه پريږدي او له ټولو هغوچلينجونو سره به چې ورسره مخامخ کېږي، له خپلې عقيدې او هوډ سره سم برخورد کوي.

حماس د جهاد اوسياست اتل

له همغه پيل نه چې کله حماس واک ته ورسيد، د سياست او جګړې په ډګرونو کې له سترو ننګونو سره مخامخ شو. په انتخاباتو کې برياليتوب او په وړاندې يې د نړۍ مايوسوونکى دريځ، له بهر نه د مرستو قطع کيدل، د اسرائيلو د رسميت پيژندلو په اړه بهرني فشارونه او ددې ترڅنګ له فتح ګوند سره چې د فلسطين ولسمشر محمود عباس يې مشري کوي، بې سابقه اختلافات ټول هغه څه و چې حماس ته د سترو سياسي ازمونونو په توګه رامخې ته شول.

د فلسطين د مبارزينو لخوا د يوه اسرائيلي عسکر برمته کيدل او په پايله کې يې په غزه او نورو سيمو د اسرائيلو پراخ تيري، له فتح سره کورنۍ جګړې او بيا هم له اسرائيلو سره د اوږدې جګړې دوام او په دې اړه ثابت دريځ د يو کلن حکومت په موده کې، حماس ته د سترو جګړه ييزو او يا هم جهادي چلنجونو په کتار کې راوستلاى شو.

حماس هرڅه که له برياليتوبه وروسته له هرې خواځپل شوى او له فشارونو سره مخ شوى و خو ددغو ټولو چلنجونو او ازمونو نو نه بريالى راووت. حماس نه د نورو په شان خپله حوصله له لاسه ورکړه او نه يې هم له هرڅه د ناهيلې شوې ډلې په څير داسې ګامونه اوچت کړل چې سياسي درځ ته يې تاوان ورسيږي. حماس وخت په وخت د سولې وړانديزونه منلي او يا يې هم خپله کړي دي، خو ددې ترڅنګ يې بيا هرې جنګي څپيړې ته د اوضاع مطابق ځواب ورکړى او خپل دښمن يې له پخوا نه نور هم ناهيلې کړى دى.

له يوې جهادي ډلې نه په يوه ستره او بريالۍ سياسي ډله اوښتو او بيا د حکومت په جوړيدو او نظم کې د حماس شهکار، په ډاګه کړه چې دغه ډله د سياست اتله ډله ده. په عين حال کې له ټولو سياسي مصروفيتونو او اوسني ظالم نړيوال سياست سره د ډغرو وهلو ترڅنګ د فلسطين د خپلواکي په لاره کې نه ستړې کيدونکې هڅې او قربانۍ او د جهاد او مبارزې دوام حماس د يوې اتلې جهادي ډلې په توګه را معرفي کوي. حماس هيڅکله هم د ځينې نورو فلسطيني او يا هم اسلامي ډلو په شان داسې ونکړل چې د سياست په را اخيستو جګړه او د جګړې له دوام سره سياست ورڅخه پاتې وي، حماس په يوه وخت کې دا دواړه کارونه په ډيره ښه اوبريالۍ توګه تر سره کړي او که خداى کول راتلونکې به يې هم همداسې وي.

د مکې تړون او د حماس بله قرباني

لکه چې ټول پوهيږي، فلسطين څه موده وړاندې د دغه هيواد ددوو ډلو حماس او الفتح ترمنځ د سترو تاوتريخيو شاهد و، دغو دوو ډلو په داسې حال كې چې يو ګډ دښمن يې په ډيره خوښۍ د مړو او ټپيانو ننداره كوله هره ورځ يو پربل بريدونه كول او هره ورځ به يې ګڼ شمير كسان مړه او ټپيان كيدل.

سعودي عربستان چې د مسلمانانو سپيڅلې قبله مكه مكرمه هلته ده، د فتح او حماس ترمنځ د سولې په نيت ددغو ډلو مشران هلته ور وغوښتل او د سولې په اړه يې مذاكرات پيل كړل. د سعودي عربستان په مذاكراتو كې په فلسطين كې د ملي وحدت په نامه د حكومت د جوړيدو پريكړه وشوه چې په دغه حكومت كې به حماس او الفتح د نورو فلسطيني ډلو او شخصيتونو په ګډون برخه اخلي او د فلسطين ديووالي ساتلو او د فاع لپاره به كاركوي.

موږ خو تراوسه لا د ملي وحدت په نامه حكومت اصلي معنى او تعريف باندې نه يو پوه، خداى خبر چې دا كومه هڅه ده او د چالخوا په ډير مهارت د حماس د حذفيدو لپاره په لاره اچول شوې. د سعودي له كتنې وروسته حماس يووار بيا د تل په شان د فلسطين د آرامۍ او سوكالۍ لپاره قرباني وركړه او له دې سره سره چې اسمعيل هنيه د فلسطين قانوني لومړى وزيرو، له خپلې دندې يې استعفا وركړه او د نوي حكومت د جوړيدو ماموريت ته يې غاړه كيښوده.

له دې سره سره چې په هر هيواد كې د اسلامي امت يووالي او اتفاق د نړۍ د هر باوجدانه مسلمان ارمان دى، خو د هنيه استعفا او له واكه ګوښه كيدل، كولاى شي د فلسطين د يووالي په لاره كې د حماس يوه بله لويه قرباني وګڼل شي.

داټول دچا له لاسه؟

فلسطين يو ملت او يو هيواد دى. له لسګونو كلونو راهيسې ددغه هيواد مسلمان ملت د خپلې خاورې او سپيڅلو ځايونو لكه اقصى مسجد د ازادي لپاره مبارزه او جهاد كوي. په ټوليزه توګه د فلسطين مبارزې ډلې ترڅو كلو وړاندې په ډيره ښه او متحدانه توګه له اسرائيلو سره وجنګيدې، دغه يووالى او ښه مقاومت و چې د فلسطين هر بچى مجاهد او ددښمن په وړاندې د يوه هدف لپاره وجنګيده، خولكه چې تاريخ ثابته كړې ده كفار د يوې اسلامي جبهې د ماتولو لپاره بې له دې چې دغه جبهه په څو ټوټو وويشي، بله لاره نلري. څو پيړۍ وړاندې چې كله د هلال او صليب جګړې روانې وې، د كليسا راهبانو خپلو جنګياليو ته همدا يو ستر وصيت كاو چې كه غواړئ اسلامي جبهه ماته كړئ، نو په منځ كې يې اختلاف او څو ګونيتوبونه رامنځ ته كړئ، زموږ په ګومان اوس چې يوځل بيا اسرائيل د خپلو نيكونو په شان له مسلمانانو سره په مستقيمه مقابله كې ګير دي، له هرې خوا هڅې كوي د خپلو سيالانو د ماتولو لپاره د هغوى په منځ كې د تفرقې هڅې وكړي. اسرائيل او ترڅنګ يې ټوله كفري نړۍ په ډيره ناځوانمردانه توګه هڅې كوي له خپلو مادي امكاناتو نه په ګټې اخيستو د فلسطين د مقاومت د زرګونو شهيدانو په وينو جوړې شوې اسلامي ډلې يو له بل سره وجنګوي، هرڅوك په دې پوهيږي چې همدا اوس د فلسطين په برخليك څوك لوبې كوي، آيا كندوليزارايس چې د اوسنۍ صليبي جګړې د اصلي قوماندې د بهرنيو چارو سمون پرغاړه لري، ددې لپاره څوڅو وارې فلسطين او اسرائيلو ته سفر كوي چې د فلسطين مسلمانانوته يې خپل حق وركړي او كه ددې لپاره چې يوه ستره او د خلكو له ملاتړ نه برخمنه ډله له واكه ګوښه او داسې شرايط منځته راولي چې له امله يې اسرائيل په رسميت وپيژندل شي. بې له شكه له اوږدې جكړې او مقاومت وروسته په فلسطين كې دداسې اوازو په خپرولو سره چې په هغې كې يوه داسې ډله چې په هيڅ مادي امكاناتو د خپل ملت قربانيانې او حق غليم ته نه پريږدي، د سخت دريځي او د ملت د هوساينې خلاف ډله معرفي كړي. ښايي په فلسطيني ملت كې هم داسې كسان كم نه وي چې د حماس بې چون و چرا مقاومت ته د شك په سترګه و نه ګوري. ښايي په فلسطيني ملت كې ډير داسې كسان موجود وي چې له حماس سره په اغزنه لاره تلل يې نه دي خوښ او د فتح په څير په يو نه يوه رنګ له اسرائيلو او ترڅنګ يې له نورې كفري نړۍ سره معامله غواړي. خو ددې ترڅنګ فلسطين ترډيره دداسې خلكو هيواد ده چې هدف يې سپيڅلى او دخداى په لاره کې قرباني ده. زموږ په ګومان ښايي د همداسې کسانو د شتون له امله په فلسطين کې خپل منځي نښتو زور اخيستى وي او ددې زور ترشا هم د امريکا او اسرائيلو لاس ددې لپاره وي چې دحماس سازمان له سياسي صحنې لرې او د اسرائيلو په رسميت پيژندلو ته لاره اواره کړي.

پايله

د فلسطين او سنيو جرياناتو او دحماس د ګوښه کيدو هڅو ته په کتو سره داسې ښکاري چې صهيونيستي نړۍ اسرائيلو ته د رسميت بښلو هوډ تربل هروخت ډير کړى دى. ددوى په ګومان دغه هوډ يواځې او يواځې هغه مهال پوره کيداى شي چې حماس د فلسطيني حکومت د تصميم نيونې له صلاحيت نه برخمن نه وي. په بې ځايه جګړو او تاوتريخوالو کې د حماس راګيرکول او په سياسي صحنه کې ددغه ګوند کمرنګي، د فلسطين د برخليک واک داسې چاته په لاس ورکوي چې د دښمن په څو بې ځايه ژمنو باور کوي او حتى د اسرائيلو په رسميت پيژندلو ته تيار دي. په اوسنيو شرايطو کې به دحماس لپاره داښه وي چې لکه د پخوا په څير له حوصلې نه کار واخلي او په دواړو هم سياسي او هم نظامي ډګرونو کې خپل نفوذ پرځاى وساتي. دوى که له سياسي صحنې لرې شي خامخا به اسرائيل په رسميت و پيژندل شي او دابه بيا د فلسطين له راتلونکو نسلونو سره ترټولو ستره جفاوي. موږ په داسې حال کې چې د دنيا په کچه د اسلامي امت سرلوړي او يووالى غواړو، لوى خداى ته دعا کوو چې د فلسطين د مقاومت صف يو کړي او هغه بې شرمه دښمن چې دغه ملت يې له غمونو سره مخ کړى دى له ماتې سره مخ کړي. 

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  |