تبليغاتX
غبرګون
سياسي، ټولنيز، تاريخي او انتقادي وېبلاګ

ماتې ماتې

 

 سید رحمن عمران

 

 

سپرلى نشته بلبل نشته انګازې دي ماتې ماتې

 

غرونه نشته نښتر نشته دى درې دې ماتې ماتې

 

دا کوڅه د مى خورو ده مى خواره په کې ديره دي

 

ساقي دلته، شراب دلته پيمانې دي ماتې ماتې

 

ستورو تاسو خو ګواه وئ خداى لپاره راته وايئ

 

زموږ د بڼ قاتلان څه شول؟ آوازې دي ماتې ماتې

 

هرې خواته چې نظر کړم غم او ساندې فريادونه

 

نه عاشق شته نه معشوق شته يارانې دي ماتې ماتې

 

آشنا راغى زما ترڅنګه خوڅه غلى غوندې تير شو

 

ستونى غم خفګان وهلى ولولې دي ماتې ماتې

 

د سهار روښانه لمره لږ زموږ پر افق جګ شه

 

بنديوان د تروږمو يو تورې شپې دي ماتې ماتې

 

زموږ د مينې غليمانو رڼا ورځ توره تياره کړه

 

نه صبا شته نه رڼا شته دى ډيوې دي ماتې ماتې

 

اسرافيله پوکى ورکړه قيامت خيزه شان شپيلۍ ته

 

محشري توپانه خوځه چې جټکې دي ماتې ماتې

 

بيا فرياد د چا جګ شوى عالمونه ورته ژاړي

 

هنګامې دي پسې خيژي زلزلې دې ماتې ماتې

 

هرچا لاس راته اوږد کړى دى دخپل غرض لپاره

 

رقيبانو جوړې کړي پروسې دي ماتې ماتې

 

د صبا کارواني ستورو لږ په موږه هم دمه شئ

 

پرديسيان د شومه دم يو انديښنې دي ماتې ماتې

 

اى صياده اى ظالمه ماته مه ګوره په ټيټه

 

زه تاريخ د حماسو يم زولنې دي ماتې ماتې

 

خندنۍ څپې جانانه پکې نشته دى ماتم دى

 

د عمران سوو شعرو کې تورې شپې دي ماتې ماتې

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  |