تبليغاتX
غبرګون
سياسي، ټولنيز، تاريخي او انتقادي وېبلاګ

 

متحده جبهه په کوم  محور را څرخي؟

محمد كبير حقمل                         

څه موده كيږي چې په افغانستان كې د تيرو ديرش كلنو جنګونو لوبغاړي راټول شوي او د يوې نوې ډلې په جوړولو سره يې يو ځل بيا د افغانستان په سياسي ډګر كې په يوه نوي رنگ ځان را ښكاره كړى دى.

په دغه ډله كې چې متحده ملي جبهه نوميږي په شوروي اتحاد خرڅ شوي د خلق او پرچم غړي، د جهادي ډلو ځينې هغه مشران چې څو څو ځله يې د مكې قسمونه مات كړي او د اتيايمې لسيزې د جنايتونو اتلان دي، د ګيلم جم مليشو مشر او استازي او همدارنګه د شاهي كورنۍ ځينې وارثان شامل دي.

دغه جبهه په ښكاره د افغان ملت د شته ستونزو د كمولو په موخه جوړه شوې او لكه څنګه چې غړي يې دعوې كوې، دغه جبهه به دې ملت ته يو نوى زيري او ښه راتلونكې له ځانه سره ولري.

ځينې افغانان چې له تيرو ديرشو كلونو راهيسې د همدغو ډلو او كسانو لخوا په زرګونو ستونزو اخته دي، د جبهې له جوړيدو سره سم په دې فكر كې شول چې دغو د ملت په برخليك لوبيدونكو يو واربيا دوى ته كومه دسيسه جوړه كړې او لكه څنګه چې بيلابيلې خواوې يې په غلامۍ كې په سر نر نلري، يو وار بيا د كوم كاكا د چوپړ لپاره را وړاندې شوي دي. افغانان خو پوهيږي چې دغه د ورانيو اتلان او د پرديو په چوپړ كې لوى شوي، هيڅكله هم د ملت او وطن د خدمت لپاره مټې نه رانغاړي او يواځې هغه وخت د ملت له نامه نه په استفادې خپل كار سرته رسوي چې له كوم لوري ورته ګواښ متوجه شي او يا هم له سياسي صحنې د شړلو ويره ور سره پيدا شي.

داچې ښايي افغانان له ډيرو كلونو را هيسې ددوى په موخو پوه وي او دايې درك  كړې وي چې دا ټولې ډلې ددوى په سر د لوبو لپاره رامنځته شوي او كار كوي، خو د ملت غږ چا نه اوريده، ښايي بې ځايه خبر نه وي، خو په زړه پورې دا شوه چې داځل ددوى اصلي څيرې د افغانستان د اوسني نظام له لوري ښودل كيږي. د نوموړې جبهې له جوړيدو يواځې څو ورځې وروسته د افغانستان ولسمشر حامد كرزي په ښكاره وويل چې د جبهې په جوړيدو كې ځينې ګاونډيان لاس لري.

ښايي ولسمشر سره په دې اړه نور ډير معلومات وي خو ده يواځې څو ټكي په دې اړه څرګند كړل چې همدا څوټكي هم كولاى شي د هغه چا لپاره چې له يوه ټكي ټوله خبره درك كړي كافي وي.

زموږ په اند، د كمونيستانو د غوايي د اوومې له غلامانو نيولې بيا د اتيايمې كليزې تر جنايت كارانو او له هغې وروسته د امريكايي ډيموكراسۍ ډول ته ګډيدونكو او د امريكې په زور د شمال له سوړو راوتلو ټوپكسالارانو پورې ټول هغه كسان دي چې په پرديو خرڅ شوي او د هغوى لپاره يې كارونه كړي دي.

دوى ټول په خپل وار او همدا اوس د غلامۍ سترې كارنامې لري او له بركته يې اوس مهال زموږ ملت په داسې ستونزو سر ده چې د نړۍ هيڅ يو تاريخي ملت ورسره لاس او ګريوان نه دى.

كه چيرې د دوى د غلامۍ او وطن ضد كارونو تاريخ او پس منظر ته وكتل شي، د كرزي خبره به نه يواځې داچې دروغ ونه بلل شي، بلكې په دې برخه كې به نوموړى لاهم محافظه كار و ګڼل شي.

ده بايد د افغانستان د درديدلي ملت لپاره په صراحت سره داخبره كړې واى چې متحده جبهه يوه جاسوسه جبهه ده او يوځل بيا ددې ملت د تباه كولو لپاره را اوچته شوې ده.

په يوه هيواد كې د نورو هيوادونو د سفارتونو په مشوره او لارښوونه د جبهوو جوړول پرته له جاسوسي او نويو غلاميو څه معنا لرلاى شي؟

زموږ په اند كه چيرې د ولسمشر خبره ريښتيا وي او په دې جبهه كې بيا هم د بهرنيو لاسونه دخيل وي، خداى خبر چې دا د ظلمونو اتلان به په دې ملت كوم حال راولي. داځل به غلامي يواځې د شوروي او امريكې او ياهم د كوم بل يوه نه وي، داځل به كمونستان خپل روسان او د ډيموكراسۍ نعمت خواره خپل غربيان په دې هيواد حاكموي او د افغان ملت آرمانونه به يوواربيا د هغو ملتونو ارمانونه ګرځي چې مشرانو يې د قوم لاره پريښې او ددښمن په لاره روان دي.

خداى دې وكړي داځل د ملت دښمنان شرميدلي او مات شي او ددوى ماتې د افغانستان ملت ته د ازاد او سرلوړي ژوند يوه ښه پيلامه وګرځي! 

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  |