تبليغاتX
غبرګون
سياسي، ټولنيز، تاريخي او انتقادي وېبلاګ

 

امريکايي جنايات پاى نه لري!

 

محمد کبير حقمل

لکه چې ټول افغانان پوهيږي له پنځو کلونو راهيسې د ډيموکراسۍ په نيلي راغلي امريکايان په افغانستان کې ميشت دي. دوى ددې ترڅنګ چې په زموږ په هيواد کې فزيکې شتون لري، ترډيره په دې اند دي چې د افغانستان د هرڅه واک له دوى سره دى. دوى د خپلو راتلو له لومړي کال نه تراوسه په داسې غرور او خپلسري کارونه کوي، چې اسلاميت او افغانيت يې په هيڅ صورت نه شي زغملاى. د امريکايي يرغل په لومړي کال د ارزګان او زابل او له هغه وروسته د هيواد په بيلابيلو پيښو او امريکايي جنايتونو مو څو څو ځله ليکنې او غبرګونونه ښودلي، خو بدبختانه نه يواځې داچې حالت ښه شوى نه دى، بلکې د ورځو او کلونو په تيريدو لاهم خرابيږي او د خرابيدو په حال کې ده. موږ وخت ناوخت د خپلو بې وزلو هيوادوالو چيغې د امريکايي بمونو لاندې اورو، همدارنګه وخت ناوخت د خپل بي ګناه ملت وينې د امريکايي وحشي ګوليو له امله هره ورځ جاري وينو، خو له دې سره هم امريکايي چارواکي او افغان مقامات(چې امريکايي خپله هرڅه ګڼلې ده) په دې پيښو پرته له دې چې يو ووړ شان خفګان ښکاره کړي، بل څه يې نه دي کړي. بدبختانه په افغانانو نه دا حالت نوى ده او نه يې هم پاى تر سترګو کيږي. د امريکايي عسکرو د خپلسريو دوام زموږ هرڅه ترګواښ لاندې راوستلي دي. کور، شتمني، اولاد، زموږ ځان او زموږ ملت. دوه ورځې وړاندې مو په ډيره خواشينۍ خبر ترلاسه کړ چې په خوست ولايت کې زموږ يوه افغانه خور د همدغو خپل سره لنډغرو په ډزو کې شهيده شوه، ددغې خور شهادت که يوځل بيا افغانانوته د ملالۍ اشغال ځپونکى عزم ور په زړه کوي، له بلې خوا سړي ته دا ور په يادوي چې افغانان اوس له داسې حالت سره مخامخ دي چې حتي ميرمنې يې چې ترهرڅه ورته ډيرې ددرناوي وړدي هم په امان کې نه دي.

ددغه جنايت نه دوه ورځې نه وې تيرې چې همدغو ځواکونو د ننګرهار ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې زموږ يو سپين ږيرى را شهيد کړ او نهه تنه ځوانان يې له ځانو سره بوتلل. د سيمې خلک وايي چې د شپې پر دوو بجو يې په كلي كي امريكايان يوه كور ته ورننوتلي، يو تن سپين ږيرى يې په وهلو _ وهلو وژلى او نهه تنه ځوانان يې له ځان سره بوولي دى. د سيمې د خلکو په وينا امريكايانو له يوه كور څخه يو ميليون او دوه سوه اويا زره ۱۲۷۰۰۰۰ افغانۍ هم وړې دي.

هرڅه که په افغاني حريم او کورونو باندې امريکايي ناڅاپي تيري نوي نه دي، خو له کورونو نه د پيسو وړل نوې پيښه ده او دا څرګندوي چې لکه چې امريکايان د افغانستان په جګړه کې کم خرڅه شوي او اوس په غلا خپل عسکر ساتي.

ددوى دغه کار دا وښوده چې مجرمين په هيوادونو د يرغل پرمهال نه يواځې داچې خپل جنايتونه نه کموي، بلکې په يوه او بله بڼه يې نوي کوي او ډيروي يې. د افغانستان خلک او ولس ددې ترڅنګ چې دغه شان عملونه نوي نه بولي او له دوام نه يې هم په ويره کې دي، يوځل بيا نړيوالو ته د مجرمينو څيره په خپلو شکايتونو او له درده ډکو نيوکو ور پيژني.

افغانان ډاډه دي چې دغه حالت به يوه ورځ نه يوه ورځ ددوى له ژونده ځي، خو يواځې له هغه چانه چې په اوسنۍ او ضاع کې د ښه والي راوستو توان لري دا غوښتنه کوي چې کم ترکمه دې يا نور ددې جنايتونو مخه ونيسي او يا دې هم په ډاګه ووايي چې په دغه هيواد کې هرڅه په خپل سر روان دي. دوى به په دې کار سره نه يواځې داچې خپل ملت ته سپينه او له دروغو پاکه خبره کړې وي، بلکې خپله راتلونکې به يې هم له سرټيټۍ او ملامتۍ نه پاکه کړې وي.

 

زه يوځل بيا دخپل هيواد او هيوادوالو د عفت او حيثيت لپاره په دې اړه کلک غبرګون څرګندوم او له لوى خداى (ج) نه غواړم چې نور دغه ملت ددردونو پرځاى د اسوده ګۍ او ارامۍ خاوند کړي. 

 

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  |