يوځل بيا د مظلومو افغانانو وير!!
محمد کبير حقمل
لکه چې هيوادوال خبر دي، په دې وروستيو کې امريکايي نازوليو يوځل بيا په ډيره بې شرمۍ او بې رحمۍ د بې ګناه او ملکي افغانانو په وژلو او بندي کولو پيل کړى دى. دوى سره له دې چې د ناټو په شتون کې په دغه سازمان کې مدغم شوي او په افغانستان کې به د ناټو تر مشرۍ لاندې فعاليت کوي، بيا هم په خپل سرې توګه په داسې وحشي کارونو لاس پورې کوي چې هيڅ اسلاميت او افغانيت يې نه شي زغملاى.
پخوانۍ ليکنه مې هم د افغانانو په وير کښل شوې وه، او اوس هم دادى په داسې حال کې چې خپل ملت ته نور له دغه ستر عذاب نه د خلاصون دعاوې کوم، په همدې وير يوه بله ليکنه په ليکه کوم.
ښايي دا زموږ قسمت وي چې د ليکنو سوژې مو د خپلو وروڼو او پلرونو په مرګونو او وهنو برابريږي، نور خو داسې نه دي، د نورو ليکنې په پرمختګ او ښه ژوند راڅرخي، خو زموږ مظلوم ملت بيا داسې نه دي. دلته ليکوال هم د مرګونو احسانمند دى او مرګ خو ښه په مزو کې روان ده.
موږ د غبرګون ويبلاګ له لارې يو ځل بيا له خپل مظلوم ملت سره په ننګرهار کې زموږ د شپږو تنو هيوادوالو د شهادت له امله د زړه له کومې خواخوږي څرګندوو، موږ په دې اند يو چې د اسلامي ملت په تيره بيا افغانانو مرګ، ژوند، عزت او آبرو يوه ده او هرکله چې په دغو مواصفاتو د هرچا لخوا بريد کيږي موږ يې په کلکه غندو.
موږ يوځل بيا د افغان په سرونو لوبيدلو سياستوالو باندې غږ کوو چې ميلمنو مو بيا هدف ورک کړى او په هغه شان مو چې راوستلي دي هماغسې په مخ روان دي. دخداى لپاره يا دغه ميلمانه په ښه ژبه و پوهوئ او يا هم ملت دې ته پريږدئ چې د افغاني احساس له مخې ورسره معامله وکړي. موږ د امريکايانو په لاس د هر افغان وژنه کې ټول هغه شريک بولو چې امريکايان يې په خلاصه غيږه منلي او بې له کوم قيد او شرطه يې تابع دي.
موږ ددې ترڅنګ په ننګرهار او له دې نه وړاندې په خوست ولايت کې د افغانو سپيڅلو ميرمنو وژل کيدل د امريکايي نجسو عسکرو په ډزو يو افغان ضد عمل بولو او دا د افغانيت په تاريخ يوه بله ستره لکه پيژنو. همدارنګه په شپه او يا هم سهار وختي د خلکو کورونو ته د پرديو ننوتل په داسې حال کې چې افغان ځواک؟! هم د شتون دعوا کوي، د هر راز ملي او نړيوالو قوانينو نه سرغړونه او تش په نامه اردو ته لوى سپکاوى بولو.
په پاى کې له هر هغه چانه چې د افغان ملت نه ددفاع تيږي په سينه ډبوي، غوښتنه کوو چې د افغانانو لپاره نور دتوهين لارې بندې کړي. که داسې ونشي نو زموږ ملت په تاريخ کې ثابته کړې چې د خپل توهين غچ څنګه له هغو تورمخو او شرميدلو واخلي چې وخت نا وخت يې ددې ملت د سپکاوي هيله کړې ده.
د يوه افغان په توګه يوځل بيا افغان ملت ته د صبر غوښتنه کوم او د ټولو هغو کسانو چې زموږ ملت ته په سپکه سترګه ګوري، سپکاوى او ورکيدل غواړم.
خداى دې نور افغانان د خپلو کلونو کلونو ارمانونو ته ورسوي!!