تبليغاتX
غبرګون
سياسي، ټولنيز، تاريخي او انتقادي وېبلاګ

 

پوهنتونونو کې سياست، په کومه کچه او تر کومه بريده؟

 

محمد کبير حقمل

 

پوهنتونونه د افغانستان په کچه تر ټولو لوړ تعليمي مرکزونه دي. د دې تر څنګ پوهنتونونه د بېلابېلو مفکورو او ايډيالوژيو د هغو پلويانو د سياست پوهنې او سياست پيلونې ل,مړي مرکزونه دي چې يو وخت د هېواد واګې تر لاسه کوي او د وزير او ولسمشر تر پولې رسېږي.

د افغانستان په تېر ٣٠ کلن ناورين کې پوهنتون کليدي رول ادا کړ، په تېره بيا د کابل پوهنتون چې د دواړو ښي اړخو او کيڼ اړخو ګوندونو د تبليغ او تقويې ستر مرکز ؤ.

د ظاهر شاه د حکومت وروستي وختونه او د داود خان د حکومت پيل د کابل پوهنتون د سياسي حرکتونو د جوش کلونه ؤ. په دغو کلونو کې هغه ځوانان چې د شاهي نظام له قيوداتو نوي وتلي او د آزاديو په مفهوم پوه شوي ؤ، د کابل پوهنتون په عمومي اتحاديه کې راټول شول، په اتحاديې کې د اسلامي او کمونيسټي ايډيالوژيو يو ځاى کېدل او د هغوى اختلافونو دې ته لاره اواره کړه، چې په کاپل کې دې يو د بل په ضد ښکاره فعاليتونه پيل کړي.

په افغانستان کې کمونيستي کودتا هم د همدې پوهنتون د هغو محصلينو له خوا رهبري کېده، کوم چې يا عملاً په درس بوخت ؤ او يا يو يا دوه کاله پخوا له پوهنتون څخه فارغ شوي ؤ. د دې تر څنګ د افغان جهاد مهمې او لومړنۍ ډلې هم د پوهنتون د هغو محصلينو لخوا رهبري کېدې، کوم چې د سياست او واک نيونې لومړني توري يې په پوهنتون کې زده کړي ؤ.

د کمونستانو او مجاهدينو يا کمونيزم او اسلاميزم تر منځ لمړني اختلافات هماغه د پوهنتون له دورې پيل شول او تر هغو يې دوام وکړ، چې په ميليونو خلک پکې مړه، ټپيان، معيوب او مهاجر شول.

اوس چې يو ځل بيا د افغانستان پوهنتونونه څه نا څه د ښه کېدو په حال کې دي او درسي فضا هم تر ډېره آزاده ده، يو ځل بيا داسې وېرې راپيدا شوي چې گني په پوهنتونونو کې به سياسي اختلافات او مخامختياوې را منځ ته شي. د نوي نظام په پيل کې هم څو څو ځله د لوړو زده کړو وزارت چارواکو له محصلينو نه غوښتنه وکړه چې د سياست پر ځاى دې خپلو زده کړو ته ډېره پاملرنه وکړي او اوس هم دا دى داسې ګنګوسي دي چې د پوهنتون په استادانو او ځينو زده کوونکو باندې ځيني شرايط اېښودل شوي دي. څو وخته وړاندې په نا معلومو دلايلو د کابل پوهنتون استادان له، رسنيو سره له مرکو منع شوي ؤ او دادى د لوړو زده کړو وزير هم د کابل پوهنتون په يوه آزاد بحث کې له محصلينو نه وغوښتل د سياست پر ځاى خپلو درسونو ته پاملرنه وکړي.

دا چې پوهنتونه څومره د سياست ځايونه دي او يا هم په پوهنتونونو کې بايد تر کومه له سياست نه ډډه وشي، دا هغه دوه پوښتنې دي چې کره ځواب ويل ورته څه نا څه ستونزمن دى. که چېرې وويل شي چې پوهنتون کاملاً د سياست بازيو ډګر دى او همدلته بايد نوي سياستمداران چې پو وخت به د هېواد مسؤلين وي، د سياست تمرين وکړي، دا به هم د محصلينو علمي سويې ته مضر وي، دا ځکه چې د پوهنتون دوران ځوانانو ته کاملاً د آزادۍ او حتى د ډېرو چارو په وړاندې د بې غورۍ دوران دى. په دغه وخت کې چې ځوانان له هر راز قيد او شرط نه آزاد وي او سياسي فعاليتونو ته يې هم هېڅ حد او مرز نه وي ټاکل شوى، ښايي خپله شپه او ورځ يوازې په سياست او سياسي لوبو تېره کړي. له دې نه هيڅوک هم سترګې نه شي پټولاى چې د ځوانۍ په پيل کې سياسي چارې او لوبې د سپورټ او تفرېح نه هم ډېرې په زړه پورې وي، له همدې امله د پوهنتون آزاده فضا، د تبليغ مناسب ځايونه او همدارنګه په ليليه او پوهنتون کې په ډېره آسانۍ د محصلينو ټولېدل او د پروګرامونو عملي کول کولاى شي سياسي برخوردونو ته لاره اوراه کړي. د دې تر څنګ که چېرې په پوره توګه له محصلينو څخه د سياسي فعاليتونو حق هم واخيستل شي ښايي پر ځاى نه وي. په پوهنتون کې د سياسي علومو، ټولنيزو علومو او همدارنګه ديني اصولو او شرعي علومو زده کړې په مستقيمه توګه له سياست سره سروکار لري، له همدې امله که چېرې محصلين د سياست لومړي فعاليتونه په پوهنتون کې زده نه کړي، له فراغت نه وروسته چې کله دولتي يا سياسي کارونه پيل کوي، ښايي ډېر خام او ناکام وي.

له همدې امله بايد څه نا څه د سياست د عملي تجربې امکانات هم محصلينو ته په پوهنتونونو کې برابر وي.

دا چې څنګه کېدلاى شي په پوهنتونونو کې هم د سياسي برخوردونو مخه ونيول شي او هم محصلين د سياست په برخه کې څه زده کړي، د لوړو زده کړو وزارت او حکومت مسؤليت لري څو محصلانو ته د درس او سياسي فعاليتونو داسې فضا مساعده کړي چې تل پکې د افراط او تفريط مخه نيول شوې وي.

دا موخه هغه وخت تر لاسه کېداى شي چې تعليمي سيستم په ښه بڼه عيار کړل شي، که په پوهنتون کې د واسطو او پيسو مخه ونيول شي، په پوره باور سره ويلاى شو چې هم د سياسي برخوردونو مخ نيول کېږي او هم تعليمي سويه لوړېږي. ډېر ځله ليدل شوي چې هغه کسان چې په پوهنتونو کې په زور يا واسطې کاميابېږي، د سياست په نوم داسې تاوتريخوالو ته لمن وهي چې نه د پوهنتون چاپېريال د دې اجازه ورکوي او نه هم سياست. نالايقه او بې سويې ځوانان چې کله له ناکامۍ نه ونه وېرېږي، بې ځايه سياست ته مخه کوي او په پاى کې داسې لوبو ته لاس اچوي چې نه د خلکو په ګټه وي نه د هېواد.

د درسي سويې په لوړولو او د بې ځايه کاميابولو له مخنيوي سره به ټول هغه کسان چې د پوهنتون چاپېريال د سياست په نامه کرکچن کوي له پوهنتون نه ليرې او يوازې هغه کسان به د هېواد د راتلونکې معماران وي، چې هم خپلې زده کړې کوي او هم په سوله ييزه توه سياست پر مخ بيايي.

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  | 

 

د افغانستان جګړه او د بې ځايه وژنو دوام

 

محمد کبير حقمل

څه باندې پنځه کاله کيږي چې په افغانستان کې امريکايي ځواکونه ميشت دي. دوى وروسته له هغه د افغانستان په ځمکه او هوا مسلط شول چې په 2001 زيږديز کال کې د طالبانو نظام نسکور شو. په ښکاره خو ددغې لوبې اصلي پيل د سپټمبر له يوولسې وروسته وشو، هغه مهال چې په څو ساعتونو کې د امريکې آسمان څکي برجونه او د پينټاګون يوه برخه د څو آني او مرموزو بريدونو ښکار وګرځيدل. په دغو بريدونو کې په زرګونو امريکايي وګړي له منځه ولاړل او د اقتصادي کار پوهانو په خبره، د متحدو ايالتونو اقتصاد هم سخت زيانمن شو. هماغه ورځ چې په نيويارک قيامت جوړ و، د امريکې ولس او مقاماتو د ژوند ترټولو سختې شيبې تيرولې. د بش خو له دغې موضوع له خبريدو سره سم د مخ رنګ واوښت او دايې په فکر کې ور وګرځيدل چې ګنې چايې په هيواد بريد کړى او په څو ساعتونو کې به سپينه ماڼۍ هم ترينه ونيسي. په ظاهره په نيويارک او پنتاګون دغه بريدونه د ټولو هغو بلاوو لامل وګرځيدل چې نن يې امريکا په نړۍ(په تيره اسلامي هيوادونو) کې خوروي.

د سپټمبر له يوولسمې وروسته په جګړې، وچکالۍ او اقتصادي بنديزونو ځپلي افغانستان د بدبختيو او ورانيو بله څپه راغله. د امريکې ولسمشر په امريکې له بريدونو وروسته ډير ژر ګوته افغانستان ته ونيوله او د القاعدې ډلې مشر اسامه بن لادن يې چې هغه مهال د افغانستان په ډيره برخه کې ازاد ګرځيده په دغو بريدونو تورن کړ. ده د خپلو خبرو د ثبوت لپاره د کينيا او تانزانيا بريدونه په وار وار تکرارول او اسامه يې د خپل ملک د خرابۍ او خپلو خلکو د وژلو اصلي لامله باله. ده له همدې لارې د خپل دښمن پل په افغانستان پسې را واخيست او ډير ژريې زموږ په هيواد يرغل وکړ.

نوې جګړه او نوې جبهه

په افغانستان کې د امريکې جګړې پيل د يوې نا آشنا جګړې پيل و. له سړې جګړې وروسته چې کله د امريکې مداخله په افغانستان او د هغه په ګاونډيو هيوادونو کې ډيره شوه، د لومړي ځل لپاره دا د امريکې مخامخ جګړه وه چې په افغانستان کې پيل شوه او ټوله سيمه يې تر اغيزې لاندې راوسته.

په افغانستان د امريکايي جګړې له پيل نه خلکو او نړۍ ته ددغې جګړې څو ځانګړنې په ډيره ښه توګه ښکاره کيدې. د جګړې يوه ځانګړنه داوه چې دا جګړه په امريکې د سترو بريدونو نه وروسته ترسره شوې، له همدې امله ددې ترڅنګ چې انتقامي ده، په پوره توګه يې احساساتي شکل هم درلوده. په نظامي تاريخونوکې دغه راز يرغلونه او جګړې ترډيره خطرناکې او له وحشت نه ډکې وي. همدالامل و چې د جګړې له لومړۍ ورځې امريکايي ځواکونو په ډاګه له ټولو هغو اصولو سرغړونه پيل کړه، چې همدې هيواد ترټولو وړاندې لاسليک کړي دي. ددغې جګړې د غچ اخيستنې او احساساتي بڼې ثبوت ترټولو وړاندې امريکايي عمليات او زندانونه دي چې تل يې د مطلوبو کسانو پرځاى بې ګناه خلک قرباني او ور اچول شوي دي.

په افغانستان د امريکايي يرغل دوهمه ځانګړنه داوه چې ددې يرغل په پايله کې يوځل بيا هغه چاته د واک چانس په لاس ورغى چې هغوى هم د جګړې يوه برخه و او ترډيره يې انتقامي او احساساتي چلند کاو. د امريکايانو او د هغوى د ملاتړو احساساتي او انتقامي روحيه ددې لامل شوه چې په جګړه کې د سرغړونو او په حکومت کې د درغليو پله درنه شي. بله لويه ځانګړنه چې دغې جګړې ځانته ونيوله هغه د بش له خبرو په ډاګه شوه. په افغانستان له يرغل نه وړاندې د امريکې ولسمشر په ډاګه نړې په دوو برخو وويشله، يوه برخه ځپل شوې امريکې سره په نړيوال؟! ائتلاف کې راغونډ شوي هيوادونه او بله ډله اسامه او دهغه افغان او نړيوال ملګري چې له همغه مهاله يې نومونه ترهګر کيښودل شول. په نړيوال ډګر کې دغه ويش دوو خبرو ته لاره خلاصه کړه: لومړى داچې بش په زغرده نوې پيليدونکې جګړه صليبي وبلله او ددې ترڅنګ چې خپله يې دغې جګړې ته ښه ملاوتړله نوريې هم ورته اړايستل.

په نړيواله کچه د مسلمانانو په ذهن کې د صليبي جګړو تاريخ ژوندى دى او ددې جګړو په موخو او پايلو هم هغوى ښه پوهيږي، له همدې امله لومړى په افغانستان کې د امريکا مخالفانو چې د جګړې يو لورى و په پوره هوډ دبريد مقابله پيل کړه او ترڅنګ يې په نړيواله کچه هم اسلامي احساسات ورځ په ورځ په ټوکيدو شول. دغه لامل و چې د افغانستان جګړه د امريکې د وړاندوينې خلاف ډيره اوږده شوه او اوس يې د يوې پراخې او سيمه ييزې جګړې بڼه غوره کړې ده .

دوهمه خبر چې د بش د جنګ اعلان په ډاګه کړه هغه په دغې جګړې کې کاملا د يوه هيواد او بيا د يوه سړي(چې هغه هم د جګړې يو لورى و) د پروګرامونو پلي کول او په هغو عملي کول و. بش له همغه پيله په ډاګه کړه چې څوګ چې دده ملاتړ نه کوي، نو د ترهګرو ملګري دي او د امريکا د غچ سيلاب به يې له ځان سره واخلي. دغه خبره وه چې د جګړې له پيل نه بيا تر اوسه هيڅ داسې هيواد پاتې نه شو چې د امريکې مخامخ مخالفت دې وکړي او يا دې د جګړې په بهير نيوکې وکړي. همدا لامل و چې په جګړه کې د امريکې هر خپل سرى عمل بې غبرګونه او نيوکو پاتې شو او دغه جګړه په يوه خپل سره او يو طرفه جګړه واوښته.

د زور او زر جګړه

افغانستان باندې د امريکايي يرغل د پروګرام له پيل نه دوو شيانو ته ډيره پاملرنه کيده، پيسې چې ترډيره طالب ضد ډلو ته ورکړل شوې او څه ناڅه د جګړې پرمهال او له هغې وروسته د مرستو په چوکاټ کې په ځينو سيمو کې ويشل کيدې او زور چې B52 الوتکې، کروز توغندي او بيولوژيکي بمونه يې ښه مثالونه دي. ددغو دوو وسيلو له لارې امريکې وکولاى شواى اسامه پلوى حکومت له منځه يوسي او دلته داسې يو نظام جوړکړي چې ترڅنګ يې په ازادانه توګه خپلو عملياتو ته هم دوام ورکړي(له پنځو کلو تيريدو وروسته هم دالړۍ دوام لري). پيسې او زور له همغه پيل نه د بيګناه افغانانو د تعذيب ستر لاملونه شول. په پيل کې چې کله د طالبانو او القاعدې د غړو په سر ډالر ومنل شول، ځينو کسانو حتى هيوادونو( چې پاکستان يې ښه مثال دى) د انسان خرڅونې ښه ګرمه سوداګري پيل کړه. په دغه لوبه کې ترډيره د مطلوبو کسانو پرځاى هغه څوک نيول کيدل چې له سره په دغه جګړه کې شريک نه و. ددې ترڅنګ دامريکې پرمخ تللې او سترې وسلې هم د مغرضانه او ددښمنو په بنياد ولاړو راپورنو پربنسټ دداسې چا په ضد و کارول شوې چې په هيڅ صورت هم جګړې کې دخيل نه و. همدا لاملونه و چې د افغانستان جګړه له همغه پيل نه تر ننه نه يواځې داچې د خلکو(نړيوال او افغانان) لپاره نه ده، ترډيره د بې ګناه خلکو په وينو لړلې او مغرضانه جګړه ده.

ړندې بمبارۍ او بې ځايه وژنې

د افغانستان له جګړې نه وړاندې ددغې جګړې د برياليتوب او ښه پرمختګ لپاره امريکې ددې ترڅنګ چې ښه پوره نظامي ځواک راټول کړ، تبليغاتي جګړه يې هم ښه په زور پرمخ بيوله. يوه شى چې په پيل کې يې خلک ډير حيران کړى و هغه داو چې ګنې امريکا داسې وسايل لري چې له هوا څخه څلور انچه شى ويني او په نښه کوي يې. امريکې په دغو تبليغاتو سره خلکو ته دا ښودله چې دغه جګړه به له نورو جګړو سره توپير لري او بې ګناه کسان به هيڅکله هم په کې ونه وژل شي، خو دوخت په تيريدو دا ثابته شوه چې امريکا نه يواځې داچې په ځمکه څلور انچه شى نه شي ليدلاى، بلکې له هغه نه غټ هم نشي کتى او کله چې وخت يې راشي هر څه ته اور اچوي. په افغانستان کې د جګړې له پيل نه لږ وخت وروسته چې کله طالبان له واکه لرې شول او غرونو ته وختل، د هيواد په سويل، ختيز او سويل ختيزو ولايتونو کې پراخ تصفيوي عمليات پيل شول. دغه عمليات به امريکايانو کول او تل به د هوايي ځواک او افغان سرتيرو په ملتيا ترسره کيدل. د لومړي ځل لپاره ددغو عملياتو په ترڅ کې د زابل په ولايت کې داسې درنه بمباري وشوه چې ټول بې ګناه خلک پکې شهيدان شول. له هغې وروسته په پکتيا کې د قومي مشرانو په موټر او په هغې پسې د واده مراسم او داسې نور ګڼ شمير محفلونه او ځايونه د امريکايي قواو په بمباريو کې په نښه شول او په لسګونو بې ګناه افغانان په کې شهيدان شول. له همغه پيل نه امريکايانو دغو وژنو ته(سوى تفاهم) وايه او چې کله به يې په لسګونو کسان له خاورو سره خاورې کړل، نو وبه يې ويل چې دايو (سوى تفاهم) و او زموږ ځواکونه به يې په اړه پلټنې وکړي. دغه پلټنې به شوې نه وې چې ورته(سوى تفاهم) به بيا د هيواد په کومه برخه غم نازل کړ او بې ګناه خلک به يې ووژل.

په افغانستان کې د امريکايي جګړې نه دادى پنځه کاله تيريږي خو ددوى د (سوى تفاهم) لړۍ لا دوام لري. څه موده وړاندې په ننګرهار کې په رڼا ورځ امريکايي ځواکونو په بې ګناه خلکو د ټوپک خولې را واړولې او څو تنه يې شهيدان او ټپيان کړل. له هغه وروسته په پکتيا کې زموږ يوه مسلمانه افغانه خور د امريکايي ځواکونو د ګوليو ښکار شوه او ووژل شوه. په هغې پسې د ننګرهار په يوه ولسوالۍ کې د عملياتو په ترڅ کې يوځل بيا څو تنه چې يوه ميرمن هم په کې وه ووژل شول، له هغې څوورځې نه وې تيرې چې په همدې ولايت کې بيا امريکايانو شپږ تنه چې دوه ميرمنې هم پکې وې، وويشتل او ويې وژل. د وژنو دالړۍ لکه څنګه چې پنځه کاله پخوا پيل شوې ده، اوس هم روانه ده او په پوره يقين سره ويلاى شو چې که دا امريکايان و، نوره به هم اوږديږي او لابه خلک وژني.

په ټولو جنګي قوانينو کې د بې ګناه کسانو وژل جرم دى، ددې ترڅنګ عامه اصطلاح ده چې تکرار د اشتباه هم جرم دى. امريکايي ځواکونه نه يواځې داچې په افغانستان کې هيڅ يوه جنګي قانون ته غاړه نه ږدي، ترڅنګ يې خپلې اشتباه ګانې؟! په داسې توګه تکراروي چې ستر جنايتونه ورنه زيږيږي.

په هيواد کې دامريکايي ځواکونو خپلسريو او بې ځايه وژنو زموږ هيوادوال دې ته اړ ايستلي چې وخت ناوخت د خپل اعتراض غږونه اوچت کړي او سړکونو ته را ووځي. په تيره يوه مياشت کې د کابل- تورخم سړک قهريدلو لاريون کوونکو دوه ځلې وتاړه او د امريکايي ځواکونو اعمال يې وغندل، خو لکه چې ښکاري دغه لاريونونه او غندنې هيڅ ځاى هم نه نيسي او نه څوک سر پرې خوږوي. په ننګرهار کې د هغو خلکو تابوتونه چې په امريکايي ډزو کې وژل شوي او خلکو په اوږو را خيستي و د هيچا هم نه هيريږي، خو د ډيموکراسۍ او بشري حقونو په دفاع؟!! پسې را وتلې امريکا دا يو هم په پام کې نه نيسي او په ډيره سپين سترګۍ له دغو جنايتونو ته روا بڼه ورکوي.

زموږ په ګومان، که چيرې دا لړۍ دوام ومومي او زموږ د بې ګناه هيواد والو وينې همدومره بې ارزښته وبلل شي، ښايي اوضاع په دې توګه پاتې نه شي. هر وخت ليدل شوي چې ترډيره د افغان وينه بې ارزښته پاتې شوې، خو بيا داسې وخت هم راغلى چې دغې وينې دومره ارزښت پيداکړى چې بدله يې د لويو ځواکونو په ماتولو او ټوټې ټوټې کولو هم نه ده پوره شوې.

د افغانستان ملت چې د تاريخ په اوږدو کې يې تل په ازادۍ او لوړسر ژوند کړى نه بايد دومره سپک وګڼل شي، چې په سر يې هره لوبه د حکمت لوبه وګنل شي. افغانان د نړۍ د نورو انسانانو په څير انسانان دي او که ورسره انساني ضد سلوک پاى ونه مومي، پايلې به يې د هغه چا په تاوان وي چې په لوى لاس دغه ملت خپلې دښمني ته مجبوروي.

 

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  |