تبليغاتX
غبرګون
سياسي، ټولنيز، تاريخي او انتقادي وېبلاګ

 

رونالډ نيومن، د افغانستان تجزيه؟! احمقانه خوب

محمدکبير حقمل

 

څو ورځې وړاندې په قرغزستان کې د امريکې سفير چې پخوا يې په افغانستان کې د امريکا د سفير په توګه دنده ترسره کوله، په يو لړ څرګندونو کې وويل چې که د افغانستان اوضاع کنټرول نه شي، دغه هيواد به له تجزيې سره مخ شي. ده وويل چې په دغه هيواد کې وضعيت د خرابۍ په خوا روان دى او که کار ونشي نو نور به هم خرابه شي.

دده دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې زموږ په هيواد کې د امريکې په شمول، د څو نورو هيوادونو په لسهاو زره عسکر ميشت دي او مستقيما جګړه کوي. د افغانستان اوسنى ولسمشر او ځينې نور لوړپوړي چارواکي  هم چې کله خبرې کوي نو امريکا او ترڅنګ يې نړيواله ټولنه زموږ د هيواد د اوسنۍ سوکالۍ؟! اتلان بولي او کله کله خو يې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا د ساتونکو؟!! په نامه هم يادوي.

د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا او ازادي خو له لسګونو کلونو راهيسې د هرتورمخي او خود خواه بهرني ځواک د بريد نښه ده، خو تجزيې ته يې بيا کله کله ډير کورني ګوډاګيان هم ملاتړي چې د لوى خداى په فضل او ددغه هيواد د ځينو صادقو او مسلمانو بچيانو په مټ تراوسه پورې دغې موخې ته نه دي رسيدلي او د ډيورنډ له کرښې وروسته دافغان ملت ترمنځ تراوسه کومه بله توره کرښه نه ده ايستل شوې.

 

تجزيه، د امريکا لوى ارمان

 

امريکا چې کله له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د متحدينو په مټ بريالۍ شوه او د بريټانيې او شوروي اتحاد په څير يې د هيوادونو د لاندې کولو شوق وکړ، له همغه پيل نه يې په ملتونو کې د نفوذ لار د تفرقي اچول و ګڼل. د امريکې هر ټولواک او ولسمشر د صليبي جګړو پرمهال د کليسا هماغه وصيت چې يواځې د تفرقې له لارې په مسلمانانو کې برياليتوب ته رسيږي، لومړى په مسلمانانو او بيا په ټولو هغو هيوادونو کې چې ددوى ګټې پکې خوندي دي، په پام کې نيسي او لکه چې ليدل کيږي تراوسه په دې لاره کې بريالۍ هم ده.

له ډيرو کلونو راهيسې ښکاره ده چې امريکا کله د کومو هيوادونو د کورنيو ستونزو د حل کولو په نامه په هغو هيوادونو کې مداخله کړې ده او خپل عسکر يې د ملګرو ملتونو په تائيد يا په وچ زور ورليږلي دي، د هغو هيوادونو ټوټه ټوټه کيدل حتمي شوي او تر ډيره دا هيوادونه تجزيه شوي هم دي. په ټوليزه د لويو ځواکونو او په خاصه توګه د امريکې د متحده ايالتونو همدا په ګټه ده چې لويې ټولنې او يا هيوادونه ټوټه ټوټه کړي او په څو برخو يې وويشي.

له تيرو پنځو کلونو راهيسې هم چې امريکا پر افغانستان او عراق بريد کړى دى، په دغو هيوادونو کې د امريکې د تجزيه غوښتنې نښې څه ناڅه ښکاره شوي او په يوه نه يوه بڼه يې لاس ورته اچولى دى. دغه نښې په افغانستان کې تر اوسه پورې په پوره توګه نه دي محسوس شوي خو په عراق کې د امريکايي ځواکونو په غوښتنه ددغه هيواد په ځينو سيمو کې د ديوالونو جګول او د بريدونو له ويرې له ځينو سيمو سره د مرکز(بغداد) اړيکې پرې کول هغه څه دي چې د عراق او افغانستان په روانه جګړه کې د امريکې تجزيه غوښتونکى سياست ښه په ډاګه کوي.

په عراق کې د امريکې پر ضد د سنيانو کلک مقاومت او ترڅنګ يې د ځينو شيعه ډلو مرورتيا امريکې ته دا سوچ پيدا کړ چې د توکم او مذهب په ډلو ويشل شوى عراق بايد په سيمو هم وويشي، په دې کار سره امريکا دا ګټه کوي چې د څو سيمو د يوه فکر لرونکي اوسيدونکي له يو بل څخه جدا محاذ کې ځاى پرځاى کړي او بيا په ډيره اسانۍ هغوى ته ماتې ورکړي. ددوى دغه چل تراوسه په عراق کې د شيعه او سني په جګړو کې ښه په برياليتوب پرمخ ځي، خو لکه چې ښکاري د ديوال جګولو پروژه يې اوس ځنډيدلې او ښايي کومه بله موقع به ورته ولټوي، اما په ټوليزه توګه دا دامريکې يو سياست دى او ترهغه به يې پرمخ بيايي چې ددغه هيواد د استعمار منحوسه څيره د نړۍ له سياسي او نظامي برخې نه نه وي ورکه شوې.

 

افغانستان، له تجزيو وتلى هيواد!

 

لکه چې پورته مو يادونه وکړه، افغانستان په خپل تير ژوند کې ډير ځله له تجزيو سره مخ شوى او له دغې لارې يې ستر زيانونه هم ليدلي دي. د ستر احمد شاه بابا سترې امپراطورۍ او د اوسني افغانستان دې وړوکي ځان ته په کتو، هرچاته جوتيږي چې افغانستان څومره تجزيه شوى او خپلې څومره خاورې يې له لاسه ورکړې دي. د تيمورشاه له مړينې وروسته چې کله د ستر احمدشاه په کورنۍ کې د پاچاهۍ نشه په زور کې شوه او لمسيانو يې دده په امپراطوري رقابتونه پيل کړل، ترهرچا لومړى انګريزانو او پنجابيانو ددغې امپراطورۍ پولې ور لنډولې. دغې لړۍ د ډيورنډ کرغيړنې کرښې تر تيريدو پورې دوام وکړ او له بده مرغه هڅې يې نن هم روانې دي.

په افغانستان د شوروي ناروا تيري او په هيواد کې د بيلابيلو جهادي ډلو رامنځته کيدل ددې لامل شول چې يوځل بيا افغانستان په څو ټوټو وويشل شي. هرڅه که دغه ويش دومره ستر او خطرناک نه بريښيده، خو د نجيب د حکومت له سقوط نه لږه موده وروسته يې نښې راښکاره شوې او ځينو ډيرو پيژندل شويو څيرو په خپلو ناروا کړنو او سياليو تجزيې ته لاره اواروله. په هيواد کې پرلپسې خپلمنځي جګړو د بيلابيلو سمتونو په نامه ټلوالې را وزيږولې او د هغو هڅې بيا ترډيره د هغو مغرضو انسانانو په خوښه ترسره کيدې چې نه يې غوښتل افغانستان يو موټى او متحد پاتې شي. ددغې نظريې ځينې څښتنان اوس هم له بيلابيلو لارو د شته نظام په سيوري کې د سيمو بيلول او خپلسري کول غواړي خو له نيکه مرغه بايد ووايو چې له ډيرو هڅو سره سره چې له ديرشو کلونو راهيسې وشوې او ياهم اوس روانې دي، افغانستان له تجزيې نه بچ شوى او د هيواد د تجزيې بې شرمه آرمانجنان خپلې موخې ته نه دي رسيدلي. له سلګونو کلونو راهيسې د افغانستان د ژوند بهير ته په کتو او بيا له ډير ستونزمن ژوند نه په راوتو بيا هم د افغانستان په نامه د يوه هيواد پاتې کيدل ددې ترڅنګ چې ددغې خاورې تل پاتې ژوند او شتون لا ډاډمن کوي، د ډيرو هغو نومورکو او ياهم پيژندل شويو څيرو خدمتونه هم را يادوي چې په بيلابيلو وختونو کې يې د تجزيه غوښتونکو په وړاندې ملي قيامونه کړي او د خپل سر په قربانولو يې دغه هيواد ټوټه ټوټه کيدو ته نه دى پرې ايښي. په دې ځاى کې دا ويل اړين دي چې افغان ملت د هيواد د يووالي په لاره کې د قربان شويو او راپاڅيدليو څيرو خدمتونه نه هيروي او تل به ورته لاس په دوعا وي.

 

نيومن او د تجزيي خوب!!

 

په افغانستان د امريکې د تيري په تير څه باندې پنځه کلن ژوند کې چې بې له شکه امريکايي ځواکونو ته په زړه پورې او ارام ژوند نه و، دغو ځواکونو د افغانستان په اوضاع د ولکې لپاره بيلابيلې لارې لټولي او ددې ترڅنګ چې په پوره زور يې جګړه توده ساتلې، له بيلابيلو لارو يې تبليغاتي هڅې هم کړې دي.

د هيوادونو په نيولو او د ملتونو په خپلولو کې يوه لاره چې ډيره موثره ده، هغه ملتونوته ددوى له ملي ګټو نه ددفاع په نامه دداسې کارونو کول دي چې مخالف لورى ورته ډيره پاملرنه نه کوي. ددفاع دغه ښودنه هم د جګړې او هم د تبليغاتو له لارې پرمخ بيول کيږي، چې ترډيره ورته په افغانستان کې امريکايي ځواکونو هم پاملرنه کړې ده. امريکايي ځواکونو په دادومره کلونو کې په افغانستان کې د خپلو مخالفينو د ماتولو لپاره په بيلابيلو نومونو د هغوى يادونه کړې او خلکو ته يې هم داسې ور پيژندلي چې ګنې که دوى بيا واک ته ورسيږي نو پرته له وحشته؟! به بل څه له ځانه سره ونه لري. ددوى دغه سياست په ځينو خلکو تاثير هم و کړ، خو هغه موخه چې ددوى تمه وه، و يې نشواى کړاى ترلاسه يې کړي. دوى د خلکو د ملاتړ جلبولو لپاره آن له زور او پيسو کار واخيست او ددې لپاره چې خپل مخالفين يې کمزوري کړي وي، دهغوى يوزيات شمير هغه پلويان يې بنديان کړل چې د امريکا د مخالفينو ښه به يې بيانول او يابه يې خلکو ته دهغوى په اړه مثبته مفکوره ورکوله.

د امريکې دا کار نوى نه دى، هردولت او هره ډله وروسته له واک ته رسيدو نه دا کار کوي او دا لړۍ بيا هغه وخت ډيره ناروا او ظالمانه وي چې انقلابونه په زور، عقدوي او انتقامي بڼه منځته راشي.

په افغانستان کې د اوسني امريکايي ائتلاف د ماتې په احتمالي خطراتو او پايلو هرڅوک بيلابيلې خبرې کوي او بيلابيل نظرونه ښکاره کوي، ځينې وايي چې ددغه ائتلاف د ماتې په صورت کې به افغانستان د اتيايمې لسيزې کورنيو جګړو ته بيا وګرځي، ځينې بيا وايي چې افغانستان به د افراطيت؟! او ترهګرۍ؟! ځاله وګرځي او ځينې بيا په دې عقيده دي چې افغانستان به د ګاونډيو هيوادونو لاسو ته ولويږي او په داسې برخليک به اخته شي چې تاثيرات به يې د هيواد ټول راتلونکى ژوند متاثر کړي. موږ دلته په دې نه غږيږو چې دا ويرې څومره پرځاى او څومره هم بې ځايه دي خو يو څه چې موږ يې د افغانستان په روانه لانجه کې د پام او دانديښنې وړ بولو هغه هماغه د رونالډ نيومن خبره ده چې د افغانستان د تجزيې د شونتيا زيرى؟! يې له قرغزستانه ورکړ. 

ده په خپلو خبرو کې د نورو تبليغاتو او شعارونو ترڅنګ دا ويره هم خلکو ته ورپه ياد کړه چې که د افغانستان اوضاع کنټرول نه شي نو دغه هيواد به له تجزيې سره مخ شي. داچې زموږ د هيواد اوضاع بايد تر کوم رنګ کنټرول لاندې ونيول شي، دا د نيومن په خبرو کې ښکاره نه شوه، خو ښايي دده موخه له امريکايي ائتلاف سره د نړيوالو او افغانانو لا مرسته وي چې که دوى له هغې لارې وکړاى شي خپل مخالفين مات او يايې هم تابعيت ته اړباسي.

دا چې د افغانستان اوسنۍ وضع ترکومه خطرناکه او د افغانانو له زغم نه وتلې ده، دا هرچا ته ښکاره ده، خو داچې ددغې وضعې حل ته امريکايان(په سرکې يې نيومن چې ډير وخت په افغانستان کې د امريکې سفير و) څه لارې چارې لټوي، دا هغه څه دي چې په تيرو کلونو کې وليدل شول او کومه مثبته پايله يې هم نلرله. موږ هم د ډيرو هغو په شان چې نه غواړي نور په افغانستان کې د وينو ويالې وبهيږي او زموږ هيواد له نورو ستونزو سره مخامخ شي، ددې ناورين د پاى ته رسيدو پلويان يو، خو دغه پاى ته رسيدل بايد په څه شان وي، ايا موږ په خپل هيواد د امريکې هغه نسخه چې دوايې زموږ زخم په ناسور واړاو يو ځل بيا و آزميو او که د کومې بلې لارې غمه وخورو.

ښايي نيومن ته يې په افغانستان کې هغو مشاورينو چې د هيواد تجزيي ته يې وخت نا وخت ملاتړلې وي، دا مشوره ورکړې وي چې د وضعې په نه کنټرول کې افغانستان له تجزيې سره مخامخ کيږي، خو موږ په پوره باور سره ويلاى شو چې  دا هيواد د تجزيې وړ نه دى او نه هم افغانان دومره نا اهله دي چې د خپل هيواد د تجزيې ننداره ورکړي او بې له کوم اقدامه لاس تر زنې ورته کيني. ښايي روانه وضعه ډيرې ستونزې وزيږوي او زموږ ملت هم هغه وزغمي او يا مقابله ورسره وکړي، خو تجزيې ته به هيڅکله هم څوک پرينږدي. که امريکا په دې فکر وي چې په کابل يا د هيواد په نورو سيمو کې يو شمير پړسيدلې څيرې چې ځانونه رستم او سهراب معرفي کوي، د روان حالت د دوام په صورت کې تجزيې ته لمن وهلاى شي، دا سوچ دې ځکه نه کوي چې ډير ځله داسې کسانو د تجزيې هڅې کړي چې په پاى کې په خپله ډله کې تجزيه شوي او په دې نه دي توانيدلي چې هيواد په څو ټوټو وويشي.

نيومن ښايي په افغانستان کې د خپلو عسکرو د مهم ښودلو لپاره هم داخبره کړې وي چې ګنې همدا دوى دي چې افغانستان يې يوموټى؟! ساتلى او که دوى نه وي نو هرڅه( د هيواد ديووالي په ګډون) به خراب شي، خو دې ته يې پام نه دى کړى چې اوس که افغانان دي او که نور خلک، په دې پوه شوي چې د تجزيې مفکوره هغه وخت په يوه هيواد کې پيدا کيږي چې همدا د نجات پرښتې؟!!(امريکايي عسکر) هلته شتون ولري. نيومن ښايي په دې توګه په افغانستان کې د خپلو عسکرو شتون ته هم يوه اړينه لار پيدا کړي، خو ښايي دې ته يې پام نه وي کړى چې افغانان اوس په دې پوه دي چې، هغه ځواکونه چې په تيرو پنځو کلونو کې يې پرته له وير او ويرې څه ورته ډالۍ نه کړل، په راتلونکې کې به هم ددوى په ګټه کوم کار ونکړي.

موږ په داسې حال کې چې نيومن او ده ته د ورته مفکورو خاوندانو ته په ډاډه زړه د افغانستان د نه تجزيه کيدو ډاډ ورکوو، په اطمينان سره وايو چې د افغانستان په نوم هيواد نقشه به که دخداى خوښه وه ترقيامته د نړۍ په جغرافيه کې په خپل عظمت موجوده وي او له ټولو چلنجونو او نا ځوانمردانه ياريو نه به سالمه ووځي.               

انشاالله

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  | 

 

ناټو بيا ځمکه د بې ګناه افغانانو په وينو ولړله!

 

محمد کبير حقمل

 

په افغانستان کې دناټو او امريکايي ځواکونو د خپلسرو او ورانکارو عملياتو په لړکې، يوځل بيا دغو ځواکونو په هلمند ولايت کې زموږ له لسو تنو نه زيات بې ګناه او مظلوم هيواد وال شهيدان کړي دي. موږ په داسې حال کې چې ددغو بې وزلو شهيدانو له کورنيو سره يوځاى د وير اوښکې تويوو، يوځل بيا د ناټو ځواکونو د غه وحشتناکه عمل په کلکه غندو او په کلکه يې ردوو.

موږ په دې باور يو چې د بهرنيو نا بلل شويو ميلمنو پنځه کلن جنايات نه يواځې پاى ته نه دي رسيدلي، په پوره زور مخ په ډيريدو دي. هره ورځ په بې ګناه افغانانو بمونه ورول او په ملکي ځايونو ډارن عمليات هغه څه دي چې د ورځې په تيريدو زموږ د يوزيات شمير هيوادوالو ژوند ترينه اخلي. د ورځې په تيريدو سره د بې ګناه افغانانو د مرګ ژوبلې ډيريدل او د بهرنيو له ويرې ډک عمليات هغه څه دي چې په زغرده زموږ په هيواد کې د بهرنيانو وارخطايي په ډاګه کوي او ددې ترڅنګ داښيي چې بهرنيان يواځې د خپلو ستونزو حل کول غواړي او د افغانانو هيڅ راز پروا هم نه لري، آن تردې چې هغوى په بې رحمانه توګه شهيدانوي او کورونه يې ورته د وخت په سترو بمونو ورانوي.

موږ د هيواد هغو ټولو کورنيو ته چې د بې رحمه ښکيلاک ګر په بمونو کې يې خپل خپلوان له لاسه ورکړي، د زړه صبر او اجر غواړو او له لوى خداى ج نه غوښتنه کوو چې افغانانوته داسې ژوند ورکړي چې د نړۍ نور مستقل او خپلواک ولسونه يې لري.

 

موږ يوځل بيا د بهرنيو ړندو عملياتو غندنه کوو او د خپل غبرګون په توګه له لوى خداى (ج) نه عاجزانه سوال کوو چې نور زموږ ملت ددوى له شره خلاص او د يوه سوکاله او نيکمرغه ژوند څښتن کړي! 

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  |