له طالبانو سره د ايران مرسته، حقيقت که بهانه؟
محمد کبير حقمل
له طالبانو سره د پاکستان د مرستو له ادعاو وروسته، دادى څه موده کيږي چې د افغان او بهرنيو چارواکو له خولې، د ايران له لوري هم له طالبانو سره د مرستې خبرې کيږي. د هيواد د لويديزو سيمو پوځي چارواکي او ترڅنګ يې بهرنيان ادعا کوي چې دوى ته داسې وسلې په لاس ورغلي چې ګومان کيږي ايران دې طالبانو ته راليږلې وي. دوى وايي چې په دغو وسلو کې هغه ماينونه شامل دي چې موټرونه او شوبلې زيانمنولاى شي.
د طالبانو سرچينو او ايراني دولت څو څو ځلې د افغان او بهرنيو پوځي مقاماتو دغه ادعاوې رد کړې دي. طالبانو ويلي چې دوى له آزاد بازار نه وسله ترلاسه کوي او په کابل کې د ايران سفارت وايي چې دوى حاضر دي ددغې ادعا د سپيناوي لپاره هر راز مرستې وکړي. کار پوهان هم په دې اړه يوه خوله نه دي، څوک د ايران او څوک هم د حکومت او بهرنيو ځواکونو خبرې تائيدوي، عام ولس خو اوس د هيڅ په اړه هم د سوچ کولو وخت نرلي او که يې لري هم، ددوى هر تصور د نړيوال ناولي سياست ښکار ګرځي.
طالبان او ايران
په اتيايمه لسيزه کې چې کله د افغانستان د ناخوالو او ګډوډيو د له منځ وړلو په پايله کې، د طالبانو تحريک پيل شو، ايران يو له هغو هيوادونو څخه و چې دغه تحريک يې نه مانه. کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته چې کله ايران د طالبانو له مخالفينو سره پلوي ته زور ورکړ، طالبانو هم له دوى سره خپلې دښمنۍ ته زور ورکړاو په کابل کې يې د ايران سفارت وتاړه. طالبانو له خپل شريعت اوونيزې اخبار نه هغه مهال د ايران سفارت د بنديدو په اړه وليکل چې په کابل کې (د ايران جاسوسي شبکه) و تړل شوه. ايران هم د طالبانو ددې کار په وړاندې د طالبانو له مخالفينو سره خپل ملاتړ ټينګ کړ او د خپل سفارت چارې يې په مزار شريف کې چې هغه مهال د شمالي ټلوالې ستر مرکز و پيل کړې.
کله چې طالبانو ددوهم ځل لپاره مزار شريف باندې واک ټينګ کړ، د ايران سفارت څو تنه کارکوونکي او ډيپلوماټان يې ووژل چې دغه کار د ايران او هغه مهال افغانستان ترمنځ ستونزې لاهم ډيرې کړې. ايران څوڅو ځلې له طالبانو نه د خپلو ډيپلوماټانو د وژونکو غوښتنه وکړه خو هغوى تر پايه له دغو وژونکو نه ناخبري ښوده او ويل يې چې دوى ته نه دي معلوم. دغه لانجه د افغانستان او ايران په پوله د ايراني پوځ تر مانورونو او په افغانستان تر بريده پورې ورسيده. يوه ايراني جنرال هماغه وخت غورې کولې:(ماته که اجازه راکړل شي، په يوه ورځ کې به د تورخم په دروازه ودريږم.)
د طالبانو او ايران ستونزه د بريد له ګواښ نه وروسته هم پاى ته و نه رسيده. طالبانو څوڅو ځله وويل چې ايران يې مخالفينو ته وسلې ورکوي او ايران هم د طالبانو نظام د افغانستان مشروع حکومت نه ګاڼه.
له 2001ز کال راپديخوا چې کله امريکا په افغانستان تيرى وکړ او طالبان هم له واکه ګوښه شول، ايران له هغو هيوادونو نه و چې د کابل له حکومت سره يې د ښو اړيکو غږ وکړ. که څه هم ايران په افغانستان کې د امريکا شتون ځانته يو خطر باله، خو بيايې هم د طالبانو په ماتې خوښي ښودله او له نوي حکوممت سره يې د مرستو ژمنه وکړه. ايران د امريکا له ويرې په همغه لومړي کال چې امريکايي ځواکونه افغانستان ته ننوتل، د حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدين حکمتيار چې له امريکا يانو سره د جګړې په اړه له طالبانو سره هم نظره و، له خپلې خاورې و ايسته او د ډيرو شنونکو په اند، بيايې هم له شمال ټلوالې سره خپلو مرستو ته دوام ورکړ. ايران په دې کار سره وښوده چې په افغانستان کې د نوي نظام له جوړيدو نه خوښ دى او ددې نظام د خوښي لپاره هرڅه کولو ته تيار دى.
فرهنګي تيرى او نظامي مرستې
له تيرو پنځو کلونو راهيسې ايران د ډيرو افغان دولتي چارواکو له خوا د(کشور برادر) په نامه ياديده. په ايران باندې يواځې هغو نيوکې کولې چې دايران کلتوري يرغل يې ليده او په ښکاره يې په دې برخه کې ددغه هيواد هڅې محسوسولې. د افغانستان په دفتري او رسمي کارونو کې د ايرانيو لغاتو ننوتل او ترڅنګ يې د افغانستان په هره برخه کې د دري پرځاى د ايرانۍ فارسي د غښتلي کولو هڅې هغه څه و چې ايران يې د يوه فرهنګي متجاوز په توګه افغانانوته معرفي کاو. خو له طالبانو سره د ايران نظامي مرستې هغه خبره ده چې ډيره وروسته او په لږ وخت کې پيل او په زور کې شوه.
د ايران او امريکا ستونزې
په ايران کې د شاهي نظام له سقوط او په دغه هيواد کې د مذهبي حکومت له جوړيدو را پديخوا امريکا دا هڅې کوي چې ايران ترخپل تابعيت لاندې راولي او يا يې هم نظام بدل کړي. امريکا دا ستونزه يواځې له ايران سره نلري، بلکې له ډيرو هيوادو سره يې لرلې او لري يې، خو ايران يو له هغو هيوادونو نه حسابيږي چې حکومت يې په دې توانيدلى چې تر اوس مهاله د امريکا هر راز دسيسې شنډې او پروګرامونه يې له نشت سره حساب کړي.
ډيرى شنونکي په افغانستان کې د امريکې بريد يواځې د طالبانو د سقوط لپاره نه بولي، بلکې هغو په دې عقيده دي چې امريکا له دې لارې غواړي ايران له نژدې و څاري او د اړتيا په وخت کې له همدغه ځايه خپل حساب ورسره تصفيه کړي.
د يورانيمو د بډايه کولو او له اسرائيلو سره د ټينګې دښمنۍ په اړه د ايران چارواکو ټينګ دريځ يوبل هغه دليل دى چې د ايران او امريکې ستونزې يې ډيرې کړي او بې له شکه افغانستان هم په دې ستونزو کې په يوه نه يوه شان ګډيږي.
په ايران کې د ملايانو او مذهبي سياسيونو واک او هلته څه ناڅه اسلامي احکامو ته پاملرنه يوبل هغه ټکى دى چې له ايران سره د امريکې دښمني ډيروي او امريکا هم اړه ده ددغې دښمنۍ لپاره خپل ملګري ډير کړي. امريکا د يوويشتمې پيړۍ د اسلامي ملتونو هغه دښمنه ده چې په هيڅ راز دښمني يې صرفه نه کوي او نه هم په دې لاره کې له خدايه او خلکو ويريږي.
زړه دښمني او نوې دوستي
لکه چې پورته مو يادونه وکړه، ايران او امريکا له ډير وخته را پديخوا يو دبل په وړاندې سرونه نه ټيټوي. د ايران اټومي مسئله او په هره نړيواله موضوع کې د امريکا لاسوهنه ددې لامل شوى دى چې ايران دې له افغانستان او عراق وروسته د امريکې نښه وګرځي. په افغانستان کې د بشري حقونو نقض او د اسامه بن لادن پلوي هغه بهانه وه جې امريکې په افغانستان د تيري پرمهال ګټه ترې واخيسته، د صدام ديکتاري او په عراق کې د خطرناکو وسلو توليد هغه بهانه وه چې امريکې يې پرمټ پر عراق بريد وکړ او اوس مهال اټومي وسلې او په نوې دعوا له طالبانو سره د ايران مرستې هغه بهانه ده چې امريکا غواړي د هغې له مخې په ايران بريد وکړي. څو کاله وړاندې امريکا د ايران له حکومت نه دهغه هيواد دخلکو د بې لارې کولو لپاره هلته يو راډيويي سټيشن فعال کړ، ددې ترڅنګ يې له ډيرې مودې راهيسې په ملي او نړيواله کچه د ايراني حکومت د بدنامۍ لړۍ پيل کړې او اوس يې دادى له طالبانو سره د ايران مرستې را ميدان ته کړې او خداى خبر چې په دې بهانه به څه ګلونه اوبه کړي.
په ايران د بريد په اړه د نړيوال اټومي پروګرام مشر محمد البرادعي خبردارى او په عراق کې د اټومي وسلونه پيداکيدل ددې لامل شو، چې امريکا دې د ايران د اټومي وسلو په اړه د بريد بهانه له لاسه ورکړي، خو له طالبانو او القاعدې سره د ايران له لوري د وسلو مرستې بيا هغه بهانه ده چې که يې امريکا ټينګه ونيسي او افغان انډيوالان يې هم ورسره بدرګه کړي، ښايي د ايران د غوږ تاوولو ښه موقع په لاس ورشي.
موږ له دې امله چې ايران او طالبان دوه هغه مخالفان پيژنو چې پخلا کيدل او يو کيدل يې ناشوني بريښي، له طالبانو سره د ايران د مرستو ادعا دومره پرځاى نه بولو، خو له دې امله چې همدااوس نژدې ټوله نړۍ په افغانستان کې له طالبانو سره لاس او ګريوان ده او د طالبانو دوستان خپل دښمنان ګڼي، د امريکې دعوا يوه بهانه راته ښکاري او په دې اند يو چې په راتلونکې کې به امريکا ددې څو بمونو د تور ځواب ايران ته د هغو بمونو له لارې ورکړي چې په 2001ز کال کې يې طالبانو او له هغې وروسته يې عراق ته ورکړ.
له افغان دولت سره د ايران مرستې او ترڅنګ يې له هغې جبهې نه د ايران بشپړ ملاتړ کوم چې همدا اوس د طالبانو د وينو تږې ده، ددې څرګندونه کوي چې ايران په افغانستان کې ډير داسې ملګري لري چې کولاى شي له طالبانو نه ښه چوپړ ورته وکړي.
موږ هيله لرو چې افغان ولس په دې پوه شي چې په افغانستان کې د هر هيواد معامله او دښمني زموږ په ګټه نه شي تماميداى او که چيرې زموږ د هيواد ناورين د نورو هيوادونو د بدبختۍ لامل شي، ښايي دا به تر آخره زموږ د ملت او هغه هيواد د خلکو په زيان وي کوم چې نور يې زموږ له خاورې تر فشار لاندې راولي.
موږ په ډاډ سره ويلاى شو چې د افغانستان ملت له هغو نه چې له زرګونو کيلومټرو ليرې په نابللې توګه زموږ هيواد ته راغلي، خپل ګاونډيان ښه پيژني او هم کولاى شي، له هغوى سره د ورورۍ او دوستۍ له لارې د ښه ژوند لاره خپله کړي.
موږ له لوى خداى(ج) نه غوښتنه کوو چې د افغانستان ملت د نورو په ناولو سياستونو کې له وريت کيدو نه وساتي او نور يې د خپلواکۍ او ازادۍ په هغه لاره روان کړي چې تل ددې خاورې ميړونو د هغه په ارمان ژوند کړى دى.
قدرت طلبي، عامل بزرگ ناكاميحركت هاي اسلامي
محمد كبير ”حقمل“
از بدو به وجود آمدن شكست در صف واحد مسلمانان در جهان تا به امروز بخصوص بعد از قرن بيستم، صدهاحركت اسلامي زير شعار تحكيم نظام اسلاميو تامين عدالت روي كار آمده و نابود شده اند. اين حركت ها گاهي به اندازه كوچك بوده كه با محض ظاهر شدن از بين رفتهو گاهي هم به اندازه بزرگ بوده كه نظام ها را سقوط داده و انقلاب به بار آورده اند.
متاسفانه حركت هائيكه حكومت هاي مخالف شان را سقوط داده و قدرت به دست گرفته اند، با انتخاب نمودن سياست قدرت طلبي همه دستاوردهاي ساليان دراز و طولاني مبارزه شان را از دست داده و در نتيجه به گودالي افتاده اند كه جامعه را نيز با خود از بين برده و مشكلاتي به بار آورده اند كه ساليان سال حل نگرديده است.
مثـال هــاي چنيـن حـركت ها را ما در حال و ماضي هم در كشور خود و هم در كشورهاي اسلاميديگر بخوبي مشاهده كرده ميتوانيم، بخصوص در كشور هائيكه دستخوش جنگ و مبارزات طولاني بوده اند.
در سال هاي بعد از 1350 هـ ش در كشور ما به نام نهضت اسلاميحركت هاي رشد كردند كه شعار شان تحكيم نظام اسلاميو تامينعدالت بود. اين حركت ها بدون شك در ابتدا به تعقيب و به دست آوردن اهدافي والاي بودند كه به منظور نيل به ا~ن دست به فعاليت هاي حزبي زده بودند؛ ولي متاسفانه بعد از اينكه تا اندازه يي ريشه گرفتند مسير اصلي شان را تغيير داده و به سوي رفتند كه كاملاً مخالف اهدافشان بوده و هلاكت بار آورد. مجاهدين افغانستان بعد از كاميابي شان وقتي به كابل آمدند و مزه قدت را چشيدند چنان در مخالفت هم قرار گرفتند كه قبلاً تصور آن هم نه ميشد. اگر ما بگوئيم كه مخالفت مجاهدين افغان دراين بوده كه كدام گروه چه مفكوره يي دارد شايد آنقدر بر جا نباشد؛ ولي اگر گفتهشود كه گروهاي مجاهدين افغانستان به منظور رسيدن آني به اريكه قدرت به كشتن يكديگر پرداختند بخاطري بجا خواهد بود كه هر كس آن را به چشم سر ديده و اثرات آن را نيز مشاهده كرده اند.
فلسطين يكي از كشور هاي اسلاميست كه ده ها سال انتظار صلح و آزادي را ميكشيد. اين را همه ميدانند كه در سر زمينهاي جنگ و مبارزه احزاب بيشتر خلق شده و زود تر ريشه هم ميگيرند. فلسطين نيز مانند ديگر كشورهاي اسلاميكه در آن جنگ و گروه هاي مختلف براي به كرسي نشاندن هدف شان مبارزه ميكردند امروز همان مزه تلخ قدرت طلبي هاي گروه هاي مبارز اسلاميشان را ميچشد كه از ده ها سال بدينسو به اين منظور مبارزه ميكنند.
احزاب حماس و فتح بزرگترين گروه هاي آزاديخواه فلسطين هستند. رهبران اولي هر دو گروه به منظور بدست آوردن سرزمينهاي اشغال شدهِ فلسطين دست به مبارزه زدند و هر كدام شان به مثابه مبارز آزادي دفن شده و ياد ميشوند؛ اما اكنون كه حرف از قدرت ، حكومت، وزارت و رياست به ميان آمده هيچكدام شان هدف اولي شان را در نظر نه گرفتهدست به عملي ميزنند كه فايده آن تنها به دشمن مشترك شان ميرسد.
تفرقه افگني ميان مسلمانان، تقسيم كردن مسلمانان به گروه هاي مختلف و بعد كوبيدن آنها در محاذهاي كوچك و محدود سياسي آرماني بوده كه از صدهاسال بدينسو اسرائيل و ديگر حلقات غير اسلاميدر مقابل مسلمانان آنرا مد نظر داشتهو همه وقت براي به دست آوردن آن كار ميكنند. متاسفانه اين حربه دشمنان از جنگ هاي صليبي گرفتهتا به امروز در همه كشورها و محاذهاي اسلاميموثر تمام شده و كار داده است. يگانه و بزرگترين كمك كننده در راستاي كاميابي اين آرمان همان قدرت طلبي وعدم پذيرش همديگر در ميان گروه هاي اسلامياست.
به يقين كامل گفتهميتوانيم كه وحدت مسلمانان وسيله است كه ميتواند همه نيات خصمانه دشمنان اسلام را به خاك يكسان كند؛اما افسوس كه اين وسيله هيچگاه به دست مسلمانان نه آمده و اگر بدست شان آمده است دوامي نكرده و به بسيار نامردي از آنها گرفتهشده است.
حركت صلاح الدين ايوبي در بين النهرين و اتفاق چند حلقه محدود اسلاميباعث زوال گروه و اجتماع بزرگ ضد اسلام در شرق ميانه شد؛اما دريغا كه اين حركت نيز فنا شده وامروز سرزمينفلسطين نيز عين روند را پشت سرميگذراند. چند سال پيش تلخ ترين سالها براي فلسطينيان بود؛ زيرا در آن زمان آنها ني با اسرائيل مقاومت كرده ميتوانستند و ني هم گروه هاي مبارز شان آنقدر امكانات داشتند كه دشمن شان را بالمثل جواب ميدادند؛اما اينكه در اين چند سال اخير حكومت فلسطين تا اندازه» جان گرفت و ديگر گروهاي مبارز فلسطيني نيز تا اندازه به اسلحه خوب دست يافتند، بلاي قدرت و تفرقه طلبي در بين شان راه يافتهو اكنون مبارزات ده ها ساله شان با هيچ ضرب ميشود.
انتخابات سال گذشته»پارلماني فلسطين بلايي بود كه مقاومت فلسطين را نهايت متضررر ساخت. اگرچه اين انتخابات راه را براي اشتراك حماس كه قبلاً از دخالت در دولت حذر ميكرد باز كرد؛ ولي در ضمن آن تهداب جنگهاي را گذاشت كه چند وقت بعد از انتخابات آغاز شد و اكنون بدترين دوره» خود را طي ميكنند.
تشويق گروهاي اسلاميبراي به دست گرفتن قدرت و ضربه وارد آوردن بالاي گروهاي ديگر اسلاميبدون شك از سوي كشورها و حلقاتي صورت ميگيرد كه با حركت هاي اسلاميدر تضاد بوده و خواهان نابودي آنها ميباشند. كشيدن حماس به دولت، اعمال تعزيرات اقتصادي و بعد آماده ساختن زمينه براي اختلاف ميان حماس و فتح پروژه بوده از چندين سال بدينسو اسرائيل و كشورهاي همسويش بر آن كار كرده و اكنون در حال عملي شدن است. براي اسرائيل چه بهتر است از اينكه مرميفلسطيني بجاي اصابت به جان اشغالگران اسرائيلي، به جان فلسطيني ديگر بخورد، براي اسرائيل چه خوب است كه گروه هاي منظم دشمن خود را بجاي اينكه با اسرائيل درجنگ ببيند، در جنگ هاي داخلي بدون اينكه ضرري به اسرائيل برسانند ببيند.
به يقين كامل گفتهميتوانيم كه روند فعلي فلسطين و اختلافات بي سابقه حماس وفتح تصادفي نبوده؛بلكه در نتيجهِ فعاليت هاي تخريبانه» اسرائيل وديگر كشورهاي دوست آن به ميان آمده است.
اينكه اكنون حماس سلاح خود را در مقابل فتح و فتح نيز امكاناتش را در مقابل حماس به كار ميگيرد، پروسه است كه براي نابودي كامل مقاومت اسلامي فلسطين وبه رسميت شناختن اسرائيل به راه انداختهشده است.
در آخر بايد گفت كه اگر نشه قدرت در سر حماس و فتح در فلسطين و گروه هاي ديگر مبارز در ديگر كشورهاي اسلاميبه شكل فعلي اش بماند، دشمن كامياب شده و همه قربانيهاي آزادي خواهانه عبث خواهد رفت.
اسلحه غير مجاز و مشكلات وابسته با آن
محمد کبير حقمل
طي سي سال جنگ، سلاح به همه نقاط كشور ما پراگنده شده است. زماني كه ملت ما عليه قشون سرخ شوروي مصروف جهاد بود، هر خانه و هر قريه سنگر مبارزه با اشغالگران بوده و از همين راه اسلحه سبك وسنگين به دست هر هموطن ما رسيد. بعد از اخراج قشون سرخ و روي كار آمدن حكومت متزلزل مجاهدين، زماني كه اختلافات تنظيمي به اوج خود رسيد، همچنان توزيع سلاح در كشور ما ادامه داشت و هر كس ميتوانست ديپوهاي اسلحه در خانه و قريه شان درست نمايند.
با آمدن نظام و حكومت جديد در افغانستان در بين مهمترين نكاتيكه از سوي حكومت و همكاران خارجي آن در پروسه» كاري جديد ياد ميشد، يكي هم خلع سلاح افراد غير مسئول بود. حكومت و ممالك همكار براي بار اول پروگرام خلع سلاح را به نام DDR آغاز كرد و طي آن هزاران ميلاسلحه را از جنگجويان سابق جمع آوري نمودند. گرچه بيشترين مردم بر روند DDR انتقاد داشتند و مي گفتند كه مجريان اين پروگرام نتسوانستهاند تمامياسلحه را كه بايد جمع آوري ميشد جمع آوري كنند، باز هم پروگرام مذكور به پايان رسيد. طبق گفتههاي مسئولان دي دي آر، در اين روند بيشترين اسلحه ثقيل جمع آوري شده است. بعد از پروسهِ DDR پروسهِ داياگ به عين منظور به راه انداختهشد. در داياگ تماميگروهائيكه از پروسهِ دي دي آر مانده بودند شامل ميشوند و سلاح شان را به دولت ميسپارند .
از آغاز پروگرام داياگ نيز بيشتر از يك سال ميگذرد و حكومت نيز بار بار اعلام ميكند كه طي اين پروسه بخش اعظمي از سلاح غير مجاز جمع آوري شده است؛ اما قسميكه ديده ميشود با وجود به راه انداختن دو پروگرام سلاح، باز هم اسلحه وافري ميان گروهاي مسلح غير قانوني مانده است. اكنون نيز مشاهده ميشود كه رقباي جنگ هاي داخلي يكديگر را با سلاح هاي دست داشتهشان ميترسانند و اكنون هم همين اسلحه غير قانوني باعث مشكلات و حوادث بزرگ و فاجعه بار ميگردد.
نقص بزرگي كه در اين پروگرام ها وجود داشت، عبارت از خريداري اسلحه از تعدادي قوماندانان و بعد توزيع آن بالاي عين قوماندان بود. همچنان نقص ديگر اين پروسه عبارت از عدم حسابگيري از كساني بود كه اسلحه را تسليم ميكردند. قوي ترين قول اردو هائيكه در زمان جنگهاي داخلي موفق به تسخير چند ولايات بودند، به پروگرام خلع سلاح چند توپ و چند ميلكلاشينكوف ميسپردند و آن هم بعد از يك دوراني به شكل نو براي شان توزيع ميگرديد.
اگربا پروسه هاي خلع سلاح مانند ديگر پروسه ها از راه ترس و خويشتن داري رفتار نه ميشد، بدون شك مشكلاتي كه اكنون گريبانگير ملت ما سر به هيچوجه وجود نه ميداشت. همين اكنون اگر بار ديگر پروسه هاي خلع سلاح به شكل كامل آن آغاز شود و طبق يك محاسبه خاص از مردم اسلحه جمع آوري شود، هيچ مشكلي در مورد جنايات مسلحانه سازمان يافتهباقي نخواهد ماند.
جواز بخشيدن به اسلحه» بعضي از گروها از راه داياگ و دي دي آر نقص ديگري بود كه اين پروسه ها داشت. در اين پروسه ها ديده ميشد كه تعدادي از گروهائيكه در مركز يا ولايات نفوذ داشتند و حد اقل چند تن از آنان ميترسيدند، به نام اينكه آنها ميتوانند در راه تامين امينت كمك كنند، اسلحه شان را بعد از فروش بالاي داياگ دوباره بدست آوردند و اكنون آزادانه از آن استفاده ميكنند.
نمونه» بارز چنين روند در كابل يكي از شركت هاي امنيتي خصوصي است كه عين پروسه را پشت سرگذشتانده و اكنون چنين اطلاعات هم است كه همين افراد در بيشترين جنايات سازمان يافتهجنايي دست دارند. مردم و حكومت افغانستان از اعمال چنين گروها به ستوه آمده اند و حتي بلند رتبه ترين مقامات دولت را هدف قرار ميدهند.
اينكه در وجود يك حكومت مركزي، فعاليت گروهاي مسلح غير مجاز چقدر فاجعه بار است، حرفيست آشكار؛ ولي اينكه چرا اكنون نيز كه تا اندازه زياد اردو و پوليس ملي كشور به پاي خود ايستاد شده و همه جا مي توانند با حوادث مقابله كنند چنين گروه ها و حلقات نابود نه ميشوند. اگر احياناً اردوي ملي و پوليس كميت و كيفيت مطلوب نداشتهباشند، بايد درين مورد اقدامات جدي روي دست گرفتهشود.
به فكر ما اگر دولت ميخواهد از بغاوت هاي قدرت طلبانه، دزدي هاي مسلحانه و جرايم سازمان يافتهجلوگيري كند، طبق قانون حكومتداري و ملت سازي تمامي اسلحه كه با گروها و افراد متعدد در كشور وجود دارد جمع آوري كند. اين عمل نه تنها اينكه گراف جرايم و قتل ها را پائين ميآورد، اعتماد مردم را نيز در مقابل دولت افزايش ميدهد.