تبليغاتX
غبرګون
سياسي، ټولنيز، تاريخي او انتقادي وېبلاګ

 

فلسطين، د حماس او فتح اختلافات او د لوېديزې نړۍ منافقانه رول

 

ليکنه: محمد كبير حقمل

په منځني ختيځ كې د روانو ناورينونو په لړ كې، د فلسطين جهادي او مقاومه خاوره يو ځل بيا د داسې حالاتو شاهده ده چې د اسلام په تاريخ كې ډيرې اسلامي ځمكې د همداسې حالاتو له امله د كفر او صليبانو منګولو ته لوېدلې دي. د عراق سربېره چې هره ورځ پكې د كفر او اسلام په جګړه كې په لسګونو كسان وژل كېږي، د نړۍ څو بې شرمو او شر غوښتونكو كړيو په فلسطين كې هم داسې شرايطو ته لاره خلاصه كړې چې نژدې ده د فلسطين شتون له هېڅ سره ضرب كړي.

د لسګونو کلونو اسلامي مقاومت او آزادۍ غوښتنې فلسطين اوس په داسې يوه حالت كې شپې او ورځې تېروي چې بچيان يې يو پر بل ګوزارونه كوي او نا مرده دښمن يې لاسونه ور ته پړكوي.

د فلسطين د انتفاضې او اسلامي مقاومت له پيل نه تر اوسه، اوسني شرايط په دغه هېواد كې تر ټولو خطرناك او زړه بوګنوونكي دي.

د يوويشتمې پېړۍ د ډيموكراسي؟! او انساني حقونو؟! علمبرداره نړۍ همدا اوس په فلسطين كې داسې اور ته پوكى وركوي چې پراختيا يې د فلسطين مظلوم ولس ته بې له غم او دربدرۍ نه بل څه نشي وركولاى.

د روان زيږديز کال د فبروري مياشتې د مکې له تړون نه راوروسته د حماس او فتح سحر آميز اختلافات او بيا له محمود عباس نه د اسرائيلو او لوېديزې نړۍ بې قيد او شرطه ملاتړ هغه څه دي چې مونږ ته د فلسطين په اړه د كفري نړۍ د نوې نقشې او نوې لوبې خبردارى راكوي. د فلسطين له حكومت نه د حماس د رواحق نفى كول او تر څنګ يې د مېليونونو انسانانو لخوا په آزادو ټاکنو كې ټاكل شوي د حماس چارواكي ترهګر او ډاراچوونكي ګڼل، پرته د فلسطين د اسلامي مقاومت د پاى ته رسولو له نيت نه بله معنى نشي وركولاى.

حماس او فتح دوه پخواني رقيبان:

له هغه مهاله چې د ياسر عرفات په مشرۍ د فتح ګوند له خوا په ۱۹۹۳ كل كې له اسرائيلو سره د اسلو په نامه د سولې تړون لاسليك شو، فتح نه غوښتل بله كومه ډله د فلسطين ملت په نامه له چا سره اړيكې ولري او يا هم د فلسطين ملت د استازي په توګه و پېژندل شي. په ۱۹۸۸ كال كې د فلسطينيانو د بېلابېلو ډلو له منځه حماس د غزې په تړانګه كې سر راپورته کړ چې له همغه پيله دغه ډله په فلسطينيانو او ټولو عربو كې په زړه پورې او هر چا ته منلې ثابته شوه. د سياسي شنونکو په اند، لومړى اسرائيلو حماس د فلسطيني مقاومت د ټوټه كېدو پيلامه ګڼله، خو ډېر ژر و پوهېدل چې يواځې همدغه ډله كولاى شي په راتلونكې كې د دوى غاصبانه سياستونو ته سپر او يو داسې سنګر واقع شي چې ماتول به يې د اسرائيلي رژيم ملا هم ورماته كړي.

ياسر عرفات له همغه پيله حماس د فتح داسې رقيب ګاڼه چې يو وخت نه يو وخت به ډګر وگټي او د فلسطيني ملت باور به تر لاسه كړي.

هغه مهال چې حماس نوى جوړېده او له اسرائيلو سره يې مبارزه پيلوله، عرفات او فتح په دغه ډله کې داسې ځوانان ليدل چې مفكوره يې په ډېره بېړه په فلسطين او عربي نړۍ كې په خپرېدو وه او د بري شونتيا يې له ورايه ښكارېده. ياسر عرفات او فتح له همغه پيل نه له اسرائيلو سره پټ تړونونه پيل كړل او د اسرائيلو د پوچو وعدو په وړاندې يې آن د اسرائيلو په رسميت پېژندلو ته زړه ښه کړ، خو حماس له همغه وخته د اسلو پرېكړه ليك رد کړ او اسرائيل يې په رسميت و نه پېژندل. حماس له پيل نه وسلواله مبارزه د فلسطين ولس د ارمان د پوره كېدو يواځينۍ لار وببله او د خپلو جګړه ييزو طاقتونو په وسيله يې اسرائيل او د هغو صليبي ملګري هك حيران كړل.

په اصل كې د اسلو له تړون او د حماس له پيدا كېدو نه وروسته د حماس او فتح د نظر اختلاف د دې لامل شول چې اسرائيل او كفري نړۍ دې په دغو ډلو كې يوه خپله او د بلې په ضد دې غښتلې كړي. همدا لامل ؤ چې له همغې نېټې راپدېخوا دې دغه دوه ډلې هر وخت يو د بل دښمني او مخالفې پاتې شي. د خداى بښلي شهيد شيخ ياسين او ياسر عرفات د ژوند پر مهال هم د حماس او فتح تر منځ ډېرې نښتې شوي او له هغې وروسته هم د حماس تر برياليتوبه.

ولسي بهير او مغرضانه برخورد

له ۲۰۰۶ز كال نه وړاندې، اسرائيلو او د هغو تر څنګ امريكې، اروپايي ټولنې او نورې نړۍ حماس په دې ملامت باله چې تل يې د جګړې لاره نيولې وي او هېڅكله هم سوله ايزو بهيرونو ته نه ورګډېږي. د فلسطين په هر دور ټاكنو كې د حماس نه ګډون او يواځې په وسلواله مبارزه د دغې ډلې ټينګار هغه دليل ؤ چې منافقو اسرائيلو او ورسره ملګرې منافقې لويديزې نړۍ تل په خپلو په اصطلاح سوله غوښتونكو خبرو كې د حماس د ترهګرۍ د ثابتولو لپاره كاراوه.

په ټاكنو كې ګډون ته حماس ځكه زړه نه ښه کاو، چې اسرائيل او لوېديزه نړۍ به هېڅكله هم دا ونه زغمي چې يوه اسلامي او له مردارو معاملو پاكه ډله دې د دوى سياسي سيمه ييزه سياله وګرځي.

د اسلامي او كفري نړۍ له ټنګار وروسته حماس د ۲۰۰۶ز كال د جنوري مياشتې ټاكنو ته خپل استازي ونومول، او په پوره بري سره يې حكومت تر لاسه كړ. په فلسطيني پارلمان كې د حماس برلاسي او د حكومت په راس كې د همدې ډلې د غړي شتون هغه څه ؤ، چې اسرائيلو او ملګرو يې هېڅ كله د هغه تصور نه شواى كولاى او نه هم ورته د زغملو وړ ؤ.

د امريكې د بهرنيو چارو وزيرې كنډوليزارايس، د جرمني صدراعظمې انګيلا ميركل او د اروپايي ټولنې لوړپوړو استازو په يوه خوله د فلسطين په ټاكنو كې د حماس برياليتوب و نه شو زغملاى او د فلسطين په نوي حكومت يې بنديزونه ولګول. په زړه پورې خبره خو داده چې همدغو كفري هېوادونو او ډلو په داسې حال كې چې د دريمې او اسلامي نړۍ ولسونو ته د ډيموكراسۍ؟! او ولسواكۍ؟! درسونه وركوي، د فلسطين روا، سوچه او له خيانت نه پاك انتخابات يې و نه منل او د حماس تر واک لاندې فلسطيني حكومت يې تر بنديزونو لاندې ونيوه.

امريكې ته خپل هدف مهم دى!

په څو لنډو تېرو شويو كلونو كې نړۍ په نړيواله كچه د يولړ داسې بدلونونو شاهده وه چې امريكا بشپړ لاس پكې درلود. افغانستان ته د كرزي او عراق ته د  نوي حكومت راتلل يواځې او يواځې د امريكې په زور وشول. كله چې په دغو دواړو هېوادونو كې امريكې د خپل شتون د روا والي او يواځې په نوم حكومت جوړولو لپاره ټاكنې کولې، بې له شكه ددغو هيوادونو ډېره لږه سلنه شرايط ټاكنو ته برابر و، خو دا چې د دغو ټاكنو روا والى امريكې اعلان كړى ؤ، هيڅوك هم دا ونه ويلې، چې دا ټاكنې څنګه او په څه ډول تر سره شوې؟ بر عكس كله چې په فلسطين كې د نورو ټولو هېوادونو په پرتله سوچه او له درغلۍ نه پاکې ټاكنې وشوې، له دې امله چې په دغو ټاکنو کې د امريكې خوښه په پام کې و نه نيول شوه او ددغه غاصب هيواد د ناروا بچي(اسرائيلو) رقيبه او ځپونکې ډله پکې بريالۍ شوه، ددغو ټاکنو پايلې ورته د نه منلو وړ وګرځېدې او هغه حكومت چې د ازادو او ولسيزه ټاكنو په پايله كې جوړ شوى ؤ، له واكه لرې كړاى شو!

عباس او كفري نړۍ،

د څو شپو ياري!

له هغې وروسته چې د حماس په مشرۍ فلسطيني حكومت په څو څو ځله د اسرائيلو له په رسميت پېژندلو نه ډډه وكړه، امريكې او نورې اسرائيل پلوه نړۍ عباس د خپلو پروګرامونو د تطبيق لپاره ډېره ښه آله وګرځوله. په فلسطيني ملت د اقتصادي بنديزونو لګول او بيا د ځينو شرطونو په وړاندې كولو سره له هغوى سره د مرستو ژمنه هغه چل ؤ چې اسرائيلو او امريكې د هغه په واسطه د حماس او فتح تر منځ نور اختلاف هم واچاؤ.  فتح ډله چې له پيله د پيسو او څوكۍ ارمانجنه وه، كله چې له اسرائيلو او امريكې سره د ډالرو بنډلونه ويني، بيا نو لكه د افغانستان ځيني جهادي مشران دين او ايمان ترې هېرېږي او هغې معاملې ته لاس اچوي چې پايله يې له دين او ملت سره له جفا پرته بل څه نشي كېداى.

حماس چې د ۲۰۰۷ كال د جنوري مياشتې را پديخوا يې د اسرائيلو له راز راز بريدونو سره سره له دغه غاصب رژيم سره اوربند ته ټينګ وفادار و، د فتح جنګياليو د نامردانه فعاليتونو په پايله كې دې ته مجبور شو، چې هم كورني او هم بهرني دښمن ته په سوك ځواب وركړي. د فلسطين له حکومت نه د حماس د لرې كېدو او د فتح له خوا د اسرائيلو د په رسميت پېژندلو په صورت كې چې كله فتح د اسرائيلو او امريكې غوړې ژمنې ليدلې، بې له دې چې په حماس دې بريد وكړي بله لاره يې نشواى ټاكلاى.

حماس د فتح او اسرائيلو له څو څو ځلي بريدونو وروسته د اپريل په مياشت كې هغه مهال د اوربند ماتولو ته اړ كړاى شو، چې نهه تنه بې ګناه فلسطنيان د اسرائيلو د بريدونو په پايله كې ووژل شول. د حماس له لوري په اسرائيلو بريد د دې لامل شو، چې اسرائيل او امريكا دې په حماس پسې نورې پروپاګنډې هم وكړي او په پايله كې دې داسې شرايط رامنځته كړي چې حماس دې له حكومته ګوښه شي.

د فلسطين له حكومت نه د حماس ايستل او له هغې وروسته له عباس سره له هرې خوا د مرستو ژمنې د دې څرګندونه كوي، چې د اسلامي تاريخ د نورو جفاكارانو په څېر عباس هم خپل ملت او خلكو ته د خدمت په نامه يوه داسې ناولې لوبه کې ګير ده چې دوام يې لږ او شرمنده گي به يې بېخي ډېره وي.

په جنګي تاريخونو كې اسرائيل او امريكا دداسې مكارو او بې شرمه لوريو په نامه پېژندل شوي، چې هېڅكله يې هم په خپلو ژمنو وفا نده كړې او نه يې هم له كومې مسلمانې ډلې سره هغه راز رفتار كړى كوم چې يې ژمنه كوي.

جهاد د برياليتوب يواځينۍ لار!

تېر كال چې كله حماس د فلسطين ټاكنې وګټلې، مونږ په يوه ليكنه كې د حماس د راتلونكې په اړه د داسې بې شرمه كورنيو لكه عباس او داسې بې غيرته بهرنيو لكه اسرائيل، امريكا او اروپائي ټولنې دښمنانو په شتون كې همداسې وړاندوينه كوله لكه اوس چې حماس ورسره لاس او ګريوان ده. مونږ له همغه وخته پدې باور ؤ چې داسې يوې ډلې ته چې نن په نړۍ كې د مسلمانانو سر لوړي او خپلواكه ژوند غواړي په حكومتي ادارو نه، بلكې په غرونو او جهادي سنګرونو كې پاتې كېدل ښه دي. موږ اوس هم د حماس هغه پرېكړه تائيد وو چې يو ځل بيا يې تکرار كړې او جهاديې د بري يواځينۍ لاره ښودلې ده.

حماس په ټاكنو د ګډون له مخې نړۍ ته دا وښوده چې يوه اسلامي- جهادي ډله يواځې د جګړې له كولتور سره نه وي بلده، بلكې كه چېرې موقع وركړل شي د ډېر ښه حكومت په كولو مدني او هوسا ټولنه هم رهبري كولاى شي، خو نامرده مخالفين يې بيا دا استعداد او توان نه مني او داسې لارې چارې ورته لټوي چې بيرته يې وسلوالې مبارزې ته اړباسي.

حماس لكه څرنګه چې په لسګونو كلونه په غيرت او آزادۍ كې ژوند او پر مختګ كړى، په راتلونکې كې به يې هم وكړي خو د كفري نړۍ او فتح نامردي هغه تور ټكى دى چې د نړۍ تاريخ به يې تر پايه په خپله سينه کې ساتي.

مونږ له حماس سره د كفري نړۍ منافقانه برخورد، د حماس ماته نه، بلكې ستر برياليتوب بولو او له لوى خداى (ج) نه دغې ډلې ته د لا برياليتوبونو غوښتنه كوو.

 

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  |