آصف ننګ، د جاسوسۍ تور او د لوبې پيل
محمدکبير حقمل
لکه چې ټول هيوادوال خبر دي، په پارلماني چارو کې ددولت د وزير وياند او د امن جرګې مجلې مسئول مدير، ښاغلى محمد آصف ننګ له څو ورځو راهيسې د ملي امنيت په زندان کې شپې او ورځې تيروي.
د ننګ د نيول کيدلو لامل يواځې او يواځې د امن جرګې په مجله کې د يوه مضمون چاپيدل ښوول شوي دي او ملي امنيت وايي چې د ولسمشر په حکم يې ښاغلى ننګ ددې ليکنې د سپيناوي لپاره نيولى دى، خو په ډير تاسف سره بايد ووايو چې يو شمير هغو کړيو چې نه په ملت باور لري او نه هم په وروري او هيوادوالۍ، له دې مسئلې نه داسې خبره جوړه کړه چې نه امنيت ورته کړې وه او نه هم د آصف ننګ نژدې ملګرو او همکارانو.
د پاکستان په استخباراتو پورې د ښاغلي ننګ تړل داسې يو تور و چې ملي امنيت يې هم غبرګون ته را پاڅاو او په کلکه يې وويل چې تراوسه پورې ملي امنيت داسې هيڅ کوم نظر نه دى څرګند کړى. د چارو ادارې لوى رئيس او د وزيرانو شورا منشي ښاغلي فاروق وردک هم په دې اړه ټول هغه تورونه چې په ښاغلي ننګ لګيدلي بې ځايه او مخکې له وخته وبلل.
داچې دا تورونه ولې او د چا لخوا لګيږي، ډير افغانان ورباندې ښه پوهيږي، خو داچې د ښاغلي ننګ د نيولو لوبه له کومه پيل شوه، هغه مسئله ده چې څه ناڅه ژورتيا لري.
د افغانستان په څه باندې تير يو کلن سياسي ژوند کې د آصف ننګ را ټوکيدل او بيا د کرزي له ترټولو د ښه او پرکاره وزير ښاغلي فاروق وردک ويندويي آصف ننګ د داسې بدو سترګو نښه وګرځاوه چې له امله يې اوس دى د زندان په کوټه کې شپې او ورځې تيروي. هغه کسان چې له آصف ننګ سره يې ډيرې نژدې اړيکې درلودې وايي چې کله به د کرزي د کابينې د کوم وزير د نوي کيدو او يا هم پارلمان ته د هغه د معرفي کيدو خبره شوه، هر يوه به د آصف ننګ په ټيلفون زورونه آزمويل او له ده نه به يې د برياليتوب په لاره کې مرسته غوښتله. موږ نه پوهيږو چې ښاغلي ننګ به د پارلمان او حکومت ترمنځ په اړيکو او د وزيرانو په برياليتوب او يا ناکامۍکې څومره رول درلود، خو ځينو په چوکۍ مينو وزيرانو بيا ننګ يوه اسره ګڼله او د وزارت چوکۍ ته د رسيدو لپاره يې د هغه مرسته حتمي بلله.
له کله نه چې کرزي د افغان دولت له کابينې نه د يوې خاصې جنايتکارې ډلې څو مشهور او لوړ پوړي کسان لرې کړل، په لومړي ګام کې فاروق وردک او له هغه وروسته آصف ننګ د هغو له لوري د لومړي مخالف او حريف په توګه وپيژندل شول. څو څو ځله د دغو کسانو له مطبوعاتو ښودل شوې ده چې فاروق وردک يواځينى کس ده چې په دولت کې ددوى د مخې سپر دى او ترڅو چې دى د چارو د ادارې مسئول وي، دوى به ونشي کړاى خپلې تيرې مزې بيا وڅکي.
د فاروق وردک پرضد کمپاين د شمالي ټلوالې لخوا نه هر وخت روان و او په يوه نه يوه نامه يې غوښتل دى تر نيوکو لاندې راولي او مطبوعاتو ته يې را وباسي خو لکه چې دوى هم اقرار کوي، وردک داسې سياست کاروي چې نه له چاسره درګيره کيږي او نه يې هم څوک ملامتولاى شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو له مخلوع وزير نه د ولسي جرګې لخوا د باور رايې اخيستل او په دې اړه د سپنتاپلوو لخوا د فاروق وردک تورنول، هغه څه و چې د فاروق وردک په ضد يې يوه بله کړۍ هم را و ټوکوله او له هغه سره د مخالفتونو يو بل پړاو هم پيل شو. په دې توګه د فاروق وردک او د هغه د ټيم په وړاندې داسې رقيبان پيدا شول چې نور يې په کلکه دده ورکولو او يا هم بدنامولو ته ملا تړلې وه. په افغان دولت کې د فاروق وردک اعتبار او له هغه سره د ولسمشر ټينګ ملاتړ ددې لامل وګرځيدل چې څوک دې مخامخ په ده د ګوزار زړه ونشي کړاى او له يوې بلې لارې دې د هغه د ځپلو هڅه وکړي.
همدا لامل و چې د فاروق وردک سياسي مخالفينو، د امن جرګې مجلې د اتمې ګڼې په راوتو يو داسې دليل پيدا کړ چې د ښاغلي وردک وياند يې زندان ته واچاو او له دې لارې يې خپلو شومو تبليغاتو ته زور ورکړ.
ډير کله د افغانستان ولسمشر له سختو نيوکو سره مخ شوى او ډيرې سختې خبرې يې اوريدلې دي، خو هيڅکله يې هم داسې احساساتي ګام نه دى پورته کړى چې هم يې دده ټيم او هم يې دده يوه تکړه همکار ته زيان رسولى وي. د کرزي افراطي پلويان هم ترډيره دانيوکه لري چې ولسمشر ولې دومره پراخه سينه لري چې هرڅه ده ته ويل کيږي خو په وړاندې يې احساسات نه څرګندوي. ولسمشر د خپل مرستيال او ټول ګټو چارو وزير په وژلو او د هغو د وژلو په دوسيه ښه پوهيږي، خو د اچې په هيواد کې نور خپل منځي شخړو او اختلافاتو ته لمن نه وهي، دا موضوع يې سړه پريښوده او د ډيرو په وينا، د هغه وزير قاتلين اوس هم په بېغمه زړه په کابل کې په خپل کارو بار لګيادي. دې ته ورته په نژدې تيرو څو اونيو کې د افغانستان د لوى څارنوال د تښتولو هڅه وشوه، خو ولسمشر بياهم هغې ته پراختيا ورنکړه او په سوله ييزه توګه يې د هغې د حل غوښتنه وکړه.
دې ته ورته په لسهاو مسئلې دي چې ولسمشر ترينه همداسې تير شوى او څه يې نه دي ويلي، خو د آصف ننګ خبرې چې له هغې نه بدې او سختې خبرې هره ورځ په پيام مجاهد، پيمان ملي او داسې نورو رسنيو کې تکراريږي ولې ددې لامل شوې چې کرزى دې زندان ته د هغه د اچولو پريکړه وکړي. پوښتنه پيدا کيږي چې دا څوک و چې د امن جرګې مجلې 8 مه ګڼه يې پيدا کړه او بيا يې د ولسمشر تر ميزه ور ورسوله، همدارنګه دا څوک و چې ولسمشر ته يې د آصف ننګ له ټولو خدمتونو او کارونو سره سره د هغه د بدې څيرې د معرفي کولو خبرې وکړې او هغه ته يې دى يو مخرب معرفي کړ. ددې ترڅنګ دا څوک و چې ولسمشر ته يې مشوره ورکړه چې د ننګ په نيولو به د جرګې پروسه نه زيانمنيږي او نه به هم دده نيول دده له نه نيولو نه په زيان نه تماميږي. دا ټولې او دې ته ورته هغه پوښتنې دي چې په ډاګه ښکاره کوي چې يو څوک او يا کومه ډله خو شته چې له ډيرې مودې راهيسې يې د ننګ کارونه څارل او دداسې يوې خلا د پيدا کيدو موقع يې لټوله چې وکولاى شي له هغې نه په ګټې اخيستو ننګ او دهغه همکاران د زندان خونو ته واچوي او بيا يې ترڅنګ داسې پوچ تبليغات پيل کړي چې د ننګ شخصيت او عزت هرڅه ترپوښتنې لاندې راولي.
موږ د ننګ په موضوع کې په يوه څه ډير باور لرو او هغه داده چې دده نيول يوه توطئه وه او ددې توطئې ترټولو ستر ښکار لومړى فاروق وردک او بيا ولسمشر و. ولسمشر د ننګ د نيولو په فرمان سره د ډيرو داسې کسانو زړونه له لاسه ورکړل چې په ده يې باور درلود او ويل يې چې د ننګ په شان فعاليتونو له لارې به ولسمشر ته کار وکړي. د ننګ د خدمتونو او کارونو ځواب په زندان او تحقير سره هغه څه و چې ډيرى ځوانان يې له ولسمشر نه خفه او زړه بدي کړل. ډير افغانان اوس دا پوښتنه کوي چې آيا کرزى همدومره کم حوصله ده چې د خپل ځان په اړه يو تحليل هم نشي زغملاى او يا که دومره احساساتي ده چې د هرچا په خبره زندان ته د يو چا د اچولو حکم ورکوي او له دې لارې داسې تبليغاتو ته لاره اواروي چې نه دده په ګټه ده او نه هم ده ته د وفادارو خلکو.
موږ په دې باور يو چې د ننګ بدنامول د فاروق وردک او بيا خپله د ولسمشر په ضد ديوه داسې کمپاين برخه ده چې د يو شمير معلوم الحاله کړيو لخوا په لار اچول شوى او که يې مخه ونه نيول شي جريان به يې ډيرې نورې ستونزې را ولاړې کړي.