26 سرطان، آغاز كودتاها و انقلابهاي نا فرجام
محمد کبير حقمل
26 سرطان 34 مينسالروز كودتاي محمد داودخان عليه رژيم شاهي ظاهر شاه ميباشد. اين روز آغاز نظام جمهوري و هم چنان آغاز كودتاهاي نافرجام در كشور ما ميباشد.
محمد داود خان، چهره سياستمدار و كار فهم خاندان شاهي به حساب ميرفت. وي قبل از كودتا مدتي را بحيث صدراعظم افغانستان ايفاء وظيفه نموده بود و درآنزمان بحيث چهره كار فهم و شخص با استعداد شناختهميشد. وي دوست داشت كشورش را آباد ببيند و براي مردمش كار كند؛اما درعين حال به نظر بعضي از آگاهان وي حس يكه تازي نيز داشت و دوست داشت اكثر كارها را خودش به پيش ببرد. سردار محمد داوِد خان در زنده گي اش از نظام شاهي خستهشده بود و روي همين اصل بوده كه صدراعظمي تحت رياست آقاي ظاهر شاه را نه پذيرفتهدر صدد به دست آوردن قدرت مستقل حكومتي گرديد.
درست تاريخ 26 سرطان سال 1352 بود كه داوِد خان به كمك تعدادي از گروهاي مخالف رژيم وهم چنان دوستان دولتي خود قدرت را به دست گرفت. وي با به قدرت رسيدنش نظام شاهي را ملغي قرار داده نظام جمهوري را اعلان نمود. وي به ملت خود وعده پيشرفت و آزادي را داده و كارهاي عمراني را بخوبي آغاز نمود. سردار محمد داوِد خان در مدت كوتاهي توانست سركها را اعمار نمايد. او هم چنان سيستم تعليمي را سرو سامان داده شهرها و پارك ها را بنا نمود. دركل ميتوان گفت كه وي مدت پنج سال حكمروايي اش را در نقشه كشي هاي عمراني و عملي نمودن پلانهاي انكشافي خويش گذراند؛ اما كودتاي وي را اكثر تحليلگران آغازگر كودتاهاي نافرجام در كشور ميدانند. اكثر به اين باور هستند كه كودتاي داوِد خان راه را براي كودتاهاي وحشيانه ديگر باز كرد و افغانستان را به سوي ويراني كشانيد.
داوِد خان كودتايش را به كمك پرچمي هائيكه در حكومت ظاهر شاه ريشه گرفتهبودند بثمر رساند كه بعد از سوي همين حلقات از بين رفت. داود خان در بين اقشار ملت بحيث يك شخصيت وطندوست شناختهشده؛ اما از لحاظ تسلط بر قوا وادارات تا اندازه غافل و ياهم بي پروا بود، اگر داود خان در حكومتداري از تدبير و درايت كار ميگرفت گروه هاي چپي نه ميتوانستند كودتاي 7ثور را به راه اندازند و رژيم را سقوط دهند.
انقلاب داوِد خان كه بدون شك مورد قبول اكثريت مردم قرار گرفت، بدبختانه به انقلابي سقوط كرد كه ملت ما از اثرش تااكنون در آتش ميسوزد.
در كل ميتوان گفت كه كودتاي 26 سرطان كه يك تحول بدون خونريزي بود بالاخره منجر به كودتاي هفت ثور شد نتيجه» آن شخصي داوِد خان را كه مشتاق آزادي و آبادي بود از بين بردند.
بعد از حكومت چهل ساله شاهي ظاهر شاه و آراميطولاني كودتاي داوِد خان نقطه عطفي بود كه در آن افغانستان از يك مرحله به مرحله ديگر داخل شد. اين مرحله عبارت از مرحله تجدد گرايي و آزادي بود؛ ولي متاسفانه اين روند به شكل خوب آن تعقيب نه شده منجر به انتشار و از بين رفتن استقرار سياسي در كشور گرديد. اما امروز نه از كودتاي 26 سرطان تجليل ميكنيم ونه آنرا فراموش كرده ميتوانيم، چون كودتاي 26 سرطان به رهبري داود خان حادثه بود كه حوادث سرنوشت ديگر را درپي داشت. اما هر چند داود خان بحيث يك زمامدار و سياستمدار موفق كشور در تاريخ صاحب مقام بلند نيست. اما مقاوت و شهادت بي نظيرش در مقابل كودتاچيان هفت ثور وي را در تاريخ كشور صاحب مقام و منزلت بلند نموده است.
يادش باقي و مقامش بهشت برين باد.
محمدکبير حقمل
د روان کال له پيل نه دا دوهم ځل دى چې د افغانستان د تير ناورين د ډله ييزو وحشيانه وژنو يو زيات شمير پاتې شوني زموږ په هيواد کې په پراخه کچه پيدا کيږي. له دې سره سره چې په ټول هيواد کې په رسمي توګه 88 ډله ييز قبرونه شتون لري، خو بيا هم د بدخشان ولايت او چمتلې دښتې قبرونه هغه دوه نښې دي چې په دې وروستيو کې يې د افغانستان د تير ناتار درنې او ځوروونکې کيسې يوځل بيا افغانانوته ور په ياد کې او ډير مسلمانان يې خداى(ج) ته دې دعا ته اړ ايستل چې هرهغه ظالم دې ذليله او رسوا وي چې د افغان په دې بې ګناه بچيانو يې ژوند نه لوريده او په ډيره وحشيانه توګه يې د مرګ کومي ته ور ټيل وهل.
افغانستان او د بې ګناه وژنو پيل
د محمد ظاهر شاه څلويښت کلنه پاچاهي د افغانستان په تاريخ کې د سولې او له جنګ جګړې نه د محفوظې دورې په نامه ياديږي. دغه دوره اګر که د هيواد د پرمختيا او تل پاتې هوسايۍ کومه نښه ځان سره نلري، خو بيا هم له هغو دورونه ښه وه، کومې چې له هغې وروسته راغلې او زموږ په ميليونونو هيوادوال يې له ځانه سره تباه کړل.
له 1350هـ.ل کلونو وروسته چې په افغانستان کې څه ناڅه د احزابو او ډلو ازادي راغله، د هغه وخت د حکومت په لاس دددولت ډير سياسي مخالفين زندان ته ولويدل. له 1352هـ.ل کال وروسته چې کله داود خان حکومت ترلاسه کړ، د اسلامي نهضت او نورو مخالفو ډلو زيات شمير غړي يې زندان ته واچول. داود خان د لومړي ځل لپاره په خپل حکومت کې د خپلو سياسي مخالفينو د ځپلو پروګرام پيل کړ او د اسلامي نهضت د بنسټ ايښودونکو ترڅنګ يې زموږ يو زيات شمير هيوادوال شهيدان کړل.
ډيرى شنونکي د افغانستان د بې ګناه وژنو د پيل موده همدغه وخت بولي، خو که په ځير وکتل شي، د نارواو وژنو، نيونو او زنداني کولو لړۍ وروسته له هغې زور واخيست چې په افغانستان کمونيستان حاکم شول او زموږ ددين او عقيدې پرضد يې جګړه پيل کړه.
د 1357هـ.ل کال د غويي مياشتې له کودتا وروسته چې کله کمونيستي رژيم جوړ شو، د مجاهد او اخواني په نامه د هغو افغانانو د نيونې او وژلو لړۍ پيل شوه، کوم چې حاکم رژيم ته څه ناڅه مخالفين او د مجاهدينو خواخوږي ښکاريدل. له همغه وخته د هيواد په مرکز او ولايتونو کې زرګونه افغانان په داسې بڼه ووژل شول، چې نه يې کور پې خبر و او نه يې هم کومې محکمې د مرګ پريکړه کړې وه.
ډيموکراټه قاتلان!
د داود خان د ډيموکراسۍ له لسيزې وروسته، کمونيستان لومړني هغه کسان و چې افغانستان ته يې د ازادۍ او ډيموکراسۍ د راوستلو نارې سورې وهلې. دوى خپل حزب او حکومت ته ډيموکراټيک لقب ورکړى و او خلکوته به يې هم همدا چيغې وهلې، چې دوى ورته ډيموکراسي راوړې ده خو په زړه پورې داده چې ددغې ډيموکراسۍ هرګام له خونخوارۍ او انسان وژنې سره مل و، ډيره جالبه ده چې د شلمې پيړۍ د تمدن او پرمختګ علمبردارانو په داسې وحشيانه ډلو د خپل سياست عملي کول غوښتل کوم چې د انسانيت په تاريخ کې ساري نلري او پوره شرموونکى دى.
د کمونيستو ډيموکراټانو سياست يواځې په وژنو او نيونو ولاړ و. دوى داسې ډيموکراټان و چې وژنې او زورونې يې د سياست اصل جوړاو او په زړه پورې خو لا داوه چې د اټول يې بشر ته د خدمت او چوپړ په نامه يادول. دې انسان دښمنه انسانانو غريب او بې وزلي ته د خدمت په نامه داسې بې وزلي او بزګران ژوندي تر خاورو لاندې کړل، چې لسګونه کلونه وروسته يې هم د واسکټ او بوټونو پيوندونه له ورايه ددې وحشي انسانانو په درواغجنو اد عاو لعنت وايي.
ريښتياده! لکه څومره چې د کمونيستانو لار نوې وه، کارونه او جنايات يې هم نوي و. دوى ډيموکراسي غوښتله او ترڅنګ يې هغه ډيموکراټه قاتلان و چې د جنايتونو ثبوت يې همدا اوس د بدخشان، چمتلې او د هيواد نورې هغه دښتې ورکوي چې لاس او پښې تړلي انساسان پکې ژوندي خښ شوي دي.
کمونيستان د ډله ييزو وژنو لومړني عاملين
د څرخي پله له زندان نه رانيولې بيا د کمونيستانو د خاد او امنيت تر زوندانونو پورې، ټول ددې شاهدي ورکوي چې بريتورو کمونيستانو په څومره بې شرمۍ په هيواد کې د ډله ييزو وژنو بنسټ کيښود او د افغان ملت يو زيات شمير بې وزلي خلک يې تر خاورو لاندې کړل. په کابل کې پوليګون او د هيواد په نورو برخو کې نور ځايونه به کله هم د هغو مظلومو انسانانو زګيروي هير نکړي چې په نيمو شپو به به په روسي موټرو کې د همدغو بې شرمه کمونيستانو په لاس تر خاورو لاندې کيدل او په پوره وحشت به ټانګونه ور باندې خيژول کيدل. د څرخي پله زندان درواوزه به کله هم د ا هيره نکړي چې د روس غلامانو به هره شپه په لسګونو بې ګناه افغانان له هغې ايستل او بيا به يې په ابدي خوب په داسې بڼه ويده کول چې د چنګيز او انګريز وختونه يې سارى نلري.
دا ټول چا وکړل؟ ددې عاملين څوک و او ولې دا کارونه وشول؟ دا هغه پوښتنې دي چې په افغانستان کې د ثور د اوومې کودتا نه را وروسته وخت ناو خت ځواب شوي، کمونيستانو افغانستان بې دينه کاو، دوى غوښتل د افغانانو معنويت ترينه واخلي خو په افغانانو کې داسې کسان هم و چې دکمونيستانو ددغه هدف په مخ کې سپر و او نه يې پريښودل چې عقيده او ايمان يې ددوى د شومو موخو ښکار شي. له همدې امله يې له هغوى سره مخالفت کاو او ددې مخالفت په پايله کې په توره شپه په ډيره وحشيانه توګه له خپله کوره او بچيانو را ايستل کيده او له سلګونو شکنجو وروسته په ټپي ټپي ځان وژل کيده. دا وژنې او نيونې بل چا نه کولې، دا ټولې د هغو غوليدلو او پلورل شويو افغانانو په لاس کيدې چې د روس ډوډۍ يې خوړلې وه او له کفري نړۍ سره تر ژمنې وروسته يې د افغانستان د معنوې ارزښت له منځه وړل غوښتل.
نوي قبرونه زړې څيرې بربنډوي!
له 2001 کال را پريخوا چې کله د امريکې پرمټ په افغانستان کې نوي حکومت جوړ شو، د هغه سياست له مخې چې اوسني نظام او د هغه بهرنيو اشنايانو غوره کړى، هر هغه څوک چې اوس له دولت سره وسلوال مخالفت نلري په دولت کې را ټوليداى شي، له همدې موقع نه په استفادې ډير هغه کسان چې پخوا يې د افغانستان په غلامولو، خرڅولو، وروانولو او د بې ګناه افغانانو په وژلو صرفه نه وه کړې، هيوا ته را ستانه شول او بيرته يې سياست پيل کړ. که څه هم د افغانستان خلک ددغو خلکو په پيژندلو کې غلطي نه کوي، خو بياهم دوى له موقع نه په استفادې ځانونه داسې ځايونو ته ورسول چې يوځل بيا غواړي له هغه ځايه خپل پخواني شوم اهداف تعقيب او يوځل بيا زموږ د هيواد په سر لوبې وکړي.
دوى له 1372هـ.ل کال نه را پديخوا جګړې د خپل مخ نقاب جوړ کړى او هرڅه چې د افغانانو د وژنو او ځورونو په اړه ويل کيږي، دوى يې هم له نوموړې نيټې نه وروسته پيښو ته راجع کوي او يا هم خپل جنايات د هغو په سيوري کې کمرنګه ښيي، خو د چمتلې دښتې، پوليګون، بدخشان ولايت او داسې نورو سيمو ډله ييز قبرونه وخت نا وخت ددوى جنايات په ډاګه کوي او نه پريږدي چې دوى د افغانستان د پاک ملت په منځ کې خپلې ناولې او وينه زبيښونکې څيرې پټې کړي. ښايي دا د هغو شهيدانو کرامت وي چې ناځوانه ملګرو يې ونشواى کړاى له قاتلينو نه يې کسات واخلي. ښايي دا دهغوى شهيدانو کرامت وي چې د سنګر ملګري او يا هم رهبران يې دکمونيستو مشرانو د لاس آله شول او ددې پرځاى چې له هغوى نه دخپل شهيد وينه وګټي، هغوى يې خپل مشاورين او مشران وټاکل، ښايي دا ټول قبرونه او نښې نښانې ددې لپاره وي چې په دې پاک ملت کې ناولي او انسان دښمنه کسان نه شي پټيداى او په هر رنګ چې ځان جوړ کړي ددې ملت سترګې يې پيژني، کنه نو د شهيدانو هډوکي خو يې هر وخت خلکو او نړيوالو ته د انسان خورو او انسان وژونکو په توګه ور معرفي کوي.
کرزى ددې قبرونو عاملين پيژني!
له دې سره سره چې د افغانستان په اوسني ولسمشر حامد کرزي په هره برخه کې هر راز نيوکې کيږي، خو دده په خواو شا د را ټولو شويو کسانو په اړه نيوکې هغه موضوع ده چې د ا څو کاله يې نه يواځې داچې افغانان تکراروي، نړيواله ټولنه يې هم کله نا کله په اړه شکايتونه کوي.
خپله ولسمشر هم يو ځل له يوې رسنۍ سره په مرکه کې له داسې خلکو سره د خپلو اړيکو خبره وکړه، چې د هغه په وينا، دده ډير ښه نه ايسي او د يوه ولسمشر په توګه اړيکې ورسره لري. ولسمشر په هغه مرکه کې لا داهم وويل:( زه له داسې کسانو سره هم ښه چلند کوم چې والله که خو مې په عادي شرايطو کې خبرې ورسره کړې واى...)
د چمتلې ددښتې شهيدانو د قضيې د څيړنې کميسيون مشر مولوي فضل الهادي شينواري هم کله چې د چمتلې په دښته کې له ډله ييز قبر نه ليدنه کوله، په زغرده وويل چې ولسمشر ددې او دې ته ورته قبرونو عاملين پيژني.
د فضل الهادي شينواري له وينا داسې معلوميږي چې د دغو بې ګناه وژنو عاملين نه يواځې داچې پټ نه دي، بلکې آن لا د افغانستان ولسمشر ته معلوم دي. له دې خبرې داهم جوتيږي چې که ولسمشر وغواړي دوى په يوه ورځ کې نيولى او محاکمه کولاى هم شي، خو دا چې د لسګونو قبرونو له پيدا کيدو سره سره بيا هم ولسمشر دا کار نه کوي او عاملين يې نه محاکمه کوي، هغه څه دي چې ځواب يې يواځې کرزى ور کولاى شي او بس.