د مو سيقي (سا ز او سرود ) ضررونه د اسلا م او طب له نظره
ترجمه اوټولونه :ډاکټر عبدالوحيد (منصور)
د اسلام دشمنا نو د مسلما نا نو خصو صاَ د ځوانا نو دبي لا رې كولو لپا ره تر ټولو مهمه وسيله موسيقي ګڼلې اوداگمرا ه كوونكې وسيله يې د تلو يزيون،راديو،كمپيو ټر،انتر نيټ،سينما او داسيې نورو عصري وسا يلو پواسطه د مسلمانا نو په اكثرو ټولنو كې عا مه كړې تر دې چې په اوسني عصر كې خو زيا تره خلك سا ز او سرود ته د گنا ه په ستر گه هم نه گوري حا ل دا چې الله تعا لى موسيقي په قراّنكريم كې د لهو الحديث(بيهوده خبرو) په نامه يا دوي. او هغه كسا ن چې پدې نا وړه عمل اخته دى هغوى د شيطان پيروان ګڼي او هغوى په سخت او دردوونكي عذاب ويروي.
همدا رنگه رسو ل الله(صلى الله عليه وسلم) فرما يي چې مو سيقي په زړونو كې نفا ق داسې زرغونوى لكه اوبه چې كښت او زراعت ته وده وركوي.
همدا رنگه رسو ل الله (صلى الله عليه وسلم) فرما يي : كله چې زما په امت كې موسيقي او سندرې زيا تى شي نو د خداى (جل جلا له) عذا ب را نا زليدل به پرې شروع شي.
د موسيقي د نيوي اضرار:
· . موسيقي د اخلا قي فسا د مهم عا مل دى
· د پرښتو يا ملا يكو د را نا زليدو څخه مخنيوى كوي .
· په زړه كې نفا ق زرغونوي
· د زنا طرف ته د تشويق وسيله ده
· د خپل نا موس په هكله د بې تفا وتى سبب گر ځې
· د خد اى (جل جلا له) له رحمت څخه د لري والي با عث گر ځي
· له كور څخه د خير او بر كت د تلو اومسكينى با عث گر ځي
· د زړه د سختي با عث ګرځي.
ځيني خلك پدې عقيده دي چي مو سيقي د رو ح غذا ده خو كه حقيقت ته وگورو نو ددوى دا دعوه بى ځايه ده ځكه كه چيرې موسيقي د روح غذا واى نو ولې په غرب او اروپا كې د موسيقي له زياتې خپريدو سره سره اخلاقي فساد او عصبي نا رو غى ورځ په ورځ زيا تيږي؟؟؟
همدا رنگه اوس په نړى كې موسيقي د مخدره موادوپه حيث پيژ ندل شوې ځكه هغه كسا ن چې له موسيقي سره عا دت شوى د هغوى ټول فكر د موسيقى په هكله وىاوددوى په اعصا بو با ندې يو ډول سستي حا كمه وي او بيا دا خلك غير له شهوت، عشق با زى ،ښكلا پرستى نه نور څه نه پيژني او ددوى عقل د مو سيقي پواسطه داسې محا صره شوى وى چې بيا دوى له عفت اوحيا،عدالت او انصاف ،ورورولى او غيرت څخه خلا صيږي.
د موسيقي اضرار دطب له نظره:
1. د انسا ن په بدن كې د سيمپا تيك او پا را سيمپا تيك په نا مه دوه ډوله اتو مات ( خودكا ره اعصا ب ) مو جود دى چې دواړه د برا برى په حا لت كي دي او ددوى برا بري د بدن د نظم با عث ګرځي،
هر كله چې د خا رجي عوا ملو په نتيجه كې ددې عصبي سيستم نظم له مينځه ولاړ شي نو انسا ن له زيا توجسمي او عصبي ضررونو سره مخا مخ كوي.
يو لدغو عوا ملو څخه چې د دغه عصبي سيستم نظم له مينځه وړي مو سيقي ده.
2. ډاكټرانو د اثا بته كړې چې مو سيقي د اعصا بو د ضعيفوا لي با عث گر ځي او دډاكټرانو څو اتحا ديوله حكو مت څخه غوښتي چيې په عا مه ځا يونو كښې له موسيقي او كنسرت څخه مخنيوى وكړي تر څو په نړى كې د عصبي نا رو غيو مخه ونيول شي.
3. موسيقي د زړه د حملې او زړه دريدو با عث كر ځي.
طب وايي چي د زړه ددريدو يو مهم عا مل هيجا نات ( زيا ته خو شحا لى يا زيا ت خفگا ن ) دي او دا چه د موسيقي د اوريدو په اثر په انسا ن كې يو ډول هيجاني حا لت را مينځته كيږي نو ځكه د زړه د حملې با عث گر ځي او ډير ځله ليد ل شوي چې سند ر غاړي د زړه د حملې له امله مړه شوي.
4 موسيقي د وينې د فشا ر د لوړيدو او ټيټيدو با عث گر ځي.
پدې هكله يو اروپايي پروفيسور خپله تجربې كړي او نتيجه يې داده:
نو موړي ډاكټرد يو مريض د فشار د كتلو پر وخت هغه ته اّرامه موسيقي واوروله نو په تعجب سره يي وليدل چې د مريض د وينې فشا ر د نا رمل حا لت نه ډير ښكته شو.
او كله يي چي سخته يا غليظه موسيقي ورته واوروله ويي ليدل چې د مريض فشا ر د عادي حا لت نه ډير او چت شو.
همدا رنگه يو بل آلما ني ډا كټر دا ثا بته كړې چې موسيقي د سر دردي ، روحي او فكري خستگي با عث هم ګرځي.
5. يونتو ب او جنون
6. د عمر لنډوالى
7. د ځا ن وژنې عا مل ده
8. د ليدو او اوريدود حس ضعيفو الى
9. د ظلم او جنا يت سبب ده
10. د استعما رگرانو لخوا دخلكود غلا مولو يوه وسيله ده
11. د خداى (ج) له ذكر اوياد څخه د مخنيوي وسيله ده ځكه په هغه زړه كې چې د شيطا ن فا سد آواز ځاى ونيسي هلته بيا د خداى (ج) ذكر قرا ر نه نيسي او آرا م نه مومي.
د نړى په ځينو ښا رو نو كيې خلكو د مظا هرو او غو نډو په ترځ كې له حكو متو نو څخه و غو ښتل چې د موسيقي او كا نسرتونومخه ونيسي او په ما ليزيا كې د يو ښا ر مسوْ ل مو سيقي منع اعلا ن كړې اووايي چې مو سيقي او سندريې په خلكو كيې د فسا د او فحشا ء با عث گر ځي او د ايټا ليا يو مشهور سندر غا ړى چې اوس يي دا نا وړه عمل پريښى وايي چې موسيقي يوه شيطا ني لو به ده .
نو اى مسلما نه وروره ! اوس چې پدې حقيقت با ندې پوه شوې چې مو سيقي او سندرې زيا ت
تاوا نونه لري او ستا د خوږ ژوندد بر با دى با عث گر ځي نو آيا اوس هم غواړى چې ځا ن پخپل لا س د هلا كت كنديې ته وغورځوى ؟
آيا غو اړى چې ستا په زړه كې د خداى (ج) دذكر په ځا ى د شيطا ن آواز ځا ى ونيسى؟
د هغو بيې دينه خلكو په دروا غجنو شعا رو غلط نشې چې موسيقي د رو ح غذا گڼي حا ل دا چه د موْ من دروح غذا د خداى (ج) ذكر دى .
كه ته پدې نا وړه عمل ككړ يي نو په ځا ن رحم وكړه ، كه ته د شيطا ن پدې دام كې گير يې نو لديې دام څخه د خداى (ج) د رحمت پرا خه غيږي ته پنا ه يو سه همدا نن لدې نا وړه عمل نه ځا ن و ژغوره او د هغو خا ينو ،فا جرو او نړيوالو فسا د پلورونكو تجا را نو خولې له خا ورو ور ډكې كړه چيې غواړي ستاآرام ژوند په كړاوونو او بدبختيو بدل كړي .
د اسلا م او مسلما نا نو د سر لوړى او د كفرى نړى د ذلت په هيله
ظاهر شاه، له پاچاهۍ تر مرګه
محمد کبير حقمل
د افغانستان پخوانى پاچا، محمد ظاهر شاه د تيرې دوشنبه په ورځ د سهار په 5 بجو او 45 دقيقو په داسې حال کې چې عمر يې 92 کلونو ته رسيدلى او اوږد مهاله ناروغي يې تيره کړې وه، له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې. که څه هم له څو مياشتو را پدېخوا د نوموړي د مړينې اوازې وې، خو د دوشنبه په ورځ د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي مطبوعاتي کنفرانس او د ظاهر شاه د مړينې په اړه دده رسمي وينا دا ثابته کړه، چې د افغانستان د شلمې پيړۍ د څلويښتو کلونو پاچا نور نه دى ژوندى او مړ شوى دى.
د محمدظاهر مړى د تيرې سه شنبې په ورځ د رسمي مراسمو په ترڅ کې د سلګونو تنو چې دولتي چارواکي، عام وګړي او بهرني ميلمانه په کې شامل و، په مرنجان غونډۍ کې خاوروته ته وسپارل شو. افغان دولت دده مړينه يوه لويه ضايعه وبلله او د هغه د ښې لمانځنې لپاره يې په هيواد کې درې ورځنى ماتم اعلان کړ.
د ظاهر شاه پادشاهي
ظاهر شاه په 1933ز کال کې وروسته له هغې پاچا شو چې پلار يې، نادر شاه له څلور کلن حکومت وروسته ووژل شو. نادر شاه د افغانستان د استقلال جګړې ستر قوماندان و او په کابل کې د حبيب الله کلکاني د حکومت له پرځول کيدو وروسته پاچا شو.
د نادر خان وروڼو محمد هاشم خان او شاه محمود خان چې نه يې غوښتل د نادر شاه له مرګه وروسته افغانستان د قدرت غوښتنې له جګړو سره مخامخ شي، محمد ظاهر چې هغه مهال د 19 کلونو و، پاچا کړ او د حکومت چارې يې ورته وسپارلې. د ځينو په اند د پاچاهۍ له پيل نه تر ديرشو کلونو پورې ظاهر شاه يواځې په نوم پاچا و او د حکومت چارې يې دواړو ترونو پرمخ بيولې.
تاريخ پوهان او د افغانستان خلک د ظاهر شاه دوره يوه سوله ييزه او له جنګ جګړو خالي دوره بولي، خو دده سياسي مخالفين بيا دى په خپل سلطنت کې په نه کار پوهۍ او هيواد ته د بنسټيز خدمت په نه کولو تورنوي. ډيرى خلک وايي چې ظاهر شاه په خپله څلويښت کلنه دوره کې خلکو ته هيڅ داسې کار ونکړ چې د دايمي هوساينې او پرمختګ لامل يې وګرځي.
ظاهر شاه په دوهمه نړيواله جګړه کې د افغانستان بې پريتوب وساته او پرې يې نه ښوده چې هيواد يې په کوم نړيوال ائتلاف کې ورګډ شي. ده د لويې جرګې له لارې د افغانستان له ولس نه په دې اړه پوښتنه وکړه او په پاى کې يې و پتيله چې افغانستان بايد په نړيواله جګړه کې بې پرې وي او هيڅ لورى و نه نيسي.
بل ستر کار چې شنونکي يې د ظاهر شاه په پاچاهۍ کې د پام وړ بولي، هغه په کال 1964ز کې د افغانستان لپاره د نوي اساسي قانون خپرول و. ده د دغه قانون له خپرولو وروسته په هيواد کې د بيان او ګوندونو ازادي ته هم پاملرنه وکړه او ترډېره يې د پخواني نظام څېره بدله کړه.
ظاهر شاه په ټوليزه توګه په مډرنيزه تابه باور درلود او سياسي، اقتصادي او تعليمي نظام يې هم په همدې توګه جوړاوه. د ښځو او نجونو د ازادي په اړه يې هم آزاد نظر در لود او هغوى ته يې تر ډيره ازادي ور کړې وه.
د ظاهر شاه پادشاهۍ تر 1973ز کال پورې دوام وکړ او په داسې حال کې چې ده په ايټاليا کې د خپلې سترګې علاج کاوه، د خپل تره د زوى او پخواني لومړي وزير محمد داود خان لخوا پرې کودتا وشوه او د تل لپاره له واک نه ليرې کړاى شو. ظاهر شاه د دغې کودتا په وړاندې توند غبرګون و نه ښوده او ويې ويل چې دى له پاچاهۍ ستړى و او غواړي استراحت وکړي. همدارنګه ده وويل چې دى د هيواد او خلکو ارامي غواړي او ده ته واک او څوکۍ مهمه نه ده. د داود خان کودتا په افغانستان کې د شاهي نظام د پاى ټکي او د داسې يوه جمهوريت پيل شو، چې ډيره کمه موده وروسته له هغې د افغانانو د ستونزو او کړاووونو پړاو پيل او تر اوسه هم دوام لري.
د ظاهر شاه ګټه هم په همدې کې وه چې دده تر څلويښت کلنې ارامې پاچاهۍ وروسته هيڅ داسې څوک پيدا نشو چې کم تر کمه لس کاله دې افغانستان با ثباته او سوله ييز وساتي او افغانانو ته دې د خوښۍ ژوند ورکړي.
ظاهر شاهي دوره، ديني، سياسي او ټولنيزه وضع
لکه چې مخکې مو وويل، ظاهر شاه ځان پرمختللى او مترقي پاچا باله. ده په ټوليزه توګه لکه څنګه چې د يوه اسلامي هيواد پاچا ته ضرور ده، د هيواد ديني اصولو ته ډېره پاملرنه نه کوله او د نويې نړۍ په متابعت يې غوښتل افغانستان په داسې لوري رهبري کړي، چې نوره نړۍ يې غواړي. د هغه مهال افغانستان لکه څومره چې د ميرمنو د ازادۍ، فردي ازادۍ او داسې نورو ازاديو په اړه خلاص لاس در لود، په ديني برخو کې يې د پام وړ کارونه نه و تر سره شوى.
د افغانستان په سلګونو کاله اسلامي ژوند ته په کتو لازمه وه چې ظاهر شاه په خپل 40 کلن ارام حکومت کې داسې ګامونه اخيستي واى چې په پايله کې يې افغانستان کې ديني ستنې غښتلې شوې واى، په پوره باور سره ويلاى شو که چېرې ده دا کار کړى واى، ملت به دده پلوي هيڅکله هم نه وه پريښې او د داود خان کودتا به په ده نه وه بريالۍ شوې.
د ميرمنو او نجونو د ازادي په اړه هم بايد وويل شي چې ده ددوى د اسلامي او افغاني ژوند لپاره سم بنسټ نه و ايښى. د شاه امان الله خان له ازادۍ وروسته ظاهر شاه په پراخه پيمانه ميرمنو ته ازادي ورکړه او په لويديزه بڼه يې د نجونو او هلکانو د ګډ تحصيل لپاره لاره اواره کړه. د افغانستان د مسلمان ملت په منځ کې دداسې بنسټ ايښودل چې هغه د هيواد او خلکو له ديني او عنعنوي اصولو سره مخالفت ولري، په هيڅ صورت ګټور او د پلوي وړ نه دى، له همدې امله د هيواد يو زيات شمير علما، مشران او همدارنګه اوسيدونکي نه هماغه وخت او نه هم تر اوسه دده ددغه سياست پلويان و. د افغانستان خلک په کلکه له هغو اصولو سره مخالفت لري چې ددوى له ديني اصولو سره اړخ نه لګوي، د ميرمنو داسې ازادي هم د افغانستان د خلکو غوښتنه نه وه او په ظاهر شاهي دور کې يې غښتلتيا، په زړه پورې او پرځاى نه بولي.
په سياسي کچه ډيرى شنونکي د ظاهر شاه د دورې پيل په اختناق تورنوي، خو له 1963 کال وروسته دده حکومت ځينې سياسي او ګونديزې ازادۍ ورکړې. اګرکه دغه ازادي خلک( له احزابو پرته د احزابو ازادي بولي) خو بيا هم په افغانستان کې له 200 کلن شاهي نظام وروسته د احزابو او بيان دا ازادي خلکو ته په زړه پورې او ښه وه، خو د سياسي مخالفينو د څارلو او يا هم د هغوى په اړه د يو رنګ سياست غوره کولو په اړه د ظاهر شاه حکومت بريالى نه و. دده په وخت کې بيلابيلو چپي ډلو بيخ ونيو او خپل فعاليتونه يې پيل کړل. دده په وخت کې دغو ډلو د پياوړتيا زور د ثور په کودتا کې ښکاره شو، چې افغانستان يې له هر راز مادي او معنوي پانګې بې برخې کړ او هيواد دداسې انسان دښمنه کړيو لاسته ولويده، چې ستونزې يې اوس هم زموږ مظلوم ملت ګالي.
د ظاهر شاه په وخت کې په ټولنيزه کچه هم لکه څرنګه چې يوه اسلامي هيواد ته ښايي، ټولنيز سمبالښت ته پاملرنه نه کيده. ډيرى په دې اند دى چې دده پر مهال د ميرمنو او نجونو ازادي او همدارنګه بې له قيد او شرط نه په ښارونو کې د لويديزو رواجونو عاميدو ټولينزو ستونزو ته لاره اواره کړه او د افغانستان اسلامي ټولنه يې ورو ورو د يوې سيکولر او بې دينه ټولنې پخوا بيوله.
د ظاهر شاه مهاجرت او بيا راستنيدنه
په 1973ز کال کې کله چې داود خان د شاهي نظام پر وړاندې کودتا وکړه، ظاهر شاه په ايټاليا کې و. له واکه دده له ليرې کيدو سره سم دى په ايټاليا کې پاتې شو او بيا په 2002ز کال کې هغه مهال دى هيواد ته راستون شو چې افغانستان څو انقلابونو ځپلى و او دلته نوى نظام او نوى حکومت حاکم و. د جهاد پرمهال د ډيرو جهادي ډلو له پخواني پاچا سره ډډه نه لګيده او ده ته يې په ښه سترګه نه کتل. په عين حال کې د مجاهدينو مخالفينو چې کمونيستان و هم له ظاهر شاه سره دښمني کوله او نه يې غوښتل دى افغانستان ته راشي. پخواني پاچا له دغو شرايطو سره سره بيا هم د افغانستان په پيښو کې ځان دخيلاوه او وخت ناوخت يې د خپل هيواد په اړه اعلاميې او خپل نظرونه خپرول. ده په افغانستان د شوروياونو تيرى وغانده خو ترڅنګ يې له جهادي ډلو سره هم د پام وړ مرستې ونکړې.
د افغانستان د کورنيو جګړو پرمهال او تر هغې وړاندې هغه څو څو ځله د هيواد د ستونزې د حل کولو لپاره د بيړنۍ لويې جرګې وړانديزونه وکړل او يوځل خويې په روم کې خپل کور دداسې يوې جرګې لپاره تيار هم کړ او په لسګونو افغان مشران يې هلته راټول کړل. په زړه پورې داوه چې دده دغه جرګې او وړانديزونه په افغانستان کې د هيڅ ښکيلو ډلو د منلو وړ نه و او نه هم هغه ډلې چې په کړکيچ کې ښکيلې وې داسې ناستو ته حاضرې شوې.
د ظاهر شاه د لويې جرګې ارمان په 2002ز کال کې پوره شو او ده د افغانستان له دريو لسيزو جګړو وروسته بيړنۍ لويه جرګه چې د اوسني نظام د ټينګښت لپاره يې لاره اواره کړه، پرانيسته.
په بيړنۍ لويه جرګه کې ظاهر شاه ته د ملت بابا لقب ورکړل شو او له هغې وروسته د هيواد ټولې لويې غونډې او رسمي مراسم دده په پيغام او يا هم وينا پيليدل. له 2002ز کال را وروسته نوموړى ناروغ و او په دې وروستيو کې يې د سختې ناروغۍ اوازې خپرې شوې. همدارنګه څو ځله خبرونه خپاره شول چې ظاهر شاه مړ شوى او د ځينو سياسي ملحوظاتو له مخې يې مړينه نه ښکاره کيږي، خو داخبرې هغه مهال درواغ ثابتې شوې چې د تيرې دوشنبه په ورځ کرزي رسما دده مړينه اعلان کړه او په دې اړه يې ملي ماتم اعلان کړ.