په امريکا د ګوردون براون خندوونکې پيرزو!
آيا ريښتيا هم نړۍ د امريکې پوروړې ده؟
ليکنه: محمد کبير حقمل
له څه مودې را په دېخوا نړۍ د بريتانيې په دولتي تشکيل کې د يوه ستر بدلون انتظار کاو. دغه بدلون د بريتانيې د پخواني لومړي وزير ټوني بلير استعفا او د هغه په ځاى د يوه نوي لومړي وزير ټاکل کيدل و.
54 کلن ټوني بلير چې له 1997ز کال را پديخوايې د لسو کلونو لپاره د انګلستان د لومړي وزير په توګه دنده سرته رسوله، د لومړي ځل لپاره هغه وخت د مى مياشتې په 10مه له لومړي وزارت نه د خپلې استعفا خبره ياده کړه چې د انګلستان په سجفيلډ ښار کې يې د کارګر ګوند غړو او مينه والو ته وينا کوله. ده هماغه وخت خبر ورکړ چې نور نه غواړي د لومړي وزارت په څوکۍ پاتې شي او ډېر ژر به دغه دنده کوم بل چاته وسپاري.
بلير د جون په 27 مه نيټه په رسمي توګه د انګلستان ملکې(دوهمې اليزابت) ته خپله استعفا وړاندې کړه او د هغې له لوري هم ومنل شوه. نوموړي له دغې استعفا سره سم د کارګر ګوند له مشرۍ نه هم استعفا ورکړه او په دې توګه يې د بريټانيې په تير لس کلن دولتي جوړښت کې ستر بدلون ته لاره پرانيستله.
د بلير له استعفا سره سم د بريټانيې د ماليې وزير ګوردون براون چې دى هم د کارګر ګوند له فعاله غړو نه و، د لومړي وزارت دندې ته و ټاکل شو او په دې توګه د نړيوالو شنونکو او کار پوهانو لخوا دده په راتلونکي سياست او کړنو تبصرې پيل شوې.
نوې څيرې، زاړه سياستونه
ګوردن براون د چهارشنبه په ورځ چې د جون مياشتې له 27مې سره سمون خوري، په رسمي توګه د انګلستان د لومړي وزير په توګه خپله دنده پيل کړه. ده په خپله لومړۍ وينا کې د بريټانيې د پخواني لومړي وزير ټوني بلير سياستونه پرځاى او ښه وګڼل او ددغه هيواد په سياست کې يې د نورو رغنده کارونو ژمنه وکړه. ده همدارنګه د عراق او افغانستان په اړه چې اوس د بريټانيې د سياست سر ټکي جوړوي هم د کارنده ګامونو اوچتولو ژمنه وکړه او په دغو هيوادونو کې يې د بريټانوي عسکرو له شتون نه دفاع وکړه.
ګوردون براون د سياسي شنونکو او کارپوهانو ټولې هغه شننې چې په عراق او افغانستان کې يې د بريټانيې سياست د بدلون په اړه کولې بې ځايه ثابتې کړې او يوځل بيا يې و ښودله چې ددوى په هيواد کې څيرې سياستونه نه شي بدلولاى.
د نړۍ په سياسي تاريخ کې ثابته شوې ده چې لوى او غاصب هيوادونه د خپلو پراختيا غوښتونکو سياستونو د پلي کولو لپاره داسې بنسټونه ږدي چې هغه د ډير وخت لپاره پرځاى او نه ماتيدونکي وي. بريټانيا هم چې يووخت د نړۍ پر سر له سترو امپراطوريو نه بلل کيده او اوس يې بيا د هيوادونو لاندې کولو ته ملا تړلې، له همدې ځانګړنې برخمنه ده. که د شلمې پيړۍ په منځ کې د بريټانيې سترې مستعمرې آزادې او خپلواکه شوې، خو بيا هم دغه هيواد داسې مطمئن او کارنده سياست تعقيب کړ چې اوس دادى بيا په خپلو پخوانيو پلونو ګامونه ږدي او عسکر يې په هغو خاورو کې ميشت دي چې څو لسيزې پخوا پکې د يوه استعمارګر ځواک په توګه اوسيدل.
ګوردون براون هم د بريټانيې د تيرو واکدارانو په شان، هيڅکله داسې سياست نه څاري کوم چې ددوى د پخوانيو سياستونو خلاف وي. دوى که خپل سياستونه بدلوي هم، په داسې بڼه يې بدلوي چې يوازې او يوازې ددوى خپله ګټه پکې خوندي وي.
ستر توپير چې د اسلامي نظامونو او کفري زورواکيو ترمنځ موجود دى، هغه همداده چې بدبختانه اسلامي واکمنان خپل دين او ملت ته هيڅ داسې ژمنه نلري چې د هغې پربنسټ دې د يو څو کلونو لپاره يو واحد سياست تعقيب او اسلامي امپراطورۍ دې ژوندۍ وساتي. برعکس، کفري نړۍ او نظامونه هيڅکله د څيرو په بدليدو نه بدليږي. دغه نظامونه يواځې لوبغاړي نوي کوي او نوره زړه لوبه ګرمه ساتي.
د امريکا سياست او د نړۍ اوسنى حال
په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ځواکونو له سقوط او ظاهرا د سړې جګړې له پاى ته رسيدو وروسته، امريکا په نړيواله کچه يکه تازه شوه او په ښکاره يې په نورو هيوادونو کې د خپلو سياستونو د پلي کولو لړۍ پيل کړه. د امريکې سياستونه هم انسان دوستانه او سوله ييز سياستونه نه و بلکې د بريټانيې د تيرې امپراطورۍ پيښې يې پيل کړې او تر ټولو پخوا يې دغه تجربه په اسلامي هيوادونو پيل کړه. دغه تجربه د عراق او کويټ، همدارنګه د سعودي او سوډان له خاورو پيل او اوس يې داده لړۍ افغانستان او نورو اسلامي هيوادونو ته وغځيده.
موږ په دې ځاى کې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته په اسلامي هيوادونو کې د امريکې د سياستونو او لاسوهنو په تاريخ خبرې نه کوو، خو دومره بايد ووايو چې دغه سياستونه چې له څو لسيزو را هيسي روان دي په نړيواله او د هغو هيواودونو په کچه چې امريکا پکې لاسوهنه کوي څومره د بشر دوستۍ او څومره هم د انسان دښمنۍ او وحشت پر بنسټ ولاړ دى.
امريکا چې له ډيرې مودې را پديخوا له انسانيت او بشريت سره د خواخوږۍ نارې وهي او نړۍ ته د ازادۍ او ښه ژوند لاپې زمزمه کوي، آيا په ريښتيا هم همدومره ده او که له خپلو دعوو نه په ټيټو او ډيرو ذليلو لارو چارو تګ کوي؟ آيا امريکې په خپل ټول ژوند کې کوم ملت ته ښادي او خوښي راوړې ده او که د غمونو په راوړلو خلکو ته د خوښۍ تصوري ماڼۍ جوړوي او غولوي يې؟ دا او دې ته ورته هغه پوښتنې دي چې ځواب غواړي او د نړۍ په روان حالت کې د امريکې اصلي څېره لا بربنډوي.
د افغانستان او عراق خبره خو نوې ده او دا پنځه کاله کيږي چې په دغو هيوادونو کې د امريکې له لاسه ناتار جوړ دى، فلسطين، سوډان او داسې نور ډير ځايونه دي چې د امريکې شيطاني سياست يې سيځي او اوسنۍ نړۍ يې هم په ډيره نامردانه توګه ګوري. امريکا په افغانستان د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره بريد وکړ، خو پايله يې څه شوه؟ آيا په افغانستان کې تاوتريخوالي او جګړې له منځه ولاړې او که غمونه نور هم زيات شول. امريکې د خپلو دښمنانو دځپلو لپاره په زرګونو کيلومټره لار ووهله او افغانستان ته يې ځان را ورساو، خو آيا په دې کار سره يې نړۍ له خطره وژغورله او که په لسهاوو نور هيوادونه يې هم د هغو ډلو نښه وګرځول چې په نړۍ کې د امريکې کفري او مستبدانه سياست ته غاړه نه ږدي. همدارنګه امريکې په عراق له دې امله بريد وکړ چې عراق نړيوال امنيت ګواښي خو آيا دامريکې بريد د عراق دننه او له عراق نه بهر ستونزې کمې کړې او که داسې ناتار ته يې لاره خلاصه کړه چې پاى يې هيڅ نه تر سترګو کيږي. په منځني ختيځ په تيره بيا د فلسطين او اسرائيلو په موضوع کې آيا امريکې داسې سياست غوره کړى چې هلته دې د تل پاتې سولې ضامن وګرځي او که يې هسې اوبه خړولو ته لاره خلاصه کړې ده. دې ته ورته په لسهاوو داسې دلايل شته چې په نړيواله کچه د امريکې د سياستونو د تخريبانه بڼې نه پرده پورته کوي او دا ثابتوي چې نړۍ د امريکې له لاسه له ستر ګواښ سره مخامخ ده.
نړۍ همدا اوس د امريکې د ټول وژونکو او خطرناکو وسلو له لاسه تر پوزې راغلې او هيڅ داسې هيواد نشته چې امريکې دې په دغو وسلو نه وې ګواښلى، همدا اوس په نړيواله کچه خود مختاري له منځه تللې او هرڅه د سپينې ماڼۍ په خوښه کيږي او همدا اوس د حکومتونه استقلاليت له هيڅ سره برابر ده او استقلال يوازې د امريکا په برخه دى اوبس، آيا په داسې يوه حالت کې امريکا نړۍ ته د خير رسولو ادعا کولاى شي. امريکا په لوى لاس ولسونه جنګوي، ملکونه ورانوي او اقتصاد يې دړې وړې کوي، ددې ترڅنګ امريکا د تهذيبونو په جګړه پسې راوتلې ده او نه غواړي د نړۍ هيڅ هيواد هم خپل کلتور او عنعنات ژوندي وساتي ، په داسې حالت کې آيا کيداى شي داسې دعوا وشي چې امريکا له هيوادونو او نړۍ سره دوسته ده او نه غواړي دنيا وال په غم واړوي.
د ټګ او ټګمار معامله
په سيمه ييزو بازارونو کې د معاملې او کارو بار پر مهال د ټګ او ټګمار کلمه ډيره تکراريږي. په داسې بازارونو کې دوه کسه وي چې يو يې مال پلوري او بل يې د کوم بل اخيستونکي ترڅنګ د مال بيه اوچته ښيي. داسې کسان موږ او ډيرو ليدلي، دوى په دغه کار سره غواړي خپل د ډيرې ټيټې بيې مال په لوړه بيه وپلوري او له همدې لارې دوى خپل ژوند تمويلوي. د اوسنۍ نړۍ په سياست کې هم د سيمه ييزو بازارونو لوبه روانه ده. په يوه لوري کې امريکا او بل لوري کې بريټانيا د نړيوالو په سر معاملې کوي او هر يو يې د مکارانه او درواغجنو دعوو له لارې بيه اوچتوي او ارزښت ورکوي.
کله چې د نړۍ په کوم ګوټ کې امريکا د کوم جنايت لوبه پيلوي، بريټانيا يې د خپلو مطبوعاتو او سياستوالو له لارې مشهوروي او هڅه کوي روا بڼه ورکړي، همدارنګه کله چې بريټانيا کوم کار کوي امريکا يې په ګټه تبليغ کوي او آن تر دې چې ملا يې تړي.
اوس مهال نړۍ د ټګ او ټګمار تر منځ ګير شوې او په داسې يوه څنډه ولاړه ده چې ښوييدل به يې بيا په داسې کنده کې وغورځوي چې نه يې لر معلوم وي او نه هم بر. دغه ټګماران د خپلو سياستونو او درغليو په زور داسې منظم او په عين حال کې مکار دي چې په نړيواله کچه يوه خوله هم نه پيدا کيږي چې ورته ووايي خپل حد و پيژنه او د نړۍ په ژوند لوبې مه کوه.
آيا نړۍ په ريښتيا هم د امريکا پوروړې ده؟
دا هغه پوښته ده چې ځواب يې د بريټانيې نوي لومړي وزير ګوردن براون د امريکې له ولسمشر جورج ډبليو بوش سره په خپله لومړۍ ليدنه کې ورکړ. براون چې د تيرې يکشنبې پر ماښام له بش سره خبرې کولې وويل چې امريکا له نړيوالو سره ډير څه کړى او نړۍ يې احسانمنده ده.
د امريکې په حکومت او خپله د امريکې په متحدو ايالاتو د براون دا خندوونکې پيرزو نه يوازې داچې حقيقت نه لري، بلکې له انساني او بشري احساس څخه هم ډېره لرې ده. موږ نه پوهيږو چې براون په دې خبره هماغه د پښتو متل راخيستى(په پک چې ريشخند وهې نو څڼور يې بوله) او که په ريښتيا هم دى د بوش له کړنو سره دومره مينه لري.
پورته مو د امريکې له انسان دوستانه؟! سياستونو او په نړيواله کچه د هغو سياستونو له بدو اغېزو نه يادونه وکړه او دا مو هم وويل چې امريکې نړۍ ته څومره ګټه او څومره هم زيان رسولى، همدارنګه مو د امريکې هغو ګامونو په اړه هم خبرې وکړې چې د ننۍ نړۍ انسانان يې د ژوند له هر راز اطمينان او سکون نه بې برخې کړي او هر سړى يې د ويرې او وير په ټغر کينولى، له همدې امله اوس نو قضاوت درنو لوستونکو ته پريږدو چې آيا نړۍ په ريښتيا هم د امريکې پوروړې ده او که امريکا او د هغې خود خواه ولسمشر د نړۍ پوروړى دى. آيا امريکا ددې حقداره نه ده چې نړيوالې محکمې ته را وکاږل شي او د ټولو هغو انسانانو پوښتنه ځنې وشي چې د خرابو سياستونو له امله يې خپل هر څه له لاسه ورکړي، آيا اوس ددې وخت نه دى را رسيدلى چې نړيوال په يوه غږ د براون خبره بهانه ونيسي او ووايي چې امريکا دې د هغو انسانانو او هيوادونو پور ورکړي، کوم چې يې ورته سپکاوى کړى او له هرڅه نه يې بې برخې کړي دي، آيا نړۍ ته به دا ښه نه وي چې براون، بلير او داسې نور ټول سياستوال چې د امريکې له کاروان سره يوځاى د نړيوالو په سرونو تيريږي، يوې عادلانه محکمې ته را وکاږي او د هغو ظلمونو پوښتنه ترينه وکړي چې پربنسټ يې ټوله نړۍ، په تيره اسلامي نړۍ په اور ناسته ده.
پوره باور لرو چې د اوسنۍ نړۍ په سياستوالو او مشرانو کې داسې څوک نه پيدا کيږي چې دا کار وکړي، خو موږ دداسې يوې ورځې په هيله لوى خداى ته سوال کوو چې په اسلامي امت کې دې داسې يو څوک پيدا او غښتلى کړي چې د همدې ارمان لپاره کار کوي او انسانانو ته په ريښتيا هم د انساني ژوند ډالۍ لري.
ځوان نسل له تبا هۍ وژغورئ!
ډاكټر عبدالوحيد ( منصور )
پدې او ر با ندي چې كومي ملا يكي مقررې دي هغوى ددي اور له تا زه سا تلو نه هيڅكله هم نه غا فليږي او هغوي داسي سخت ګيرې دي چې په هيچا يي هم رحم او شفقت نه را ځي ، ددوزخيا نو چيغې او فر يا دونه د هغوى زړونه نشي نر مولى.
الله تعا لى ( ج ) دوى ددوزخيا نو د تعذيب او شكنجې لپا ره ټا كلي او دوى د الله د امر څخه دسترګو درپ په اندازه هم مخا لفت نكوي . خو الله ( ج ) لدى اور څخه د خلا صون لا ره هم ښيي او هغه لار له ګنا ه څخه په رښتيا سره تو به او پښيما نتيا او په آينده كي د ګنا ه نه كولو كلكه اراده ده .
الله ( ج ) په قرآن عظيم الشا ن كې فرما يي:
اى موء منا نو ! خپل ځان او خپله كورنى ددوزخ له هغه اوره وسا تى چې دا سې ملا يكى پدى مقرري دي چې ډيرې قهر جنې او سخت ګيرى دي دوى د الله ( ج ) نا فرما ني نكوي او څه چې الله ورته امر كوي هغه پر ځا ى كوي. ( د تحريم سو رت ۶ آيت)
اى موءمنانو! د پورتني آيت د حكم په اسا س مو نږ او تا سې هر يو د خپل ځان اولاد _ ښځې او ټولو هغو كسانو څخه چې زمونږ او تا سې سره يو ځا ى په كور كي او سي مسو ل يو مو نږ مكلف يو چې دا ټول د الله ( ج ) او رسول الله ( ص ) اطا عت ته وهڅوو او له ګنا ه يي منع كړو رسو ل الله (ص) فرما يي : خپلو اولا دونو ته په ۷ كلنى كې په لما نځه امر وكړى او په لس كلنى كي يي كه لمو نځ نه كا وه ووهي .
همدارنګه فرما يي: با خبر اوسى ! چې هر يو ستا سې څخه د ځان او لا س لاندى كسانو په هكله پو ښتنه كيږي .
اى مسلمانانو! را ځى ددغه مسو ليت د پر ځاى كولو لپا ره له يو بل سره مرسته وكړو خپل او لا دونه نيك كا رونو ته و هڅوو او له بديو او ګناه څخه يې منع كړو خپل اولا دونه له بدو او نا اهلو ملګرو څخه بيل كړى ، خپل كورونه د فسا د له هرډول آلا تو لكه موسيقي ، فحش او خراب فلمونو، منحرفو كتا بونو او مجلو څخه پا ك كړى.
اى د الله ( ج ) بندګانو ! هغه څوك به څنګه ځان له دوزخه وژغوري چې لمونځ نه كوي، هغه لمو نځ چې د اسلام ستن (پا يه) ده ، هغه لمو نځ چې د مسلمان او كا فر تر مينځ فر ق ده. هغه څوك به څنګه ځا ن له اوره وژغوري چې جو مات ته نه ځي ، هغه څوك به څنګه ځان له اوره وژغوري چې په ډير جرنت سره ګناه كوي او خپلى ګنا ه ته په كم نظر ګوري اوګناه هم نه ورته ښكاري .
اى مسلمانانو! هغه څوك به څنګه له اوره خلا ص شي چې خپلو اولا دونو ته يي د فسا د او فحشاء اسباب برابر كړي خپله لما نځه ته ولا ړ شي خو او لا ديي په لهوولعب او فسا د اخته وي او جما عت ته نه راحي، او لادونه مو شپه او ورځ كې په
با زارونو او بې ځا يه ځا يونو كې ګرځي خو مونږ پري سترګي پټوو په يا د ولرى چې د مور او پلار ستر ګى پټول او په چپه خوله د اولا دونو نا روا عملونو ته كتل د اصلا ح لار نده او دا كا ر هغوى نور هم ګناه ته تشويقوي.
اى مسلمانانو! په خپلو سترګو ګورو چې اولادونه مو ورځ په ورځ له دين څخه لرې كيږي اود رسول الله ( ص ) دپيروي پر ځاى دنورو تقليد كوي ، ږيرې په بې باكي سره وهي خوبياهم مونږ دغوى دهرې ګناه په وړاندې چپ يو دا چپتيا به تر كومه وي او آيا دا چپتيا به مو د الله (ج) له دردناك عذابه وژغورلى شي. داولادونو په هكله د ميندو مسو ليت له پلرونوهم زيا ت دى او هغوى به هم د خداى په وړاندى داولا دونو جواب وايي .
اى ميندو! د كورونو په دا خل كې خپل او لا دونه كنترول كړى خصو صا د خپلو لو ڼو د ښىاوسا لمي تر بيي لپا ره ځا نو نه ستړې كړې هغوى ديني زدكړې او لما نځه ته و هڅوى ،شرعي لباس اوپردې ته يې وهڅوى. بې ضرورته ، بې له شرعي محرمه او سينګار كړي يې له كور څخه وتلو ته مه پريږدى هغوى په اسلامي اخلاقو ښكلې كړى موسيقي ،ناروا فحش فلمونه او دفساد هرډول آلات پرې بند كړى دښځو پورې تړلي شرعي مسايل ورزده كړى او له ځوانى وروسته يې داسې چاته په نكاح وركړى چي دښو اخلاقو اواسلامي تربيي خاوند وي ځكه همدا ښځه او خاوند دراتلونكي نسل اساس اوبنياد دي .
(داسلام او مسلمانانو د تلپاتې سرلوړى اودكفري نړى دذلت او رسوايي په هيله)