امن جرګه، سترې هيلې ناڅرګندې پايلې!
د افغانستان او پاكستان ترمنځ د امن ګډه جرګه بالآخره د تېرې اوونۍ په پنجشنبه جوړه او يكشنبې پاى ته ورسيده. ددغې جرګې هوكړه د افغانستان او پاكستان ولسمشرانو د امريكا د ولسمشر په وړاندې د تير زيږديز كال په سپټمبر مياشت كې كړې وه. له همغې نيټې بيا ترڅو ورځو وړاندې، افغان دولت د اسلامي محاذ د مشر، پير سيد احمد ګيلاني په مشرۍ يو كميسيون و ټاكه چې جرګې ته به تيارۍ نيسي او سمبالښت به يې كوي.
امن جرګې ته د تيارۍ كميسيون د تير كال په عقرب مياشت كې ر سما اعلان شو او په كار يې پيل وكړ. كميسيون له همغه پيل نه هوډ څرګند كړ چې جرګه به جوړوي او په پايلو به يې افغان ملت ته ډاډمنه سوله او امنيت راولي. د كميسيون مشر او غړو په خپل لومړي مطبوعاتي كنفرانس كې اعلان وكړ چې دوى به په ټولو هڅو پاكستاني لورى جرګې ته راكاږي او د افغانستان روان ناورين ته به د حل لاره پيدا كوي.
افغان دولت په دې باور دى، چې په افغانستان په تيره بيا په سويلي سيموكې نا امنۍ په مستقيمه توګه له پاكستان نه سرچينه اخلي او دولت ضد ډلې د ډيورنډ له هاخوا سيمو څخه تقويه كيږي. همدا لامل و چې كرزي په داسې مهال چې بش هم حاضر و له مشرف نه د ګډې جرګې د جوړيدو غوښتنه وكړه.
ګډه جرګه او يو طرفه ليوالتيا
د امن جرګې د جوړيدو د تياريو له لومړۍ ورځې نه افغان دولت اعلان وكړ چې دغه جرګه به د افغانستان او پاكستان هيوادونو ګډه ملي جرګه وي او د دواړو هيوادونو د ټولو پاړكيو استازي به پكې برخه اخلي. د تياريو او د جوړيدو د څرنكوالي له مخې هم د جرګې كارونه يو په بل پورې تړلي او دوه طرفه اعلان شول.
افغان لوري لكه څرنګه چې د جرګې وړانديز وكړ، هماغسې يې له پاكستان نه وړاندې د جرګې د تيارۍ كميسيون اعلان او د تياريو په نيولو يې پيل وكړ.ښايي ټولو ته ياد وي چې داسې وخت هم راغى چې افغان لوري په لوړه كچه په تيرژمي كې جرګې ته د تيارۍ خبرونه وركول، خو پاكستاني لوري تر هغه مهاله لا د جرګې د جوړيدو كميسيون هم نه و اعلان كړى. د لومړي ځل لپاره چې پاكستان جرګې ته د تيارۍ كميسيون اعلان كړ او د افغان پلاوى اسلام آباد ته ولاړ، افغان كميسيون۳۵ او پاكستاني كميسيون يوازې يوه(هغه هم تعارفي) غونډه كړې وه. له هغه نه وروسته بيا هم چې كله د كميسيون په لومړۍ ليدنه كې د جرګې په جوړيدو توافق وشو، پاكستاني لوري د كارونو په پرمختګ كې دومره ګرمښت نه ښوده او سړه رابطه يې ساتله.
د افغانستان له لوري امن جرګې ته د تيارۍ كميسيون د چارواكو په وينا، د كمسيونونو له ګډې غونډې وروسته هم څو څو ځله داسې راغلل چې پاكستاني لوري د جرګې له جوړيدونه، نه جوړيدو ته ډيره ليوالتيا ښوده او نه يې غوښتل كارونه سم پر مخ ولاړ شي.
دې ټولو او داسې نورو خبرو ته په كتو د اجوتيږي چې د امن جرګې په اړه پاكستاني لوري د افغان هغه په كچه ليوالتا نه در لوده او په ډيره ناړامۍ د جرګې په لوري رامخې ته كيده، څو څو ځله خو داسې هم وشول چې د پاكستاني لوري لخوا نه جرګه په غير مستقيمه توګه رد شوه، خو د افغان كميسيون د هر اړخيزو اړيكو او كار په پايله كې جرګه يقيني او بيا تر سره شوه. دغې خبرې ته د جرګې په وروستۍ ورځ حامد كرزي هم اشاره وكړه او د جرګې د كميسيون د دارالانشا رئيس فاروق وردك يې هغه څوك وښوده چې نه جرګه يې په جرګه بدله كړه.
په ټوليزه توګه د امن جرګه كه ګډه جرګه وه، خو ليوالتيا پكې د يوه لوري وه او كار هم تر ډيره له همدې خوا وشو.
امن جرګه او سياسي مخالفتونه
په واشنګټن كې د امن جرګې د جوړيدو له اعلان سره سم د جرګې د پلويانو د مخالفينو پروپاګندې پيل شې. د كرزي او من جرګې د كميسيون ډيرو مخالفينو د غونډو په جوړولو او د مطبوعاتو له لارې د كمپاين په چلولو د جرګې مخالفت پيل كړ. هغوى دا داساسي قانون له موادو ليرې جرګه ګڼله او ويل يې چې په مدني قوانينو كې عنعنوي اصولو او پرېكړوته ځاى نشته. همدارنګه د پارلمان غړو ټينګار كاو چې د جرګې كاربايد پارلمانونه وكړي، داځكه چې پارلمانونو كې د خلكو واقعي استازي راټول دي. آزادو احزابو او ځينو نورو كړيو هم په خپل وار سره له جرګې سره خپل مخالفتونه څرګند كړل. ولسمشر كرزي دا مخالفتونه له سوچه نه و غورځولي، له همدې امله يې تر ډيره د جرګې كميسيون له داسې كسانو جوړ كړ چې هم سياسي ګټه ځنې واخلي او هم د انتقادونو لاره ورباندې وتړي. په دغه بهير كې استاد محقق چې ويل كيږي اوس هم جرګه د مدني قوانينو سره په ټكر كې بولي د يادولو وړ دى. همدارنګه په جرګه كې هم ډيرو هغو كسانو ته ځاى وركړل شو چې د جرګې د سياسي مخالفينو په توګه يې ښه زورور كمپاين كړى و، په دغه ډله كې رباني چې د متحدې جبهې مشرتوب هم پرغاړه لري شامل دى.
په ټوليزه توګه جرګه له پيل نه تر پايه له سياسي مخالفتونو سره مخ وه، خو دغو مخالفتو نو د جرګې په جوړيدو تاثير وكړ او نه يې هم په پايلو.
جرګه او مخالف جنګيالي
د افغانستان په اوسني حالت كې د سياسي مخالفينو په پرتله، دولت يو زيات شمير وسلوال مخالفين هم لري. دغه وسلوال په غښتلې كچه د طالبانو او ديوه تنظيم ګوټي په توګه د حزب اسلامي په ډلو كې سره راټول شوي او د بهرنيو او افغان ځواكونو په وړاندې وسلواله مبارزه كوي.
يادې شوې وسلوالې ډلې د افغانستان د اوسني نظام د هر كار او اقدام په څير د جرګې مخالفې هم پاتې شوې او دغه جرګه يې د امريكا او بش په فرمايشي جرګې و نوموله. د طالبانو د هغه وخت وياند ډاكټر حنيف وروسته له هغې له جرګې سره د طالبانو كلك مخالفت اعلان كړ چې رسنيو د طالبانو د يوه بل وياند قاري يوسف له قوله په جرګه كې ددغې ډلې د ګډون خبرونه خپاره كړل. ډاكټر حنيف رسنيو ته وويل چې طالبان به د بهرنيو ځواكونو په سيوري كې هيڅ جرګې يا بهير ته ور ګډ نه شي.
له جرګې سره د طالبانو او دولت ضد نورو ډلو پريكون ډيرى شنونكو د جرګې په موثريت كې خلا وبلله او ويې ويل چې څو دولت ضد ډلې سولې ته كښينني، ستونزې نشي حل كيداى. دولت هم له همغه پيل نه په جرګه كې د طالبانو او نورو مخالفينو د ګډون په اړه د تل په شان سوله ييز غبرګون ښوده. دولت د تل په شان هڅه كوله داځل د جرګې له لار ې د مخالفينو په ليكو كې درځ رامنځته كړي خو لكه چې وليدل شول، داسې ونشول او هيڅ طالب او ياكوم بل مخالف مشر جرګې ته رانغى او نه يې هم په جرګه كې د خپلو ملګرو د ګډون لپاره شرايط وړاندې كړل، آن تردې چې د موثقو معلوماتو له مخې، د طالبانو هغو ملګرو چې اوس په كابل كې دي لكه ملا سلام ضعيف، مولوي متوكل او مولوي حكيم مجاهد هم په جرګه كې د ګډون غوښتنه رد كړه او په جرګه كې يې برخه وانخيسته.
جرګه له پيل نه تر پايه ددولت ضد ډلو لخوا رد شوه او د ستونزو د حل لاره له هيواده د بهرنيو ځواكونو وتل و ښودل شول.
امن جرګه، هيلې او اندېښنې
ا فغان دولت په واشنګټن كې د ولسمشر كرزي له لوري د جرګې وړانديز د هغه ستر حكيمانه اقدام وباله. دولت له پيل نه په دې اند و چې په جرګه كې به نړيواله ټولنه د سلګونو خلكو تر مخ پاكستان پړ وبولي او بيابه نو دولت ضد ډلې داسې تجريد شي چې ماتول به يې ډير وخت ونه نيسي.
دولتي سرچينو به تل ويل چې كه نور هيڅ هم ونشي نو جرګه به نړۍ ته داثابته كړي چې پاكستان د افغان لانجې يو لورى دى او بايد د ستونزې د حل لپاره سمې مرستې وكړي. دولت په دې اند و چې په جرګه كې به نړيواله ټولنه، اروپايي ټولنه، اسلامي كنفرانس او داسې نورې سترې ټولنې ګډون وكړي او په يوه خوله به پاكستان پړ كړي، خو د جرګې جوړيدو ته د تياريو له پيل نه پاكستاني لوري داسې سياست غوره كړ چې ګنې جرګې ته په زور ور كاږل كيږي او ګډون به يې د لانجې د يوه لوري نه بلكې د يوه ګاونډي هيواد په توګه وي. پاكستان په خپل خاص مهارت سره وكړاى شول، ټولې هغه ويرې چې ځينو هغه هيواد ته د جرګې په جوړيدو كې په ګوته كولې، ناكامې وباسي. افغان دولت په دې اند و چې نړيواله ټولنه به په جرګه كې ګډون كوي او دجرګې د پريكړو تضمين به په غاړه اخلي، خو داسې ونشول. پاكستان په جرګه كې د نړيوالې ټولنې ګډن رد كړ او دجرګې پرېكړې يې (جرګه ګۍ) ته وسپارلې. د پرېكړو په اړه هم بايد وويل شي چې ټولې عمومي او داسې پرېكړې وې چې له جرګې نه وړاندې هم هرځل يادې شوي او په دې اړه عملي ګامونه هم اوچت شوي دي.
د هيلو ترڅنګ له همغه پيل نه د جرګې په اړه ډيرې انديښنې هم موجودې وې. ستره انديښنه داوه چې جرګه به د ډيورنډ كرښه راياده كړي او په دې توګه به افغانستان په يوه بله لوبه مصروف كړي. همدارنګه دولت په دې ويريده چې د جرګې ځينې ګډونوال به په ډيره كلكه له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو وتل وغواړي او يابه هم په دولت كې طالبانو ته د حق وركولو غوښتنه وكړي خو دا ټولې ويرې هم د هغو هيلو ترڅنګ بې ځايه ثابتې شوې چې موږ يې پورته يادونه وكړه. په جرګه كې نه ډيورنډ ياد شو او نه هم بهرني ځواكونه او په حكومت كې د طالبانو ګډون.
د جرګې نا څرګندې پايلې
كه په ځير سره وكتل شي، د امن جرګه لكه څومره چې بايد د امن په اړه له يوې څرګندې لاسته راوړنې سره پاى ته رسيدلې واى، ونه رسيده. دابه ومنو چې جرګې وكولاى شواى له له لسګونو كلونو وروسته د ډيورنډ ددوو خواو ولسونه چې ترډيره يو وخت يو ولس و يوځاى كړي، خو بيا يې هم ونشواى كړاى د ستونزې عملي لارې وښيي. جرګې هغو ټكوباندې پريكړې وكړې چې هغه تل د افغانستان او پاكستان په ډيپلوماټيكو كړيو كې تكراريږي. له ترهګرۍ، نشه يي توكو او افراطيت سره مبارزه چې د پريكړه ليك غټ ټكي جوړوي هغه خبرې دي چې امريكا، افغانستان او پاكستان يې له پنځو كلونو راهيسې په اړه كلك ګامونه اخيستي دي، همدارنګه د پريكړه ليك نورې برخې هم داسې ندي چې نوې دې وي او په هغې دې كار كومه لويه لاسته راوړنه ولري.
په افغانستان كې ستره ستونزه د بهرنيو ځواكونو او د هغو پرضد د جنګيدونكو ډلو ترمنځ ده، چې متاسفانه يو هم د جرګې لورى نه و او هغه كسان په جرګه كې راټول شوي و چې دا څوكاله همدا نارې وهي چې په جرګې كې يې وهلې خو كومه پايله يې نه ده لرلې.
كه چيرې جرګې د افغان دولت، دولت پلوه بهرنيو ځواكونو او طالبانو ترمنځ د سولې او يا هم د هرې خوا دغوښتنو د مطرح كولو شرايط برابر او د پړ او نا پړ كيدو په صورت كې ملامت لورى له صحنې ايستلى واى، زموږ په ګومان، تاثيرات به يې باوري او محسوس و.
په عمومي او داسې ټكو پريكړه چې هغه د څو كلونو راهيسې تكراريږي، د جرګې پريكړې نا څرګندې او مبهمې ښكاره كوي او هيڅ داسې باور خلكوته نه وركوي چې پر بنسټ يې وكولاى شي راتلونكې ته هيله من او خوښ و اوسي.