تبليغاتX
غبرګون
سياسي، ټولنيز، تاريخي او انتقادي وېبلاګ

 

وران هيواد او بې شمېره رخصتۍ!

 

 

له جنگ جگړو وروسته د تېرو شپږو کلونو افغانستان د ډېرو په اند له هره پلوه له پخواني افغانستان سره توپير لري. هم له سياسي پلوه او هم له اقتصادي او ټولنيزه پلوه.

افغانستان شپږ کاله وړاندې له پراخو جنگ جگړو وروسته د يوه داسې نظام څښتن شو چې د ټولې نړۍ مرستې ورسره دي او د ډېرو په وينا د نړۍ ستر متفکر سرونه ورته مشورې ورکوي. په رښتيا هم چې د افغانستان غوندې هيواد په څېر چې لسگونو کلونو جگړو ځپلى او له راز راز ستونزو سره مخامخ د جوړيدو لپاره د يوه هيواد اوولس د خلکو کارونه دومره موثر نشى تمامېداى او د نورو خلکو او هيوادونو مرسته ورسره اړينه ده خو د هيواد خپل اوسيدونکي تربل هرچا د بيا رغونې په اړه مسئوليت لري. د نوي افغانستان د جوړولو لپاره چې کوم پروگرامونه له شپږو کلونو راپدېخوا په لاره اچول شوي، دواړه بهرني او کورني اړخونه پکې گډون لري، خو متاسفانه دواړه اړخونه په دې برخه کې بې مزې دې، هم نړيوالې ټولنې او بهرنيو هيوادونو د افغانستان موضوع يوه د گټې او پيسو گټلو پروژه جوړه کړې او هم افغانان په داسې بڼه د هيواد د جوړېدنې په لوري گامونه اخلي چې له سره ترينه د هيواد او نظام جوړونې تمه نشي کيداى.

په تېرو څو کلونو کې افغانستان ته د ميليارډونو ډالرو راتلل او بيا په نامعلومو برخو کې د هغو مصرفول هغه څه دي چې زموږ د پورتنۍ ادعا ثبوت وړاندې کوي.

د هيواد جوړونې په لاره کې د دواړو بهرنيو او کورنيو لوريو ناغيړي بې له شکه چې سړې ته دا سوچ ورکوي چې آيا له دې خوړين او پاشلي تکل او فعاليت سره به وشي چې د ا د نړۍ ترټولو وروسته پاتې هيواد د جاپان او اروپا ترکچې پرمختگ وکړي؟ په ښکاره خو د غه تصور ترهغو چې ښکارې د عملي کېدو ندى او بې له شکه په دغه بهير کې هم بهرنيان او هم داخليان پړه دي په تېره بيا افغانان.

افغانانو ته په کار وه چې د هيواد د اصلي اوسېدونکو په توگه يې د خپل هيواد د بيادغونې په لاره کې اغيزناک گامونه اخيستي واى، خو آيا په ريښتيا هم داسې شوي. که په دقت سره وڅېړل شي افغانان نه يوازې داچې دغه کارته ليوالتيا نلري، بلکې خوښ هم دي چې څومره ډېر کيداى شي، لټ او ناغېړه و اوسي. په دې اړه حکومت هم له عامو خلکو څه کم نه دى.

حکومت د خپلو کارکوونکو لپاره هيڅکله هم د کار داسې پروگرام جوړ نشواى کړاى چې پر بنسټ يې وکولاى شي له هغوى نه گټه واخلي. همدا اوس دولتي ادارې له زرگونو داسې کسانو ډکې دي چې هره ورځ دفترونو ته تش د حاضري امضا کولو لپاره ځي، حکومت په کال کې د ښو پريمانه رخصتيو په ورکولو هغوى دومره لټ اموخته کړي چې په نه خبره يې رخصتۍ ته خوله اوبه کوي او دفتر ته نه راځي. يو وخت يوه جاپاني زموږ کوم افغان ته د خپل هيواد د پرمختگ په اړه ويلي و چې کله د لومړي ځل لپاره جاپان خپلواکي ترلاسه کړه او غوښتل يې خپلواک هيواد شي، وگړو به يې هره ورځ ترخپل کارځايه په لسگونو کيلومټره لاره پلې وهله تر څو يې خپل موټرونه جوړ کړل او اوس دادي جاپان د نړۍ په ډېرو پرمختلليو هيوادونو کې شمارل کيږي او مامورین يې اوس د خپل هيواد په موټرو کې گرځي راگرځي.

د افغانانو بدبختي په همدې کې ده چې لومړى خو يې له خپلواکۍ نه وروسته خپل اتحاد او اتفاق ونشو ساتلى او په خپلو منځو کې په جگړه شول او بل داچې د خپل هيواد جوړونې ته يې يوه ذره هم پاملرنه ونکړه.

اوس چې يوځل بيا د افغانستان دولت د نوي افغانستان د جوړولو نارې سورې وهي داسې يو بهير روان دى چې په ډاگه د راتلونکي په اړه د خلکو غفلت ته لاره اواروي.

همدا اوس که د افغانستان رسمي کليزه وکتل شي، د نورو بيړنيو او تشريفاتي ورځو ترڅنگ پوره نيمه مياشت رخصتي په کې ليدل کيږي. همدارنگه په هرو اوو ورځو کې يوه جمعه راځي او ددې ترڅنگ په هره لويه او وړه خبره سراسري او عمومي رخصتي اعلانيږي، چې په دې توگه لسگونه ورځې په بېکاري او رخصتي کې تېريږي.  په افغانستان کې د هر سړي د مرگ ورځ ډېرو ته د اختر ورځ ده. د ډېرو داسې کسانو په کليزو کې چې په اړه يې رخصتي اعلانيږي ويل کيږي چې خداى دې يوبل داسې څوک هم پيدا او بيا مړ کړي چې رخصتي مو نوره هم ډېره شي. په اصل کې په افغانستان کې رخصتيو خلک دومره ناغېړه کړي چې د ترلاسه کولو لپاره يې د نورو د مرگ دعاوې کوي خو ددې ټولو مخه څنگه نېول کيداى شي؟

افغانستان په داسې يوه وضع کې دى چې که شپه او ورځ هم کار ورته وشي نو ډېرکلونه به يې په جوړولو تېرشي، خو بيا ههم له مفت خوري نه د خلاصون او د هيواد جوړولو يوه ښه لاره همدغه د بې ځايه رخصتيو کمول دي. ښه به وي چې افغان دولت د يوه اسلامى دولت په توگه لکه چې دعوه يې کوي پرته له هغو ورځو څخه چې زموږ په دين کې ورته درناوى شوى او هغه چې زموږ ملي ورځې دي لکه د خپلواکۍ ورځ نورې ټولې ورځې د کار ورځې اعلان کړي، که داسې ونشي د يو څو نورو بدلونونو او څونورو مشرانو له مرگ وروسته به د کال ټولې ورځې رخصت وي.

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  |