تبليغاتX
غبرګون
سياسي، ټولنيز، تاريخي او انتقادي وېبلاګ

 

د ملت كور او كمېشن كاره وكيلان!

 

كه څه هم له ۲۰۰۱ز كال نه را پدېخوا په افغانستان كې د نورو پرمختګونو ترڅنګ د ملي شورا او پارلمان جوړيدل د اوسني نظام له سترو لاسته راوړنو ګڼل كيږي، خو بيا هم له هغه راهيسې چې د هيواد ملي شورا په كار پيل كړى، په اړه يې له بېلابېلو لوريو  راز راز  خبرې او تورونه اوريدل كيږي. په هغو لومړيو شپو ورځو كې چې كله د افغانستان ملي شورا په كار پيل كاو، يو شمير بهرنيو كړيو يې په اړه انديښنې څرګندې كړې او ويې ويل چې دغه شورا تر ډېره له هغو كسانو جوړه شوې چې د هغوى په وينا د افغانستان په تيرو شخړو كې يې لاس درلود او بشر ضد كارونه يې ترسره كړي دي. د دغو كړيو د يادو شويو تورونو په اړه له دې امله د افغانستان ډيرو خلكو غوږ و نه ګراو چې يو شمير بهرنۍ كړۍ په رښتيا هم ټول هغه چې د افغانستان په پاك جهاد كې يې برخه لرله پرته د ګنهګار او بې ګناه له توپير نه په بشر ضد جرمونه تورنوي، خو ددې ترڅنګ په دې وروستيو كې يو شمير حكومتي چارواكو انديښنه څرګنده كړه چې ګنې په ملي شورا كې د ملت استازي ډير كله د خپلو شخصي كارونو لپاره ددوى دفترونو ته ورځي او ددې ترڅنګ چې د هغوى د كارونو مزاحمت كوي، له خپل وكالت نه په استفادې يو زيات شمير ناقانونه چارې هم ترسره كوي. په دې لړ كې د شورا او ځينو حكومتي چارواكو ترمنځ يوه اندازه ستونزې هم رامنځته شوې او لكه چې ښكاري تر اوسه هم نه دي فيصله شوي. سربېره پردې څو مياشتې وړاندې د افغانستان لويې څارنوالي هم په ملي شورا( په تېره ولسي جرګه كې)  دداسې كسانو له شتون نه خبر وركړ چې شخصي او ملي پورونه ورباندې دي او تر ډېره په اختلاس تورن دي. له اداري فساد او بډې اخيستو سره د مبارزې رياست هم څه موده مخكې له ورته قضيو نه خبر وركړ او انديښنه يې وښوده چې له خپل زور نه په ګټې اخيستو به د شورا ځينې غړي حاضر نشي په دوى د لګول شويو تورونو سپيناوي ته حاضر او ياهم هغه پيسې وركړي چې د خلكو او يا دولت ورباندې دي.

د ولسي جرګې د مصئونيت او امتيازاتو كميسيون هم ويلي چې دوى په كلكه د هغو كسانو څارنوالۍ ته د تلو غوښتونكي دي چې د څارنوالۍ لخوا تورن ښودل شوي، همدارنګه د خلكو ډيرى نور استازي هم همدا غوښتنه كوي، خو لكه چې ښكاري تراوسه هم له دغو څه باندې لسو كسانو نه د خپلو دوسيو د پاى ته رسولو لپاره څارنوالي ته نه دي تللي او د ورپورې لږېدلو تورونو سپيناوى يې نه دى كړى.

په څارنوالۍ كې دوسيې او يا هم ځينې تورونه هغه څه دي چې د ګوتو په شمار څو تنه وكيلان يې په اړه ګرم دي، خو په ناقونونه چارو كې لاس لرل، هغه پټه لوبه ده چې د ولسي جرګې د يو شمېر غړو په وينا د ملي شورا ډير غړي پكې اخته دي. په دولتي ادارو كې له ناقانونه دوسيو نه ملاتړ، په حكومتي دندو د خپلو خپلوانو د ټاكلو لپاره په چارواكو فشار راوړل او  دې ته ورته نور ډېر  څه شته چې همدا اوس په دولتي كچه د ملي شورا غړي پې اخته دي او تر ډېره يې د حكومتي چارواكو په كارونو كې هم ستونزې پيدا كړې دي.

په اوسنۍ دولتي اداره كې كميشن او كميشن كار هغه بده كلمه ده چې تر ډېره زموږ هيوادوال ترې تر سپېږمو راغلي او په هر كار كې د همدغې ناولې شبكې له لارې خپل كارونه د بډو او رشوت له لارې خلاصوي، خو په ډېره خواشينۍ سره بايد ووايو چې دغه كار اوس د ملي شورا په غړو كې هم پلويان پيدا كړي او ځينې پې ككړ هم دي.

په رښتيا هم كميشن كاري په ادارو كې د هرچا له وسه نه ده پوره او تر كوچنيو كميشن كارانو غټ هغه ښه كارونه ترسره كولاى شي، د ملي شورا غړي هم كه چېرې په رښتيا په دغه توره سوداګرۍ كې ښكېل وي نو په پوره باور سره ويلاى شو چې د كوچنيو كميشن كارانو نه به يې د كار كيفيت ډير ښه وي، داځكه چې دوى د ملت له استازيتوبه په استفادې هم دولتي ادارو ته ژر ژر ورتلاى شي او هم له چارواكو سره په اساني ليداى او كارونه ورباندې خلاصولاى شي.

د ولسي جرګې غړي نادرخان كټوازي په دې وروستيو كې له بي بي سي سره په خبرو كې په زغرده ويلي چې د ملي شورا يو شمير غړي كميشن كاري كوي او ترډيره يې ځانونه مدافع وكيلان جوړ كړي دي. همدارنګه ويل كيږي چې همدا اوس په يو شمير ولايتونو كې د ملي شورا د غړو په وساطت هغه كسان په دندو ګومارل شوي چې ورور يا كوم بل خپلوان يې د شورا غړى وي.

په افغانستان غوندې له زرګونو ستونزو ډك هيواد كې په ريښتيا هم د ملي شورا د غړو داشان چارې هغه بلا ده چې د ملت ټولې هيلې او اميدونه خوړلاى شي. په هيواد كې د طالبانو د نظام له سقوط او د نوي حكومت له ټينګيدو نه وروسته، ملي شورا يواځينۍ مرجع وه چې كولاى يې شواى ملت ته د چوپړ هيلې او ډاډ وركړي، خو لكه چې ښكاري دادى دا شورا هم د ملت له استازيتوبه د كميشن كارانو په خونه اوړي.

 بې له شكه دغه حال د ملت د هغو استازو نومونه هم بدوي چې د خلكو چوپړ ته يې په ريښتينې توګه ملاتړلې او د قانون د ټينګښت لپاره شورا ته راغلي دي. همدارنګه دغه اوضاع په حكومت كې هم ټولو هغو په فساد ككړو ته امكانات برابروي چې غواړي له هرې ناولې لارې د ملت له جيبه پيسې راوباسي او خپل جيبونه ورباندې ډك كړي، له همدې امله د افغانستان ملي شورا ته ښايي چې دا ټولې ستونزې او انديښنې ترڅيړنې لاندې ونيسي، په لومړي ګام كې په اختلاس تورن وكيلان څارنوالي ته واستوي او په دوهم ګام كې ټول هغه كميشن كاران چې د ملت د استازو نوم يې بد كړى، له خپلو نا كاره كارونو نه راوګرځوي. كه داسې نه وي، په پوره باور ويلاى شو چې ملي شورا به تش په نامه د يوڅو تنو د عيش عشرت مركز وګرځي او نور به يې شتون د خلكو هيڅ درد هم دوا نكړي.

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  | 

 

د مغفرت لسيزه، له ګناهونو نه د توبې ورځې

 

د سږ كال مباركه روژه هم دادى د نورو كلونو په شان د تېرېدو په حال كې ده.

د نړۍ په ميليونونو مسلمانانو د روژې پنځلسمه ورځ پيل كړې او دادى د خداى له لوري ورته د وعده شوي مغفرت په لسيزه كې د هغه ستر ذات عبادتونه كوي چې دوى يې پيدا كړي او د اسلام مبارك دين يې پرې لورولى.

ټول مسلمانان د خداى(ج) د هغه امر په عملي كولو بوخت دي چې له مخې يې روژه په دوى فر ض شوې ده او همدارنګه د خداى د هغې ژمنې له مخې د خپلو هغو ګناوو  بښنه غواړي چې تراوسه يې كړي دي.

كه څه هم دادى د روژې نيمه برخه تېره شوې او په دوو دريو اونيو كې به يې پاتې برخه هم تېره شي، خو بيا هم ښايي ډير داسې كسان وي چې د روژې له تېرو ورځو نه يې ګټه نه ده اوچته كړې. همدارنګه ښايي ډير داسې كسان هم وي چې له كفري او غير اسلامي مفكورو نه په اغېزمن كېدو يې د خداى دغه سپيڅلې فريضه پريښي او روژه يې نه وي نيولي. دا دواړه ډلې، هم هغه چې روژه يې نيولې خو په هغه شان چې لازمه وه د خداى عبادت يې نه دى كړى او هم هغه چې د شيطاني وسوسو او نفس د غوښتنو  په پايله كې يې روژه نه ده نيولې، اوس هم ډير وخت لري چې د لوى خداى(ج) دغه فريضه په هغه شان يې چې خداى پاك امر كړى ترسره او له خپلو كړو ګناو نه توبه وباسي. بې له شكه خداى پاك له خپلې كړې ژمنې سره سم ټولو هغو كسانو ته بښنه كوي چې د عجز او پښيمانۍ له مخې هغه ته رجوع وكړي او له ټولو هغو غلطيو نه توبه وباسي چې د روژې په لومړۍ نيمايي كې يې كړي دي.

بې له شكه د خداى(ج) له اوامرو نه سر غړونه هغومره چې اوسني ډيرى تش په نامه مسلمانان يې فكر كوي، اسانه نده، همدارنګه د اسلامي شرعې د احكامو له مخې، د روژې خوړل هم په اسلام كې دومره وړه خبره نه ده چې ډيرى يې اوس يوازې په دې چې خداى(ج) يې عبادت ته اړتيا نلري خوري او په دې اړه د خداى اوامر هيڅ په پام كې نه نيسي، په اصل كې خو اسلام داسې يو دين دى چې هم يې خپلو پيروانو ته د ښه ژوند كولو لاره ښودلې او هم يې ورته د همدغه ژوند د تنظيم او له بغاوت او د خدايي له دعوې نه د راګرځيدو په موخه داسې قوانين ايښي چې په كولو يې ثواب او په نه كولو يې عذاب وركوي. د لوى خداى په قران كې د ثواب او عذاب بيان ښه په واضح توګه شوى له همدې امله مسلمانانو ته هم په كار ده ددغو بياناتو له مخې ټول هغه څه چې خداى(ج) حرام كړي حر ام او ټول هغه څه چې خداى(ج) ورته ښه عملونه ويلي ښه وګڼي.

بې له شكه د روژې په مياشت كې په خپلو عملونو بيا كتنه او د خداى او د هغه د درانه پيغمبر له اوامرو سره سم د روژې نيول، هغه څه دي چې كولاى شي مسلمانان د پراخو ثوابونو او د خداى پاك د رحمتونو څښتنان كړي. ټول مسلمانان بايد د مغفرت او بښنې په لسيزه كې چې اوس يې نيمې ورځې تيرې شوې هم دي بايد له خداى پاك نه بښنه وغواړي او دټولو هغو ګناهونو نه توبه وباسي چې د روژې په مياشت او يا هم له هغې نه وړاندې يې كړي دي.

كه چېرې موږ او نور مسلمانان د روژې تيريدو ته لږ ځير او د ثوابونو د ورځو له لاسه وركولو ته پاملرنه وكړو، ډير ژر به په خپلو عملو نو كې بدلون راولو او د خداى پاك لخوا له وركړې دغې موقع نه به هغسې ګټه واخلو  چې اسلام يې غوښتنه كړې ده. كه په ريښتيا هم داسې وكړو، بې له شكه به د اسلام له وركړې ژمنې سره سم د ټول كال له ګناو نه پاك او منزه شو.

خداى پاك دې موږ او ټولو مسلمانانو ته د روژې له پاكې مياشتې او د مغفرت له لسيزې نه د استفادې حوصله او توفيق راكړي.                             آمين

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  | 

 

له طالبانو سره خبرې اترې؛ زمينې او ګواښونه

 

آيا دواړه لوري به يو د بل شرايط ومني؟

 

 

د افغانستان د تېر شپږ كلن ناورين په لړ كې له څو ورځو  را پدېخوا د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو موضوع تربل هروخت ډېره راپورته ته شوې او په يوه نه يوه توګه دواړو خواوو مشروطو خبرو اترو ته غاړه اېښې ده.

څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر حامد كرزي په يوه خبري غونډه كې له طالبانو او  له  اسلامي حزب سره  د خبرو اترو موضوع په داسې بڼه ياده كړه چې ترپخوا هغو يې ډېر توپير درلود.  ده وويل چې دولت يې هڅه كوي، آن د ګاونډي پاكستان په مرسته مخالف جنګيالي دسولې په ټغر كينوي او له جګړې يې را وګرځوي. طالب وياند قاري يوسف احمدي هم د خپلې ډلې د مركچيانو د امنيت د تضمين په صورت كې د طالبانو له لوري خبرو اترو ته د هو سر و ښوراو او ويې ويل چې غواړي له افغان دولت سره د خبرو اترو په ټغر كيني.

ولې خبرې اترې غوره شوې؟

په افغانستان باندې د امريكې او د هغې د  متحدينو د بريد له لومړيو ورځو نه د نوې پيل شوې جګړې ستر لوبغاړي، جورج ډبليو بوش اعلان وكړ چې دغه جګړه يوازې دوه ، مخالف او موافق لوري لري. د هغه په وينا مخالف ټول لوري نړيوال امنيت؟! ته ګواښ دي او د امريكې په مشرۍ د نوې پيليدونكې جګړې مقابلې ته دې تيار شي او موافق ټول لوري دې هم له نړيوالې ترهګرۍ؟!  سره  د مقابلې په موخه د امر يكې ترمشرۍ لاندې ټلواله كې شامل شي. دغه اعلان له همغه پيله د افغانستان د ستونزې د حل سوله ييزه لاره بنده كړه او ټولو هغو چې د طالب او يا هم كومې ډلې په نامه يې په افغانستان كې سياسي شتون غوښته وسلې ته لاس كړ.

د جګړې له پيل نه امريكې او افغان دولت د طالبانو د غړ و په وړاندې داسې چلند غوره كړ چې په لوى لاس يې نور طالبان جګړ ې ته هڅول او دايې ورښوده كه چېرې له جګړې نه لاس په سر  او خپلو كورونو ته راشي، وبه نيول شي او داسې زندانونو ته به ولېږدول شي، چې د وحشت اوازې يې په ټوله نړۍ كې خپرې دي. همدې خبرې او له ۲۰۰۱ز كال نه را په دېخوا ځينو نورو  بدلونو او لاملونو دې ته لاره اواره كړه چې ورځ په ورځ دې د دولت د مخالفينو ډلې غښتلې او په جګړه ييز ډګر كې دې پياوړي شي. يو ستر لامل چې په دغه برخه كې يې له طالبانو سره ډېره مرسته وكړه، هغه ددغې ډلې په وړاندې ددولت او بهرنيو ځواكونو بې كچې او هغه د چا خبره د پټو سترګو دښمني وه. افغانستان ته امريكايان او اوسنى نظام دداسې كسانو په مرسته راغى، چې د هغوى نارواوو د طالبانو راپيدا كېدو ته لاره خلاصه كړه او بيايې وروسته د څو كلونو لپاره جګړه ورسره وكړه. امريكايانو او نوي حكومت ددغې ډلې په شان د طالبانو او ترڅنګ يې له ټولو هغو كسانو سره چې له هغوى سره يې يو شان سياسي ستونزې لرلې، چلند وكړ. ددې ترڅنګ افغان حكومت او بهرنيو ځواكونو په تېرو څو كلونو كې افغانانو ته داسې كوم څه ورنكړل چې دهغوى ستونزې دې ورباندې حل شي، بلكې ددې برعكس يې هغوى په داسې ستونزو كې راګيركړل چې ورځ تر بلې ورځې يې له هغو نه د وتو لارې سختيږي او د راتلونكې په اړه يې هم كوم تضمين نه تر سترګو كيږي.

داټول او ترڅنګ يې په تېرو څو كلونو كې د افغان دولت او بهرنيو ځواكونو په وړاندې د طالبانو سخت مقاومت او يووالى، ددې لامل شول، افغان دولت او نړيواله ټولنه دې نور طالبان د يوې ډلګۍ له نومه راوباسي او د يوه غښتلي سياسي لوري په توګه دې ورسره چلند وكړي. اصلا خو اوس مهال نړيواله ټولنه هم په دې پوهيدلې چې د څو كلونو هڅې يې د طالبانو د وركېدو لپاره ناكامې شوې، امريكا هم اوس په هغه چرت كې نه ده چې لومړى وه، دغه هيواد په پيل كې داسې پتيلې وه چې افغانستان ته په راتلو به له څو ورځني مقاومت نه وروسته اسامه، ملامحمد عمر او د القاعدې او طالبانو مشران د طلايي ښكارونو په توګه لاس تړلي امريكې ته وليږدوي او خپل ولس ته به د خپلې هغې ژمنې پايلې په ډېر وياړ وروښيي چې د افغانستان د جګړې په لومړيو كې يې و ركړې وې، خو د هغه پرځاى اوس ډيرى لويديز ليكوال هم دې پايلې ته رسيدلي چې په افغانستان كې د پيل پرخلاف، امريكا يوځل بيا د طالبانو او القاعدې ښكار شوه او ترڅنګ يې يو شمېر نور هيوادونه هم داسې د هغوى لاسته ورغلل چې افغانستان ته د پوره سوبې په سوچ راغلي و.

په لوېديځ كې د افغانستان په جګړه كې شاملو هيوادونو په مشرانو د عامو خلكو او سياسي احزابو له دې امله نيوكې چې د ورځې په تېرېدو يې په افغانستان كې د سرتېرو د مرګ ژوبلې شميره لوړيږي، هم ددې لامل شوي چې نور د افغانستان جګړه د لويديځ لپاره د عراق له جګړې كمه نه ده او  بايد د پاى ته رسولو لپاره يې له جګړې پرته نورې لارې ولټول شي. دا او داسې په لسګونو نور هغه لاملونه دي چې اوس مهال يې لويديځ(د طالبانو قسم خوړلى دښمن) له افغان جنګياليو سره سولې ته اړ كړى او  په نړيواله كچه اعلان كوي چې نشي كيداى د جګړې له لارې طالبان له افغانستانه ورك شي.

 د مذاكراتو روحيه او نه ماتېدونكي دريځونه

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په خبرو كه څه هم په هيواد دننه او بهر كې تاوده بحثونه كيږي او هر لورى ترينه ملاتړ څرګندوي، خو بيا هم ځينې داسې ټكي شته چې ورته په كتو داټولې خوشبينۍ پيكه او بې معنا معلوميږي.

كه د افغانستان اوسني ناورين ته ځير شو او بې پرې قضاوت وكړو، په ډېره اسانۍ به د روانې لانجې لاملونه او اصلي سرچينې را ته ښكاره شي. ددغو لاملونو په څيړلو او د اوسنيو  ورانوونكو جګړو په اصلي څېره د پوهېدو په صورت كې په پوره توګه ويلاى شو، چې اوس يو ځل بيا په نړيواله كچه په داسې يوې ناكامه طرحې كار روان دى چې پايله به يې د افغانستان د ستونزو د حل د شپږ كاله وړاندې طرحې په توګه وي.

كه له افغان دولت سره د طالبانو مخالفت او بيا د خبرو اترو شرايطو او شونتيا ته وكتل شي، په ډاګه معلوميږي چې د ستونزې حل هغه نه ده چې افغان ولسمشر يې فكر كوي. افغان ولسمشر له دې سره سره چې دده له حكومت سره د طالبانو د مخالفت په اصلي ټكي او په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د شتون په اړه د هغوى په دريځ باندې پوهيږي، بيا هم په وار وار له طالبانو سره د خبرو اترو وړانديزونه كوي، همدارنګه طالبان هم له دې سره سره چې په دې پوهيږي چې اوسنى دولت بهرنيان د خپل ژوند پرښتې بولې او هيڅكله يې هم په لنډ وخت كې د وتلو خبره نه كوي، په وار وار د خبرو اترو لپاره د بهرنيانو وتل شرط ږدي. دې ته په كتو ډيرو ته داسې سوچ پيدا كيږي چې ګنې دواړه لوري په هيوادوالو كې د سياسي ملاتړ  د ترلاسه كولو او يو د بل په وړاندې د ځان د بې ګناه ثابتولو لپاره خبرې اترې د يوې حربې په توګه كاروي، كنه نو د مذاكراتو  په وار وار وړانديز او بيا په زړو  او هغو شرايطو ټينګار چې هرځل يې دواړه لوري ردوي، څه مانا وركولاى شي.

كه په حقيقت سر ه د افغانستان اوسني كړكيچ او د يوه بحران په لوري د افغانستان تلو ته څوك ځير شي، نو  د هيواد د ژغورلو لپاره دې داسې لاره غوره كړي چې په پايله كې يې هيواد او هيوادوال د سولې او امنيت څښتنان شي. د خبرو اترو په اړه د افغان دولت، نړيوالې ټولنې او همدارنګه د طالبانو هوكړه هغه زمينه ده چې كولاى شي د افغانستان روانې ستونزې ته د حل يوه لاره راوباسي، خو  دخبرو اترو په اړه د دواړو لوريو يو له بل نه په ډير واټن شرطونه هغه څه دي چې په پراخه پيمانه دغه خبرې اترې ګواښي او له همدې اوسه يې د ناكامۍ ناولى زيرى د ځوريدلي افغان په غوږونو كې په ډير بد او كركجن انداز زمزمه كوي، هغه افغان چې د شخړې له هيڅ لوري يې هم ښادي نه ده په برخه شوې.

خبرې اترې او كورني چلنجونه

لكه چې ټول پوهيږي، د افغانستان په اوسنۍ جګړه كې يواځې طالبان، حكومت او همدارنګه بهرنيان نه دي شامل. د افغانستان د اوسنۍ جګړې اور ته تر ډېره هغه په كوردننه ډلې او ګروپونه هم پكي وهي چې خپله ټوله ګټه په همدې ګډوډيو او ورانيو كې ويني، داسې ډلې او خلك كم نه دي چې د افغان له اوسنيو وينو نه د خپل عيش او عشرت باغچې اوبه كوي او ترسيوري لاندې يې د همدغه ملت په برخليك سودا كوي.

دا ډلې نه يوازې داچې پټې نه دي، بلكې په وار وار ځانونه راښكاره كوي او په زغرده د سولې او ټيكاو په لوري د افغانستان د تلو په وړاندې خنډونه اچوي. په دوي كې دوه ډوله ډلې شاملې دي، يو هغه ډلې دي چې موخه يې په افغانستان كې د خپلواكه او اسلامي نظام له ټينګېدونه ويره لري او داسې نظامونو ته خوښ وي چې هغه په سكولرۍ باور ولري او همدارنګه د بهرنيو ګټې هم پكې خوندي وي. دغه ډلې تر ډېره د هغو لويديځو هيوادونو له لوري هڅول كيږي چې په نړيواله كچه يې د اسلام پرضد جګړه پيل كړې او غواړي چې د نظامي ډګر غلطۍ له دې لارې جبران كړي. يادې شوې ډلې په دې باور دي چې كه ټولې افغان ډلې په يوه ټغر سره راټولې او هيواد ته د دولت جوړونې په موضوع كار وكړي، بې له شكه به داسې كسانو ته د كار صحنه پرانيستل شي چې هغوى په هيڅ صورت هم په سلګونه كلن اسلامي افغانستان كې د سكولر بنسټونو پراختيا ته اجازه ورنكړي. له سياسي صحني او دولتي واك نه دداسې كسانو لرې ساتل نه يواځې داچې ددغو ډلو موخه ده، بلكې د عيسوي كليسا له سترو موخو نه هم ګڼل كيږي.

دوهمه ډله هغه كورنۍ كړۍ دي چې د يوې اوږدې مودې لپاره يې له طالبانو سره مخالفتونه او جګړې شوي او په واك كې د طالبانو له ګډېدو نه ستره ويره لري. دغه كړۍ نه يوازې داچې په هيواد كې دننه ځينې ځانته ورته انډيوالان لري، بلكې د سيمې يو شمير پيژندل شوي هيوادونه يې هم تر شا ولاړ دي، دوى په ښكاره له لويديز سره همغږي لري خو په حقيقت كې د لويديز په وړاندې د يوه داسې نوي ځواك تر سيوري لاندې ولاړ دي چې كلونه كلونه يې له هغوى نه مرستې ترلاسه كړي او اوس يې هم هر ډول، ډول ته ناڅي. دوى هم د طالبانو له ځواك نه ويره لري او هم د خپلو سيمه ييزو ملګرو له امله له لويديځ سره ستونزې لري. په دې توګه د افغانستان روان ناورين ځكه دوى په خپله ګټه بولي چې له امله يې ددوى دواړه په اصطلاح مخالفين(هم طالبان او هم لويديزوال) زيانمن كيږي او دوى خپل راتلونكي پلانونه په بې غمه زړه پرمخ بيايي.

له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه د ولسمشر كرزي له نوي وړانديز نه وروسته ددغو ډلو لخوا د هيواد په ځينو سيمو كې خلكو ته خبردارۍ وركول او د ډېرو په وينا، يوه نوي مقاومت؟! ته چمتووالى ددې خبرې ښه ثبوت كيداى شي.  

څه كول په كار دي؟

په افغانستان كې ورځ تر بلې ورځې د ستونزو ډيريدو  او د جګړې پراختيا ته په كتو، داسې ښكاري چې افغانستان يو وار بيا د اتيايمې لسيزې هغه بدمخي ناورين ته ور روان دي چې په پايله كې يې د افغان ملت مادي او معنوي ټول وياړونه له خاورو سره خاورې شول. له طالبانو سره د افغان دولت د خبرو اترو منځګړيتوب ته د ملګرو ملتونو تياري ډيرو ته د ډاكټر نجيب او مجاهدينو ترمنځ د بينن سيوان منځګړيتوب ورياد كړ او يو ځل بيا يې هغه پايلې سترګو ته ودريدې چې زموږ د افغانانو مقدس جهاد يې په پايله كې له خپلو ټولو لاسته راوړنو سره په يوه بې ځايه جګړه بدل كړ او افغانان يې د اوږدو كلونو لپاره د ستونزو او مرګونو خولې ته ورواچول.

ددې ترڅنګ په تيرو څو كلونو كې د افغانستان د لانجې د حل لپاره د نړيوالې ټولنې او امريكې پاتې راتلو، اوس ټول افغانان دې پايلې ته رسولي چې ددغې ستونزې لپاره دې د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې وشي داځكه چې روان بهير داسې ښيي چې يوځل بيا افغانان دداسې اور په لور ور درومي چې بله ورځ به يواځې دوى پكې سوځې او هغه چې د افغان د خلاصون لپاره يې خپله سياسي سوداګري كوله په خپله مخه به ځي.

افغان دولت او طالبان هم كه په رښتيا د هيوادوالو د ستونزو حل غواړي نو له همدې موقع نه په ګټې اخيستو دې داسې مذاكراتو ته كيني چې په پايله كې يې خپل هيواد ته سوله او ارامي راولي. دواړه لوري دې د بې قيد او شرطه مذاكراتو په لوري په داسې توګه ګام اوچت كړي چې موخه يې يوازې او يوازې افغانستان ته سوله او ارامي راوستل وي. نه دې افغان دولت د خپل شرط د پوره كولو په موخه له بهرنيو نه د نجات او ژوندانه پرښتې جوړوي او د هغوى له شتون نه دې د خپلو ميليونونو هيوادوالو  ژوند او خوښي قربانوي او نه دې هم طالبان په دومره بيړه خپل هرڅه په دولت مني. په پوره باور سره ويلاى شو چې كه دواړه لوري په ريښتينې توګه خبرو اترو ته كيني، هيڅ ستونزه به هم پاتې نه شي، نه به بهرنيو ته اړتيا پاتې شي او نه هم د افغانستان د ساتلو او افغانانو ته د هوسا ژوند؟! د برابرولو په نامه هغوى ته دلته د پاتې كېدو بهانه پاتې وي، كله چې افغانان سره يو او مرورې ډلې پخلا شي، بې امنيو ته به هيڅ لاره پاتې نشي او په هغه صورت كې به افغانستان په يوه داسې نوي درشل پښه كيږدي چې په ډاګه به يې راتلونكى د ښه ژوند زيرى وركوي، هغه زيرى چې د افغان جهاد پاكو شهيدان يې په قبرونو كې ارمان كوي او د افغانانو نيكونو يې هركله خپلو بچيانو ته د وركولو هڅې كولې.

                      ديوه اسلامي، سوكاله او سمسور افغانستان په هيله

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  |