تبليغاتX
غبرګون
سياسي، ټولنيز، تاريخي او انتقادي وېبلاګ

 

د دوزخ له اور نه د خلاصون لسيزه

 

د اسلام په مبارك دين كې نه يوازې داچې روژه د مسلمانانو د تزكيې مياشت ده، د بېلابېلو عبادتونو او د سختيو د زغملو له امله لوى خداى ته د نژدېوالي او له عذابونو نه د خلاصون مياشت هم  ګڼل شوې ده.

د اسلام د ستر پيغمبر په وينا، د روژې د اولې لسيزې رحمت، د دوهمې مغفرت او د دريمې د دوزخ له اور نه خلاصون ټول له دې امله دي چې مسلمانان وكولاى شي له دغو دريو واړو لسيزو نه د خداى د رضا او د هغه له عذاب نه د خلاصون په لاره كې ګټه واخلي. كه د اسلام له نظره د روژې مياشتې په دريو د رحمت، مغفرت او د دوزخ له اور نه د خلاصون په لسيزو ويشلو ته سړى ځيرشي، په ريښتيا هم دغه ورځې په عجيبه شان ويشل شوي دي. په اسلام كې خداى(ج) مسلمانانو ته د جنت ګټلو داسې لارې ښودلي چې كه لږ هم ورته پاملرنه وشي، خامخا به د خداى(ج) لخوا ورته وعده شوى جنت په برخه كيږي.

د روژې لومړۍ لسيزې ته د رحمت لسيزه ځكه ويل شوې چې كه په دغه لسيزه كې مسلمانان په ريښتينې توګه د خداى پاك عبادت او نيك كارونه وكړي، د لوى خداى له رحمت نه به برخمن شي، له همدې امله الله پاك د روژې په نيولو، د قران په تلاوت او نورو عبادتونو سره مسلمان د روژې په لومړۍ لسيزه كې په خپل رحمت كې داخلوي او څوك چې د خداى په رحمت كې داخل شي، نو خداى پاك بښنه او مغفر ت ورته كوي.

كوم مسلمان چې د روژې لومړۍ لسيزه د خداى پاك له احكامو سره سمه پرځاى كړي، د دوهمې لسيزې له پيل كيدو سره سم ورته د مغفرت لارې خلاصيږي او  كه چيرې په دغه لسيزه كې هم هغه شان چې اسلام يې امر كړى عبادت وكړي، نو د خداى پاك له لوري به ورته د ځانګړې لورينې له مخې بښنه كيږي.

كه د مسلمان د ژوند فلسفې ته وكتل شي، د مسلمانانو په ژوند كې له ټولو عبادتونو، نيكو كارونو او داسې نورو ديني فرايضو نه موخه د خداى رضا او د هغه له لوري د بښنې لاسته راوړل دي. كه مسلمانان د اسلام سپيڅلې كلمه وايي، كه فرايض، واجبات، سنتونه، مستحبات او مباح كارونه ترسره كوي، كه د اسلام د سپيڅلي دين د ستر پيغمبر  له ژوند نه د اخيستل شوي درس له مخې د هغه د ژوند په څير د خپل ژوند هره برخه تنظيموي، كه خپل كالي او څيره د پيغمبر له جامو او څيرې سره ورته ټاكي او يا هم كه داسې نور هغه كارونه كوي چې په اسلام كې ورته د ثواب ژمنه شوې، داټول د خداى پاك د رضا او بيا وروسته د هغه له لوري د مغفرت د ترلاسه كولو لپاره كيږي. كه د صدر اسلام مسلمانانو خپل ځانونه، مالونه او كورنۍ د اسلام په دين قربانول او ياهم كه د خداى مقرب بندګان شپه او ورځ د خداى عبادتونه كوي، داټول د همدې لپاره چې د خداى(ج) لخوا ورته بښنه وشي او له همدې لارې د دوزخ له هغه اور نه خلاصون ومومي چې د خداى مخ توري او ګناهګار بنده ګان به يې ويني.

د روژې له بركت نه ډكو ورځو  څخه په ګټې اخيستو هغه كسان چې د روژې په لومړۍ لسيزه كې د خداى په رحمت كې داخل شوي وي، په همدې توګه يې د خداى د بښنې د لاسته راوړلو لپاره د مغفرت او بښنې لسيزه پيل او په هغه شان يې پاى ته رسولې وي چې اسلام يې امر كړى، بې له شكه چې په ډير برياليتوب به هغه پړاو ته ننوزي چې په هغه كې د دوزخ له اور نه د خلاصون ژمنه شوې ده. 

كله چې مسلمانان د روژې په وروستۍ يا دريمه لسيزه كې روژه نيسي او بيا هم د تيرو دوو لسيزو په څير د خداى پاك له اوامرو سره سم د الله پاك عبادت كوي، بې له شكه چې د دوزخ له اور نه به خلاصون مومي او په بريالۍ توګه به د خداى(ج) موعود جنت ته ننوزي، هغه جنت چې د هرمسلمان د ټول ژوند د عباداتو ښه جزا پكې د ښه او هوسا ژوند او د خداى(ج) په ليدو سره وركول كيږي.

د خداى پاك د نورو مخلوقاتو په څير، كه سړى د روژې بركتونو او د روژې د دريو لسيزو ويش ته ځير شي، په ريښتيا هم پكې د لوى خداى د خلقت هغه اسرار نغښتي چې په پوهيدو سره يې مسلمانان د خداى په رحمت كې داخل، د خداى له لوري بښل شوي او په پاى كې د دوزخ له اور نه خلاص او جنت ته ننوزي.

د نورو ټولو كلونو په شان، دادى سږ كال هم لكه چې ليدل كيږي د روژې دوه لسيزې تيرې او دريمه لسيزه د پيل كيدو په حال كې ده. دغه لسيزه لكه چې وويل شول د دوزخ له اور نه د خلاصون لسيزه ده. كه مسلمانان له دغې لسيزې نه هم په هغه شان چې اسلام يې غوښتنه كوي ګټه واخلي، بې له شكه د خداى له كړې وعدې سره سم به د دوزخ له اور نه خلاصون مومي او جنت به يې په برخه كيږي.

د روژې وروستۍ لس ورځې هم لكه د نورو لسو ورځو په شان له بركت نه ډكې ورځې دي، خو د اعتكاف عبادت ددغې لسيزې يوه ستره ځانګړنه ده. اعتكاف د اسلام د ستر پيغمبر هغه سنت دى چې په كولو سره يې مسلمان د خداى له ځانګړې لورينې نه برخمن كيږي. د روژې په وروستيو لسو ورځو كې اعتكاف ددې ترڅنګ چې مسلمان د خداى عبادت ته په ځانګړې توګه تياروي، د روژې په ديرشو ورځو كې له هغې شپې نه د ګټې اخيستو لاره هم ورته خلاصوي چې له زرو مياشتو نه ښه شپه ده.

ښايي د روژې په وروستيو ورځو كې د اعتكاف عبادت په مسلمانانو له دې امله لازم شوى وي، چې د قدر له شپې نه ورته د ګټې اخيستو ډيره شونتيا برابره وي. كه وكتل شي، هغه كسان چې په اعتكاف ناست وي او لس شپې او ورځې په پرلپسې توګه د خداى پاك عبادت كوي، له هغو نه چې يوازې يې روژه په خوله او يا كوم نور عبادتونه كوي، د قدر شپې په لټولو كې ډير هڅاند وي. له همدې امله د نورو ثوابونو د لارو ترڅنګ

 خداى پاك د اعتكاف له لارې مسلمانانو ته د هغې شپې د ليدلو او په هغې كې دعبادت د ترسره كولو امكان هم برابر كړى چې عبادت يې د زرو مياشتو چې نژدې څلور اتيا كاله كيږي، له عبادت نه هم غوره دى.

خداى پاك دې موږ او ټولو مسلمانانو ته په لومړي ګام كې د رمضان له پاكې مياشتې او په دوهم ګام كې د روژې له وروستيو لسو شپو نه د ښې ګټې اخيستو توان راكړي.

                                                                                          آمين 

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  |