له مزخرفه فلمونو تر فيشن شو او د شکېرا تر کنسرټه
په افغانستان کې د نوي نظام له ټينگېدو وروسته، زموږ هيواد د کمونيستانو او له هغو نه د مخکينيو ډيموکراټانو؟! د واک په څېر يوځل بيا دداسې کلتورونو د ترويج نښه وگرځېده چې د تېرو دريو لسيزو انقلابونو ته يې لاره اواره کړې وه.
په نوي نظام کې د نجونو او مېرمنو بې قيد او شرطه ازادي، د اسلامى احکامو خلاف په کاري او تعليمي برخو کې د نر او ښځې اختلاط، د نجونو او ځوانانو په چال چلند نه څارنه، د زرگونو بهرنيو عکسونو او فلمونو واردېدل او په هغو د هېڅ راز کنټرول نه ساتنه او په سلهاو داسې نور دلايل ددې لامل شول، چې د اوس مهال افغانستان په تېره بيا کابل او ځينې نور ښارونه دې خپله اسلامي او افغاني څېره بدله او يوه داسې نوې بڼه دې خپله کړي، چې نه یې زموږ ولس خوښوي او نه هم ورسره اشنا دى.
د بيان، رسنيو او کلتوري فعاليتونو د ازادي په نامه د لسگونو داسې ټلويزيوني، راډيويي، چاپي رسنیو او سينمايي پروډکشنونو رامنځته كېدل، چې له سره د هيواد اسلامي او افغاني کلتور ته پام نه کوي او ددې ترڅنگ هيواد ته د سلگونو هغو بهرنيو بدکاره ښځو راتلل چې زموږ ځوان نسل پوره بې لارۍ ته هڅوي هغه څه دي چې په ښکاره د نوي نظام په سيوري کې زموږ ولس د يوه مجبوره او لار ورکي ولس په توګه تر ګوزارونو لاندې راولي او له هغو گرانبيه اخلاقو او کلتور نه يې بې برخې کوي چې د نړۍ په زرگونو ولسونو کې يې تراوسه هم په خپله پخوانۍ بڼه ژوندى ساتلى دى.
افغانان او زموږ د هيواد په زرگونو علما هم له دغې وضعې نه ځوريږي، همدارنگه د هيواد نوى اساسي قانون چې په 2003ز کال کې د افغانستان له گوټ گوټ نه راټولو شويو استازو، جهادي مشرانو او دولتي چارواکو د بهرنيو ځواکمنو او نړيوالې ټولنې ترسيوري لاندې تصويب کړ هم په پوره صراحت سره د ټولو دغو ناروا و له ترويج سره مخالفت ښوولى، خو له دې ټولو سره سره بياهم بهرنى ناروا کلتور په بې سارې توگه زموږ په هيواد کې خپريږي. زموږ په اسلامي هيواد كې ددغو سپكو كلتورونو خپراوي ته نه یواځې داچې يو شمېر ډيموكراسي؟! پلوه لويديځ ځپلي او داسې نور غوليدلي افغانان لمن وهي، بلكې په پراخه كچه پكې د هغو لاس هم دى چې لسګونه كلونه له دين او هيواد نه ددفاع دعوې هم كوي. دغه كسان ددې پرځاى چې پرديو كلتورونو روا والي او تحريم ته پام وكړي، ددې لپاره چې د اوسنۍ نړۍ د زورورو خوښ شي او له نعمتونو نه يې بې برخې نشي، په داسې كارونو لاس پورې كوي چې په ريښتيا هم نه يواځې داچې له دين او خپل كلتور نه سرغړونه ده، بلكې دداسې يوه بد سنت بنسټ هم ږدي چې د راتلونكو نسلونو د ټولو سرغړونو او بې لاريو مسئوليت به ددوى په غاړه وي.
په دې وروستيو كې د مزارشريف په ښار كې د افغاني نجونو فيشن شو(سينګار ښودنه) په داسې حال كې چې په دغه ولايت يو پخوانى مجاهد واك چلوي ددې څرګندونه كوي چې د لويديځ د كلتوري يرغل څپه دومره پياوړې ده چې ډېر هغه هم يې هم چې تر اوسه پورې يې جهاد او د هيواد ازادي په ځان او يا خپلې ډلې پورې منحصر كړي، له ځان سره اخيستي او ددې پرځاى چې خپلو خلكو او نويو ځوانانو ته د خداى ددين له احكامو سره سم د حجاب او حيا لاره وروښيي، په لوى لاس د اوسنۍ نړۍ د كاوباى او پطلون له بې لاري كلتورسره د سيالۍ هڅې كوي.
په مزارشريف كې د افغان نجونو فيشن شو له دې نه پرته چې د افغان ستورې او داسې نورو بدو لړيو په څير يو ځل بيا افغان سپيڅلې پيغلې له اسلامي كلتور نه لرې په يوه ناروا لوبه بوختې كړي، زموږ ولس ته نوره څه ګټه رسولاى شى؟
له ۲۰۰۱ز كال نه راپدېخوا د بيان د ازادي او پرمختللي كلتور په نامه له تصويري رسنيو نه د زرګونو بې لارې فلمونو، نارواو سندور او تصويرونو او داسې نورو له ښودلو وروسته دادى د مزارشريف فيشن شو او په طلوع ټلويزيون د شكېرا كنسرټ هغه نوي سوغاتونه دي، چې افغان سر او پښې لوڅي ولس ته يې له بهر نه راستانه شوي غمخواره او هم هغه مجاهدين وركوي چې ددې ملت د ازادۍ او خپلواكۍ د ګټلو نارو سورو يې نړۍ په سر اخيستې ده.
دا مهال د كابل او داسې نورو ښارونو وضعې ته وكتل شي، بې له شكه زموږ هيواد په تيرو څو كلونو كې د مادي پرمختګ پرځاى د داسې بې كلتورۍ كندې ته ورلويدلى، چې ډيرهغه څه يې روا كړي، كوم چې څو كاله پخوا ناروا بلل كېدل. د رسنيو بې ځايه ازادي او د شكيرا په څير د لوڅو نجونو د كنسرټونو خپرول د افغانستان په څير يوه اسلامي هيواد له رسنيونه، پرته له دې چې په دغه هيواد كې له اسلامي كلتور سره د مخه ښې معنا وركړي، بله موخه به يې څه وي؟
كه د افغانستان اساسي قانون او همدارنګه د عامو خلكو روحيې ته وكتل شي، بې له شكه هيڅ داسې څه ته به اجازه ورنكړل شي، چې اوس يې زموږ تش په نامه رسنۍ خپروي. د افغانستان په اساسي قانون كې له اسلام نه د هر قانون تابعيت ددې معنا وركوي، چې په دغه هيواد كې دې هغه څه نه ترويجيږي چې هغه د اسلام له سپيڅلي دين سره په ټكر كې وي، كه څه هم د اوسنۍ افغاني ميډيا يوشمېر مدافعين په ډير وياړ سره د اسلامي افغانستان رسنۍ له اخلاقي او دينو قيوداتو نه ازادې غواړي.