تبليغاتX
غبرګون
سياسي، ټولنيز، تاريخي او انتقادي وېبلاګ

 

په افغانستان كې د ايكو سازمان اوولسمه غونډه

 

آيا افغانستان به وكولاى شي په ښه توګه د ايكو مشري وكړي؟

 

 

د اقتصادي همكاريو سازمان اوولسمه غونډه د روان كال د تلې مياشتې له پنځه ويشتمې نه تر اته ويشتمې پورې په هرات ولايت كې جوړه شوه. په دغه غونډه كې د ايكو سازمان د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو برخه اخيستې وه. د ايكو سازمان د لوړې كچې غونډه هر كال د دغه سازمان له غړيو هيوادونو نه په يوه كې جوړيږي. تېر كال دغه غونډه د آذربايجان په پلازمېنه باکو كې جوړه شوه. تر دې وړاندې د ايكو يوه د ټيټې كچې غونډه په ۲۰۰۵ز كال په كابل كې جوړه شوې وه چې په افغانستان كې يې د ايكو د غړيو هيوادونو په پانګې اچونې بحثونه وكړل.

ايكو سازمان

ايكو له انګليسي مخففو ټكيونه جوړ شوى د اقتصادي همكاريو د سازمان هغه نوم دى چې ډېر يې د سيمه ييزو اقتصادي همكاريو د سازمان په نامه يادوي. دغه سازمان د لومړي ځل لپاره د ايران، پاكستان او تركيې هيوادونو په هڅو په ۱۹۸۵ز كال كې د دغو دريو هيوادونو ترمنځ د اقتصادي چارو د همغږي كولو او ښه كولو په موخه جوړ شو. افغانستان او د منځنۍ آسيا شپږ هيوادونه په ۱۹۹۲ز كال كې د ايكو غړي شول او تر اوسه يې هم مهم غړيتوب لري. افغانستان له اوږدو جنګ جګړو وروسته سږكال د ايكو د غړو هيوادونو د غونډې كوربه و چې ډېرى اقتصاد پوهان يې دغه هيواد ته يوه لويه لاسته راوړنه بولي.

د ايكو سازمان اصلي موخه د نړۍ د نورو اقتصادي سازمانونو په شان د سازمان د غړو هيوادونو ترمنځ چې اوس يې شمېره لسو هيوادونو ته رسيږي، د ښو اقتصادي همكاريو په لار اچول دي. دغه سازمان په پام كې لري چې په غړو هيوادونو كې يې اقتصادي راكړې وركړې نسبت نورو هيوادونو ته اسانه او د سوداګرو كار يې هم بې ستونزو وي. همدارنګه سازمان پتيلې ده، په دغو لسو هيوادونو كې داسې يو تړاو رامنځته كړي، چې له لارې يې يو وخت په سيمه كې د اروپايي ټولنې په څېر غښتلى او په خپلو پښو ولاړ سازمان منځته راشي. همدارنګه ايكو په پام كې لري د سيمې د هيوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره ددغه سازمان په غړو هيوادونو كې د پانګې اچونې سيستم پياوړى كړي او له دې لارې هراړخيزو پانګو اچونو ته لاره اواره كړي. ددغو پانګه اچونو په پايله كې به يو داچې په نوموړو هيوادونو كې اقتصادي چارې پرمختګ وكړي، بل به د هيوادونو د خلكو په تېره سوداګرو ترمنځ د راشه درشې داسې لاره پرانيستل شي، چې يو وخت به بې له كومې ستونزې په ډېره اسانۍ ترېنه ګټه اخيستل كيداى شي. ددغې موخې د لاسته راوړو لپاره سازمان كولاى شي په راتلونكې كې د دغو لسو هيوادونو ترمنځ د ويزې سيستم ته هم د پاى ټكى كيږدي او تګ راتګ ازاد كړي، داځكه چې هرڅومره د هيوادونو ترمنځ تګ راتګ اسانه وي، هغومره د هيوادونو توليدات يو بل ته ښه رسيږي او په دې توګه سوداګري پياوړتيا پيداكوي.

ايكو كه څه هم دا مهال دومره پياوړى سازمان نه دى، خو په اصل كې د داسې يوې موخې د لاسته راوړو لپاره جوړ شوى چې هيله يې د نړۍ د سترو اقتصادي سازمانونو په كتار كې درېدل دي.

ايكو تر سياسي اغېزو لاندې

د ايكو سازمان له جوړېدو نه څه باندې شل كاله تېريږي، خو د ډېرو په وينا دغه سازمان په هغه شان چې ورته په كار وه پرمختګ نه دى كړى، آن لا ځينې يې تش په نامه سازمان بولي او د غړو هيوادونو ترمنځ يې سوداګريزو ستونزو ته په كتو هيڅ داسې فكر نه كوي چې دا دې د يوه سيمه ييز ښه اقتصادي سازمان بڼه غوره كړي.

همدا اوس چې د ايكو له جوړېدو نه څه باندې دوه لسيزې تېريږي،  د دغه سازمان د غړو هيوادونو ترمنځ هيڅ داسې كومه پرېكړه نه ده شوې چې پر بنسټ دې يې ددغو هيوادونو سوداګر وكولاى شي په اسانۍ سره خپل مالونه له يوه هيواد نه بل هيواد ته ولېږدوي، آن لا ځينې په دې اند دي چې دغه سازمان ونشواى كړاى د ايكو د غړو هيوادونو دوديزې او عنعنوي سوداګرۍ ته نوې بڼه او پرمختګ وركړي. د ايكو په غړو هيوادونو كې داسې هيوادونه هم شته چې لوى لوى سوداګر يې د حكومتونو د نه همكارۍ له امله قاچاقي سوداګرۍ ته اړ شوي او خپل مالونه په پټه له يوه هيواد نه بل هيواد ته ليږدوي. ښكاره بېلګې يې افغانستان، ايران، پاكستان او د منځنۍ آسيا هيوادونه دي. كه ددغو هيوادونو سوداګرۍ ته وكتل شي، په ريښتيا هم له دومره ستونزو سره مخامخ ده، چې سر او درك يې نه لګيږي. همدا اوس د ايكو غړي هيوادونه د افغانستان له لارې د منځنۍ آسيا توليداتو ته د ليږد او همدارنګه منځنۍ آسيا ته د نورو هيوادونو د توليداتو د ليږد لارې نه شي خلاصولاى.

ددې ترڅنګ له افغانستان سره د دغو هيوادونو سوداګري په دومره ستونزو اخته ده چې له سره يې د يوه واحد سازمان غړي هيوادونه نشو بللاى.

د همدغو ستونزو په لړ كې وخت نا وخت د افغانستان سوداګر شكايتونه كوي چې مالونه يې د پاكستان حكومت لخوا په كراچۍ او يا هم د ايران هيواد لخوا په عباس بندر كې ځنډيږي، په كراچۍ بندر كې خو د مالونو ځنډول حتى ځينې وخت شرموونكي حالت ته رسيږي او سوداګر كله چې دغه مالونه افغانستان ته رارسوي مياشتې مياشتې ورباندې تېرې شوې وي. همدا لامل دى چې د دغو هيوادونو ترمنځ ترډېره سوداګرۍ قاچاقي شوې او مالونه په پټه وړل راوړل كيږي. په ريښتيا هم كله چې سوداګر خپل مالونه پخپل وخت ټاكل شوي ماركيټ ته ونه رسوي، تاوان كوي او هغه هم كه بيا د كراچۍ او يا عباس بندر په څير د ډېرې مودې لپاره هلته وځنډول شي. په نړيواله كچه د اقتصادي سازمانونو له جوړېدو نه يوه ستره موخه د سازمان په غړو هيوادونو كې د سوداګرۍ ډېرول او پراختيا ده او په سوداګرۍ كې بيا هغه مهال پراختيا راتلاى شي، چې د سوداګرو په وړاندې ټول خنډونه لرې، ټكسونه ښكته او په پاى كې له سره معاف شي، خو د ايكو سازمان ته چې وكتل شي، نه يوازې دا چې موضوع پكې مطرح نه ده، بلكې ورځ په ورځ هرهيواد د ټرانزيټي مالونو ټكس جګوي او د سوداګرو د كار په وړاندې خنډونه جوړوي. كه څه هم د ايكو په هره غونډه كې په دې برخه خبرې كيږي او ګډونوال هم د دغو ستونزو د لرې كولو ژمنې كوي خو په عملي ډګر كې يې كومه پايله نه ده ښكاره او د سوداګرو شكايتونه ورځ تر بلې ورځې ډېريږي.

اقتصادي كارپوهان د ايكو د غړو ترمنځ د يادو شويو شته ستونزو او د دغه سازمان د نه پرمختګ په اړه په دې اند دي چې ايكو له هغې ورځې، چې جوړ شوى تر ننه پورې ددې پرځاى چې په خپلو غړو هيوادونو كې دمرستې او اقتصادي پرمختګ په برخه كې لاسته راوړنې ولري، د هيوادونو ترمنځ د سياسي ستونزو له امله په داسې يوه سازمان بدل شوى، چې يوازې يې نوم شته او نور يې هيڅ اغېزې هم په سيمه ييزو اقتصادي چارو نه تر سترګو كيږي. د ايكو د غړو هيوادونو د ستراتيژيك موقعيت او په دغو هيوادونو كې د سياسي بدلونونو له امله، ددې پرځاى چې دغه هيوادونه يو له بل سره د همكارۍ لاره خپله كړي، د پرديو او لويو ځواكونو په اشاره يو بل ته د ستونزو پيدا كولو په لټه كې دي. افغانستان او د هغه ګاونډي هيوادونه يې ښې بېلګې جوړوي. همدا اوس د افغانستان سوداګرۍ هم له پاكستان او هم له ايران سره د افغانستان او يادو شويو هيوادونو په سياسي اوضاع پورې اړه لري چې بد بختانه په دغو سياستونو كې د يو شمېر نابللو پرديو او ډېرو لرې هيوادونو لكه امريكا، انګليس او روسيې لاسونه مخامخ ګډ دي.

په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د شتون او د ايران او امريكې د دښمنيو په پايله كې ډېر ځله د افغانستان او ايران په سوداګرۍ كې ستونزې را پيدا شوي په تېره بيا د سون د توكو په برخه كې. همدارنګه له پاكستان سره د تېرو پنځو كلونو راهيسې د افغانستان اړيكو داسې ستونزې را پيدا كړي چې په ښكاره يې اغېزې د دغو دواړو هيوادونو ترمنځ سوداګرۍ باندې اغېزې ليدلاى شو. له تركيې او د منځنۍ آسيا له هيوادونو سره سوداګرۍ خو لا پرځاى پرېږده چې هر يو يې د سوداګرۍ همكاريو د نه كولو لپاره ځانته يو زيات شمېر دلايل لري.

په افغانستان كې د امريكې په مشرۍ د نوې جګړې پيل او په دغه هيواد كې د يوه نابلل شوي اتحاد مېشتېدل بل هغه لامل دى چې هيوادونه يې له افغانستان سره په سوداګرۍ كې څه ناڅه له سره غور كولو ته اړ اېستلي دي، داځكه چې د همدغه ناولي او بې خيره اتحاد له امله افغان هرځاى په ترهګر تعبيريږي او آن يې په سوداګرو څوك باور نشي كولاى. د بېلابېلو هيوادونو په خوښه په تېرو دريو لسيزو كې د افغانستان د حكومتونو ادلون بدلون خو څه كوې چې كله مو يو يار وي او كله بل او همدارنګه كله مو يو غماز وي او كله هم بل مغرضه او سپين سترګى.

په ټوليزه توګه كه چېرې د ايكو سازمان د غړو هيوادونو ترمنځ سياسي ستونزې نه واى، ښايي دغه سازمان هم د اروپايي ټولنې په توګه دامهال په سيمه ييزه كچه دداسې يوې ټولنې په جوړېدو توانېدلى واى، چې د سيمې د اوسېدونكو ډېرې ستونزې به يې حل كولې. ښايي د دغو ستونزو يو لامل دا هم وي چې د آسيا دغه توليدي هيوادونه يو له بل سره د يوځاى كېدو او يوه اقتصادي بلاك د جوړېدو له لارې د نورو د مغرضانه ګټو د مخنيوي لامل ونه ګرځي. اقتصاد پوهان په دې اند دي، كه اوس هم د ايكو غړي هيوادونه اقتصادي اړيكي له سياسي هغو نه بېلې وساتي، ښايي دغه سازمان هم يو وخت د نړۍ د سترو او ځواكمنو اقتصادي سازمانونو په كتار كې ودريږي، كه چېرې داسې وشي او د دغو هيوادونو اقتصاد پراختيا وكړي، ښايي سياسي ستونزې يې هم له منځه ولاړې شي، داځكه چې اوس د نړۍ سياست اقتصاد ټاكي او تر هغه چې په يوه سيمه كې اقتصادي ستونزې ډېرې وي، د مغرضو هيوادونو لاسوهنې به هم پكې په خلاص مټ روانې وي.

افغانستان او د ايكو مشري

كه څه هم په افغانستان او بيا په هرات ولايت كې د ايكو سازمان جوړيدل هم اوسني افغانستان ته له ډېر اهميت نه برخمن دى، خو د يوه كال لپاره دغه هيواد ته د ايكو د مشرتابه سپارل هغه څه دي چې ښايي افغان چارواكي يې تر ډېره خوښ كړي وي. د ايكو په څېر سازمانونو مشرۍ په نړيواله كچه له ډېر اهميت نه برخمنه ده، خو دغه مشري به هغه مهال ډېره ښه وه چې كم له كمه دغه سازمان له كلنيو ناستو نه پرته يوه ښه بېلګه د خپلو كاري پرمختګونو هم لرلى، په دې مانا چې كه ايكو د نړۍ په اقتصادي برخه كې د يوه موثر سازمان په توګه ځاى درلوداى، افغانستان كولاى شواى له همغه ځاى نه په ګتې اخيستو، د ځان لپاره يو څه ترلاسه كړي، خو اوس داسې نه ده. دا مهال ايكو پرته له كلنيو سترو او نورو وړو غونډو نه بل څه نه لري، آن تر دې چې د خپلو غړو هيوادونو د سوداګريزو ستونزو لپاره څه نه شي كولاى نو د افغانستان په څېر هيواد لپاره به څه وكړي، چې بدبختانه يې اوس هم هرڅه نور ورته برابروي؟

زموږ په اند افغانستان ته د ايكو سازمان د مشري سپارل نه يوازې داچې دغه هيواد ته يو امتياز دى، بلكې يو داسې امتحان هم دى چې فكر نه كوم د افغانستان اوسنى له مصلحتونو ډك حكومت او همدارنګه ناقص د بهرنيو چارو وزارت يې پكې برى تر لاسه كړي. په تېر يوه كال كې افغانستان د ايكو سازمان د سوداګرۍ د خونې مشرتوب پرغاړه لاره، خو لكه چې وليدل شول، دغه مشرتوب زموږ هيواد ته هيڅ ګټه هم ونكړه، آن تر دې چې د ايكو د غړو هيوادونو د غونډې يوه پياوړي ګډونوال او د يوه بهرني هيواد لوړپوړي استازي په ډېره خاصه لهجه د افغانستان لخوا د ايكو د سوداګرۍ د خونې د مشرۍ په اړه په زغرده وويل چې افغانستان په دې ونه توانېد چې د هرات په غونډه كې د ايكو د سوداګرۍ د خونې د مسئول په توګه د خپل يو كلن كار راپور د غونډې ګډونوالو ته وركړي، دغه خبر نه يوازې داچې افغانستان د سيمې او نړۍ په كچه شرموي، بلكې ټولو ته يې د يوه داسې هيواد په توګه ورپېژني چې يوازې يې په نوم يو مسئوليت خوښيږي او نور يې د پرمخ بېولو هېڅ استعداد هم نلري.

په پوره باور سره ويلاى شو، كه چېرې د ايكو مشري په راتلونكي يوه كال كې د دغه سازمان د سوداګرۍ د خونې د مشرۍ په څېر د افغانستان لخوا وشي، نه يوازې داچې موږ به كومه ګټه نه وي كړې، بلكې د ايكو په راتلونكي كنفرانس كې به لا هم رنګ زيړي و، په ريښتيا هم هغه هيواد چې د بهرنيو چارو وزير يې بې اعتباره او سياسي لوبې يې هم له بل لوري تنظيمې شي، په نړيواله كچه به په ورته په سپارل شويو دندو كې داسې ستونزې خامخا پيداكيږي.

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  |