د طالب وژنې په نوم د عام وژنې دا لړۍ به تر كومه روانه وي؟
د سرونو په روانه سوداګرۍ كې آيا د مظلومو ولسونو غږ څوك اوري؟
افغانان هم د خداى عجيب بنده ګان دي. له يوه غم نه نه وي خلاص چې په بل يې سر شي. په شلمه پيړۍ كې د انګريز له شړلو وروسته د شوروي د ناولو نيتونو ښكار شول او له هغې لا نه و خلاص چې خپلو منځونو كې داسې كيوتل چې پايله يې يو ځل بيا د افغانستان په پاكه او ازاده خاوره د زرګونو بهرنيو ميشتيدل شول.
افغانان چې د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو كې په بېلابېلو نومونو د وخت د ظالمو ځواكونو د دروغجن ترحم او زړه سوي لايق ګڼل شوي، هيڅكله يې هم پر خپله خاوره د ارام او سوكاله ژوند مزه نه ده څكلې، چا يې په دښمنۍ كې لاسونه او پښې ورغوڅې كړي او چايې هم په دوستۍ كې نوم نښان داسې لوټلى چې بيا يې د بېرته لاسته راوړ لپاره زرګونو شازلمو خپلې ځوانۍ قربان كړې دي.
له لسګونو كلونو جنګ جګړو وروسته، د روانې يو ويشتمې پيړۍ افغانستان يوځل بيا په داسې ناورين اخته دى، چې په پراخه كچه يې خلك د ويرونو په ټغر راټول دي او هره ورځ د يوې بدې پېښې او مرګونو وير لمانځي. په كابل كې ځانمرګي بريدونه، په شمال كې غلاوې، په ختيځ او سويل كې بېلابېل بريدونه، چاودنې او نښتې او ددې ټولو ترڅنګ په هيواد كې د بهرنيو نازولو شتون او خپلسري كارونه ټول هغه څه دي چې افغانان يې د ژوند له هر راز خونده بې برخې كړي او د ورځې په تېرېدو يې ژوند ور تريخوي. په افغانستان د امريكې له بريد نه شپږ كاله وروسته لاهم زموږ خلك په خپل هيواد كې د اوسيدو ځاى نه لري، ځوانان مو په پټه او قاچاق په سلګونو ستونزو نورو هيوادونو ته ځانونه رسوي او نشه يي توكي خو دومره شوي چې هيڅ نر يې د مخنيوي وس نه لري.
د ټولو ستونزو تر څنګ، هغه څه چې د هر باوجدانه افغان زړه ريږدوي او خوب يې له سترګو تښتوي، هغه د هيواد په يو شمېر ولايتونو كې د جګړو داسې دوام دى چې د ورځې په تېرېدو زور اخلي. بدبختانه د بل هروخت په شان ددغو جګړو قربانيان ټول هغه افغانان دي چې د نړۍ پرمخ د ژوند ټولې آسانتياوې يې د همدغو جګړو ښكار شوې او دادى اوس يې هم وينه او وجود د همدغو جګړو په اور كې سوځي.
د معتبرو سرچينو په حواله، يوازې د روان كال په ترڅ كې، تر څلورو زرو زيات افغانان(د نظاميانو او ملكيانو په ګډون) د همدغو جګړو له امله زموږ د هيواد په كچه وژل شوي او دا لړۍ ښه په درز روانه ده.
زموږ په كلي كې شر مه جوړوئ!
د امريكايانو له لوري پر افغانانو د روانې تپل شوې جګړې په وړاندې كه څه هم د هيواد د بېلابېلو ولايتونو خلكو خپل د شكايت غږونه اوچت كړي، خو بيا هم په دې وروستيو كې د هلمند په يو شمير ولسواليو او مركز كې د قومي مشرانو او ځايي اوسيدونكو راټوليدو او له هلمند نه د جګړې د وركېدو غوښتنې داثابته كړه، چې زموږ هيوادوال نور له دغې فرمايشي جګړې نه تر دوو سپېږمو راغلي او دومره ترې په تنګ دي چې ټولو(نړيوالو او كورنيو) ته يې د عذر ځولۍ غوړولي او له جګړې نه د بېزارۍ چيغې ورته وهي. په خواشينۍ سره بايد ووايو، چې له دې ټولو چيغو او غوښتنو سره سره بياهم داسې څوك نشته چې زموږ د خلكو په ستونزو سوچ وكړي او يوځل وګوري چې آيا له دې خلكو سره جفا كيږي او كه د هغوى خدمت؟ بهرنيان خو پرځاى پريږده، په هغوى خو ټول پوهيږي چې دلته د څه لپاره راغلي او موخه يې څه ده، په دولتي كچه هم داسې څوك نه پيدا كيږي چې لږ تر لږه په دې سوچ وكړي، چې د هلمند او يا هم نورو ولايتونو جګړه ولې داسې په درز كې روانه ده، ولې ددغې جګړې مخنيوى نه كيږي، ولې ددغې جګړې په بهير كې له خلكو نه داپوښتنه نه كيږي چې ستاسې سيمه ولې د داسې نا بللې جګړې ډګر ده چې هم مو ژوند په كې سوځي او هم خاوره؟ دا پوښتنه آيا تر دې مهاله چا له كوم هلمندي نه كړې چې د هلمند په خاوره د انګليسي پوځونو له شتون نه خوښ دى او كه د همدې پوځونو له امله يې سلګونه ځوانان غرونو ته ختلي او جګړې ته يې ملا تړلې ده. په اصل كې خو بايد په دې تريخ حقيقت اقرار وكړو چې د هلمند او يا هم كوم بل ولايت خلكو ته تر دې مهاله ددې حق نه دى وركړل شوى، چې خپله خپلو ځانونو ته د ژوند لارې وټاكي، هغوى بې وزلو ته خو د خوراك ډوډۍ او د اوسيدو كور نه دى ورپاتې، هلته خو هر سهار او ماښام د كوم زلمي، ماشوم او ياهم مشر جنازه خاوروته كښته كيږي، هلته د مكروريانو او نوي ښار ژوند نه ده چې بچيان يې د كاوباى او چسپو جامو په سيالۍ كې په خپل سهار او بېګاه نه وي خبر، هلته ددې متمدنې نړۍ هغه بدبخته ولس پروت دى چې د ژوند هر اړخ يې د مكروريانو او نوي ښار له ژوند سره توپير لري، هلته چاته د دې حق نه ده وركړل شوى چې خپل ناروغان دې لوكسو او پرمختلليو روغتونونو ته بوځي، بلكې هلته خو د انسان ژوند يواځې د ګولې په يوه ټك پورې تړلى، دا ټك كه بېګاه وي كه سهار په يوه مظلوم هلمندي به كيږي او له خپلو زرګونو ارمانونو سره به يوځاى تورو خاورو ته په داسې بڼه روانيږي چې نوم به يې هم په نړيواله كچه ترهګر؟! اعلانيږي. هغه مظلوم ته خو دا نه ده ښكاره چې په هلمند كې په خپل كور كې له خپلو افغاني كاليو سره ژوند كول د دې هيواد د نابلليو دوستانو لخوا ترهګرۍ بلل كيږي، هغه خو يوازې په دې پوهيږي چې بايد له زرګونو ستونزو وروسته په خپل هيواد كې د سولې ژوند پيل كړي، خو له دې نه نه ده خبر چې دې ژوند ته يې له بېلابېلو لوريو دامونه اېښودل شوي او ډير يې د لوټولو هڅې كوي.
په اصل كې خو تر دې مهاله هيڅ كله داسې څيړنه نه د دولت او نه هم د نړيوالو بنسټونو له لارې په لاره لوېدلې چې په هغې كې دې تېر شپږ كلونه او د جګړو بهير وڅيړل شي، تر اوسه لا څوك نه دي پيدا شوي چې د افغانستان له هغو خلكو نه چې اوس هم د جنګ باج پرې كوي پوښتنه وكړي چې په سيمه كې مو جګړه د څه لپاره روانه ده، تر اوسه هم زموږ نظام او مشرانو دا سوچ نه ده كړى چې د افغانستان په هره سيمه كې د بهرنيانو شتون ولې فرض ګرځېدلى، ولې په داسې سيمو كې چې هلته حساسيتونه را پورته كيږي او ولسونه له بهرنيانو سره ژوند نه خوښوي بهرنيان مېشت كيږي، آيا تر اوسه ملي اردو او ملي پوليس په دې نه دي توانيدلي چې د خپل ولس په مرسته هم امنيت ټينګ كړي. بې له شكه، له هغې ډلې سره چې ډير كم امكانات هم ولري، كله چې دولس ملاتړ يوځاى شي، هېڅوك يې مخه نه شي نيولاى او نه يې هم په وړاندې كوم تخريب كولاى شي، خو د افغانستان وضع په دې توګه نه ده، دلته حكومت، پارلمان او تر ټولو وړاندې بهرني ياران چيغې وهي چې ملت له دوى سره دى، خو بيا هم په دې نه دي توانيدلي چې د همدې ملت له منځه راوتلي پوليس د ملت د امنيت جوګه كړي. يوځل خو دې دولت له ځانه داپوښتنه وكړي، چې ولې د دومره كلونو په تېرېدو په دې نه ده توانيدلى چې خپل ولس ته خوښي ور وبښي، آيا دا يې خپله بې كفايتي ده او كه خلك بې نظمۍ ته لمن وهي او يا هم بهرنيان نه غواړي زموږ خلك په خپل برخليك واكمن شي، كه د دولت بې كفايتي وي نو يا دې اصلاح كړي او يا دې هم هغو ته لاره خلاصه كړي چې په ريښتيا هم خپلو خلكو ته كار كولاى شي، كه د خلكو خرابي وي نو ودې ګوري چې خلك ولې دې كار ته لمن وهي او كه د بهرنيانو له لاسه وي(چې بې له شكه هم ده) نو په زغرده دې له هغوى نه پوښتنه وشي چې ولې اوس هم له خپل هغه غرض نه نه تيريږي چې له امله يې له هر هيواد نه شرمېدلي او ماتې خوړلي وتلي دي.
په پوره باور سره ويلاى شو، چې كه دا كارتر سره شي او لږ هم د خپلو خلكو په وړاندې د مسئوليت احساس وشي، ډير ژر به دا هيواد د داسې تلپاتې سولې څښتن شي چې هم به بهرنيان ورته ګوته په غاښ وي او هم زموږ هغه ګاونډي چې په يوه او بل نامه يې د هيواد په خرابۍ كې راګډوو.
تريخ حقيقت او كه ښكرور دروغ؟
هره ورځ د هلمند، كنړ او هيواد له ګڼ شمېر نورو ولايتونو څخه خبرونه تر لاسه كيږي چې په لسګونو طالبان د جګړو په پايله كې ووژل شول، ډيرې كمې ورځې به داسې وي چې ددغو وژل شويو شمېره د ګوتو په شمار وښودل شي، نور چې هر وخت اوريدل كيږي، همدا طالبان دي چې مري او خلاصى يې هم نشته؟!!!!
د افغانستان په جګړه او په طالب وژنې هم هغه د ملا نصرالدين ټوكه شوې ده، وايي، يوه ورځ ملا نصرالدين كورته يوه كيلو غوښه راوړه، خو د مېرمنې له توره بخته يې، دغه غوښه پېشو وخوړه. ملا نصرالدين چې كله كورته راغى، له مېرمنې يې د غوښې پوښتنه وكړه، خو هغې په ډېره غمجنه لهجه ورته وويل چې غوښه پېشو خوړلې ده، ملا سمدلاسه تله را واخيسته او د پېشو په تللو يې پيل وكړ، كله يې چې پېشو وتلله نو وزن يې يو كيلو شو! پر دې مهال يې مېرمنې ته مخ ور واړاو پوښتنه يې ځنې وكړه، غوښه هم يوه كيلو وه او اوس پيشو هم يوه كيلو ده، اوس نو راته ووايه چې دا غوښه ده كه پيشو؟ كه غوښه وي نو پيشو څه شوه او كه پيشو وي نو غوښه دې څه كړه؟؟؟؟
زموږ ملت هم اوس له حكومت او بهرنيانو نه ورته پوښتنه لري، ولسمشر كرزي څو څو وارې د طالبانو شمېره له لسګونو پورته نه ده بللې، خو د دغې ډلې مړي بيا هره اوونۍ سلګونو تنو ته رسيږي، خلك حق لري چې همدې اصل ته په كتو له دولت او بهرنيانو نه پوښتنه وكړي، چې دا دومره چې وژل كيږي ولسي خلك دي او كه طالبان، كه طالبان وي نو هغوى خو بايد ډير پخوا خلاص شوي واى، او كه د سيمې خلك وي نو طالبان له كومه شول چې اوس يې هم د هيواد په ګوټ ګوټ كې جګړه روانه ساتلې او هره ورځ دولتي او بهرني اهداف په نښه كوي، خلك ددې حق لري چې په دې وپوهيږي چې ددغې مردارې جګړې جرړې تركومه رسيږي او په كومو مردارو اوبو يې ريښې اوبه كيږي، ولس ددې حق لري چې د طالب په نامه د خپلو بچيانو د مرګ ژوبلې او خپلو كورونو د خرابۍ لامل له هغو نه وپوښتي چې له لسګونو طالبانو سره د جګړې په نوم يې په زرګونو ووژل او ستونزه لاهم نه ده حل؟؟؟؟؟!!!!!!!!
دا هرڅه ځواب غواړي!
پورته يادې شوې خبرې داسې نه دي چې يوازې د هيواد ګوتو په شمار خلك ور باندې پوهيږي او سوچ پې كوي، دا هغه څه دي چې د افغانستان هر كوچنى او مشر ورباندې پوهيږي، خو شرايط داسې راغلي چې خپل غږ هيچاته هم نه شي رسولاى، اوسني نظام د بيان او رسنيو د ازادي په نامه يوازې يو څو هغو ته د غږ او چتولو لاره خلاصه كړې چې په سياسي اړودوړ كې ګير او خپلې ستونزې بيانوي، د هغو په منځ كې كه يوڅو تنه د ملت په ګټه خبره كوي، يا خو يې څوك خبرې ته غوږ نه نيسي او يا هم ورته د داسې چا خطاب كيږي، چې بايد په سلګونو كلونه پخوا په دې خاوره زيږيدلى او مړ شوى واى، دلته سياستمدار هم د خپلې ګټې سياست كوي او واكمن هم د خپلې ګټې واك چلوي، كاشكې زموږ په ملت كې هغه سوچه سياست واى چې اسلام يې د اسلامي ټولنې او نظام د رامنځته كولو لپاره امر كړى دى، كاشكې زموږ واكمن د عمر او عثمان په څير واى چې خپل خوب، آرام او مال يې د ملت په چوپړ كې اچولى واى، دلته خو داسې كسان د ملت د مشرۍ دعوې كوي، چې د خپل جيب د ډكولو لپاره يې هرې بدې معاملې ته زړه ښه كړ او اوس خپل هر كار د شخصي معاملاتو پر بنسټ كوي، په داسې شرايطو كې به د مظلومو ولسونو برخليك څه وي، دداسې ملتونو چې د نړۍ له زرګونو مايلو ليرې سيمو نه راغلو انسان خورو سره په يوه كپس كې لويدلي او دخپلې سيمې او كور واك نه لري؟
هغه خلك چې خپل مال او اولادونه له لاسه وركوي، چاته به غږ كوي په داسې حال كې چې هر غږ يې په هواكې وركيږي او يا په داسې بڼه جوابيږي چې هيڅ ګټه نه شي ځنې اخيستلاى، له دې ټولو سره سره بايد ووايو چې داسې غږونه به يوځل حتما ځواب پيدا كوي، دا غږونه ددې هيواد په سارو او اوږدو كې څو څو ځله شوي خو د احمد او ميرويس په بچو كې داسې كسان ورته پيدا شوي چې ددې غږونو په اوريدو يې وجدانونه راويښ شوي او د خپل ملت د ستونزو حل ته يې را دانګلي، هغه مهال بيا ټول هغه چې پخوا يې ددغو غږونو له اوريدو نه غوږونه پټول، په چيغو شوي او ټول غمونه يې داسې په سر انبار شوي، چې مړي يې د هيواد په خاوره هم نه دي خښ شوي، له همدې امله، د هيواد او په تيره بيا د يو شمير ولايتونو سختو شرايطو او همدارنګه د ژمي را رسېدو ته په كتو، بايد لږ تر لږه داسې څه وشي، چې زموږ د ولس ميرمنې او ماشومان د تير كال په شان په واورو او سړو كې د پرديو د بمباريو او د خپلو د جفا له لاسه له كورونو نه وتو ته اړ نه شي، په يقين سره ويلاى شو، چې كه يوځل بيا د تير ژمي په شان بل ژمى تكرارېده، اوړى به يې له تير اوړي بدتره او پايلې به يې د هغو په تاوان وي چې د دې ملت د مظلومو له غږونو سره يې غوږونه اشنا نه و.