تبليغاتX
غبرګون
سياسي، ټولنيز، تاريخي او انتقادي وېبلاګ

 

د امريكا د درواغجنو ادعاو يو بل ثبوت

 

 

داخو ټولو ته ښكاره ده چې په تېرو څو كلونو كې امريكې د ترهګرۍ؟! او اټومي وسلو په بهانه څومره ولسونه د غم په ټغر كينول. افغانستان يې د القاعدې په نامه لاندې كړ او عراق يې د اټومي وسلو په نامه په داسې جګړې او غمونو واړاو، چې پاى يې نه نړۍ او نه هم د عراق ولس ته ښكاري.

په اصل كې كه د نړۍ په پوځي رقابتونو كې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته د امريكې، يكه تازيو ته وكتل شي، ډير داسې كارونه يې كړي چې هيڅ د انسان په عقل جوړ نه راځي. امرېكې يو وخت د سياسي رقابتونو په پايله كې عراق او ايران وجنګول او بيايې كويټ د عراق تر بريد لاندې راوست. همدارنګه يې بيا د كويټ د تيلو د زيرمو د لاندې كولو لپاره له خپل ډير كلك دوست، عراق سره ووهل او له كويټ نه يې د هغه هيواد ځواكونه وتوته اړ كړل. دا ټول كارونه په شلمه پيړۍ كې د امريكې د هغه سياست پيل و، چې ادامه يې دادى د نړۍ ګڼ شمير ولسونه د ورځې په تيرېدو په غمونو اړوي.

كه د نړۍ نظامي تاريخ ته وكتل شي، هر هيواد چې د امريكې په كچه نظامي او اقتصادي توان پيدا كړى، په بېلابېلو بهانو يې ځان د نړۍ داسې سيمو ته رسولى، چې هلته يې څه ناڅه ګټې خوندي وي. د امريكې په څير نظامونه په خپلو اقداماتو كې ددې پرځاى چې انساني ارزښتونو ته وګوري، اقتصادي ګټې په پام كې نيسي، له همدې امله يې هر كار او هر يرغل د انسانيت په وړاندې د سترو جفا ګانو يادونه پرځاى پريږدي. نه يوازې امريكا، بلكې په تاريخ كې هر بل ځواكمن هيواد په خپل وخت كې په هيوادونو داسې ورغلى، چې نه يې معنوي ارزښتونه ورته پريښي او نه هم مادي، خو له دې ټولو سره سره يې په ملتونو د قبضې لپاره ګڼ شمير دليلونه او بهانې وړاندې كړې دي. دغه سياست اوس امريكا هم په ښه زور سره پرمخ بيايي، خو له دې نه څه خبره ده چې د يوويشتمې پيړۍ انسان، له هغو انسانانو سره ډير توپير لري، چې تردې وړاندې پيړيو كې يې ژوند كاوه، د اوسنۍ پيړۍ انسانان(په تيره بيا لويديزوال) كه څه هم د خپلو هيوادونو او مشرانو ګټې ته ژمن دي، خو په ټولنو يې د واكمنو شرايطو په اغيزمنتيا داسې روږدي شوي، چې په هيڅ صورت خپلې شخصي ګټې د نورو د ګټو لپاره نه قرباني كوي. ښايي ډير په دې اند وي چې لويديزوالو ته خپلې ملي ګټې تر بل هرڅه ډير اهميت لري، خو كه په دقت سره وكتل شي، هغوى آن لا په داسې كومه خبره چې ملي ګټه بلل كيږي، له سره روږدي نه دي، هلته څو تنه سرمايه داران واك ته رسيږي او د هغوى د واك په سيوري كې نور د ټيټې كچې سرمايه داران ژوند كوي چې دا لړۍ همداسې تر هغه چا پورې رسيږي، چې يوازې د خپلې شپې او ورځې تيرولو لپاره خوراك څښاك پيدا كولاى شي. همدا لامل دى چې لويديز سياستوال اوس ډير ځله له خپلو خلكو نه زيانمن كيږي. همدا خلك دي چې په ډيره هوښيارۍ د خپلو سياستوالو خيانتونه را پيدا كوي او بيايې نړيوالو ته ښيي.

په دې برخه كې خبريالان او ژورناليستان تر نورو ځكه ډير پرمخ دي چې هغوى ته هرڅوك معلومات وركوي، آن لا ډيرې پټې او غټې دولتي كړۍ. امريكا وروسته تر دې چې څو كاله پخوا يې يوه ولسمشر د يوه څيړنيز رپوټ له خپرېدو وروسته له دندې استعفا وركړه، اوس بيا د خپلو پټو سياسي او نظامي رازونو له خپرېدو وروسته په ښه حالت كې نه ده. له څه مودې راهيسې امريكا پرايران د بريد بېلابېلې نښې وړاندې كولې، كله به يې د ايران په وړاندې د يو ډول غبرګون په ښودلو وښوده چې شونې ده هروخت يې چې زړه وغواړي پر ايران بريد وكړي او كله هم د بل ډول. ددغه بريد لپاره د امريكې ستره بهانه بياهم هغه ده چې عراق ته يې لرله. امريكا د عراق په څير اوس ايران ته هم وايي، چې اټومي وسلې جوړوې او كه يې بندې نكړې نو له ځپلو دې نه ويريږو! ايران له دې سره سره چې هرځل خپل د اټومي انرژۍ كار سوله ييز بولي، خو بيا هم د امريكا لخوا ګواښل كيږي او تر اوسه يو شمير بنديزونه هم ورباندې لګول شوي دي.

كه څه ډير هيوادونه په بشپړه توګه دا نه مني چې ايران دې اټومي وسلې جوړوي، خو د بش پر له پسې ادعاو او درواغجنو معلوماتو د نړۍ ډير هيوادونه دې ته اړ اېستل چې د ايران په وړاندې دې سخت دريځ غوره كړي. همدا لامل دى چې په ملګرو ملتونو كې هم اوس د بش خبره پلويان لري او ډير كله خو د بش سياستونه د ايران په وړاندې ستايل كيږي هم، خو يوشمېر ستر هيوادونه چې ښايي د ټكنالوژۍ او پوځي ځواك له مخې له امريكا نه ډير كم نه وي، په ډيره ساده ګۍ د امريكې د غلطو سياستونو ښكار ګرځي، دوى يا داچې په څه پوهيږي نه او يا داچې د كومې بدې معاملې په پايله كې له امريكې سره په غلطو لارو ځي، كه دوى نه پوهيږي دا خو يې ستره سياسي ناكامي ده او كه په غلطو لارو د امريكې ملګرتيا كوي، لرې نه ده چې د امريكې په برخليك اخته شي او له هغې سره يوځاى په هغه لور ولاړ شي، چې پخواني سر زوري حكومتونه په هغه تللي دي.

څو ورځې وړاندې په امريكې كې د يوه پټ استخباراتي سند ښكاره كيدو عجيبه شان غوغا را وپاروله. هغه سند چې ښيي ايران په ۲۰۰۳ز كال كې د اټومي وسلو كار پريښى او اوس داسې شواهد نشته چې ايران دې له امله په پراخه كچه تر ملامتۍ لاندې راشي. دا سند پر داسې مهال خپور شو چې امريكې په ډيره كلكه پر ايران بريد او له هغې وړاندې پر دغه هيواد د نړيوالو پراخو بنديزونو تابيا كوله. امريكې په زغرده ويل، چې ايران ددې ترڅنګ چې د ترهګرۍ؟! په ناولي محور كې راځي، د اټومي وسلو د جوړولو هڅې هم كوي، چې يا بايد دغه كار ودروي او يا هم د ځواب انتظار وباسي. ښايي د كوم ايراني دعا خداى قبوله كړې وي چې په داسې حساسو ورځو شپو كې يې د هيواد د پاكۍ سند پخپله د امريكې د استخباراتي كړيو له منځه را ووت، دغه كار نه يوازې د ايران دريځ ټينګ كړ، بلكې د امريكې د هغو غلطو ادعاو يو ستر ثبوت يې څرګند كړ، چې پر مټ يې ملتونه په غمونو اړوي. امريكې په ۲۰۰۲ز كال كې پر عراق د بريد لويه بهانه هم همدا اټومي وسلې ښوولې وې، خو كله يې چې هغه هيواد لاندې كړ، نه اټومي وسلې پيدا شوې او نه هم داسې شواهد چې د اټومي وسلو په جوړولو دې دلالت وكړي. ايران ښايي له همداسې يوه برخليك سره اخته شوى واى، ښايي امريكا د خپلو غلطو اوازو له مخې پر ايران بريد كړى واى او له بريد نه وروسته چې كله هلته د اټومي وسلو له پيدا كولو پاتې راغلى واى، نړيوال به يې په يوه او بله بهانه غولولي و او د اسلامي نړۍ يو بل هيواد به يې د ورانيو او ويجاړيو په درشل ور ننه ايستى و.

ښايي د امريكې د استخباراتي سند ښكاره كيدل د ايران په وړاندې د امريكې پر سياستونو دومره اغيز ونكړي، داځكه چې دا اوس ټولو ته ښكاره ده چې امريكا تل په غلطو لارو تللې، خو په مرموزو لاملونو، بيا هم د نړۍ هيوادونه پر دغو غلطو لارو د امريكا ملګرتيا كوي، د ايران په هكله هم ښايي همداسې وشي، له دې سره سره چې امريكا خپله د ايران لپاره بهانه د يوه سند له لارې له لاسه وركړه، ښايي د نورو دروغجنو ادعاو او ياهم سر زورۍ په پايله كې ايران باندې بنديزونه ولګوي او ياهم بريد ورباندې وكړي، خو د ياد شوي سند
ښكاره كيدو، ټولو هغو ملتونو ته وښوده چې دامهال د امريكې پر ادعاو باور كوي، چې د دغه جنجال غوښتونكي هيواد ادعاوې ناروا او له درواغو ډكې دي.همدارنګه دغې خبرې هغو مسلمانانو ته هم د امريكې دروغجنه څيره بربنډه كړه چې په ناپوهۍ كې د امريكې ملاتړ كوي او په هر اقدام يې شاباس ورته وايي. اوس بايد لږ تر لږه مسلمانان پوه شوي وي چې امريكا د اسلامي هيوادونو په لاندې كولو كې له څومره بې شرمۍ نه كار اخلي، مسلمانان خو بايد اوس لږ تر لږه په دې سوچ كې شي چې دداسې شر غوښتونكي هيواد له شره د خلاصېدو لپاره بايد د اتفاق او ورورۍ داسې اړيكې لارې ولټوي چې په راتلونكې كې يې خلك او هيوادونه د همداسې ناروا او دروغجنو ادعاو په پايله كې د امريكې د لوبو ښكار نه شي. 
 

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  |