په سعودي كې د افغان حاجيانو ستونزې
د افغان حاجيانو موضوع هركال، د حج او اوقافو وزارت لپاره له ستونزو او جنجالونو ډكه موضوع وي. د هجري سپوږميز كال د ذى الحجې مياشت په دغه وزارت كې د ځينو لپاره د مزو او پيسو د لاسته راوړو مياشت وي، خو د ځينو لپاره بيا دومره ګرانه پريوزي چې آن لا خپلې دندې پكې له لاسه وركوي او د زندانونو ميلمستيا تيروي. څو كاله وړاندې چې كله په افغانستان كې نوي نظام په كار پيل وكړ، همدغه د حاجيانو موضوع وه چې د حج او اوقافو ډير لوړپوړي چارواكي د پيسو د اختلاس له امله له دندو ګوښه او محاكمه شول او ددې ترڅنګ همدغه د حاجيانو موضوع ده چې هركال دحج او اوقافو وزارت له زرګونو افغان حاجيانو نه د پيسو په اخيستو دولت ته څه ناڅه عوايد ترلاسه كوي. د حاجيانو په موضوع كې كه څه هم حج د اسلام ددين يوه فريضه ده، خو بيا هم د اوسنۍ نړۍ د اصولو له مخې بايد د هر مسلمان هيواد اوسيدونكي داسې پړاوونه طى كړي چې په پايله كې يې سعودي ته د تلو جوګه شي. د افغانستان خلك هم د نورو هيوادونو ترڅنګ همداسې اصول عملي كوي. زموږ حاجيان د حج او اوقافو وزارت د پروګرام له مخې د يوې اندازې پيسو په وركولو سره سعودي ته ځي او د حج د مباركې فريضې له ادا كولو وروسته بيرته خپل هيواد ته راستنيږي. په خواشينۍ سره بايد وويل شي، هر چيرته چې خبره د پيسو او مادي معاملاتو شي، كه هرڅومره پاك او ديني موضوع هم وي، نيتونه پكې خرابيږي. اوسنيو نړيوالو شرايطو ته په كتو د حج موضوع هم همداسې شوې ده. په افغانستان كې يو حاجي كله چې د حج نيت كوي، وړاندې تر وړاندې د ناروا رشوت لپاره څه ناڅه پيسې بيلوي او بيا د حج او اوقافو اړوندو ادارو ته د نوم ليكنې لپاره مراجعه كوي. همدارنګه د پيسو ترڅنګ له شاوخوا نه يو شمېر مخور او په دولت كې پيژندل شوي كسان هم ددې لپاره چې په هغو معدودو كسانو كې چې سعودي افغان دولت ته حق وركړى د شاملېدو لپاره د وزارت او ياهم په ولايتونو كې د حج او اوقافو د رياستونو چارواكو ته واسطه كوي او له همدې لارې د حج د فريضې د اداكولو لپاره لاره خلاصوي. ښايي دا خبره په ټولو حاجيانو كې ريښتيا نه وي، خو د افغانستان د اوسني نظام په منځ كې پراخ اداري فساد ته په كتو له ورايه ښكاري چې يو افغان دغه پاكه ديني فريضه له څومره ستونزو سره يوځاى ادا كولاى شي.
حج ته د تلو لپاره د كسانو د ټاكلو ترڅنګ د هغوى وړل راوړل بله هغه موضوع ده چې بې له شكه بايد هر كال د حج او اوقافو وزارت كار ورباندې وكړي او په ښه توګه يې حل كړي. سعودي عربستان ته د حاجيانو په وخت رسول او هلته د هغوى لپاره دځاى تيارول، هغه اړتياوې دي، چې د حج او اوقافو چارواكي يې په لومړي ګام كې د پوره كولو هڅې كوي. كه څه هم سږ كال سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو د ليږد او هلته د ميشت كيدو چارې تر بل هر كال ښې پرمخ ولاړې، خو د هغوى د بېرته راليږدولو په برخه كې دادي داسې ستونزې را پيدا شوي، كه حل نشي په ريښتيا هم د حج او اوقافو وزارت ټولې هڅې له خاورو سره خاورې كولاى شي.
هغه مهال چې لا سعودي ته د حاجيانو تګ نه و پيل شوى، د حج او اوقافو وزارت له بېلابېلو هوايي شركتونو نه غوښتنه وكړه، چې د حاجيانو د ليږد لپاره خپل شرايط وړاندې او په داوطلبۍ كې ګډون وكړي. د هغې داوطلبۍ په پايله كې چې د حاجيانو د ليږد په موخه د بېلابېلو هوايي شركتونو ترمنځ وشوه، كام اير هوايي شركت په دې بريالى شو، چې د حاجيانو د ليږد لپاره ښه شرايط وړاندې كړي. د حج او اوقافو وزارت هغه مهال چې دغه شركت د وړونكي په توګه اعلان كړ، وويل چې بل هيڅ شركت داسې شرايط نه و وړاندې كړي، لكه نوموړي شركت چې وړاندې كړل. كه څه هم د نورو شركتونو ترڅنګ آريانا افغان هوايي شركت چې يو دولت شركت دى، هم داوطلبي ته حاضر شوى و، خو بيا هم ددې لپاره چې د حج او اوقافو وزارت په وينا حاجيان په خپل وخت او ښه حج ته ورسيږي او بيرته خپل هيواد ته راستانه شي، كام اير يې وټاكه. كام اير په همغو لومړيو كې ژمنه وكړه، چې خپل كار به په ښه توګه پرمخ بيايي او هيڅ داسې كار به ونكړي، چې افغان حاجيانو ته د ستونزو د پيدا كېدو لامل وګرځي. كام اير ددغه كار لپاره د څو نويو الوتكو د اجارې خبره هم وكړه او په ريښتيا يې هم حاجيان سعودي ته ښه او پر وخت ورسول، خو اوس په سعودي عربستان كې ميشت افغان حاجيان د ورځې په تېريدو له سختو ستونزو سره مخ كيږي. هغوى بايد تر دې څو ورځې وړاندې هيواد ته راستانه شوي واى خو د هغوى په وينا، د كام اير هوايي شركت يې د ليږد چارې نه سمبالوي. همدا اوس په عربستان كې تر شپږو زرو افغان حاجيان پاتې دي چې بايد ژر تر ژره هيواد ته راستانه شي، خو كام اير هره ورځ د ګوتو په شمار الوتنو په پايله كې يوازې څه كم دوه سوه تنه حاجيان هيواد ته راليږدوي.
د حج مراسمو ته تللي حاجيان له دې امله چې د ټاكل شويو شپو ورځو د لګښت پيسې يې له ځان سره وړې دي، اوس له دې امله هم په ستونزو اخته دي، چې پيسې يې خلاصې شوي او اوس آن لا ګدايي ته اړ شوي دي. وړمه ورځ داسې خبرونه هم خپاره شول چې تر سلو ډير حاجيان به په حرم شريف كې څادرونه وغوړوي او ګدايي به پيل كړي. همدارنګه ډيرى حاجيانو چې له حج نه وروسته يې خپلو كورونو او يا خپل خپلوانو ته سوغاتونه اخيستي، د هغو خرڅولو ته اړشوي او له پيسو نه يې د خپلو ورځنيو لګښتونو په لاره كې ګټه اخلي.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت چارواكي وايي، كام اير په خپلو كمو پروازونو سره په دې نه ده توانيدلى چې تر دې مهاله دې ټول حاجيان هيواد ته راستانه كړي، خو په ورته وخت كې د كام اير چارواكي بيا له سعودي چارواكو سر ټكوي او وايي، كه دوى ته هره ورځ د ډيرو الوتنو اجازه وركړل شي، ښايي په يوه ورځ كې افغان حاجيان خپل هيواد ته راستانه كړي. په ورته وخت كې بيا په سعودي عربستان كې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت چارواكي وايي چې كام اير كوچنۍ الوتكې كاروي او دغه الوتكې ددې ترڅنګ چې په يوه وخت ډير كسان نه پكې ځاييږي، كار كوونكي يې هم له حاجيانو سره بد چلند كوي.
پورتنيو ستونزو او خبرو ته په كتو داسې ښكاري، چې د حاجيانو ستونزې به څو ورځې نورې هم اوږدې شي او له دې لارې به ډير دې ته اړ شي چې د افغانستان او افغان په نامه په سعودي كې ګدايي وكړي. كه چيرې داسې وشي، نه يوازې داچې د حاجيانو هغو ارمانونو ته چې حج ته د تلو او له هغې خوا په خپل وخت راستنېدو په اړه يې لرل له خاورو سره خاورې شي، د حج او اوقافو وزارت چارواكو د ناكارۍ ښه ثبوت به هم خلكو ته ښكاره شي. ددغې ستونزې د حل لپاره به ښه وي چې د افغانستان دولت ددغې ستونزې لپاره داسې لار ولټوي چې هم يې هغه خواري چې د حاجيانو د ليږد په اړه يې كړې بې ځايه لاړې نه شي او هم افغان حاجيان له هغه ذلت نه چې د ګدايي له وجهې به ورته مخ كيږي، بچ شي.
په دې برخه كې تر ټولو ستر مسئوليت د هغه كميسيون پر غاړه دى، چې د بېلابېلو دولتي ارګانونو له استازيو جوړ او د حاجيانو د چارو د سمون لپاره ټاكل شوى دى. همدارنګه د حج او اوقافو وزارت ته ښايي، يا له كام اير سره په تماس كې دا ستونزه حل كړي او يا هم د كام اير ترڅنګ كوم بل هوايي شركت ته پيسې وركړي چې افغان حاجيان كورونو ته راورسوي.
له خصوصي شركتونو سره په تړون كې يو مهم شرط داوي، چې دغه شركتونه به ټول هغه شرايط په خپل وخت پوره كوي، چې د تړون كوونكې ادارې له لوري ورته ښودل كيږي، اوس كه كام اير دغه شرطونه نه وي پوره كړي، حج او اوقافو وزارت حق لري، چې د كام اير په پيسو له نورو شركتونونو نه ګټه واخلي او خپل حاجيان هيواد ته راستانه كړي. همدارنګه كه ستونزه د كام اير شركت نه د عربستان د دولت وي، نو بايد حج او اوقافو وزارت او يا هغه كميسيون چې په سر كې يې د بهرنيو چارو وزير دى، د سعودي له دولت سره دا خبره ياده كړي او د خپلو حاجيانو ستونزې دې ورسره شريكې كړي. بې له شكه له سعودي دولت سره د خبرو پايلې به هم د حاجيانو ستونزې حل كړي او هم به حكومت له هغې نام بدۍ نه وساتي چې له دې لارې ورته متوجه ده. كه داسې ونه شي، لرې نه ده چې افغان حاجيان په سعودي كې لاريونونه پيل كړي او له دې لارې په لوړه كچه د خپلو حقونو د تر لاسه كولو غوښتونكي شي. په ريښتيا هم هره خبر چې وي، د حكومت او كام اير ترمنځ به وي، حاجي خو له تلو نه مخكې ښې پوره پيسې حكومت ته وركوي او هلته يې هم د چارواكو ټولو فرمانونو ته غوږ نيسي، خو حكومتي اړونده ادارې هم بايد داسې ونكړي، چې كله يې پيسې ترلاسه او موخې يې پوره شي، د خپلو خلكو ستونزې پرځاى پريږدي. د خلكو د ستونزو حل د حكومت له سترو مسئوليتونو نه ګڼل كيږي او له همدې امله نه د احسان او كرم له مخې، بلكې د خپلې دندې او مسئوليت له مخې بايد دغې موضوع ته جدي پاملرنه وكړي او په څو ورځو كې د حاجيانو مسئله حل كړي.
مرگ بی نظیر بوتو و تاثیرات آن بر آینده پاکستان
بی نظیر بوتو رهبر حزب مردم پاکستان و صدراعظم پیشین آنکشور در یک حمله انتحاری روز پنجشنبه در شهر راولپندی پاکستان کشته شد. وی هنگام کشته شدن 54 سال داشت و یکی از چهره های بارز سیاسی پاکستان به حساب میامد. بی نظیر بوتو دختر ذوالفقار علی بوتو و سیاستمدار جرار و دلیر پاکستان بود.
خانم بوتو تحصیلاتش را در خارج از پاکستان انجام داد و بعد از آنکه پدرش توسط جنرال ضیاءالحق اعدام گردید، عملاً به سیاست روی آورد. وی بعداً رهبری حزب مردم پاکستان را بر عهده گرفت و تا آخرعمرش به این سمت باقی ماند. بی نظیر بوتو دو دوره صدارت پاکستان را به پیش برد که در هر دو دوره به اتهام فساد و سوء استفاده از قدرت از کار بر کنار گردید. وی برای هشت سال در تبعیدی که خودش آن را اختیار کرده بود در لندن و دبی به سر برد و سر انجام در ماه اکتوبر سال جاری میلادی به کشورش بازگشت. وی قبل از بازگشتش مصرانه سیاست های جنرال مشرف رئیس جمهور پاکستان را انتقاد می کرد و روی همین موضوع بر توافقاتی نیز با نواز شریف صدراعظم سابق پاکستان نایل آمد؛ اما بعد از بازگشتش به پاکستان این توافقات به نوعی فراموش شد و بوتو راهش را تنها منحیث رهبر حزب مردم پاکستان با انتقادات شدید از حکومت مشرف ادامه داد.
بی نظیر بوتو بعد از بازگشتش به پاکستان با پذیرایی بی نظیر طرفدارانش روبرو گردید؛ اما با رسیدنش به پاکستان کاروان همراهش هدف حمله انتحاری قرار گرفت که ده ها کشته و زخمی برجاگذاشت. بی نظیر بوتو در همان اوایل که به پاکستان آمد امنیت خودش را نگران کننده خواند و گفت مبارزه اش در مقابل دیکتاتوری مشرف وهم چنان حلقات افراطی که در پاکستان حملات گوناگونی را انجام می دهند ادامه خواهد داشت. بی نظیر بوتو اوضاع جاری پاکستان را قناعت بخش نه؛ بلکه قابل نگرانی می خواند از همینرو برای تغییر اوضاع سیاسی کشورش به کمپاین وسیع انتخاباتی پرداخت. وی همه روزه به شهرهای مختلف پاکستان سفر می کرد و به هوادارانش سخنرانی می کرد. بی نظیر بوتو از تمامی احزاب سیاسی پاکستان خواسته بود که برای تغییر در نظام حاکم بر کشورش دست به دست هم داده و پاکستان را به سوی مردم سالاری و دیموکراسی سوق دهند. او هم چنان حالت فوق العاده را که چندی قبل توسط مشرف اعلان و خاتمه یافت به شدت نکوهش کرد و برای از بین بردن آن از دولت خواسته های متعددی نمود. بی نظیر بوتو یگانه سیاستمداری بود که در جهان به وی دختر شرق گفته می شد و هم چنان سیاست های فعلی وی مورد قبول اکثر کشور ها به خصوص کشور های همسایه قرار داشت.
خانم بی نظیر بوتو آخرین دیدار رسمی اش را با حامدکرزی رئیس جمهور افغانستان که به سفر دوروزه به اسلام آباد رفته بود، انجام داد. وی در این دیدار روی اوضاع دوکشور و منطقه با رئیس جمهور افغانستان صحبت کرد و اظهار داشت که اگر حزبش در انتخابات پیروز شود، در راه از بین بردن تروریزم و افراط گرایی که به گفته او مردم افغانستان و پاکستان مشترکاً از آن رنج می برند، بیشتر همکاری خواهد نمود. رئیس جمهور افغانستان که شام پنجشنبه در نکوهش حمله بر جان بی نظیر بوتو صحبت می کرد، وی را دختر دلیر پاکستان و جهان اسلام خواند و اظهار داشت که وی با ثبات و امنیت افغانستان و منطقه علاقه خاصی داشت.
در برابر مرگ بی نظیر بوتو رهبران و حکومات مختلف جهان عکس العمل های شدید را نشان دادند و آن را کار مردمانی خواندند که مخالفت با دیموکراسی و مردم سالاری در پاکستان دارند. بی نظیر بوتو دیروز با حضور هزاران پاکستانی در پهلوی پدرش در منطقه لارکانه به خاک سپرده شد.
بی نظیر بوتو در این اواخر به رهبر بزرگ اپوزیسیون حکومت پاکستان تبدیل گردیده بود. وی هم چنان در مخالفت صریح با جنگجویان اسلامی قرار داشت و در مقابل شان سیاست کاملاً دشمنانه داشت. بوتو به جهان غرب وعده سپرده بود که اگر قدرت پاکستان به دستش افتد، از هیچنوع کمک در راه مبارزه با جنگجویان اسلامی دریغ نخواهد کرد. او هم چنان خواهان تغییرات جدی در اوضاع سیاسی و اجتماعی پاکستان امروزی بود و به شدت می خواست، پاکستان به سوی حکومت انتخابی و مردم سالار برود.
بی نظیربوتو با آنکه خوب می دانست که جان و زنده گی اش در خطر است، برای به دست آوردن قدرت و موفقیت حزب تحت امرش در انتخابات سال آینده کمپاین می کرد و در جریان همین کمپاین جانش را از دست داد. صاحب نظران و تحلیلگران همه به این باور هستند که با کشته شدن بوتو، تغییرات بارزی در اوضاع پاکستان خواهد آمد. نخستین تغییری که با کشته شدن وی در پاکستان به چشم می خورد، همانا ازدیاد نفرت مزید مردم آنکشور در برابر دولت مشرف خواهد بود. دیروز که جنازه خانم بوتو به خاک سپرده می شد، هزاران تن از طرفداران وی به جاده ها ریختند و با آتش زدن موتر ها، دکاکین، بانکها و تخریب خط ریل تنفر و انزجار شان را در برابر دولت و عکس العمل شان را در برابر کشته شدن رهبر شان اظهار داشتند. اکثراً به این باور هستند که تشنجات طرفداران حزب مردم پاکستان در همین جا خاتمه نخواهد یافت؛ بلکه با مراجعه به محاکم و متهم کردن تعداد زیادی از دست اندرکاران حکومت مشرف، راه را برای یافتن عاملان اصلی قتل بوتو باز خواهند کرد. هم چنان در این سلسله ممکن انتخابات پارلمانی پاکستان که بوتو خواهان برگزاری به وقت آن بود نیز به تعویق افتد و به اینگونه اختلافات میان حزب مردم آنکشور و حکومت بیشتر خواهد شد. با این همه آن حلقات و گروهاییکه تا دیروز در مخالفت نسبی سیاسی با حزب بوتو قرار داشتند، اکنون با او همدردی نموده و در برابر دولت در صف واحدی با حزب مردم پاکستان خواهند ایستاد که این خود بی تاثیر بر حکومت مشرف نه خواهد بود. نمونه بارز این همدلی همین دیروز در حزب مسلم لیگ نواز مشاهده شد که وی علناً اعلان داشت که حزبش انتخابات را تحریم خواهد کرد و از این راه دولت پاکستان را منحیث دولت غیر منتخب و دیکتاتور به جهان معرفی خواهد نمود.
با این همه سیاستمداران مختلف پاکستان با کشته شدن بوتو در مورد سهل انگاری دولت در حفاظت رهبران سیاسی بی اعتماد شده و راهی را برای بهبود آینده و حفظ زنده گی شان که راه غیر از همراهی با مشرف خواهد بود اختیار خواهند کرد. بدون شک بی نظیر بوتو در این اواخر به رهبر تمام عیار تقریباً ملی و فراگیر در پاکستان مبدل شده بود، مردم پاکستان نه تنها سخنان و بیانیه های مکرر و پر جاذبه وی را به علاقه فراوان می شنیدند؛ بلکه همه روزه در تعداد طرفدارانش نیز ازدیاد به عمل میامد که این خود نشانه پیروزی وی در انتخابات آینده پاکستان بود.
عکس العمل تند کشور ها دیگر و جامعه جهانی در برابر کشته شدن بوتو، نیز می تواند راه را برای فشار بیشتر جهان بر دولت پاکستان هموار سازد، حتی بعضاً به این باوراند که کشته شدن بوتو عامل بر آمدن مشرف از قصر ایوان صدر پاکستان خواهد شد.
در نتیجه گفته می توانیم که کشته شدن بی نظیر بوتو در سلسله اختلافات درونی، نا ارامی ها ومشکلات متعدد روز افزون پاکستان باعث تضعیف بیشتر دولت پاکستان خواهد شد. در عین حال کشته شدن وی راه را برای موفقیت یقینی حزب مردم پاکستان باز خواهد کرد که در آنصورت مشکلات مشرف و حکومتش با این حزب چند برابر خواهد شد.
د سوداګرۍ پراختيا د ستونزو د حل تر
ټولو ښه لار
داسې ښكاري چې په دې وروستيو كې افغان دولت له بېلابېلو هيوادونو سره د سوداګرۍ د اړيكو د پراختيا هڅې په لوړه كچه پيل كړي دي. د افغانستان ولسمشر حامد كرزي چې څه موده وړاندې د كويټ هيواد ته سفر وكړ، لويه موخه يې د افغانستان او كويټ هيوادونو ترمنځ د سوداګريزو چارو پياوړي كول و. همدارنګه تېره اوونۍ چې ولسمشر پاكستان ته كوم سفر درلود په هغه كې هم د افغان او پاكستاني چارواكو ترمنځ د خبرو اترو لويه موضوع د سوداګريزو اړيكو پراختيا او په افغانستان كې د پاكستاني پانګوالو پانګه اچونه وه. ولسمشر په لوړ غږ په پاكستانيو پانګوالو غږ وكړ چې راشي او په هر برخه كې چې غواړي، په افغانستان كې پانګه اچونه وكړي. د دې ترڅنګ د ترانزيت مسئله هم يو له هغو خبرو نه وه چې د افغان او پاكستاني چارواكو ترمنځ ياده شوه. ولسمشر د منځنۍ آسيا او پاكستان ترمنځ د افغانستان نښلوونكي ارزښت ته اشاره وكړه او همدارنګه يې له هند او نورو هيوادونو سره د افغانستان په سوداګرۍ كې د پاكستان په رول خبرې وكړې. كرزي وويل، چې افغانستان تيار دى په هره برخه كې د پاكستان له دولت او سوداګرو سره مرسته وكړي، چې خپل توكي د افغانستان له لارې منځنۍ آسيا ته يوسي او يايې هم افغانستان ته د پلورلو لپاره راوړي. په همدې لړ كې د افغانستان او پاكستان ترمنځ يوه سوداګريزه كميټه هم كار كوي، چې ټوله هڅه يې د افغانستان او پاكستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګوالۍ د چارو پياوړي كول دي.
افغان دولت كوېټ ته د ولسمشر له سفر نه وروسته كابل ته د كويټي چارواكو او سوداګرو د سفر خبره هم وكړه، چې دغه موضوع د پاكستان په سفر كې د پاكستاني سوداګرو او اقتصادي چارواكو د سفر په برخه كې هم ياده شوه.
پانګه اچونه او سوداګري په ريښتيا هم د يوه هيواد د په ځان بسيا كېدو او پرمختګ لپاره تر ټولو ښه لاره بللاى شو. د افغانستان ولسمشر د پاكستاني اقتصادي چارواكو او سوداګرو په غونډه كې هم په دې اړه ټينګار وكړ او ويې ويل، كه هرڅومره مرستې هم له افغانستان سره له بهر نه وشي، زموږ د هيواد د په ځان بسيا كيدو په لاره كې به كومه مرسته ونكړي، د هغه په وينا يوازنى شى، چې كولاى شي افغانستان په خپلو پښو ودروي او يوه بډايه هيواد ځنې جوړ كړي، همدغه پانګه اچونه او د سوداګرۍ پراختيا ده. په ريښتيا هم يو هيواد هغه مهال په پښو دريږي چې ګټه او لاسته راوړنه يې ټوله خپله وي. افغانستان هم د نورو هيوادونو ترڅنګ هغه مهال په ځان بسيا كيداى او په خپلو پښو دريداى شي، چې له نورو هيوادونو سره سوداګريزې چارې پيل كړي او له دې لارې د خپلو خلكو د هوساينې او بډاينې لپاره لومړني ګامونه پورته كړي.
د ډيرى اقتصاد پوهانو په اند، افغانستان د خپل جغرافيايي موقعيت او همدارنګه د اقتصادي منابعو له امله له نړۍ سره په سوداګريزو اړيكو كې تر بل هر هيواد ښه كولاى شي، ډيره ګټه وكړي، له دې امله چې افغانستان د نړۍ په زړه كې داسې ځاى پروت هيواد دى، چې سويلي آسيا ته د منځنۍ آسيا د ګازو د تيرېدو ښه لاره او منځنۍ آسيا ته د سويلي آسيا د توليداتو د تيريدو ډيره ښه لاره كيداى شي. په دې توګه افغانستان كولاى شي هم د ترانزيت له لارې ډير عوايد ترلاسه كړي او هم د دغه هيواد په بيلابيلو برخو كې د توكو د زير مو او كاركوونكو د كار له لارې.
ددې ترڅنګ په افغانستان كې شته د ځمكې لانې ټولې طبعي زېرمې د نورې نړۍ پرخلاف تر اوسه نه دي كيندل شوي او نه هم په دې برخه كې پانګه اچونه شوې ده. كه چيرې د افغانستان په كانونو پانګونه وشي او له دې لارې د افغانستان خلكو ته د كار او دولت ته د ماليې او د قرار داد له نورو برخو نه د عوايدو لاره خلاصه شي، په ډير لږ وخت كې به افغانستان په خپلو پښو ودريږي. همدا اوس چې د لوګر د عينكو د مس په اړه په كوم قرار داد كار روان دى، كه چيرې بشپړ شي او پر دغه كان كار پيل شي، د افغانستان لپاره به يې دومره ګټه وي، چې په تير عمر كې يې ښايي هيڅ كړي نه وي. د افغانستان د معادنو وزارت د معلوماتو له مخې، يوازې د لوګر د مسو په قرار داد كې كه د ريل پټلۍ جوړه او منځنۍ آسيا له پاكستان او له هغې لارې له هند سره ونښلول شي، هر كال به په لسهاو ميليونه ډالر افغانستان ته ګټه راوړي. ددې ترڅنګ په سلګونو افغانان به د دغه كان په بېلابېلو برخو كې د كار له مخې خپل عوايد ولري او ددې ترڅنګ به يې د كورنيو ژوند او د ماشومانو روغتيا او روزنې ته هم پوره پاملرنه وشي. همدارنګه كه د افغانستان په نورو كانونو كار پيل او پانګونه ورباندې وشي، په پوره باور سره ويلاى شو چې افغانستان به بيا د بهرنيو څو ميليونو ډالرو ته سترګې نه وي نيولې. په دې لاره كې هغه څه چې اړين دي، د افغان دولت د هغو هڅو لا پراختيا ده چې اوس مهال يې په لاره اچولې. كه چيرې ولسمشر كرزى په خپل هر سفر كې همدې برخې ته پاملرنه وكړي او د ماليې او سوداګرۍ وزارتونه هم د سوداګريزو چارو د لاهمغږي كولو لپاره خپلې هڅې ونه سپموي، لرې نه ده چې د افغانستان خپلې اقتصادي سرچينې د افغانانو د ستونزو د حل جوګه شي.
كه چيرې داسې وشي، نه يوازې داچې د افغانستان ترځمكې لاندې زيرمې به ګټې اخيستنې ته چمتو شي، د افغانستان او نورو هيوادونو ترمنځ سوداګري به هم دومره پراخه شي، چې په پايله كې به يې افغانان د يوه هوسا او په خپلو پښو ولاړ ژوند خاوندان شي.