طالبان په څه ډول مهم اهداف په نښه كوي؟
په كابل سيرينا د وړمې ورځې بريد او هلته د څوتنو مرګ ژوبله په ډاګه كوي چې اوس طالبان له ښارونو نه مهمو ودانيو ته خپل بريدونه پراخوي. دغه بريد چې د افغانستان د پلازمېنې كابل په تر ټولو مهم او له امنيتي پلوه ډاډمن هوټل وشو، كابل ښاريان او ټول افغانان يې له دې امله ولړزول، چې ګنې دامهال په كابل كې د سترو او بهرنيو ميلمنو د اوسېدو ځاى چې يوازې له سړكونو تېرېدو ته يې لارې بندېږي، ډاډمن او محفوظ نه دى. كابل سيرينا د كابل په زړه او د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې هغه هوټل دى، چې له تېرو دووكلونو راهيسې يې د كابل د لومړۍ درجې هوټل ځاى نيولى. دغه هوټل د اسمعيليه شيعه ګانو د اوسني مشر آغاخان دى او ويل كيږي، نوموړى په ډيرو هيوادونو كې په ورته نامه هوټلونه لري.
د كابل سيرينا ځانګړنه په دې كې ده، چې هلته تر ډيره بهرني ميلمانه، ډيپلوماټان او داسې نور مهم كسان اوسيږي. ښايي په نورو هيوادونو كې هم د سيرينا هوټلونو ميلمانه همدغه كسان وي، داځكه چې څو اوونۍ وړاندې چې كله د افغانستان ولسمشر حامد كرزي پاكستان ته سفر وكړ، په ورته هوټل كې يې چې د اسلام آباد په ډيرو ښو هوټلونو كې حسابيږي كوټه لرله.
سيرينا هوټلونه كله چې چا نه وي ليدلي په اړه يې بېلابېلې خبرې اوري، همدا د كابل سيرينا هم د ډيرو په اند د ډول ډول فحاشيو مركز دى، خو لكه څنګه چې خلك فكر كوي، دومره بربنډه فحاشي هم نشته پكې. په دغه هوټل كې افغانانو ته د افغاني ژوند پوره شرايط برابر دي او بهرنيانو ته د هغوى له خوښې سره څه ناڅه امكانات برابريږي، خو ښايي په كابل سيرينا د طالبانو د وړمې ورځې بريد له دې امله نه وي شوى. طالبانو په هغه لومړۍ ټيلفوني اړيكي كې چې له خبريالانو سره يې ونيوه، په هوټل كې د ميشتو بهرنيانو د وژل كېدو خبره وكړه. هغوى وويل چې دغه بهرنيان يې له دې امله نښه كړي، چې نظامي بهرنيانو ته كار كوي، د هغوى په وينا، د دوى يوازې جامې بدلې دي، خو كه حقيقت ته وكتل شي، په دغه شان بريدونو كې نه يوازې داچې د ملكي او پوځي بهرنيانو خاطر نه كيږي، ګڼ شمېر بې ګناه افغانان هم په كې وژل كيږي. د سيرينا د بريد ډيرى قربانيان هم هغه افغانان و، چې په هغه هوټل كې يې د چوپړي او ياهم د ساتونكو په توګه دنده تر سره كوله.
پرون حكومتي امنيتي سرچينو خبر وركړ، چې په بريد كې بهرنيان هم وژل شوي، خو په زړه پورې داده، چې د هوټل خاوند د خپلې ګټې غمه خوري. د دغه هوټل وياند د ځينو خبريالانو د هر شان پوښتنې په اړه ويلي، چې دغه پېښه ډيره بده پېښه وه، زموږ هوټل خراب شو او زموږ سوداګري ته يې هم زيان ورساوه. د سرينا خاوند ملامت نه دى هغه د هغه څه په اړه اندېښمن دى، چې د هغه لپاره يې هوټل پرانيستى، خو افغانان چې له كوم څه نه په ويره كې دي، هغه دادي چې دا مهال ډير كم ځايونه ورته ډاډمن او با امنه ښكاري. هغوى كه دوه كاله وړاندې د سيرينا له شاوخوا د سيمنټي پايو او چكونو په درولو ددغه هوټل د امنيت د ټينګښت ننداره كوله، خو وړمه ورځ يې د دغه هوټل تر منځه د ځانوژونكو بريد كوونكو رسيدل او د يو شمېر خلكو وژل او ټپي كيدل وليدل.
دامهال خلكو ته يوازې او يوازې داپوښتنه تر هرې بلې پوښتنې وړاندې سترګو ته دريږي، چې دا پېښه څنګه او په څه ډول تر سره شوه، آيا ريښتيا هم طالبانو د هيواد له سوېل نه چې ډيرى يې د هغوى د فعاليتونو مركز بولي او ياهم له پاكستان نه چې د ډيرو په وينا، ځانمرګي له هغه ځايه زموږ هيواد ته راځي، په دومره ځيركۍ خپل كسان تر كابله او بيا د سيرينا تر منځه راورسول او دا كار يې وكړ او كه په كابل كې داسې څوك او يا كړۍ شته چې له هغوى سره د مرستې له لارې يې دغه كار تر سره كړ. كه داسې وي، دا څوك دي اوله كومې خوا نه يې ملاتړ كيږي.
تر دې وړاندې څو څو ځله په سياسي كړيو كې ياده شوې چې دامهال دننه په حكومت كې داسې خلك شته چې د امتيازاتو د ترلاسه كولو لپاره هر كار ته تيار دي، آيا همدا خلك خو نه دي چې د سيرينا له ټينګو او په امنيتي وسايلو پوښلو دروازو يې طالب چريكان تير كړل او هلته يې دغه ننداره جوړه كړه. په اسلام آباد كې د طالبانو د مهال سفير ملا عبدالسلام ضعيف هم چې تېره ورځ د بي بي سي له خبريال سره خبرې كولې دغه شونتيا رد نكړه او ويره يې وښوده چې ښايي ځينې خلك په مركز كې هم د دغسې كارونو هڅولو او بريالي كولو ته لمن ووهي. خو ددې ټولو په اړه پرېكړه له وخته وړاندې ده. دامهال چې موږ څه ويلاى شو هغه داده چې په كابل سيرينا د طالبانو بريد ته بايد په ساده سترګه ونه كتل شي. په دغه بريد سره طالبانو يوځل بيا ثابته كړه، چې دوى نور خپل فعاليتونه د هلمند او يا كنړ او پكتيا په غرونو كې نه ځانګړي كوي، بلكې له بېلابېلو لارو د افغان دولت مهمو اهدافو ته ځان رسوي او دداسې بريدونو په كولو يې دولت ته بېلګې وړاندې كوي. تر دې وړاندې هم طالبانو د حكومت د مهمو اهدافو د له منځه وړو هڅه كړې ده. په كابل كې د ملي پوځ او ملي پوليسو په موټرو د تېر زيږديز كال پرلپسې چاودنې او په ولايتونو كې د ولسواليو د مركزونو نښه كول، ټول هغه څه دي چې د حكومت په مهمو اهدافو د طالبانو د بريدونو او ددغو اهدافو د له منځه وړو هڅه بلل كيږي.
شنونكي په دې اند دي، چې طالبان به خپل دغه فعاليتونه نور هم غځوي او له دې لارې به افغان حكومت او په افغانستان كې ميشت بهرني ځواكونه تر فشار لاندې راولي، خو داچې دغه شننه به څومره پرځاى او زيانونه به يې څومره پراخ وي، هغه څه دي چې د ډيرو په اند، د حكومت د امنيتي څانګې له فعاليتونو سره مستقيم تړاو لري.
نشه يي توكي د ټولو ستونزو سرچينه
په افغانستان كې د نورو ستونزو ترڅنګ نشه يي توكي په ريښتيا هم كرار كرار د يوې داسې اندېښنې بڼه غوره كوي، چې ټول افغانان يې په اور كينولي دي. دغه ناوړه توكي چې بوټي يې تر ډيره په جګړه ځپلي افغانستان كې كرل كيږي او نوم هم زموږ د ولس ورباندې بد دى، اوس په داسې يوه لانجه اوښتي چې هيواد او نړۍ يې دې ته اړ كړي، چې د مخنيوي لپاره يې څه نا څه لازم كارونه تر سره كړي.
كه څه هم له ۲۰۰۱ز كال نه راپدېخوا د افغانستان حكومت او نړيوالې ټولنې تر ډيره خپله پاملرنه د ترياكو او نشه يي توكو كمښت او له منځه وړو ته ځانګړې كړې، خو لكه چې ښكاري، دغه توره بلا د كال په تېرېدو زموږ په هيواد كې ريښې ځغلوي او كچه يې لوړيږي. كه دوه يا درې كاله وړاندې افغانستان د نړۍ په كچه څه نا څه لږ ترياك توليدول، په ۲۰۰۷ كال كې يې د توليد كچه په نړۍ كې نژدې پنځه نوي په سلو كې شوه. كه څو كاله پخوا زموږ په هيواد كې چارواكو د ترياكو په وړاندې د مبارزې د ورځ تر بلې ورځې برياليتوب خبرې كولې، دامهال داسې ښكاري چې دغه مبارزه نه يوازې داچې بريالۍ نه ده، بلكې له داسې ګواښونو سره مخامخ ده، چې افغان حكومت يې هم د پرمخ بېولو لپاره د نړيوالې ټولنې مرسته اړينه بولي.
بهرنۍ او كورنۍ سرچينې وايي چې په افغانستان كې د توليد شويو نشه يي توكو ډيره ګټه هغو جنګياليو ته رسيږي، چې همدا اوس د افغان دولت او بهرنيو سرتېرو په وړاندې وسله واله مبارزه كوي. د دغو سرچينو په وينا، كه دغه لړۍ همداسې دوام وكړي، ښايي راتلونكى كال به له تېر كال نه چې په تېرو شپږو كلونو كې تر ټولو نا ارامه كال و، نا آرامه كال وي. حكومتي چارواكي هم په دې اند دي، كه له همدې اوسه د نشه يي توكو د كر او توليد مخه ونه نيول شي، په راتلونكي كال كې به مو هيواد د نا امنيو او تاوتريخوالو له بې شانه څپې سره مخامخ شي.
ولسمشر حامد كرزي هم څو مياشتې وړاندې له نشه يي توكو سره د مبارزې په ملي جرګه كې د هغو واليانو ستاينه وكړه چې د نشه يي توكو په وړاندې مبارزه كې خورا ښه برېښېدلي، خو د اندېښنې ځاى دادى، چې په همغو ځينو ولايتونو كې چې ولسمشر يې واليان د ترياكو د كمښت له امله وستايل، د ترياكو پرځاى د بنګو كر زور اخيستى او بزګران يې د ترياكو پرځاى دغه تور مخى بوټى كري.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، افغانستان د هغو هيوادونو په سر كې راځي چې نشه يي توكي په كې ډير توليديږي. دغه سازمان افغان حكومت وخت ناوخت له نشه يي توكو سره مبارزې ته هڅولى او په دې برخه كې يې د مرستو ژمنې هم ورسره كړې دي. همدا تېره اوونۍ، نړيوال بانك په افغانستان كې د خلكو د اقتصادي توان د لوړولو او د ترياكو د كښت د كمښت په موخه، افغانستان ته ۳۰ ميليونه ډالره وړيا مرسته وركړه. په كابل كې د نړيوال بانك چارواكي وايي، دغه مرسته به افغانانو ته د وړو پورونو د وركړې په لاره كې ولګول شي او له دې لارې به د هيواد په اوو ولايتونو كې د ترياكو د كر او توليد د كچې د راټيټېدو هڅه وكړي.
په رسنيو كې هم د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې وزارت په پرلپسې توګه وار وار بزګرو ته خبر دارى وركوي او غوښتنه ځنې كوي چې نور د ترياكو كښت ته زړه ښه نه كړي. په ولايتونو كې هم چارواكي وايي، چې خلكو ته يې ويلي له نشه يي توكو سره معامله پريږدي او د هيواد د خلكو د هوساينې لپاره د غنمو او نورو اغيزناكو توكو كر كيله پيل كړي. اقتصادي كار پوهان په دې اند دي، كه د هيواد د هغو ولايتونو پراخې ځمكې چې اوس ترياك ورباندې كرل كيږي، د غنمو په فصلونو ښكلې او يا نور توكي په كې وركرل شي، زموږ د خلكو هغه ستونزې چې اوس يا بل هر وخت يې په دې برخه كې لري، له منځه ولاړې شي. همدا اوس چې د هيواد په ساره او اوږدو كې خلك د خوراكي توكو د بيو له لوړوالي نه تر پوزې راغلي او ګراني هم ورځ په ورځ ډيريږي، د خلكو غږ همدغه دى چې زموږ كروندګر ترياك كري او د غنمو او يانورو توكو كرلو ته يې ور فكر هم نه دى. د خوراكي توكو سوداګر او هټۍ وال هم ټول په يوه غږ د هيواد پر ځمكو د ترياكو له كښت نه سرټكوي او وايي، كه دا حال دوام وكړي، هيواد به مو تر تله په نورو پورې تړلى وي. همدا اوس چې د يوې ورځې لپاره د پاكستان د پولې له بندېدو سره د كابل او يا ولايتونو په بازارونو كې د خوراكي توكو بيې آسمان ته خيژي، لامل يې همدا دى چې موږ خپل هيواد كې د خوراك څه نه لرو او د كال فصل مو ټول نشه يي توكي وي. په باور سره ويلاى شو، چې كه د افغانستان د شمال او سوېل، ختيځ او لوېديځ ټولو ځمكو كې غنم او داسې نور توكي وكرل شي، راتلونكي كلونه به كم تر كمه زموږ خلك د ډوډى او اوړو په برخه كې په خپل ځان بسيه او د يو څو ټنو غنمو وراردولو ته به مو نه چارواكي او نه هم خلك د ګاونډيانو زنې نيسي.
د نشه يي توكو د مخنيوي لپاره له پرونه راهيسې په كابل كې يو سيمينار هم پيل شوي، چې په هغه كې د دوولسو هغو ولايتونو واليان جرګه شوي، چې د كوكنارو كښت پكې ډير او بزګران يې هم روا كر ته دومره ليواله نه دي. د كورنيو چارو او نشه يي توكو پر ضد د مبارزې د وزارتونو په وينا، په دغه كنفرانس كې به د كوكنارو د كركيلې د مخنيوي لپاره تر ټولو اغيزناكې لارې ولټول شي او له دې لارې به افغان كروندګر قانع كړاى شي چې نور د كوكنارو كر پاى ته ورسوي. تر دې وړاندې هم حكومت خبر وركړى و، چې سږ كال كه په رضا چا د نشه يي توكو كر پرېنښود، په زور به يې كر وندې واړوي او هيواد به له دغې تورې بلا نه خلاص كړي.
كه اوس او د راتلونكي كال لپاره د ترياكو په وړاندې د حكومت او نړيوالې ټولنې دريځ او بيا هغو وېرو ته چې ګنې كال ته به بيا د ترياكو كښت ډير وي، سړى پام وكړي، په ريښتيا هم چې راتلونكى پسرلى او منى به زموږ خلك د يوې بلې داسې ستونزې په حل لګيا وي چې نه ددوى ده او نه هم زموږ ټول ملت ورسره خواخوږي لري. اوس او هر وخت ټوله نړۍ په دې اقرار كوي، چې په افغانستان كې د نشه يي توكو ستونزه په هغې نړيوالې مافيا پورې تړلې، چې يوازې د افغان دولت څه چې د ډيرو خلكو زور نه ورته رسيږي. په دغې مافيا كې نه يوازې داچې يوزيات شمېر افغان چارواكي لاس لري، په نړيواله كچه يې داسې سټې ملاتړي، چې ښايي توان يې زموږ له حكومت نه هم زيات وي. په هيواد كې د ترياكو بې كچې ډيرښت، د ترياكو په قاچاق وړونكو د چا زور نه رسيدل، له افغانستان نه د نړۍ ګوټ ګوټ ته ددغو ترياكو رسيدل ټول هغه دلايل دي چې په ډاګه كوي، چې د افغانستان د ترياكو د ډيرښت عاملين يوازې بې وزلي او لاس او پښې چاودې افغان بزګران نه، بلكې هغه مافيا ده چې دغه بزګر يې په واك كې راوستي او تر اوسه هم ګټه ترې پورته كوي.
په دې خو ټول پوهيږي چې يوازې د ترياكو بدنامي زموږ دولس ده، نوره ټوله ګټه يې د نړيوالې مافيا او هغو كړيو ده چې په تورو موټرو كې په پراخه كچه خپل قاچاق كښته پورته كوي. له همدې امله، د افغانستان حكومت ته په كار ده چې د ولايتونو له چارواكو سره د خبرو او له هغوى نه د ترياكو د بندولو د غوښتنې ترڅنګ په پراخه كچه له ګاونډيو او نورو هغو بهرنيو هيوادونو سره خبرې وكړي، چې هلته د افغانستان د ترياكو او نورو نشه يي توكو بازارونه ګرم دي. دغه بازارونه كه په نړيواله او سيمه ييزه كچه وتړل شي، په پوره باور سره ويلاى شو چې په افغانستان كې به هم د ترياكو او نورو نشه يي توكو مخه ونيول شي، ځكه چې ترڅو تقاضا وي، عرضه به په هر ډول چې وي كيږي. ددې ترڅنګ افغان بزګر هم د خپلو ديني اصولو په پام كې نيولو سره بايد په ټينګه د هغو بوټو د كركيلې نه ډډه وكړي، چې زموږ په دين كې ناروا او زموږ ځوانان په بدبختيو اخته كوي. كه داسې وشي نه به نور زموږ هيواد په نړيواله كچه د نشه يي توكو د توليد له امله بدنامه وي او نه به هم د خوراكي توكو په برخه كې په بهر پورې تړلي يو.