تبليغاتX
غبرګون
سياسي، ټولنيز، تاريخي او انتقادي وېبلاګ

 

د ملګرو ملتونو د نوي استازي په اړه شكونه له كومه ځايه سرچينه

 

 اخلي؟

 

د افغان-انگليس جگړې د سرتيري زوى به د افغانانو چوپړ وكړاى

 

شي که نه؟

 

لكه چې هيوادوال خبر دي، په دې وروستيو كې د افغان دولت او نړيوالې ټولنې ترمنځ، افغانستان ته د يوناما د نوي مشر د راليږلو پر سر د نظر اختلاف را پيدا شو. په دې توګه چې د وزيرانو شورا پرېكړه وكړه، چې نړيواله ټولنه دې د هغو دندو او واكونو په اړه چې نوې يې د ملګرو ملتونو استازي ته سپارلي، معلومات وركړي او دا دې په ډاګه كړي چې د ملګرو ملتونو راتلونكى استازى به په كابل كې په ريښتيا هم د ملګرو ملتونو استازيتوب كوي او كه د حكومت تر څنګ به يو بل حكومت چلوي. ويل كيږي، ملګرو ملتونو د دغه سازمان د راتلونكي استازي د دندو او واكونو ليست لا له وړاندې د افغان حكومت په لاس كې وركړى و، چې د وزيرانو شورا يې په اړه شكونه څرګند كړل.

يوناما

يوناما د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندويه عملياتو په نامه د هغې ادارې د انګليسي نوم لنډيز دى، چې د تېر شپږ كلن افغانستان په سياست كې يې ستر رول درلود. دغه اداره چې په افغانستان كې د ملګرو ملتونو سياسي استازيتوب هم ورته وايي، له ۲۰۰۱ز كال نه راپدېخوا د افغان دولت ترڅنګ په بېلابېلو مهمو كارونو كې ونډه اخلي او ترڅنګ يې پراخ پروګرامونه هم د افغانستان په بېلابېلو سياسي او ټولنيزو برخو كې لري. يوناما چې د كرزي د دولت په سركې يې مشري د لخضر ابراهيمي په لاس كې وه، په بېړنۍ او د اساسي قانون په لويو جرګو كې ښه وځلېده. د دغو جرګو د ډيرو غړو په وينا، يوناما او د امريكې سفارت چې هغه مهال يې مشري زلمي خليلزاد كوله، دواړه جرګې ښه په درز كې د خپلې خوښې پر بنسټ وڅرخولې او تر ډيره به يې د جرګو د غړو د خپل منځي اختلافونو منځګړيتوب هم كاوه.

له هغې وروسته د ولسمشرۍ او ملي شورا په ټاكنو كې هم يوناما مهم رول ولوباوه او تر اوسه پورې له هيواده بهر او دننه ډير كارونه همدغه يوناما له افغان حكومت سره د مرستې په نامه كوي. د هيواد دننه او بهر د كنفرانسونو رابلل، د افغانستان له خلكو سره د مرستو په نامه له نورې نړۍ سره اړيكې او په لسهاو نور هغه كارونه دي چې يوناما يې همدا اوس سرته رسوي. كه په لنډو ټكو كې ووايو، يوناما هغه نړيواله اداره ده چې د ډيرو بهرنيانو په اند يې د افغانستان د اوسني نظام په پښو درولو او پياوړتيا كې ډيره مرسته وكړه.

په اصل كې يوناما د بن له كنفرانس نه را وروسته د اوسني دولت تر ټولو ستره ملاتړ كوونكې نړيواله اداره بللاى شو، همدا لامل دى، چې تر دې مهاله يې په اړه ټول دولت يوه خوله دى او شتون يې ګټور بولي.

د يوناما د مشرتابه په اړه شكونه

په دې وروستيو كې د يوناما د پخواني مشر ټام كونيكس د كار دوره پاى ته ورسېده او په پام كې ده په نژدې راتلونكي كې د هغه پرځاى كوم بل څوك په كابل كې د ملګرو ملتونو د استازي په توګه و ټاکل شي. يو شمېر په دې اند دي چې ټام كونيكس په افغانستان كې د هغو كارونو په برخه كې چندان بريالى نه و، چې ده ته سپارل شوي وو. څو ورځې وړاندې هم يو شمېر بهرنيو كړيو شك وښوده چې ګنې نړيواله ټولنه د ټام كونيكس له كاره دومره خوښه نه ده، له همدې امله غواړي د راتلونكي لپاره كابل ته داسې استازى راواستوي چې د كار كيفيت يې ښه او په اصطلاح په خپلو چارو كې بريالى وي. دغه بريا او د كار ښه كيفيت ښايي په هغه سند كې ښه څرګند شوى وي، چې د ملګرو ملتونولخوا د افغانستان حكومت ته ددغه سازمان د نوي استازي د دندو او واكونو په اړه راليږل شوي و.

د افغان حكومت سرچينو ويلي، په دغه سند كې داسې ټكي ځاى شوي و، چې د هغو په وينا، د يوه خپلواك حكومت په منځ كې ورته ځاى نشته. حكومتي سرچينې وايي، د ملګرو ملتونو د نوي استازي په دندو او واكونو كې په افغانستان كې د اروپايي ټولنې استازيتوب او همدارنګه د دولت لپاره د ستراتيژي جوړول شامل و. د چارو ادارې عمومي رئيس فاروق وردک له بي بي سي سره د خبرو په ترڅ كې دغه مسئله نژدې پوره بيان كړه. په دغو خبرو كې ښاغلي وردك په زغرده وويل، چې كابينه د ملګرو ملتونو د نوي استازي له يو شمېر دندو او واكونو سره دومره ليوالتيا نه لري. هغه وويل چې افغانستان اوس داسې حکومت لري چې ستراتيژي جوړولاى شي.

د پخواني انګليسي سرتيري زوى

د ډيرو په اند ښايي ملګري ملتونه بريتانوى اپيډي اشډاون په افغانستان كې خپل راتلونكى استازى وټاكي. اشډاون د 1941ز کال د فبروري په 27 مه هغه مهال د هندوستان په ډهلي ښار کې و زيږيد، چې بريتانوي استعمار د هند په گډون د اسيا په ډېرو هيوادونو د خپل زاړه استعمار سيورى خپور کړى و. د هغه پلار کاتوليک او مور يې پروتستانت مذهبه ده او پلار يې د انگليسي پوځ منصبدار و.

اشډاون پوځي او سياسي مخينه لري او تر دې پخوا يې په بوسنيا هرزگوينا كې د ملګرو ملتونو د استازي په توګه كار كړى دى. ددې ترڅنگ هغه په ملگرو ملتونو او ځينې نورو ځايونو کې د بريټانيې د استازي او همدارنگه دننه په بريتانيا کې د پارلمان د غړي او د سياسي ډلې د مشر په توگه هم پاتې شوى دى.  بهرنۍ سرچينې هغه يو بريالى ډيپلومات بولي او وړاندوينه كوي، چې په افغانستان كې به د ملګرو ملتونو سياستونه ښه پلي كړاى شي.

يو شمېر افغان رسنيو د هغه د پلار په اړه ليکلي چې د افغان- انګليس  په جګړه كې د افغانانو لخوا په افغانستان كې وژل شوى دى، خو په هغو سرچينو کې چې د دغې ليکنې په برخه کې گټه ترې اخيستل شوې، داسې کوم څه نه ليدل کيږي.

لوى دردونه، کوچني درمل

ښايي په افغانستان ته د ملگرو ملتونو د نوي استازي په توگه د اشډاون د ټاکلو موضوع له دې امله هم بهرنيانو او افغانو ته په زړه پورې وي، چې د هغه پلار په سيمه او زموږ هيواد کې پوره نظامي او د اشغالگرۍ مخينه لري. اشډاون ته به ډېرو بهرنيانو د هغو انگليسي استازو گومان کړى وي، چې شاه شجاع او زموږ د خاورې نورو مزدورو مشرانو ته به يې د مشورو ترڅنگ د دولت د سياست اصلي ټکي ټاکل.

د ملګرو ملتونو غړيو چې په بشپړه توګه د امريكې او بريټانيې تر اغېزلاندې دي، ښايي په شلمه پېړۍ كې په افغانستان كې د بريټانيې د سياست د پلي كولو په تعقيب د هغه چا زوى د دغه سازمان د استازي په توګه كابل ته رامعرفي كړى وي، چې د ډېرو دوستانو وينه يې زموږ په خاوره كې تويې شوې ده. دوى ښايي په دې گومان وي، چې نوي دردونه زاړه درمل جوړولاى شي، خو نه يوازې داچې دا يوه بې ځايه شننه ده، بلکې په سلگونو نورې دومره ستونزې به راوزېږوي، چې د اشډاون پلار به هم په دې خاوره کې نه وي ليدلې. زموږ هيواد که څه هم په ستونزو اخته دى، خو په زغرده ويلاى شو، چې داسې لارې يې چې دامهال نړيوالې ټولنې لټوي، ستونزې نه شي حل کولاى.

د افغانستان اوسنى حالت دومره حساس دى، چې د راتلونكې په اړه يې هيڅوك هم كره وړاندوينه نه شي كولاى. د افغانستان دولت ددې ترڅنګ چې له پراخ اداري فساد نه په تكليف دى، په خپل منځ كې دداسې مصلحتونو پالنه كوي، چې له امله يې زموږ ولس تر دوو سپېږمو راغلى. ددې ترڅنګ، د هيواد امنيتي او بيارغنيز حالت داسې نه دى، چې ټول افغانان دې د هغه په اړه خوشبينه وي او د راتلونكې لپاره دې هم ډيره هيله ولري. د افغانستان د ستونزو دحل لپاره بېلابېلې بهرنۍ او كورنۍ كړۍ د كار لافې وهي، خو د خلكو له غبرګونونو نه داسې ښكاري، چې دغه لافې ټولې بې ځايه او زموږ په درد نه خوري.

په اصل كې د افغانستان ستونزې تر هغې ډېرې لويې دي، چې ځينې يې د درملو وړاندوينه كوي. افغانستان له ۲۰۰۱ز كال نه را پدېخوا ددې پرځاى چې په يوه ښه لوري رهبري شوى واى، په بهر پورې تړلى پر داسې خوا بوتلل شو، چې اوس يې پاى هيچا ته هم روښانه نه بريښي. د افغانستان ستونزه له تېرو دېرشو كلونو راهيسې د بهرنيانو د بې ځايه مهربانيو او لاسوهنو له لاسه ده، خو لكه چې ليدل كيږي زموږ اوسنى نظام چې په پرديو پورې تړلي نظامونه او د هغو پايلې يې تر بل هرچا ښې ليدلي، بيا هم ځان په بهر پورې تړلى خوښوي. همدا اوس چې افغانستان ته د كوم بهرني په تېره لوېدېز هيواد كوم لوړ پوړى استازى راځي، حكومتي چارواكي يې راتلل د خلاصون د پرښتې د راتګ په بڼه لمانځي او په ګډو خبري غونډو كې يې د ډبلو ژمنو يادونه كوي. همدارنګه د شپږو كلونو په تېرېدو اوس هم بهرني او هم كورني چارواكي افغانستان ته د بهرنيو ځواكونو راتلل د وضعې د كنټرول ښه لار بولي خو هيڅكله يې په دې سوچ ونكړ، چې په دې څو كلونو كې دغو ځواكونو څه وكړل چې په راتلونكې كې يې وكړي؟ داټول او ددې ترڅنګ ځينې نور ټكي ددې لامل شول، چې افغانستان دې په داسې يوې ستونزې اخته شي، چې اوس يې حل كولو ته هم د پخوانيو اشغالي سرتېرو زامن اړم كيږي.

خداى دې وكړي زموږ هيواد دداسې مسير لاروي شي، چې پاى يې نيكمرغي او سعادت وي نه د بهرنيو په جيبونو پورې تړاو او احتياج. 

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  |