تبليغاتX
غبرګون
سياسي، ټولنيز، تاريخي او انتقادي وېبلاګ

 

د دوستم او اکبرباى لانجه؛ د زړو يارانو ستونزه

 

آيا دولت به دغه پېچلې قضيه په سمه توگه حل کړاى شي؟

 

د تېرې يکشنبې( د دلوې14 مه) په ورځ د کابل رسنيو د پوليسو لخوا د جنرال دوستم د کور د کلابندۍ خبرونه خپاره کړل. دغه کلابندي چې د شپې له نژدې يوې بجې پيل شوې وه، د ورځي د لسو بجو په شاوخوا کې پاى ته ورسېده. د کابل پوليسو دغه کلابندي پر داسې مهال پاى ته ورسوله، چې يو دوه ځله د دوستم د وسله والو لخوا د هغه د کور په خواوشا کې په ډزو هم بدرگه شول.

کيسه څنگه پيل شوه؟

د کابل د پوليسو او د کورنيو چارو وزارت د سرچينو په وينا، د افغانستان د وسله وال پوځ د اعلى سر قوماندانۍ درستيزوال او دپخوانيو گليم جم مليشو مشر جنرال عبدالرشيد دوستم د يکشنبې په شپه پر داسې مهال د ترک توکمو د شورا د مشر اکبرباى پر کور ور ننوت چې نشه و. هغه د اکبرباى پر ساتونکو ډزې وکړې او وروسته يې د هغه او د هغه د کورنۍ د غړو وهل ډبول پيل کړل. د پوليسو په وينا، له جنرال دوستم سره په دغه بريد کې د هغه په لسگونو کسان او همدارنگه د ملي شورا يو شمېر غړي هم شامل و.  د کابل ولايت امنيه قوماندان جنرال سالم احساس وايي، چې د لانجې له پيل نه لږ وروسته پوليس خبر شول او د اکبرباى کور ته يې ځانونه ورسول. د هغه په وينا، دا هغه مهال و، چې اکبرباى د دوستم کسانو له ځان سره بېولى و.

پوليس وايي، چې د پېښې ځاى ته له رسېدو سره سم يې دوستم پلوي شپږ تنه وسله وال او يو موټر ونيول او له هغې وروسته يې د اکبرباى د را خوشې کېدو هڅې پيل کړې. اکبرباى د جنرال دوستم په کور کې له څو دقيقو تېرولو وروسته پوليسو ته وسپارل شو او له هغې وروسته روغتون ته وېوړل شو.

د شېرپور په تاريخي ځمکه په ميليونونو افغانيو جوړه شوې د جنرال دوستم ماڼۍ هغه مهال د پوليسو تر کلابندۍ لاندې راغله، چې د هغه کسانو پوليسو ته د خپلو وسلو له سپارلو ډډه وکړه. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د کلابندۍ په لومړيو ساعتونو کې اعلان وکړ، چې د دوستم په کور  کې په لسگونو ناقانونه وسله وال ميشت دي او بايد بې وسلې شي. د يکشنبې ورځې له لمر ختو سره د سيمې خلکو د جنرال دوستم د کور پر بام د افغانستان د دولت نوموړى لوړ پوړى جنرال  له خپلو په درنو او سپکو وسلو سمبال مليشو سره او د هغه د څنگ د کورونو پر بامونو په وسلو سمبال ملي پوليس ليدل. د کابل تصويري رسنيو هغه تصويرونه هم خپاره کړل، چې دوستم د خپلو کسانو په سيوري کې خپل گاونډي بامونه کتل او د پوليسو د ځواک جاج يې اخيسته.

د شپې پر نژدې يوې بجې پيل شوې د دوستم د کور کلابندي د ورځې د لسو بجو په شاوخوا کې پاى ته ورسېده. که څه هم تر هغه مهاله رسنيو ته د کلابندي د پاى ته رسېدو کوم څرک نه ښکاره کېده، خو ناڅاپه پوليس مشرانو خپلو کسانو ته د لوډسپيکرو په واسطه خبر ورکړ، چې گنې نوره دلته دنده پاى ته ورسېده او خپلو اصلي ځايونو ته ولاړ شئ. د کابل ولايت امنيه قوماندان په سيمه کې خبريالانو ته د کلابندۍ د پاى ته رسېدو د جزئياتو په اړه څه ونه ويل، خو د همغې ورځې په ماسپښين  د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري، په يوه خبري غونډه کې د کلابندي د پاى ته رسېدو لامل، د جنرال دوستم لخوا د کلابندي د ماتېدو وړانديز وښوده او ويې ويل چې نوموړى تيار دى، عدلي ارگانونو ته د کړي تيري په اړه ځواب ووايي.

د دوستم د کور کلابندي او غبرگونونه

په کابل کې د دوستم د کور د کلابندي د خبر له خپرېدو سره سم د افغانستان د شمال په يو شمېر ولايتونو کې ازبک توکمه خلکو د حکومت ددغې پرېکړې په وړاندې غبرگون وښوده او لاريونونه يې پيل کړل. خلکو جنرال دوستم خپل رهبر گاڼه او د هغه د کور کلابندي يې د حکومت لخوا د هغه پر وړاندې جوړه شوې توطئه بلله. په ورته وخت کې د کابل ښار او نورو ولايتونو اوسېدونکو په دې برخه کې د حکومت د غوڅو گامونو د اوچتولو غوښتنه کوله او ويل يې چې د اکبرباى او دوستم په لانجه کې چې هر لورى ملامت وي، له قانون سره سمه جزا دې ورکړل شي. د کورنيو چارو وزارت او لويې څارنوالي هم وويل چې په دې برخه کې بايد عدالت تطبيق شي او له ټولو هغو خواو نه بايد پوښتنه وشي، چې په دغې قضيه کې ملامت دي، خو په دې اړه بيا د ملي جنبش او ملي کنگرې گوندونو غبرگونونه بېل وو. د ملي کنگرې مشر او مرستيال دواړو د دوستم د کور کلابندي د پياوړو؟! سياسي احزابو په وړاندې د حکومت دسيسه وبلله او په ټينگه يې وويل، چې د اکبر باى په کور بريد نه دى شوى. د ملي جنبش وياند آن لا د افغانستان د کورنيو چارو وزير په دې تورن کړ، چې له دوستم سره شخصي اختلافات پالي او دغه ډرامه يې د هغه د بدنامۍ لپاره جوړه کړې وه، خو تر څنگ يې پوليسو په وار وار د اکبرباى هغه خبرې تکرارولې، چې گنې دوستم يې خپله په کور ورننوتى او پر هغه يې تيرى کړى دى.

شنونکو او څارونکو د اکبرباى پر کور بريد د هغو اندېښنو ژوندى ثبوت وباله، چې اوس هم په افغانستان کې د شخصي مليشو لرونکي د خلکو په کورونو بريدونه کولاى شي او له دې لارې خپلې موخې لاسته راوړلاى شي.

داکبرباى کورنۍ هم له دغه بريد نه وروسته له حکومت نه وغوښتل چې د دوستم په محاکمې کې ځنډ ونکړي او د هغوى په وينا، له دوستم نه دې د هغو ټولو کارونو په اړه پوښتنې وشي، چې د اکبرباى په کور او له هغه نه بهر يې د هغه او د هغه د کورنۍ په وړاندې تر سره کړي دي.

زاړه ياران، نوي سيالان

دوستم او اکبرباى د افغانستان د ازبک توکم غړي او مشران دي. دغه دوه تنه تر دې نژدې پنځه شپږ کاله وړاندې د يوه گوند غړي او هغه د چاخبره د پرې ياران و. د پژواک آژانس د معلوماتو له مخې، اکبرباى په ٢٠٠١ ز کال په کابل کې د دوستم تر مشرۍ لاندې د ملي غورځنگ د استازي په توگه وټاکل شو. د دغو دوو تنو ترمنځ بيا وروسته هغه مهال اختلافات پيدا شول، چې په هيواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې کېدې او دوستم هم د ارگ دتخت گټلو لپاره د ولسمشرۍ د نوماندو په کتار کې ولاړ و.

له دغې مودې وروسته اکبرباى د افغانستان د ترک توکمو د شورا په نامه يوه شورا تاسيس کړه او ځان يې د ازبکو او ترکمنو په گډون د ټولو هغو افغان قومونو مشر اعلان کړ، چې ترکي ريښه لري. جنرال دوستم چې له اويايمې لسيزې راپدېخوا د ازبکانو او تر څنگ يې د ټولو ترک توکمو قومونو د مشري دعوا کوي، د اکبرباى ددغه کار په وړاندې ودرېد او په زغرده يې ورته وويل، چې د دغو قومونو مشري زما ده او هر څوک چې له ده سره ځان برابروي، گټه به ونکړي.

د معلوماتو له مخې، تېر کال هم همدغه مياشت د کابل په وزير اکبرخان مېنه کې د اکبرباى او دوستم د کسانو ترمنځ نښته وشوه او د هيواد په شمال کې يې هم څو ځلې سره ووهل. ددې ترڅنگ څو مياشتې وړاندې جنرال دوستم په خپل سيال تور ولگاوه، چې د هغه د وژلو هڅه کوي او په دې اړه يې له خپل شخصي ټلويزيون آئينې نه هم د هغه ټيلفوني خبرې خپرې کړي. په دغو خبرو کې اکبرباى خپلو کسانو ته لارښوونه کوي، چې د دوستم د موټرو کتار باندې بريد وکړي، دوستم ددغه بريد د ناکامي لامل له هغه سره د ازبک ځوانانو هغه مينه ښيي چې د هغه په وينا، هېڅ غليم گټه نه شي ترې اوچتولاى، خو اکبرباى دغه ټول تورونه له يوې مخې ردوي او برعکس وايي، چې دوستم د هغه د له منځه وړو په لټه کې دى. څه موده وړاندې د ملي امنيت لوى رياست اکبرباى ونيو، خو په پټو لاملونو بېرته خوشې شو.

پرېکړه به څارنوالي کوي

د کورنيو چارو وزارت د اکبرباى پر کور د دوستم د بريد دوسيه لويې څارنوالي ته وسپارله. تر دې وړاندې له ملي ټلويزيون سره په مرکه کې لوى څارنوال عبدالجبار ثابت دا يوه جنايي پېښه وبلله او په اړه يې د کلکو پلټنو خبره وکړه. له هغې وروسته چې کله د سه شنبې په ورځ دغه دوسيه لويې څارنوالۍ ته وسپارل شوه، ښاغلي ثابت له ازادۍ راډيو سره په مرکه کې پر جنرال دوستم د يو شمېر نورو تورونو د لگېدو خبره هم وکړه، خو په دې اړه چې ايا دوستم به ونيول شي او د خپلو کړو په اړه به ځواب ورکړي، لوى څارنوال هم ډاډمن ځواب ورنکړ. ښايي ددې لوى لامل داوي، چې ډېر وخت د لوى څارنوال پرېکړې د زورورو په اړه ماتې شوې دي. څو اوونۍ وړاندې پر دغې خبرې خپله لوى څارنوال هم د ملي ټلويزيون د ښار د هيندارې په پروگرام کې اوښکې تويې کړې.

د جنرال دوستم چې د جگړو او وژنو اوږده مخينه لري او اکبرباى چې هغه هم په ځينو تورونو تورن دى، موضوع که څه هم د دغو دواړو له شخصي سياليو نه سرچينه اخلي، خو د افغان حکومت  لپاره له دې امله مهمه ده چې د پلازمېنې په منځ کې د دولتي حاکميت تر سيوري لاندې په کې، د يو چا پر کور بريد شوى او په دې بريد کې آن لا د تښتونې پېښه هم تر سره شوې ده. دا مهال لويه څارنوالي اړه ده چې هم د جنرال دوستم د جنبش له مشرتابه او گوند سره زور و ازميي او عدالت ته د هغه په را کاږلو کې هڅه وکړي او هم د هغه له هغه حکومتي پست سره چې ولسمشر کرزي پرې لورولى دى. همدارنگه د اکبرباى په اړه څارنوالي اړه ده چې په وروستۍ قضيه کې هغه د يوه زيانمن په توگه تر پوښتنو لاندې ونيسي او ترڅنگ يې ددغو دوو سيالانو اساسي اختلافاتو ته کتنه وکړي، داځکه چې دغه اختلافات وخت ناوخت زموږ د هيوادوالو امنيت گواښي او په هيواد کې د خپل منځي تورو جگړو تاريخونه تکراروي.

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  |