تبليغاتX
غبرګون
سياسي، ټولنيز، تاريخي او انتقادي وېبلاګ

 

آيا د پوځونو ډيروالى او د نورو هيوادونو

 

ښكېلتيا زموږ د هيواد ستونزه اوارولاى شي؟

 

په دې وروستيو كې لوېديځې رسنۍ او سرچينې د افغانستان په ماموريت كې د ناټو په وړاندې د پرتو خنډونو په اړه د پخوا په پرتله زياتې او په بېله بڼه شننې خپروي. په دغو شننو كې ډېره وېره دا ښوول كيږي، چې ګنې په افغانستان كې طالب ضد بهرنۍ ټلواله چې د امرېكې په مشرۍ په دغه جګړه ځپلي هيواد كې ميشته شوې او اوس يې رهبري ناټو پرغاړه لري، د ماتېدو په حال كې ده.

د ناټو د ماتېدو لوى لامل، په افغانستان كې د امريكايي پوځونو ماتېدل ښوول شوي او له دې امله چې دلته ناټو د امريكې فرمايشات پرځاى كوي، نو د امريكې له ماتې سره د ناټو ټلوالې دماتې اندېښنې هم ډېرې شوې دي. كه څه هم ناټو د لوېديځو هيوادونو يوه پياوړې ټلواله ده او د شوروي له ماتې وروسته يې په نړۍ كې بله سياله ټلواله نه ليدل كيږي، خو بياهم داچې د افغانستان وضعه تېر كال د بهرنيو د وړاندوينو خلاف دوى ته ډېره ګرانه پرېوته، له همدې امله يې د راتلونكي پسرلي په اړه اندېښنې ډېرې دي او اوس په زغرده د افغانستان د ماموريت د ماتې شونتيا بيانوي.

د افغانستان لانجه او د ناټو رول

دا خو ټولو ته ښكاره ده، چې دامهال ټول هغه ځواكونه چې په افغانستان او عراق كې د يوې او بلې ټلوالې په نامه مېشت دي، د يوه ځانګړي هيواد د هغو غوښتنو ښكار شوي، چې لويه بانه يې له نړيوال تروريزم سره جګړه ښوول كيږي. له ۲۰۰۱ز كال راهيسې امريكې لوېديز پياوړي هيوادونه د داسې يوې جګړې په اور ور ګډ كړل، چې پاى يې دادى د نژدې اوو كلونو په تېرېدو سره هم نه تر سترګو كيږي. امرېكې د سپټمبر له ۱۱ مې سره سم په افغانستان كې د حاكم طالب نظام د رانسكورولو تابيا ونيوله او په دې لړ كې يې په زغرده دوه جبهې وټاكلې، يوه جبهه د ډيموكراسۍ جبهه چې د لوېديز په اصطلاح له ترهګرۍ سره به مبارزه كوي او د افغانستان په څېر هيوادونو كې به د غمونو پرځاى د ډيموكراسۍ رنګينه فضا خوروي او بله هم ترهګره جبهه، چې په همغه پيل كې بش ددغې جبهې له خواخوږو سره د جګړې قسم وكړ.

د جګړې له دغه اعلان وروسته امريكې په ډېره بېړه او په څو داسې دلايلو چې اوس هم هيڅوك نه دي ورباندې قانع، په افغانستان بريد وكړ او د يو شمېر افغان ډلو په ملتيا يې طالب واكمني راوپرځوله. د امريكې په دغه لوبه كې يو شمېر هيوادونه په خپله خوښه او يو شمېر هم د اړتيا له مخې ګډ شول. د بېلګې په توګه بريټانيا هغه هيواد و، چې په پوره سوچ يې د امريكې دغه ګام روا وباله او خپل سرتيري يې د امريكايي سرتېرو ترڅنګ د افغانستان په لوري را واستول. بريټانيې ددغې جګړې د يوه نه بېلېدونكي شريك بڼه غوره كړه او خپل دغه سياست يې د عراق په جګړه كې له امريكې سره د جګړې تر طرحې او پيله ورساوه. په دې توګه بريټانيا د هغې غوړې مړۍ شريكه شوه، چې امريكا يې د افغانستان او عراق په جګړې كې د ترخولې كولو خوبونه ليدل. ددې ترڅنګ يو شمېر داسې هيوادونه هم و، چې د اړتيا له مخې يې په دې برخه كې د امريكې ملا وتړله(( د اړتيا د كليمې له كارولو نه مو موخه دا نه ده، چې موږ د امرېكې په دغه كاروان كې د هغوى د شتون پلوي كوو، بلكې موخه مو داده، چې دغه هيوادونه په داسې يوه لاره روان دي، چې پيل يې امريكې كړى او دوى له پخواني پروګرام پرته ورسره ګډ شوي دي.))

دغه هيوادونه لكه فرانسه، جرمني او ايټاليا له دې امله چې پخوا تر دې د امريكې په څېر او يا له هغې لږ څه كم ځواكمن هيوادونه و، د افغانستان په اشغال كې هم د امريكې ملا وتړله او عراق ته يې هم خپل ځواكونه واستول، خو د هغوى بخت هغه مهال تور شو، چې د عراق او افغانستان دواړو اوضاع يې د وړاندوينې خلاف راوخته. امريكې او ملګرو هيوادونو يې هيله درلوده، چې افغانستان به په څو مياشتو كې اېل كړي او له هغې وروسته به په عراق كې هم د شيعه ملګرو په ملتيا داسې يو حكومت جوړ كړي، چې هرڅه يې د امريكې په خوښه وي. امريكې د دغې هيلې لپاره ډېرې پيسې وكارولې او د استعماري تاريخي سياستونو په كارولو يې د عراق د پخواني رژيم ډېر مخالفين واك ته ورسول، خو د عراق د اشغال موضوع لا نه وه سپينه شوې، چې په افغانستان كې جګړو ځور واخيست او په عراق كې هم بريدونه پيل شول. همدا لامل و، چې امريكې د خپلو ملګرو هيوادونو ترڅنګ د يوه داسې توان د ملګرتيا اړتيا هم احساس كړه، چې وكولاى شي، كم له كمه د افغانستان د جګړې بوج پر اوږو واخلي. په دې برخه كې بش د ناټو غړو هيوادونو ته مخ واړاوه او له دغې ټلوالې يې غوښتنه وكړه، چې په افغانستان كې د ډيموكراسۍ!؟ كاروان د هدف منزل ته ورسره ورسوي.

 د افغانستان په لانجه كې د ناټو په ښكېلولو كې امريكې دوه لويې موخې لرلې، يوه داچې افغانستان ته د ناټو سرتېرو له راتلو وروسته امريكا د هغو اهدافو ځپلو ته وزګاره شوه، چې پخوا تردې يې په پراخه كچه تر بريدونو لاندې نشواى راوستلاى. په دې معنا چې امرېكې د سپيشل فورس(ځانګړى ځواك) په نامه يوه داسې ډله پوځيان په افغانستان كې په كار واچول، چې دنده يې يوازې او يوازې د امريكې د شخصي دښمنانو چې هغه د طالبانو او القاعده ډلې مهم غړي دي، نيول او يا وژل و. په دغه ماموريت كې د امرېكې فايده په دې كې وه، چې د سرتېرو مرګ ژوبله يې كمه شوه او د افغانستان ستونزه يې په لسګونو هيوادونو پورې وتړله.

دوهمه ګټه چې امريكې د ناټو له راتلو سره وكړه، هغه له يو زيات شمېر لګښتونو نه د دغه هيواد خلاصېدل و، امرېكې ناټو ته د سيمو په پرېښودو ددغې ټلوالې غړو باندې د زرګونو تنو عسكرو د وسلو اولګښتونو بوج واچاوه او په دې توګه يې د سپينې ماڼۍ او پنټاګون مالي او نظامي لګښت كې كمى راوست.(اګر كه اوس هم د افغانستان او عراق جګړې د امريكې د اقتصاد ملا ور كړوپه كړې ده.)

ناټو او د افغان ماموريت نيمګړى خوب

لوستونكو ته به يادوي، چې ناټو كله په پيل كې افغانستان ته خپل سرتيري راواستول، لوى ماموريت يې د سولې ټينګښت او د پراختيايي كارونو هڅونه وه. ناټو امريكې په دې وغولوله چې ګنې په افغانستان كې هرڅه سم دي او يوازې به ددې لپاره افغانستان ته ځي، چې په ولايتونو كې دولتي ادارې پياوړې كړي او د افغانانو د خوشالۍ لپاره يو شمېر پراختيايي كارونه پرمخ بوځي، خو ناټو له دې نه نه وه خبره چې دلته به په داسې جګړه كې راښكېليږي، چې د څو كلونو په لړ كې يې بايد ډير پروګرامونه بدل شي. ناټو د هر كال په تېرېدو په افغانستان كې د خپلو عسكرو د ډېرېدو غوښتنه كوي، خو بيا هم لكه چې ليدل كيږي، په دغه هيواد كې د امن او سولې په راوستو نه توانيږي. ددې ترڅنګ ناټو په ولايتونو كې د بيارغونې ډلې جوړې كړې دي، خو لكه چې ښكاري هماغه د بيارغونې ډلې يې هم لكه څومره چې له ځانه دفاع كوي، د بيا رغونې كارونو ته وخت نه لري. دامهال په افغانستان كې ناټو له داسې يوه دښمن سره مخامخ ده، چې په هره بڼه ځان ورته جوړوي، هغوى يې تر برېدونو لاندې راولي او دا اړه ده چې مقابلې ته يې خپل توان ډېر كړي.

اوس مهال په افغانستان كې د امرېكې او ناټو ماتې له دې امله يو له بل سره تړلي، چې ناټو د امريكې په جګړه كې راښكېله ده او امريكا هم دلته په ځان كې هغه توان نه ويني، چې څو كاله پخوا يې درلود. په عين حال كې په افغانستان كې د ناټو ماتې ددغې ټلوالې په نظامي تاريخ كې لومړۍ ماتې ده، له همدې امله هم دا مهال دغه ټلواله هڅه كوي له بېلابېلو خواو نه د هيوادونو ملاتړ را خپل كړي او له ماتې ځان وژغوري.

بهرنيان اوس هم په غلطه ځي

له هغو ټولو ستونزو سره سره چې دا مهال په افغانستان كې مېشت بهرنيان ورسره لاس او ګرېوان دي، بياهم دغه خلك زموږ هيواد كې د برياليتوب د لاسته راوړو لپاره ناسم سياستونه كاروي. ناټو او نور بهرنيان چې امريكا او بريټانيايې په سر كې ده، له شپږو كلونو وروسته هم په دې ټينګاركوي، چې بايد دلته پوځونه ډېر كړاى شي، هغوى اوس هم دا هيله لري، چې د افغانستان په خاوره به ددوى د ډېرو عسكرو پښې اېښودل، د دوى راتلونكې تضمين كړي او په دې توګه به هغه ډلې ماتې كړي، چې دا مهال په ډېر لوړ مورال د بهرنيو په وړاندې جنګيږي، بدبختانه دې ته زموږ افغان چارواكي هم خوښي كوي، خو دې ته هېڅكله نه ګوري، چې ستونزه د سرتېرو په ډېروالي او ياهم د افغانستان په قضيه كې د نورو هيوادونو په ښكېلتيا نه حل كيږي.

د افغانستان ستونزه له هغه مهاله چې دلته بهرنيان مېشت شول پيل شوه او ترهغې چې هغوى دلته وي، روانه به وي، داځكه چې نړيواله ټولنه په غير شعوري توګه افغانستان ته راغله. د ټولو هغو ادعاو خلاف چې دامهال يې يو شمېر خلك كوي، په زغرده ويلاى شو، چې بهرنيان افغانستان ته د افغانانو د خوښې خلاف او د خپلو ګټو لپاره راغلل او تر هغې به په كرار هم نه شي، چې د افغانانو خوښه يې په پام كې نه وي نيولې او دهغوى په سر لوبې بس نكړي. نړيوالې ټولنې د امريكې د غلط سياست په پايله كې افغانستان كې دداسې يوه بهير خښته كېښوده، چې دامهال يې پر سر د هېڅ آبادي شونتيا نشته. دلته د نظام او بيا رغونې داسې غلط او ناكاره بهير پيل شو، چې د څو كلونو په تېرېدو او د ميليارډونو ډالرو په راتلو سره يې د خوار افغان د ژوند كچه پورته نكړه. ددې ترڅنګ بهرنيانو د افغانانو هغه نبض چې وږي ژوند تېرولاى شي، خو د چا تر امر لاندې ژوند نه شي كولاى، هېر كړ او په دې توګه يې د هغوى د خوښې خلاف داسې كارونه وكړل، چې نن هر افغان د بهرنيانو د وتو دعاوې كوي. له همدې امله كومه ټلواله چې ديوې سيمې خلك يې نه شتون تر شتون ډېر خوښوي، په څه شان كولاى شي، پر هغه ځمكه پښې ټينګې كړي او خپلې موخې تر لاسه كړي.

دامهال چې ټوله نړۍ په تېره امريكا د افغانستان په اړه اندېښمنه ده او هره ورځ دلته د نورو ځواكونو د رالېږلو وړانديزونه كوي، بيا هم زموږ خبره داده، چې د هر بهرني عسكر په راتلو د افغانستان د ستونزه ژوره كيږي. دا مهال بهرنيان او افغان حكومت د يوې داسې غلطې تجربې په تكرار بوخت دي، چې څو كاله زموږ په هيواد كې تر سره شوې خو له ډېرې بدې ماتې سره مخ شوې ده.

 افغانانو په تېره بيا هغو كسانو ته چې اوس هم ددغه هيواد د مشرتابه دعوې كوي دامهال په كار ده چې خپل ولس ته د ژوند لورى وټاكي. له شپږو كلونو وروسته بايد زموږ مشران په دې پوه وي، چې په بهرنيانو تكيه يوه غلطه مفكوره ده او دغه مفكوره ولسونه د تباهۍ كندې ته اچوي، بهرنيان هېڅكله هم يوه خاورې د نورو د ګټو لپاره نه لاندې كوي، هغوى تل د هيوادونو په نيولو كې خپل اغراض لټوي او په دې توګه كله چې يا له ماتې سره مخامخ شي او يا يې هم اغراض پوره شي، نيول شوې خاروه په داسې يوه حالت كې پرېږدي چې ستونزې يې له انقلابه د وتلو ولسونو له وسه پورته وي. له همدې امله موږ ته ښايي چې د خپل هيواد د ساتنې لپاره داسې تګلارې غوره كړو چې په لومړي سركې د بهرنيانو له واكه ځانونه راوباسو او په دوهم ګام كې خپل ټول ولس ديوه ولسواك او داسې نظام په شاوخوا سره راټول كړو، چې زموږ هېڅ هيوادوال هم ستونزه ورسره ونه لري. كه داسې ونه شي، خداى خبر چې په موږ به بيا كوم ناتار راشي او څومره سرونه به مو په كې خاورې شي.

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  |