آيا افغانستان د سيالو ځواکونو د لوبو ډگر
کېداى شي؟
څو ورځې وړاندې په كابل كې د روسيې سفير "ضمير نبيويچ كابلوف" له بي بي سي سره په خبرو كې يو لړ هغه پټې اندېښنې راڅرګندې كړې، چې له ۲۰۰۱ ز كاله يې ځينې ويښ انده افغانان او يو شمېر بهرني كارپوهان لري. هغه په افغانستان كې د لوېديځو په تېره ناټو ځواكونو د شتون په اړه د روسيې سياست بيان كړ او په دې اړه يې د خپل هيواد اندېښنې يادې كړې. كابلوف په زغرده ناټو ته خبر وركړ، چې په افغانستان او سيمه كې خپل شتون د روسيې د ګټو پر ضد ونه كاروي او نه هم داسې كار وكړي، چې روسيه غبرګون ته اړه شي. هغه د افغانستان د څو تېرو كلونو بدلونونه روسيې ته د پام وړ وبلل او په ډاګه يې كړه، چې روسيه د افغانستان وضعه په پوره غور سره څاري.
د روسيې سفير آن لا په افغانستان کې شته بهرنيانو ته د کار اډانه وټاکله او ورته ويې ويل چې بايد، ناټو او امريکا په افغانستان کې له ترهگرۍ سره له مبارزې پرته کومه بله موخه په پام کې ونه لري.
اندېښنې په باور بدليږي
په ٢٠٠١ز کال کله چې امريکا پر افغانستان بريد کاوه، د ډېرو اندېښنه داوه، چې په سيمه کې يوځل بيا د نړۍ د سيالو ځواکونو سيالۍ پيل شوه. هغه مهال ويل کېدل، چې امريکا غواړي پر افغانستان ولکه د منځنۍ آسيا هيوادونو ته وغځوي او له دې لارې د روسيې حالات له نژدې وڅاري. ددې ترڅنگ په تېرو اووکلونو کې څوڅو ځله روسيې او امريکې يو د بل د څارلو په تور ځينې لفظي شخړې هم کړې دي او په دې ټولو سربېره روسيې د امريکا پر وړاندې د يو شمېر هيوادونو او ډلو لمسون ته هم دوام ورکړى دى. ددې ترڅنگ امريکې هم د روسيې د سياستونو خلاف هر کار چې يې له لاسه شوى کړى يې دى. له همدې امله، په افغانستان کې د بهرنيانو اووه کلن شتون او دلته د هغوى د ناکامي پيل هغه څه دي، چې هم يې په بهر او هم دننه افغانستان کې يو شمېر اندېښنې رازېږولې دي.
له دې نه خو هېڅوک هم نه شي منکرېداى، چې ستر هيوادونه د سترو امپراطوريو پاتې شوني وي او په جديت سره د خپلې امپراطورۍ د بيا را ژوندي کېدو هڅې کوي. تېر کال هم په روسيې کې يوځل داسې اوازې خپرې شوې، چې يوشمېر پخواني کمونستان ددغه هيواد له لارې د پخواني شوروي د بيا راژوندي کېدو هڅه کوي، ددغه کار لپاره که څه هم روسيه ښايي تر اوسه په بشپړه توگه نه وي تياره، خو لکه چې ليدل کيږي، په سيمه کې يې د خپل ځواک د پياوړتيا لپاره ډېر کار کړى دى، خو ترڅنگ يې امريکا هم وخت ناوخت د روسيې سياستونو ته لومې ږدي او نه يې پرېږدي، چې په پوره برياليتوب پرمخ ولاړ شي. د منځنۍ آسيا په يو شمېر هيوادونو کې د تېرو څو کلونو ټاکنې او د امريکا پلوه او روسيې پلوه کانديدانو سيالۍ او بيا له هر يوه نه ددغو دوو هيوادونو ملاتړ ټول ددې ښکارندويي کوي، چې روسيه او امريکا يو د بل ښکاره وهلو ته ډېر نژدې شوي دي. دغه نژدېوالى ښايي په دې مانا نه وي، لکه چې زموږ خلک يې د صبا يا يوه او ياهم دوو کلونو لپاره کاروي، بلکې د امريکا او روسيې د ښکېلتيا د نژدېوالي گومان د هغو نښتو په مانا دى، چې ډېر کلونه وخت به ونيسي، خو پايلې به يې ډېرې سترې او ويجاړوونکې وي.
نوې سيالۍ او نوى افغانستان
د روسيې د سفير دغه څرگندونې که له يوې خوا په افغانستان کې پراته بهرنيان يوځل بيا يوه زاړه خو له ډېرو ستونزو راوتلي او تر ډېره په خپلو پښو ولاړ سيال ته متوجه کوي، له بلې خوا افغان ولس هم د هغو تېرو ترخو خاطرو په ياد کې اچوي، چې د همدې لويديز او روسيې د رقابتونو په ترڅ کې يې زغملي دي. روسانو چې د پخواني شوروي اتحاد پر مهال د امريکې او لوېديځ د ماتولو لپاره په افغانستان کې څه لوبې وکړې، له هيچا هم پټې نه دي، خو دامهال يې يوځل بيا په دغه هيواد کې د نوې لوبې تابيا کړې ده. روسان غواړي په افغانستان کې امريکا له هغه برخليک سره مخامخ وويني، چې دوى خپله د امريکا په مرسته ورسره مخامخ شول. دوى هېڅکله هم د افغان مجاهدينو په لاس هغه ماتې نه شي هېرولاى چې له امريکا سره يې د سړې جگړې پرمهال وليده. هغه ماتې چې پراخ شوروي اتحاد يې په لسگونو ټوټو بدل کړ او اوس يې پر ځاى يوازې پوتين او روسيه پاتې دي.
ددې ټولو ترڅنگ روسيه غواړي د منځنۍ آسيا د تېلو له زېرمو، د افغانستان له ستراتيژيک جغرافيايي موقعيت او د سيمې له يو زيات شمېر نورو اسانتيا و نه د امريکا لاسونه لنډ کړي، هغه لاسونه چې ښايي امريکايي هم په اسانۍ سره ور ټول نکړي. له همدې امله به روسيه دغه لاسونه يا خپله ((چې ښايي دومره ژر يې ونکړاى شي) او يا هم د هغو په مرسته چې له پخوا يې له امريکې سره جگړه ده، لنډ کړي. په دې توگه به افغانستان يوځل بيا د داسې يوې جگړې ډگر شي، چې بې له شکه يې نه زموږ هيوادوال غواړي او نه هم ورته په زړه پورې ده.
بايد وويل شي، چې د روسيې او امريکا سياليو تر دې وړاندې هم افغانان له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي. په اتيايمه لسيزه کې افغانان په ډېره ليوالتيا د شوروي او دهغه د لاسپوڅي حکومت له ماتېدو وروسته د خپل هيواد د بيا رغونې او ابادۍ لپاره رامخې ته شول، خو په خواشينۍ سره بايد ووايو، چې د روسيې او امريکا سياليو د هوسا او په خپلو پښو ولاړ ژوند جوړولو ته پرېنښودل. افغانانو باندې دا ټول شرايط قصدي او د يوې سترې موخې لپاره راوستل شول، تر هغې چې دلته د لسگونو هيوادونو عسکر راغلل او نن مو ټول واک د بل په لاس کې دى، آن مو حکومت د نورو له مرستې پرته خپل شتون د يوې ورځې لپاره هم نه شي باوري کولاى، په دې ټولو برسېره د همدغو بهرنيانو له برکته مو خلک دادى، د سترو ځواکونو د يوې بلې داسې جگړې په درشل کې شپې او ورځې تېروي، چې د ډېرو په وينا خامخا به داځل له اټومي جگړې سره مله وي.
څه بايد وشي؟
افغانستان د تاريخ په اوږدو کې هرځل د استعماري ځواکونو نښه گرځېدلى، که يو مهال پر دغه هيواد چنگيز، تيمور، انگريز او شوروي تاړاکونه کول، دا مهال د امريکې او ناټو د بدو موخو نښه گرځېدلى. زموږ هيواد هېڅ داسې لسيزه نه ده تېره کړې، چې د مغرضو ځواکونو له دسيسو دې بې غمه وي، دامهال هم چې دلته په زرگونو بهرني او له غرضونو ډک ځواکونه ميشت دي، زموږ هيواد د يوې داسې راتلونکې په لور گام اخلي، چې د ډېرو په اند تياره او لورى يې نامعلوم دى. له همدې امله هغه کسان چې خپل هيواد ورته گران او د خپلو خلکو نوره مرگ ژوبله يې نه ده پېرزو، د هغو اندېښنو په اړه پوره اندېښمن دي، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه نوې راټوکيږي. دوى په دې فکر دي، که چېرې دا د لسگونو کلونو جگړو ځپلى هيواد يوځل بيا د نړۍ د زبر ځواکونو د سياليو ډگر گرځېده، زموږ خلک به په کې داسې وځپل شي، چې په پښو درېدل به يې ډېر ستونزمن وي. تر دې مهاله هيڅوک هم د افغانستان په نامه د نړۍ له نقشې نه د يوه باتور او وياړلي هيواد د نوم په حذفولو نه دي توانيدلي، خو که دلته د اټومي ياغيانو سيالۍ پيل کېده، نه يوازې داچې زموږ د هيواد نوم به له خطر سره مخامخ شي، بلکې ټوله خاوره به مو د نورو د غوبل ميدان وي او افغان بېچاره به يا د يوه او يا هم د بل لورى نيسي او په دې توگه به له ژوند نه مايوسه د مرگ شېبې شماري.
موږ چې دامهال په سيمه کې د دوو ځواکونو سيالۍ وينو وړانديز کوو، چې په هېڅ صورت دې هم افغانستان د سيالو هيوادونو لورى ونه نيسي، په داسې توگه چې زموږ هيواد له ټولو ښکېلو خواو نه خپل تړون وشکوي او له هر لوري سره د يوه خپلواکه هيواد په توگه چلند وکړي. دا وخت دى، چې افغانستان له پخوا يو موټى او له بهرنيانو سره د دوستۍ او دښمنۍ لورى وټاکي. که زموږ هيواد د اوو کلونو په تېرېدو هم خپله بقا د نورو ځواکونو په شتون کې ويني او په ټينگه يې دلته شتون غواړي، په پوره ډاډ سره ويلاى شو، چې صبا به يې د لويو معاملو پرمهال هم پلوي کوي او په لوى لاس به زموږ هيواد د يوې بربادوونکې بلا په خوله کې ورکوي. اوس موږ ته ښايي چې تر پخوا ډېر د ټولو افغان ځواکونو د راټولولو په فکر کې شو او بې له کوم تبعيض او بهرني فشار نه خپل خلک د افغانيت په محور سره راټول کړو. د افغانستان حکومت او هغې ډلې(که له حکومت سره جوړې دي که مخالفې) چې خلک ورباندې راټوليږي او د هيواد په جوړونه کې رول ادا کولاى شي، ديني او هيوادنى مسئوليت لري، چې په يوه غږ د خپل هيواد د بقا لپاره مټې راونغاړي، دا ډېره جالبه ده، چې روسانو تر اوسه زموږ پر هيواد د يرغل تاوان نه دى راکړى او دلته د يوې بلې سيالۍ خوبونه ويني، په پوره باور سره ويلاى شو، چې دروسيې او ترڅنگ يې د لويديزو مغرضينو اهداف هغه مهال دلته ناکامېداى شي، چې موږ د نورو له احتياجه ځان خلاص کړو او د يوه خپلواک ولس په توگه د خپل هيواد پر سياست کار وکړو. افغانستان بايد په دې پوه شوى وي، چې که څه هم بهرنيانو تېر اووه کاله له افغانستان سره يوه اندازه اقتصادي مرستې وکړې، خو ترڅنگ يې موږ په داسې ستونزو اخته کړو، چې حل ته يې د ټولو سترگې سپينې دي. د همدې لپاره تر ټولو ښه داده چې نور له ټولو سره د دوستي او دښمني پولې وټاکو او داسې سياست غوره کړو، چې نه مو دوستي دومره وي، چې دپرديو سياليو کې ورگډ شو او نه دښمني دومره چې ټول مو له نامه کرکه وکړي.