پر غزې بريد پر اسلامي امت بريد دى!!!
په فلسطين كې د غزې پر تراړې د ظالمو او غاصبو اسرائيلو بريدونه بايد ټول اسلامي امت په كلكه وغندي او په وړاندې يې ودرېږي.
دې كې شك نشته چې ددغو بريدونو اصلى تمويلګره امريكا ده له همدې امله بايد اسلامي هيوادونه او اسلامي امت په تېره بيا افغان ملت چې په ښكاره له امريكا سره په جګړه كې ده د امريكا ملګرتيا پرېږدي او د اسرائيلو د بريدونو د بندولو لپاره پر دغه ظالم هيواد فشار راوړي.
فلسطين د اسلامي نړۍ يوه نه بېلېدونكې برخه ده او بايد ټول اسلامي امت ترېنه دفاع وكړي.
لوى خداى دې د محرم په دغې پاكه مياشت كې د فلسطين د ولس قرباني قبولې كړي او ددغه هيواد مبارزو ډلو ته دې لا توفيق ور په برخه كړي.
په ټوله نړۍ كې د كافرانو او صليبيانو د ماتې او شرمېدو په هيله.
د غبرګون چلوونكى
+
نوشته شده در ساعت   توسط حقمل
|