نشه يي توكي د ټولو ستونزو سرچينه
په افغانستان كې د نورو ستونزو ترڅنګ نشه يي توكي په ريښتيا هم كرار كرار د يوې داسې اندېښنې بڼه غوره كوي، چې ټول افغانان يې په اور كينولي دي. دغه ناوړه توكي چې بوټي يې تر ډيره په جګړه ځپلي افغانستان كې كرل كيږي او نوم هم زموږ د ولس ورباندې بد دى، اوس په داسې يوه لانجه اوښتي چې هيواد او نړۍ يې دې ته اړ كړي، چې د مخنيوي لپاره يې څه نا څه لازم كارونه تر سره كړي.
كه څه هم له ۲۰۰۱ز كال نه راپدېخوا د افغانستان حكومت او نړيوالې ټولنې تر ډيره خپله پاملرنه د ترياكو او نشه يي توكو كمښت او له منځه وړو ته ځانګړې كړې، خو لكه چې ښكاري، دغه توره بلا د كال په تېرېدو زموږ په هيواد كې ريښې ځغلوي او كچه يې لوړيږي. كه دوه يا درې كاله وړاندې افغانستان د نړۍ په كچه څه نا څه لږ ترياك توليدول، په ۲۰۰۷ كال كې يې د توليد كچه په نړۍ كې نژدې پنځه نوي په سلو كې شوه. كه څو كاله پخوا زموږ په هيواد كې چارواكو د ترياكو په وړاندې د مبارزې د ورځ تر بلې ورځې برياليتوب خبرې كولې، دامهال داسې ښكاري چې دغه مبارزه نه يوازې داچې بريالۍ نه ده، بلكې له داسې ګواښونو سره مخامخ ده، چې افغان حكومت يې هم د پرمخ بېولو لپاره د نړيوالې ټولنې مرسته اړينه بولي.
بهرنۍ او كورنۍ سرچينې وايي چې په افغانستان كې د توليد شويو نشه يي توكو ډيره ګټه هغو جنګياليو ته رسيږي، چې همدا اوس د افغان دولت او بهرنيو سرتېرو په وړاندې وسله واله مبارزه كوي. د دغو سرچينو په وينا، كه دغه لړۍ همداسې دوام وكړي، ښايي راتلونكى كال به له تېر كال نه چې په تېرو شپږو كلونو كې تر ټولو نا ارامه كال و، نا آرامه كال وي. حكومتي چارواكي هم په دې اند دي، كه له همدې اوسه د نشه يي توكو د كر او توليد مخه ونه نيول شي، په راتلونكي كال كې به مو هيواد د نا امنيو او تاوتريخوالو له بې شانه څپې سره مخامخ شي.
ولسمشر حامد كرزي هم څو مياشتې وړاندې له نشه يي توكو سره د مبارزې په ملي جرګه كې د هغو واليانو ستاينه وكړه چې د نشه يي توكو په وړاندې مبارزه كې خورا ښه برېښېدلي، خو د اندېښنې ځاى دادى، چې په همغو ځينو ولايتونو كې چې ولسمشر يې واليان د ترياكو د كمښت له امله وستايل، د ترياكو پرځاى د بنګو كر زور اخيستى او بزګران يې د ترياكو پرځاى دغه تور مخى بوټى كري.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، افغانستان د هغو هيوادونو په سر كې راځي چې نشه يي توكي په كې ډير توليديږي. دغه سازمان افغان حكومت وخت ناوخت له نشه يي توكو سره مبارزې ته هڅولى او په دې برخه كې يې د مرستو ژمنې هم ورسره كړې دي. همدا تېره اوونۍ، نړيوال بانك په افغانستان كې د خلكو د اقتصادي توان د لوړولو او د ترياكو د كښت د كمښت په موخه، افغانستان ته ۳۰ ميليونه ډالره وړيا مرسته وركړه. په كابل كې د نړيوال بانك چارواكي وايي، دغه مرسته به افغانانو ته د وړو پورونو د وركړې په لاره كې ولګول شي او له دې لارې به د هيواد په اوو ولايتونو كې د ترياكو د كر او توليد د كچې د راټيټېدو هڅه وكړي.
په رسنيو كې هم د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې وزارت په پرلپسې توګه وار وار بزګرو ته خبر دارى وركوي او غوښتنه ځنې كوي چې نور د ترياكو كښت ته زړه ښه نه كړي. په ولايتونو كې هم چارواكي وايي، چې خلكو ته يې ويلي له نشه يي توكو سره معامله پريږدي او د هيواد د خلكو د هوساينې لپاره د غنمو او نورو اغيزناكو توكو كر كيله پيل كړي. اقتصادي كار پوهان په دې اند دي، كه د هيواد د هغو ولايتونو پراخې ځمكې چې اوس ترياك ورباندې كرل كيږي، د غنمو په فصلونو ښكلې او يا نور توكي په كې وركرل شي، زموږ د خلكو هغه ستونزې چې اوس يا بل هر وخت يې په دې برخه كې لري، له منځه ولاړې شي. همدا اوس چې د هيواد په ساره او اوږدو كې خلك د خوراكي توكو د بيو له لوړوالي نه تر پوزې راغلي او ګراني هم ورځ په ورځ ډيريږي، د خلكو غږ همدغه دى چې زموږ كروندګر ترياك كري او د غنمو او يانورو توكو كرلو ته يې ور فكر هم نه دى. د خوراكي توكو سوداګر او هټۍ وال هم ټول په يوه غږ د هيواد پر ځمكو د ترياكو له كښت نه سرټكوي او وايي، كه دا حال دوام وكړي، هيواد به مو تر تله په نورو پورې تړلى وي. همدا اوس چې د يوې ورځې لپاره د پاكستان د پولې له بندېدو سره د كابل او يا ولايتونو په بازارونو كې د خوراكي توكو بيې آسمان ته خيژي، لامل يې همدا دى چې موږ خپل هيواد كې د خوراك څه نه لرو او د كال فصل مو ټول نشه يي توكي وي. په باور سره ويلاى شو، چې كه د افغانستان د شمال او سوېل، ختيځ او لوېديځ ټولو ځمكو كې غنم او داسې نور توكي وكرل شي، راتلونكي كلونه به كم تر كمه زموږ خلك د ډوډى او اوړو په برخه كې په خپل ځان بسيه او د يو څو ټنو غنمو وراردولو ته به مو نه چارواكي او نه هم خلك د ګاونډيانو زنې نيسي.
د نشه يي توكو د مخنيوي لپاره له پرونه راهيسې په كابل كې يو سيمينار هم پيل شوي، چې په هغه كې د دوولسو هغو ولايتونو واليان جرګه شوي، چې د كوكنارو كښت پكې ډير او بزګران يې هم روا كر ته دومره ليواله نه دي. د كورنيو چارو او نشه يي توكو پر ضد د مبارزې د وزارتونو په وينا، په دغه كنفرانس كې به د كوكنارو د كركيلې د مخنيوي لپاره تر ټولو اغيزناكې لارې ولټول شي او له دې لارې به افغان كروندګر قانع كړاى شي چې نور د كوكنارو كر پاى ته ورسوي. تر دې وړاندې هم حكومت خبر وركړى و، چې سږ كال كه په رضا چا د نشه يي توكو كر پرېنښود، په زور به يې كر وندې واړوي او هيواد به له دغې تورې بلا نه خلاص كړي.
كه اوس او د راتلونكي كال لپاره د ترياكو په وړاندې د حكومت او نړيوالې ټولنې دريځ او بيا هغو وېرو ته چې ګنې كال ته به بيا د ترياكو كښت ډير وي، سړى پام وكړي، په ريښتيا هم چې راتلونكى پسرلى او منى به زموږ خلك د يوې بلې داسې ستونزې په حل لګيا وي چې نه ددوى ده او نه هم زموږ ټول ملت ورسره خواخوږي لري. اوس او هر وخت ټوله نړۍ په دې اقرار كوي، چې په افغانستان كې د نشه يي توكو ستونزه په هغې نړيوالې مافيا پورې تړلې، چې يوازې د افغان دولت څه چې د ډيرو خلكو زور نه ورته رسيږي. په دغې مافيا كې نه يوازې داچې يوزيات شمېر افغان چارواكي لاس لري، په نړيواله كچه يې داسې سټې ملاتړي، چې ښايي توان يې زموږ له حكومت نه هم زيات وي. په هيواد كې د ترياكو بې كچې ډيرښت، د ترياكو په قاچاق وړونكو د چا زور نه رسيدل، له افغانستان نه د نړۍ ګوټ ګوټ ته ددغو ترياكو رسيدل ټول هغه دلايل دي چې په ډاګه كوي، چې د افغانستان د ترياكو د ډيرښت عاملين يوازې بې وزلي او لاس او پښې چاودې افغان بزګران نه، بلكې هغه مافيا ده چې دغه بزګر يې په واك كې راوستي او تر اوسه هم ګټه ترې پورته كوي.
په دې خو ټول پوهيږي چې يوازې د ترياكو بدنامي زموږ دولس ده، نوره ټوله ګټه يې د نړيوالې مافيا او هغو كړيو ده چې په تورو موټرو كې په پراخه كچه خپل قاچاق كښته پورته كوي. له همدې امله، د افغانستان حكومت ته په كار ده چې د ولايتونو له چارواكو سره د خبرو او له هغوى نه د ترياكو د بندولو د غوښتنې ترڅنګ په پراخه كچه له ګاونډيو او نورو هغو بهرنيو هيوادونو سره خبرې وكړي، چې هلته د افغانستان د ترياكو او نورو نشه يي توكو بازارونه ګرم دي. دغه بازارونه كه په نړيواله او سيمه ييزه كچه وتړل شي، په پوره باور سره ويلاى شو چې په افغانستان كې به هم د ترياكو او نورو نشه يي توكو مخه ونيول شي، ځكه چې ترڅو تقاضا وي، عرضه به په هر ډول چې وي كيږي. ددې ترڅنګ افغان بزګر هم د خپلو ديني اصولو په پام كې نيولو سره بايد په ټينګه د هغو بوټو د كركيلې نه ډډه وكړي، چې زموږ په دين كې ناروا او زموږ ځوانان په بدبختيو اخته كوي. كه داسې وشي نه به نور زموږ هيواد په نړيواله كچه د نشه يي توكو د توليد له امله بدنامه وي او نه به هم د خوراكي توكو په برخه كې په بهر پورې تړلي يو.
ټولو مسلمانانو او د افغانستان مظلوم ملت ته د لوى اختر مبارکي وايم.
لوى خداى دې وکړي چې دغه اختر په هيواد کې د ازادۍ، سولې او
پرمختگ اختر شي او زموږ مسلمان ولس د ټولو هغو ناخوالو له شومو
منگولو خلاص شي، چې له لسگونو کلونو ورسره لاس او گريوان دى.
حقمل
د مغفرت لسيزه، له ګناهونو نه د توبې ورځې
د سږ كال مباركه روژه هم دادى د نورو كلونو په شان د تېرېدو په حال كې ده.
د نړۍ په ميليونونو مسلمانانو د روژې پنځلسمه ورځ پيل كړې او دادى د خداى له لوري ورته د وعده شوي مغفرت په لسيزه كې د هغه ستر ذات عبادتونه كوي چې دوى يې پيدا كړي او د اسلام مبارك دين يې پرې لورولى.
ټول مسلمانان د خداى(ج) د هغه امر په عملي كولو بوخت دي چې له مخې يې روژه په دوى فر ض شوې ده او همدارنګه د خداى د هغې ژمنې له مخې د خپلو هغو ګناوو بښنه غواړي چې تراوسه يې كړي دي.
كه څه هم دادى د روژې نيمه برخه تېره شوې او په دوو دريو اونيو كې به يې پاتې برخه هم تېره شي، خو بيا هم ښايي ډير داسې كسان وي چې د روژې له تېرو ورځو نه يې ګټه نه ده اوچته كړې. همدارنګه ښايي ډير داسې كسان هم وي چې له كفري او غير اسلامي مفكورو نه په اغېزمن كېدو يې د خداى دغه سپيڅلې فريضه پريښي او روژه يې نه وي نيولي. دا دواړه ډلې، هم هغه چې روژه يې نيولې خو په هغه شان چې لازمه وه د خداى عبادت يې نه دى كړى او هم هغه چې د شيطاني وسوسو او نفس د غوښتنو په پايله كې يې روژه نه ده نيولې، اوس هم ډير وخت لري چې د لوى خداى(ج) دغه فريضه په هغه شان يې چې خداى پاك امر كړى ترسره او له خپلو كړو ګناو نه توبه وباسي. بې له شكه خداى پاك له خپلې كړې ژمنې سره سم ټولو هغو كسانو ته بښنه كوي چې د عجز او پښيمانۍ له مخې هغه ته رجوع وكړي او له ټولو هغو غلطيو نه توبه وباسي چې د روژې په لومړۍ نيمايي كې يې كړي دي.
بې له شكه د خداى(ج) له اوامرو نه سر غړونه هغومره چې اوسني ډيرى تش په نامه مسلمانان يې فكر كوي، اسانه نده، همدارنګه د اسلامي شرعې د احكامو له مخې، د روژې خوړل هم په اسلام كې دومره وړه خبره نه ده چې ډيرى يې اوس يوازې په دې چې خداى(ج) يې عبادت ته اړتيا نلري خوري او په دې اړه د خداى اوامر هيڅ په پام كې نه نيسي، په اصل كې خو اسلام داسې يو دين دى چې هم يې خپلو پيروانو ته د ښه ژوند كولو لاره ښودلې او هم يې ورته د همدغه ژوند د تنظيم او له بغاوت او د خدايي له دعوې نه د راګرځيدو په موخه داسې قوانين ايښي چې په كولو يې ثواب او په نه كولو يې عذاب وركوي. د لوى خداى په قران كې د ثواب او عذاب بيان ښه په واضح توګه شوى له همدې امله مسلمانانو ته هم په كار ده ددغو بياناتو له مخې ټول هغه څه چې خداى(ج) حرام كړي حر ام او ټول هغه څه چې خداى(ج) ورته ښه عملونه ويلي ښه وګڼي.
بې له شكه د روژې په مياشت كې په خپلو عملونو بيا كتنه او د خداى او د هغه د درانه پيغمبر له اوامرو سره سم د روژې نيول، هغه څه دي چې كولاى شي مسلمانان د پراخو ثوابونو او د خداى پاك د رحمتونو څښتنان كړي. ټول مسلمانان بايد د مغفرت او بښنې په لسيزه كې چې اوس يې نيمې ورځې تيرې شوې هم دي بايد له خداى پاك نه بښنه وغواړي او دټولو هغو ګناهونو نه توبه وباسي چې د روژې په مياشت او يا هم له هغې نه وړاندې يې كړي دي.
كه چېرې موږ او نور مسلمانان د روژې تيريدو ته لږ ځير او د ثوابونو د ورځو له لاسه وركولو ته پاملرنه وكړو، ډير ژر به په خپلو عملو نو كې بدلون راولو او د خداى پاك لخوا له وركړې دغې موقع نه به هغسې ګټه واخلو چې اسلام يې غوښتنه كړې ده. كه په ريښتيا هم داسې وكړو، بې له شكه به د اسلام له وركړې ژمنې سره سم د ټول كال له ګناو نه پاك او منزه شو.
خداى پاك دې موږ او ټولو مسلمانانو ته د روژې له پاكې مياشتې او د مغفرت له لسيزې نه د استفادې حوصله او توفيق راكړي. آمين
ځوان نسل له تبا هۍ وژغورئ!
ډاكټر عبدالوحيد ( منصور )
پدې او ر با ندي چې كومي ملا يكي مقررې دي هغوى ددي اور له تا زه سا تلو نه هيڅكله هم نه غا فليږي او هغوي داسي سخت ګيرې دي چې په هيچا يي هم رحم او شفقت نه را ځي ، ددوزخيا نو چيغې او فر يا دونه د هغوى زړونه نشي نر مولى.
الله تعا لى ( ج ) دوى ددوزخيا نو د تعذيب او شكنجې لپا ره ټا كلي او دوى د الله د امر څخه دسترګو درپ په اندازه هم مخا لفت نكوي . خو الله ( ج ) لدى اور څخه د خلا صون لا ره هم ښيي او هغه لار له ګنا ه څخه په رښتيا سره تو به او پښيما نتيا او په آينده كي د ګنا ه نه كولو كلكه اراده ده .
الله ( ج ) په قرآن عظيم الشا ن كې فرما يي:
اى موء منا نو ! خپل ځان او خپله كورنى ددوزخ له هغه اوره وسا تى چې دا سې ملا يكى پدى مقرري دي چې ډيرې قهر جنې او سخت ګيرى دي دوى د الله ( ج ) نا فرما ني نكوي او څه چې الله ورته امر كوي هغه پر ځا ى كوي. ( د تحريم سو رت ۶ آيت)
اى موءمنانو! د پورتني آيت د حكم په اسا س مو نږ او تا سې هر يو د خپل ځان اولاد _ ښځې او ټولو هغو كسانو څخه چې زمونږ او تا سې سره يو ځا ى په كور كي او سي مسو ل يو مو نږ مكلف يو چې دا ټول د الله ( ج ) او رسول الله ( ص ) اطا عت ته وهڅوو او له ګنا ه يي منع كړو رسو ل الله (ص) فرما يي : خپلو اولا دونو ته په ۷ كلنى كې په لما نځه امر وكړى او په لس كلنى كي يي كه لمو نځ نه كا وه ووهي .
همدارنګه فرما يي: با خبر اوسى ! چې هر يو ستا سې څخه د ځان او لا س لاندى كسانو په هكله پو ښتنه كيږي .
اى مسلمانانو! را ځى ددغه مسو ليت د پر ځاى كولو لپا ره له يو بل سره مرسته وكړو خپل او لا دونه نيك كا رونو ته و هڅوو او له بديو او ګناه څخه يې منع كړو خپل اولا دونه له بدو او نا اهلو ملګرو څخه بيل كړى ، خپل كورونه د فسا د له هرډول آلا تو لكه موسيقي ، فحش او خراب فلمونو، منحرفو كتا بونو او مجلو څخه پا ك كړى.
اى د الله ( ج ) بندګانو ! هغه څوك به څنګه ځان له دوزخه وژغوري چې لمونځ نه كوي، هغه لمو نځ چې د اسلام ستن (پا يه) ده ، هغه لمو نځ چې د مسلمان او كا فر تر مينځ فر ق ده. هغه څوك به څنګه ځا ن له اوره وژغوري چې جو مات ته نه ځي ، هغه څوك به څنګه ځان له اوره وژغوري چې په ډير جرنت سره ګناه كوي او خپلى ګنا ه ته په كم نظر ګوري اوګناه هم نه ورته ښكاري .
اى مسلمانانو! هغه څوك به څنګه له اوره خلا ص شي چې خپلو اولا دونو ته يي د فسا د او فحشاء اسباب برابر كړي خپله لما نځه ته ولا ړ شي خو او لا ديي په لهوولعب او فسا د اخته وي او جما عت ته نه راحي، او لادونه مو شپه او ورځ كې په
با زارونو او بې ځا يه ځا يونو كې ګرځي خو مونږ پري سترګي پټوو په يا د ولرى چې د مور او پلار ستر ګى پټول او په چپه خوله د اولا دونو نا روا عملونو ته كتل د اصلا ح لار نده او دا كا ر هغوى نور هم ګناه ته تشويقوي.
اى مسلمانانو! په خپلو سترګو ګورو چې اولادونه مو ورځ په ورځ له دين څخه لرې كيږي اود رسول الله ( ص ) دپيروي پر ځاى دنورو تقليد كوي ، ږيرې په بې باكي سره وهي خوبياهم مونږ دغوى دهرې ګناه په وړاندې چپ يو دا چپتيا به تر كومه وي او آيا دا چپتيا به مو د الله (ج) له دردناك عذابه وژغورلى شي. داولادونو په هكله د ميندو مسو ليت له پلرونوهم زيا ت دى او هغوى به هم د خداى په وړاندى داولا دونو جواب وايي .
اى ميندو! د كورونو په دا خل كې خپل او لا دونه كنترول كړى خصو صا د خپلو لو ڼو د ښىاوسا لمي تر بيي لپا ره ځا نو نه ستړې كړې هغوى ديني زدكړې او لما نځه ته و هڅوى ،شرعي لباس اوپردې ته يې وهڅوى. بې ضرورته ، بې له شرعي محرمه او سينګار كړي يې له كور څخه وتلو ته مه پريږدى هغوى په اسلامي اخلاقو ښكلې كړى موسيقي ،ناروا فحش فلمونه او دفساد هرډول آلات پرې بند كړى دښځو پورې تړلي شرعي مسايل ورزده كړى او له ځوانى وروسته يې داسې چاته په نكاح وركړى چي دښو اخلاقو اواسلامي تربيي خاوند وي ځكه همدا ښځه او خاوند دراتلونكي نسل اساس اوبنياد دي .
(داسلام او مسلمانانو د تلپاتې سرلوړى اودكفري نړى دذلت او رسوايي په هيله)
د مو سيقي (سا ز او سرود ) ضررونه د اسلا م او طب له نظره
ترجمه اوټولونه :ډاکټر عبدالوحيد (منصور)
د اسلام دشمنا نو د مسلما نا نو خصو صاَ د ځوانا نو دبي لا رې كولو لپا ره تر ټولو مهمه وسيله موسيقي ګڼلې اوداگمرا ه كوونكې وسيله يې د تلو يزيون،راديو،كمپيو ټر،انتر نيټ،سينما او داسيې نورو عصري وسا يلو پواسطه د مسلمانا نو په اكثرو ټولنو كې عا مه كړې تر دې چې په اوسني عصر كې خو زيا تره خلك سا ز او سرود ته د گنا ه په ستر گه هم نه گوري حا ل دا چې الله تعا لى موسيقي په قراّنكريم كې د لهو الحديث(بيهوده خبرو) په نامه يا دوي. او هغه كسا ن چې پدې نا وړه عمل اخته دى هغوى د شيطان پيروان ګڼي او هغوى په سخت او دردوونكي عذاب ويروي.
همدا رنگه رسو ل الله(صلى الله عليه وسلم) فرما يي چې مو سيقي په زړونو كې نفا ق داسې زرغونوى لكه اوبه چې كښت او زراعت ته وده وركوي.
همدا رنگه رسو ل الله (صلى الله عليه وسلم) فرما يي : كله چې زما په امت كې موسيقي او سندرې زيا تى شي نو د خداى (جل جلا له) عذا ب را نا زليدل به پرې شروع شي.
د موسيقي د نيوي اضرار:
· . موسيقي د اخلا قي فسا د مهم عا مل دى
· د پرښتو يا ملا يكو د را نا زليدو څخه مخنيوى كوي .
· په زړه كې نفا ق زرغونوي
· د زنا طرف ته د تشويق وسيله ده
· د خپل نا موس په هكله د بې تفا وتى سبب گر ځې
· د خد اى (جل جلا له) له رحمت څخه د لري والي با عث گر ځي
· له كور څخه د خير او بر كت د تلو اومسكينى با عث گر ځي
· د زړه د سختي با عث ګرځي.
ځيني خلك پدې عقيده دي چي مو سيقي د رو ح غذا ده خو كه حقيقت ته وگورو نو ددوى دا دعوه بى ځايه ده ځكه كه چيرې موسيقي د روح غذا واى نو ولې په غرب او اروپا كې د موسيقي له زياتې خپريدو سره سره اخلاقي فساد او عصبي نا رو غى ورځ په ورځ زيا تيږي؟؟؟
همدا رنگه اوس په نړى كې موسيقي د مخدره موادوپه حيث پيژ ندل شوې ځكه هغه كسا ن چې له موسيقي سره عا دت شوى د هغوى ټول فكر د موسيقى په هكله وىاوددوى په اعصا بو با ندې يو ډول سستي حا كمه وي او بيا دا خلك غير له شهوت، عشق با زى ،ښكلا پرستى نه نور څه نه پيژني او ددوى عقل د مو سيقي پواسطه داسې محا صره شوى وى چې بيا دوى له عفت اوحيا،عدالت او انصاف ،ورورولى او غيرت څخه خلا صيږي.
د موسيقي اضرار دطب له نظره:
1. د انسا ن په بدن كې د سيمپا تيك او پا را سيمپا تيك په نا مه دوه ډوله اتو مات ( خودكا ره اعصا ب ) مو جود دى چې دواړه د برا برى په حا لت كي دي او ددوى برا بري د بدن د نظم با عث ګرځي،
هر كله چې د خا رجي عوا ملو په نتيجه كې ددې عصبي سيستم نظم له مينځه ولاړ شي نو انسا ن له زيا توجسمي او عصبي ضررونو سره مخا مخ كوي.
يو لدغو عوا ملو څخه چې د دغه عصبي سيستم نظم له مينځه وړي مو سيقي ده.
2. ډاكټرانو د اثا بته كړې چې مو سيقي د اعصا بو د ضعيفوا لي با عث گر ځي او دډاكټرانو څو اتحا ديوله حكو مت څخه غوښتي چيې په عا مه ځا يونو كښې له موسيقي او كنسرت څخه مخنيوى وكړي تر څو په نړى كې د عصبي نا رو غيو مخه ونيول شي.
3. موسيقي د زړه د حملې او زړه دريدو با عث كر ځي.
طب وايي چي د زړه ددريدو يو مهم عا مل هيجا نات ( زيا ته خو شحا لى يا زيا ت خفگا ن ) دي او دا چه د موسيقي د اوريدو په اثر په انسا ن كې يو ډول هيجاني حا لت را مينځته كيږي نو ځكه د زړه د حملې با عث گر ځي او ډير ځله ليد ل شوي چې سند ر غاړي د زړه د حملې له امله مړه شوي.
4 موسيقي د وينې د فشا ر د لوړيدو او ټيټيدو با عث گر ځي.
پدې هكله يو اروپايي پروفيسور خپله تجربې كړي او نتيجه يې داده:
نو موړي ډاكټرد يو مريض د فشار د كتلو پر وخت هغه ته اّرامه موسيقي واوروله نو په تعجب سره يي وليدل چې د مريض د وينې فشا ر د نا رمل حا لت نه ډير ښكته شو.
او كله يي چي سخته يا غليظه موسيقي ورته واوروله ويي ليدل چې د مريض فشا ر د عادي حا لت نه ډير او چت شو.
همدا رنگه يو بل آلما ني ډا كټر دا ثا بته كړې چې موسيقي د سر دردي ، روحي او فكري خستگي با عث هم ګرځي.
5. يونتو ب او جنون
6. د عمر لنډوالى
7. د ځا ن وژنې عا مل ده
8. د ليدو او اوريدود حس ضعيفو الى
9. د ظلم او جنا يت سبب ده
10. د استعما رگرانو لخوا دخلكود غلا مولو يوه وسيله ده
11. د خداى (ج) له ذكر اوياد څخه د مخنيوي وسيله ده ځكه په هغه زړه كې چې د شيطا ن فا سد آواز ځاى ونيسي هلته بيا د خداى (ج) ذكر قرا ر نه نيسي او آرا م نه مومي.
د نړى په ځينو ښا رو نو كيې خلكو د مظا هرو او غو نډو په ترځ كې له حكو متو نو څخه و غو ښتل چې د موسيقي او كا نسرتونومخه ونيسي او په ما ليزيا كې د يو ښا ر مسوْ ل مو سيقي منع اعلا ن كړې اووايي چې مو سيقي او سندريې په خلكو كيې د فسا د او فحشا ء با عث گر ځي او د ايټا ليا يو مشهور سندر غا ړى چې اوس يي دا نا وړه عمل پريښى وايي چې موسيقي يوه شيطا ني لو به ده .
نو اى مسلما نه وروره ! اوس چې پدې حقيقت با ندې پوه شوې چې مو سيقي او سندرې زيا ت
تاوا نونه لري او ستا د خوږ ژوندد بر با دى با عث گر ځي نو آيا اوس هم غواړى چې ځا ن پخپل لا س د هلا كت كنديې ته وغورځوى ؟
آيا غو اړى چې ستا په زړه كې د خداى (ج) دذكر په ځا ى د شيطا ن آواز ځا ى ونيسى؟
د هغو بيې دينه خلكو په دروا غجنو شعا رو غلط نشې چې موسيقي د رو ح غذا گڼي حا ل دا چه د موْ من دروح غذا د خداى (ج) ذكر دى .
كه ته پدې نا وړه عمل ككړ يي نو په ځا ن رحم وكړه ، كه ته د شيطا ن پدې دام كې گير يې نو لديې دام څخه د خداى (ج) د رحمت پرا خه غيږي ته پنا ه يو سه همدا نن لدې نا وړه عمل نه ځا ن و ژغوره او د هغو خا ينو ،فا جرو او نړيوالو فسا د پلورونكو تجا را نو خولې له خا ورو ور ډكې كړه چيې غواړي ستاآرام ژوند په كړاوونو او بدبختيو بدل كړي .
د اسلا م او مسلما نا نو د سر لوړى او د كفرى نړى د ذلت په هيله
ښاغلى بيات! ثواب دې په ګناه ... دې بې ځايه!
محمد کبير حقمل
په افغانستان کې د نوي نظام له راتلوسره نوې څيرې هم ډيرې شوې. ډير افغانان چې يو وخت د هيواد په سختو شرايطو کې چا په سترګو هم نه ليدل، افغانستان ته راغلل او بيرته يې افغانيت پيل کړ. ډير داسې هم و چې پخوا په هيواد کې اوسيدل او يا هم د هيواد له حالاتو سره مستقيم په تماس کې و، خو چا دومره نه پيژندل او نه هم دومره د پام وړ و. ځينې بيا داسې راپيداشول چې له پلاره لوى خلک و او اوس چې يوځل بيا د لويو او شتمنو خلکو بازار تود دى، په هيواد کې را ښکاره شول او آن تردې چې په سياسي بهير کې ننوتل. ددې ترڅنګ نوي نظام داسې خلکو ته هم د طالع ازمويلو چانس ورکړ چې يو څه موده د خپلو ګټو او چوکيو لپاره له نورو هيوادونو راغلل او اوس يا بيرته تللي او يا هم د تلو په حال کې دي. ددې ترڅنګ ډير بيا داسې هم دي چې هيواد ته په راتلو يې پانګه اچونه وکړه او ددې لپاره چې هم خپله ګټه وکړي او هم هيوادوالو ته ځينې آسانتياوې برابرې کړي، په هيواد کې په کار بوخت شول.
بې له شکه په لويديز کې له لسګونو کلونو کار او يا هم سوداګرۍ وروسته افغانستان غوندې بې وزلي او غريب هيواد ته راتلل نه يواځې داچې سړى له ټولو شتمن ښيي، بلکې خلک هم څه نا څه هيلې ورته لري. دا هيلې د پانګې اچونې او بشري خدمتونو به برخه کې له دوى نه کيږي چې په ريښتيا هم زموږ ولس ورته له تيرو ديرشو کلونو سخته اړتيا لري.
بې وزلي خلک او خيريه مرستې
په تيرو څو کلونو کې د هيواد په اقتصادي او خيريه برخو کې له مطرح څيرو نه يو هم د بيات بنياد رئيس او د افغان بيسيم مخابراتي شرکت مالک انجنير احسان الله بيات دى. ده د طالبانو په وروستيو کې په افغانستان کې د افغان بيسيم د ستګاه په نصبولو د لومړي ځل لپاره افغانانو ته د ګرځنده ټيلفون آسانتيا برابره کړه او له ټولو وړاندې يې په هيواد کې دومره سترې پانګې اچونې ته اوږه ورکړه. ددې ترڅنګ انجنيربيات د (بيات بنياد) په جوړولو د هيواد ګڼ شمير خلک له خپلو خيريه مرستو نه برخمن کړل او اوس هم وخت ناوخت دامرستې په مختلفو وختونو کې خلکو ته رسوي. د افغانستان سختو ستونزو او د خلکو بې وزلۍ ته په کتو او په يوشمير ځايونو کې د بيات مرستو او په عين حال کې د لومړي ځل لپاره زموږ يو شمير هيوادوالو ته د ګرځنده ټيلفون د آسانتيا برابرولو بيات ته ددې موقع مساعده کړه څو د هيواد په يو شمير خلکو کې څه ناڅه ځاى پيدا کړي. بې له شکه د ژوند په سختو شرايطو کې له يوچاسره مرسته له هرڅه لويه خبره ده او په داسې حالت کې زړه هم ژر لاسته راوړل کيږي.
وخت ناوخت کله چې د هيواد په کوم ګوټ کې طبيعي آفات رامنځته کيږي او ياهم د يخنۍ او يا وچکالۍ ويره وي، انجنير بيات خپله څه ناڅه مرستې سيمو ته وړي او هلته يې په خلکو ويشي. آريانا ټلويزيوني چينل د بيات د مرستو د اعلان يوه ښه منبع ده. که څوک دغه تلويزيون وګوري په وار وار به بيات په داسې حال کې چې د افغانستان څو تنه بې وزلي خلک يې په خوا راټول وي او دى په خپل لاس ورته مرستې ورکوي وليدل شئ. ددې ترڅنګ د روغتونو نو او جوماتونو جوړول هم يو له هغو ښو کارونو څخه دي چې بيات ورته ملاتړلې او په ښه توګه يې د هيواد په ولايتونو او مرکز کې جوړوي. څو مياشتې وړاندې نوموړي د سالنګ په داسې سيمه کې يو جومات پرانيست چې هلته مسافر د لمانځه په اړه له ډيرو ستونزو سره مخامخ و، خو د بيات جومات و کولاى شواى دا ستونزې له منځه يوسي او خلکو ته د عبادت موقع برابره کړي. ددې ترڅنګ د هيواد په نورو سيمو کې هم د لويو او کوچنيو جوماتونو جوړول يو له هغو کارونو نه دي چې بيات ورته ډيره پاملرنه کوي او پرمخ يې بيايي.
لومړنى افغان مرستندوى
لکه چې ټول پوهيږي پر افغانستان د شوروي له يرغل او د مهاجرتونو د لړۍ له پيليدو وروسته ډيرى افغانان په بهرنيو مرستو روږدي شول. د جهاد په وختونو کې هغه کورنۍ چې په داخل د ښارونوکې وې په يو نه يوه رنګ د شوروي له خوا ورسره مرستې کيدې او ترڅنګ يې له هغو کورنيو سره چې بهر ته مهاجرې شوې وې د امريکا، غربي او اسلامي نړۍ مرستې کيدې. دالړۍ اوس هم روانه ده او اړو افغانانو ډير کم ليدلي چې خپلو شتمنو او بډايه هيوادوالو دې ورسره مرسته کړې وي. انجنير احسان الله بيات د لومړى ځل لپاره دا کلتور په افغانستان کې دودکړ، چې خپله افغانان له خپلو هيوادوالو سره مرستې کوي. ځينې خلک وايي چې دده مرستې دخلکو لپاره نه، بلکې ددې لپاره دي چې ګنې دى د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته ځان کانديدوي او په دې توګه د خلکو رايې خپلوي، دا يو نظر دى خو له بې وزلو افغانانو سره د مرستو داشان پيل او خپله د افغان شتمنو لخوا د هيواد والو اقتصادي ملاتړ نه يواځې داچې پرځاى کار ده، بلکې عامول يې هم اړين بريښي. موږ ډير داسې هيوادوال لرو چې پانګې يې په داخل او بهر کې په کار اچول شوي، خو دوى دومره هم نه کوي چې د خپلو هيوادوالو د مرستې لپاره د خپلو پانګو يوه وړه برخه هم په کار واچوي او خپل هيواد وال ترينه برخمن کړي. داچې بيات بنياد او د هغه رئيس د لومړي ځل لپاره د افغان له پانګې له افغان سره مرسته وکړه، د افغان پانګوالو د هڅونې او له هيواد والو سره د خپلو مرستو په کولو کې په ريښتيا هم يو نيک پيل او ښه ګام ګڼل کيږي. خو داچې ښاغلى بيات ددغو مرستو ترڅنګ د خپلې پانګې نوره برخه چيرته لګوي، دا بيا هغه پوښتنه ده چې په ده پورې اړوند د آريانا ټلويزيون خپرونې يې ځوابوي.
معنوي ارزښتونه او کلتوري جفا
هرچيرته چې د بيات بنياد لخوا کوم خيريه کار ترسره کيږي، ددغه بنياد رئيس يې د مصارفو په هکله بس دومره وايي چې ده ته يې معنوي ارزښت مهم دى. که څو کليو ته خوراکي توکي ويشي او ياهم کوم جومات، کلينيک او سړک پرانيزي، دى يواځې داځواب لري چې ده ته دا مهمه ده چې په دې کار سره يې څومره معنوي ګټه کړې ده. نه پوهيږو چې دى به معنوي ګټه څنګه تعريفوي، خو داسې ښکاري چې ثواب او يا په دې کار سره د خلکو اعتبار ډير ورته مهم دى.
د اسلام په مبارک دين کې جاريه صدقې ته په ډيره لويه سترګه کتل شوي دي. ددغې صدقې کوونکي ته وعده ورکړل شوې ده چې ترکله يې چې له دې نيک کار نه خلک ګټه اوچتوي، خداى(ج) به يې ثواب ورکوي. ښاغلى بيات هم ښايي په خپلو ځينو نيکو کارونو د جاريې صدقې په لاره څه ناڅه تللى وي، خو په تاسف سره بايد وويل شي چې دى په لوى لاس خپله دغه صدقه نه يواځې داچې خرابوي، بلکې په پوره توګه يې بې معنا او بې اثره کوي.
د يوې ټولنې او يوې سيمې ټولې ودانې او شته که ترينه غصب او يا هم تيرى پرې وشي، ښايي چې دومره دردوونکې نه وي، لکه چې کلتور، ديني او اخلاقي اصولو ته يې څوک په بده سترګه وګوري. د ښاغلي بيات په مرستو او نيکو کارونو ترهغه وخته خلکو د زړه له کومې شاباش وايه چې ټول کارونه يې د خير په خوا روان و خو چې کله دى د خپل(آريانا ټلويزيون) لخوا له نورو چينلونو سره په سيالۍ راغى، ټول مثبت ټکي يې شاته او يوه داسې لړۍ يې پيل کړه چې په ريښتيا هم د افغانستان ټولنه يې نه مني او نه يې هم زغملاى شي.
په طلوع ټلويزيون کې د (افغان ستوري) له لړۍ وروسته چې هرکال هيواد ته څو تنه ډمان روزي، آريانا ټلويزيون چې د بيات په مالي مرسته په کار اچول شوى او دده له خوا اداره کيږي، د (ګلبرګها) په نامه يوه داسې لړۍ پيل کړه چې په ريښتياهم د افغاني ټولنې له هرراز اساساتو سره په ټکر کې ده. که طلوع ټلويزيون يواځې يو څو تنه ځوانان او پيغلې په ډيره مفشنه توګه د سلهاو کسانو په وړاندې درول او د (هنرنمايي) په نامه يې د يوه بد عمل بنسټ کيښود، نو آريانا هم ددې ترڅنګ چې دا کار کوي، څوتنه چې نه يې قوارې او نه هم خبرې او لباس د افغانيت نماينده ګي کولاى شي، د سلهاو کسانو په وړاندې داسې ګډوي، ته به وايي چې د پلار واده يې دى.
د ګلبرګها خپرونه که هرڅوک وګوري په ريښتيا به هم داباور ورته پيدا شي چې څومره د افغانستان له فرهنګ سره د جفا پر بنياد جوړه شوې ده. موږ ته دا سوچ را لويږي چې کله بيات صاحب په پرانيستنو کې د معنوي ارزښتونو خبره کوي او دلته په سوداګري رقابت کې زموږ ټولنه او د هغې حاکم اخلاق يا له منځه وړي او يا يې هم مسخه کوي، په دې کار سره د کوم معنوي ارزښت لاسته راوړه يې هدف دي.
موږ په داسې حال کې چې د خپل هيواد ټول ضرورتونه حتى اداري کادرونه له بهرنه راولو او له پوره ټيټې علمي سويې نه برخمن يو، څنګه کولاى شو د ګلبرګها په نامه خپل کلتور او ټولنې ته خدمت وکړو. که څوک په ريښتيا وغواړي ټولنې ته خدمت وکړي او له دې لارې د خپل ولس زړه لاسته راوړي، ډير داسې ځايونه دي چې بايد ځوانان هلته تشويق شي او د هيواد د سالمې راتلونکې لپاره وروزل شي. کله چې د آريانا ټلويزيون په پرده د (ګلبرګها) خپرونه ليدل کيږي او له هغه سره رنګارنګ ځوانان په خاصو پرديو حرکتونو يو شان مزخرفه ميوزيک ته لاس او پښې اچوي، سړي ته دا ثابتيږي چې په ريښتيا هم د ښاغلي بيات هدف له معنوي ارزښت څخه څه دى؟
موږ په داسې حال کې چې په بې ځايه پروګرامونو او مزخرفه خواو کې د ځوانانو مصروف ساتل د هيواد له راتلونکې سره ستره جفا بولو، ښاغلي بيات ته ډاډ ورکوو چې که داسې لړيو ته يې نور هم دوام ورکړ، ښايي ملت يې په څو مسجدونو، څو کيلومټره سړک او څه اندازه خيريه مرستو ونه غوليږي. د افغانستان ملت چې هروخت د پردي کلتور له ترويج سره مخالفت کړى، نن هم له خپلو پانګه والو غوښتنه کوي، چې ددې ترڅنګ چې په افغانستان کې په بيلابيلو برخو کې پانګه اچونې کوي، د ځوانانو د سالمې روزنې په برخه کې دې هم داسې ګامونه اوچت کړي چې ملت ته يې ګټه ورسيږي. د خداى لپاره! يو بازينګر به د هيواد په راتلونکې کې څه رول اداکړي. دى خو يواځې دومره کوي چې دخلکو له جيبونو پيسې ووهي او په ګرانبيه پوښاک او ځان جوړونې يې ورکړي، نور څه خو دې ملت ته نه شي ورکولاى. موږ په دې ويريږو(داسې اوازې هم دي) چې د ښاغلي بيات آريانا د ځوانانو ترڅنګ پيغلو ته هم د بازي صحنه جوړه نه کړي، دا ځکه چې اوس هيڅ کار هم پرته د ښځو له شتون نه پوره نه وي.
د بازيو او سندرو په صحنو کې د ځوانانو او پيغلو حضور ته لار خلاصول او په دې هکله هلې ځلې هغه ستره جفا او خيانت ده چې په هيڅ صورت به يې اثرات زموږ له ټولنې په اسانۍ ورک نه شي. دارنګه دداسې کسانو تربيه هم دومره سترې ګناه ته لاره خلاصوي چې په لسګونو کلونو به يې لړۍ روانه وي. ښايي ښاغلى بيات په دې فکر وي چې که په (ګلبرګها) کې د ګناه بنسټ ږدي، نو په نورو برخو کې يې جاريه صدقې هم ډيرې دي او ښايي دهغو ثواب دده دا ګناه له منځه يوسي، خو دى بايد په دې پوه وي چې د بدعمل تاثير او ګناه ښايي په څو چنده د څو خيريه کارونو(هغه هم نه پوهيږو په کوم نيت تر سره کيږي) ثواب په اسانۍ سره له ځانه سره واخلي او بې معنا يې کړي.
وايي چې يو وخت يوه بدلمنه ښځه د کلي ملاته راغله او ورته ويې ويل چې ملاصيب! زه ټوله ورځ بدلمني کوم او له خلکو نه پيسې اخلم خو په دغو پيسو له خداى (ج) نه د اجر او ثواب د ترلاسه کولو لپاره جوماتونه جوړوم، په دې اړه ستاسو نظر څه دى؟ ملا صيب ورته وويل، چې ګوره، په دې کار کې ستا ثواب په ګناه ختميږي او ... دې بې ځايه ده.
پوهنتونونو کې سياست، په کومه کچه او تر کومه بريده؟
محمد کبير حقمل
پوهنتونونه د افغانستان په کچه تر ټولو لوړ تعليمي مرکزونه دي. د دې تر څنګ پوهنتونونه د بېلابېلو مفکورو او ايډيالوژيو د هغو پلويانو د سياست پوهنې او سياست پيلونې ل,مړي مرکزونه دي چې يو وخت د هېواد واګې تر لاسه کوي او د وزير او ولسمشر تر پولې رسېږي.
د افغانستان په تېر ٣٠ کلن ناورين کې پوهنتون کليدي رول ادا کړ، په تېره بيا د کابل پوهنتون چې د دواړو ښي اړخو او کيڼ اړخو ګوندونو د تبليغ او تقويې ستر مرکز ؤ.
د ظاهر شاه د حکومت وروستي وختونه او د داود خان د حکومت پيل د کابل پوهنتون د سياسي حرکتونو د جوش کلونه ؤ. په دغو کلونو کې هغه ځوانان چې د شاهي نظام له قيوداتو نوي وتلي او د آزاديو په مفهوم پوه شوي ؤ، د کابل پوهنتون په عمومي اتحاديه کې راټول شول، په اتحاديې کې د اسلامي او کمونيسټي ايډيالوژيو يو ځاى کېدل او د هغوى اختلافونو دې ته لاره اواره کړه، چې په کاپل کې دې يو د بل په ضد ښکاره فعاليتونه پيل کړي.
په افغانستان کې کمونيستي کودتا هم د همدې پوهنتون د هغو محصلينو له خوا رهبري کېده، کوم چې يا عملاً په درس بوخت ؤ او يا يو يا دوه کاله پخوا له پوهنتون څخه فارغ شوي ؤ. د دې تر څنګ د افغان جهاد مهمې او لومړنۍ ډلې هم د پوهنتون د هغو محصلينو لخوا رهبري کېدې، کوم چې د سياست او واک نيونې لومړني توري يې په پوهنتون کې زده کړي ؤ.
د کمونستانو او مجاهدينو يا کمونيزم او اسلاميزم تر منځ لمړني اختلافات هماغه د پوهنتون له دورې پيل شول او تر هغو يې دوام وکړ، چې په ميليونو خلک پکې مړه، ټپيان، معيوب او مهاجر شول.
اوس چې يو ځل بيا د افغانستان پوهنتونونه څه نا څه د ښه کېدو په حال کې دي او درسي فضا هم تر ډېره آزاده ده، يو ځل بيا داسې وېرې راپيدا شوي چې گني په پوهنتونونو کې به سياسي اختلافات او مخامختياوې را منځ ته شي. د نوي نظام په پيل کې هم څو څو ځله د لوړو زده کړو وزارت چارواکو له محصلينو نه غوښتنه وکړه چې د سياست پر ځاى دې خپلو زده کړو ته ډېره پاملرنه وکړي او اوس هم دا دى داسې ګنګوسي دي چې د پوهنتون په استادانو او ځينو زده کوونکو باندې ځيني شرايط اېښودل شوي دي. څو وخته وړاندې په نا معلومو دلايلو د کابل پوهنتون استادان له، رسنيو سره له مرکو منع شوي ؤ او دادى د لوړو زده کړو وزير هم د کابل پوهنتون په يوه آزاد بحث کې له محصلينو نه وغوښتل د سياست پر ځاى خپلو درسونو ته پاملرنه وکړي.
دا چې پوهنتونه څومره د سياست ځايونه دي او يا هم په پوهنتونونو کې بايد تر کومه له سياست نه ډډه وشي، دا هغه دوه پوښتنې دي چې کره ځواب ويل ورته څه نا څه ستونزمن دى. که چېرې وويل شي چې پوهنتون کاملاً د سياست بازيو ډګر دى او همدلته بايد نوي سياستمداران چې پو وخت به د هېواد مسؤلين وي، د سياست تمرين وکړي، دا به هم د محصلينو علمي سويې ته مضر وي، دا ځکه چې د پوهنتون دوران ځوانانو ته کاملاً د آزادۍ او حتى د ډېرو چارو په وړاندې د بې غورۍ دوران دى. په دغه وخت کې چې ځوانان له هر راز قيد او شرط نه آزاد وي او سياسي فعاليتونو ته يې هم هېڅ حد او مرز نه وي ټاکل شوى، ښايي خپله شپه او ورځ يوازې په سياست او سياسي لوبو تېره کړي. له دې نه هيڅوک هم سترګې نه شي پټولاى چې د ځوانۍ په پيل کې سياسي چارې او لوبې د سپورټ او تفرېح نه هم ډېرې په زړه پورې وي، له همدې امله د پوهنتون آزاده فضا، د تبليغ مناسب ځايونه او همدارنګه په ليليه او پوهنتون کې په ډېره آسانۍ د محصلينو ټولېدل او د پروګرامونو عملي کول کولاى شي سياسي برخوردونو ته لاره اوراه کړي. د دې تر څنګ که چېرې په پوره توګه له محصلينو څخه د سياسي فعاليتونو حق هم واخيستل شي ښايي پر ځاى نه وي. په پوهنتون کې د سياسي علومو، ټولنيزو علومو او همدارنګه ديني اصولو او شرعي علومو زده کړې په مستقيمه توګه له سياست سره سروکار لري، له همدې امله که چېرې محصلين د سياست لومړي فعاليتونه په پوهنتون کې زده نه کړي، له فراغت نه وروسته چې کله دولتي يا سياسي کارونه پيل کوي، ښايي ډېر خام او ناکام وي.
له همدې امله بايد څه نا څه د سياست د عملي تجربې امکانات هم محصلينو ته په پوهنتونونو کې برابر وي.
دا چې څنګه کېدلاى شي په پوهنتونونو کې هم د سياسي برخوردونو مخه ونيول شي او هم محصلين د سياست په برخه کې څه زده کړي، د لوړو زده کړو وزارت او حکومت مسؤليت لري څو محصلانو ته د درس او سياسي فعاليتونو داسې فضا مساعده کړي چې تل پکې د افراط او تفريط مخه نيول شوې وي.
دا موخه هغه وخت تر لاسه کېداى شي چې تعليمي سيستم په ښه بڼه عيار کړل شي، که په پوهنتون کې د واسطو او پيسو مخه ونيول شي، په پوره باور سره ويلاى شو چې هم د سياسي برخوردونو مخ نيول کېږي او هم تعليمي سويه لوړېږي. ډېر ځله ليدل شوي چې هغه کسان چې په پوهنتونو کې په زور يا واسطې کاميابېږي، د سياست په نوم داسې تاوتريخوالو ته لمن وهي چې نه د پوهنتون چاپېريال د دې اجازه ورکوي او نه هم سياست. نالايقه او بې سويې ځوانان چې کله له ناکامۍ نه ونه وېرېږي، بې ځايه سياست ته مخه کوي او په پاى کې داسې لوبو ته لاس اچوي چې نه د خلکو په ګټه وي نه د هېواد.
د درسي سويې په لوړولو او د بې ځايه کاميابولو له مخنيوي سره به ټول هغه کسان چې د پوهنتون چاپېريال د سياست په نامه کرکچن کوي له پوهنتون نه ليرې او يوازې هغه کسان به د هېواد د راتلونکې معماران وي، چې هم خپلې زده کړې کوي او هم په سوله ييزه توه سياست پر مخ بيايي.
د مارچ اتمه، د ښځو حقوق او ناروا شعارونه!
محمد كبيرحقمل
لسګونه كلونه كيږي چې د ميلادي كال د مارچ د مياشتې اتمه نيټه د ښځو د ورځې په نامه لمانځل كيږي. ددغې ورځې غير رسمي پيل د 1857 م كال د مارچ له اتمې پيل شو، د اهغه ورځ وه چې په امريكې كې كارګرو ميرمنو د خپلو حقونو او په ټولنه كې د مساوي ارزښت دلاسته راوړو لپاره لاريون وكړ او په دې لاريون كې د امريكې د هغه وخت حكومت په لسګونو تنه ميرمنې وډبولې او زندان ته يې واچولې. له هغه تاريخ نه وروسته په داسې حال كې چې ميرمنو په امريكايي اواروپايي ټولنو كې په هيڅ برخه كې له نر سره برابر حقونه نه در لودل، دداسې يوې ورځې لمانځل له امكانه لرې خبره وه، خو د كلونو په تيريدو سره ورو ورو د ميرمنو د ورځې لمانځل پيل شول او اوس دادى دغه ورځ د ميليونونو روپيو په لګولو په شانداره مراسمو لمانځل كيږي. اوس نو د ښځو په وړاندې داسې حكومتونه نشته لكه د امريكې د 1857 كال حكومت چې ددوى ټولنې دړې وړې او دوى زندان ته واچوي، په همدې توګه ظاهرا اوس په نړۍ كې هغه قوانين هم نشته چې پخوابه يې پرمټ ښځو هم د نارينه و دوه چنده كار كاو او هم به يې د هغوى نيمايي مزد ترلاسه كاوه.
په 1909م كال كې د لومړي ځل لپاره د آلمان ستر سوسياليست كلارا زينتكين وړانديز وكړ چې د مارچ اتمه دې د ميرمنو د نړيوالې ورځې په نامه و پيژندل شي، دغه وړانديز يوكال وروسته ومنل شو. د مارچ اتمه په پيل كې په ډيره ساده توګه هغه هم د كارګرو ميرمنو لخوا لمانځل كيده. په نړۍ كې د انقلابونو او سياسي احزابو په رامنځته كيدو، دغه ورځ هم د پام وړ وګرځيده او ددې ترڅنګ چې د ميرمنو موضوع په سياسي لوبو كې د يوه مهم بحث او هدف په توګه ياديده، د هغوى د ورځې لمانځلو هم داسې بڼه ونيوله چې په كې به سياسي ډلو خپلې موخې او هدفونه بيانول.
زموږ په هيواد كې لكه چې ليدل كيږي د ميرمنو موضوع په هغې بڼې چې لويديزوال يې غواړي، ډيره موده وروسته له غربي او اروپايي هيوادونو مطرح شوه. د افغانستان د خپلواكۍ قهرمان امان الله خان چې كله خپل هيواد آزاد كړ، څه موده وروسته له واكمنيدو د ميرمنو د حقونو او په ټولنه كې د هغوى د راښكاره كيدو په برخه كې يو لړ تغييرات راوستل. هغه غوښتل چې د افغانستان د ميرمنو حالت له اروپايي ميرمنو سره يو شان كړي، له همدې امله د شاه ميرمنې له ټولو لومړى خپل پړونى و غوځاو او لوڅ سر د خلكو په مخ كې را ښكاره شوه. دا چې افغانستان يو اسلامي هيواد دى او اسلام ښځو ته داسې آزادي چې لويديځ يې غواړې او وركړې نه وركوي، د افغانستان علماو هم د امان الله خان دغه كار له اسلام سره په تضاد كې وباله او په پايله كې يې دده پلوي پريښوده. امان الله خان چې يو وخت د افغانستان د ازادۍ ستورى ګڼل كيده، له هغه وروسته د خلكو له عقايدو او له ديني اصولو سره په ټكر كې سړى و پيژندل شو او له هيواده وتو ته مجبور شو.
د امان الله خان له حكومت نه را وروسته بيا د مجاهدينو ترنيم بنده انقلاب پورې، په افغانستان څو داسې مرحلې راغلې چې په هغو كې د يو شمير سياسيونو د شعارونو سرټكى د ميرمنو حقوق او د هغوى ازادي وه، ددې ترڅنګ ددغو سياسيونو د مخالفينو لوى استدلال، په ښارونو كې د ميرمنو بې حد او حصره آزادي او له دې لارې د فحشا ترويج و. د ميرمنو د حقوقو د شعاري مدافعينو او د هغوى د مخالفانو ترمنځ رقابتونو په افغانستان كې څو ځله انقلابونه راوستل او حكومتونه يې رد او بدل كړل. په دې توګه موږ په افغانستان كې د ميرمنو موضوع د انقلابونو په راتلو كې هم يوه د پام وړ موضوع بولو. امريكا هم چې كله له يوولسم د سپټمر نه وړاندې طالبانو ته ګواښونه كول، د ميرمنو ازادي يې په لويو غوښتنو كې راتله. د افغانستان او سنى دولت او بهرنۍ تحقيقي ټولنې هم چې كله د دولت او په افغانستان د امريكې د تيري لويې لاسته راوړنې بيانوي، د ميرمنو ازادي يې په لويو لاسته راوړنو كې راولي.
د ميرمنو حقوق
په افغانستان كې د ميرمنو د حقونو د تحقق د پلويانو ستره ناره او د مارچ د اتمې د لمانځلو ستره موخه همدا ده چې په افغانستان كې د ميرمنو وضعيت نور د پيړيو پيړيو وړاندې حالت نه وباسي او په مستقيمه توګه يې په ټولنيزو، اقتصادي او سياسي چارو كې راگډې كړي. دوى په ټولنه كې د ميرمنو د داشان راګډولو لپاره هيڅ رنګه محدوديت نه مني، خو ددې لپاره چې افغانستان يو اسلامي هيواد دى، بيا داهم ور سره وايي چې د ميرمنو دغه ازادي د اسلام په چوكاټ كې غواړي. په زړه پورې لا داده چې يوه ورځ ما د هيواد په يوه ستر سياسي ارګان كې دداسې يوې ميرمنې له خولې د ميرمنو له اسلام سره سم حقوق غوښتل وليدل چې هماغه ساعت يې پړونۍ په غاړه كې پروت و او خپله يې هم د ميرمنو په اړه د اسلام هيڅ اصل په پام كې نه و نيولى.
په هرصورت، نر اوښځه دواړه د لوى خداى(ج) هغه مخلوقات دي چې انسان ورته ويل كيږي او په قران عظيم الشان كې د اشرف المخلوقات په نامه ياد شوي دي. ظاهرا دغه دواړه موجودات له جسمي لحاظه يو له بل سره تو پير لري، خو په اصل كې دواړه انسانان او ددې ترڅنګ يو دبل لازم او ملزوم دي. دوى د يوه ارزښت او احترام نه برخمن دي. د اسلام دين چې له آدم(ع) نه رانيولې تر حضرت محمد (ص) پورې كوم اصول چې د انساني ژوند لپاره وضع كړي، ميرمنو ته پكې تر هر دين زياته پاملرنه شوې ده. په اسلام كې ښځه مورده چې دخداى پيغمبر جنت د مور د پښو لاندې بللى، په اسلام كې ښځه ميرمن ده چې اسلام د كور حاكمه او ناظمه بللې او ددې ترڅنګ په اسلام كې ښځه خور او لور ده چې تر بل هرچا ګرانه او زړه ته نژدې ده.
هغه اصول چې د اسلام مبارك دين د ميرمنو لپاره وضع كړي دي، بې له شكه له پيل نه تر اوسه د ټولو ميرمنو د عفت او ښه ژوند لپاره كافي او تربل هر قانون پرځاى او ګټور دي. دغه قوانين اجازه نه وركوي د عربو د جاهليت په شان نجونې ژوندۍ ترخاورو لاندې شي او يا هم د نارينه و نه ټيټې او بې حيثيته وګڼل شي، ددې ترڅنګ د اسلام مبارك دين ددې اجازه هم نه وركوي، چې ميرمنې د نارينه و د لوبو سامان او د فحشا د مجلسونو ګرموونكې و ګرځي. د مارچ اتمه چې د ميرمنو نړيواله ورځ ده، هركال په افغانستان كې دښځو د حقوقو د اعادې او وركړې په موخه لمانځل كيږي، متاسفانه دغه ورځ لكه څنګه چې په نوره نړۍ كې هركله د سياسي اغراضو د لاسته راوړلو لپاره لمانځل كيده، او ګټه ورڅخه اخيستل كيده، اوس يې زموږ په هيواد كې هم د يوه ستر سياسي شعار بڼه نيولې او ريښتيني اړخ ته يې هيڅوك هم فكر نه كوي. جالبه داده چې دغه موضوع د كمونستانو پروخت د شوروي فرهنګ ځپليو او اوس مهال لويديز پلوو ټيكه كړې او د نورو د ځپلو لپاره يې ستره حربه ترينه جوړه كړې ده. دوى هر يوه په خپل وار سره داسې ښودلې چې اسلام پلوه ډلې د ميرمنو په اړه داسې څه وايي چې هغه كاملا له ميرمنو سره ظلم او ددوى د حقوقو سلبول دي. ددې ترڅنګ ددوى لويديزوال پلويان بيا له اشخاصو اوړي او زموږ په دين تيرى كوي او اسلام د ميرمنو په اړه په تنګ نظري تورنوي. ددوى دومره نارو سورو او بهرني ملاتړ په اسلامي نړۍ كې ځينې ديني علما دې ته اړه كړي چې د ميرمنو په اړه ځينې داسې تفاسير وړاندې كړي چې هغه هيڅكله هم متفق عليه نه دي او د ميرمنو دنيوي او اخروي يو اړخ هم پكې خوندي نه دى.
د ميرمنو په اړه د لويديځ پلوه ډلو شعارونه او نارې سورې نه يواځې داچې د هغوى حقوق نه شي تامينولاى، دوى داسې يوې لوبې ته ټيل وهي چې په هغه كې ددوى عزت او پت تر بريد لاندې او د هر نفس پرسته په خدمت كې لويږي، نن كه سړى د نړۍ د ميرمنو حالت ته وګوري، په رښتيا هم د مارچ د اتمې لمانځل ورته اړين بريښي، خو دغه لمانځل په كومه روحيه او كوم نيت؟ آيا په هغه نيت چې پايله يې د افغان ميرمنو حالت د لويديزو ميرمنو حالت ته رسيږي او كه داسې لمانځل چې پايله يې د لويديځ له ميرمنو سره مرسته او د خپلو ميرمنو د عزت ساتل او په اسلامي شرايطو هغوى ته د ژوند، تحصيل او كار شرايط برابرول وي؟ موږ به هغه وخت د ميرمنو د ورځې په لمانځلو ترنورو لومړى ورګډ شو چې اول د هغو ميرمنو له حال نه په دغو لمانځنو كې خبرې وشي، كومې چې همدا اوس د انټرنيټ په پاڼه او نورو بازارونو كې ليلام شوي او له اسلامي كرامت نه بې برخې دي، هغه ميرمنې چې ترمرګه د ژوند كومه تكيه نلري او د لويديځ د منحرف فرهنګ په ټال كې داسې ځنګيږي چې ټول عزت او حرمت يې د څو تنو نفس پرستو په خدمت كې دي او دوى هم د وركړل شوې تربې له مخې دا حالت ځانته د د قناعت وړبولي او ورباندې خوښې دي.
په هر انسان په تيره بيا مسلمان باندې د خپلې كورنۍ او ښځې د عزت ساتل فرض دي، كاشكې د مارچ په اتمه هم زموږ افغاني ميرمنو ته داسې تلقين وركول كيداى چې هغه ازادي چې لويديځ يې دوى ته غواړي آزادي نه، بلكې د ذلت هغه زندان دى چې خداى دې زموږ هره افغانه ميرمن ور څخه وساتي. كاشكې دمارچ په اتمه زموږ افغاني خويندو يوه داسې پريكړه كړې واى چې پربنياد يې د ټولې نړۍ ميرمنې د عزت ژوند ته رابلل شوې واى او په عين وخت كې هغو ته چې د موجودې ازادۍ نه د فحشا او بې پردې توب په لاره كې استفاده كوي، توصيه شوې واى، لوى خداى لكه څومره چې انسان ته په دنيا كې له ژوند نه نيولې بيا د ژوند تر امكاناتو، هرڅه وركړي، هغومره يې مسئوليتونه هم ورباندې ايښي دي. زموږ افغانې ميرمنې هم بايد په دې و پوهيږي چې خداى (ج) دوى ته له ميرمن توب او د ژوند له دومره امكاناتو سره سره، ځينې داسې دندې هم پرغاړه ور اچولي دي چې په جرات سره ويلاى شو، چې ددوى اوسنى حالت يې له پوره كولو نه عاجز ده.
بدبختانه هر وخت په افغانستان كې د ميرمنو حقوق او د هغو غوښتنه په داسې توګه شوې ده، چې عملي بڼه يې بې حجابي او فحشا ته لاره خلاصونه ده. يوځل مې له خپل يوه همكار سره د هغه د يوې خپلوانې په اړه چې په يوه موسسه كې يې كار كاو او په پوره توګه يې له غير اسلامي جامو نه استفاده كوله، بحث شو، هغه راته په ډيره بې پروايۍ سره وويل چې زموږه كورنۍ (روشنفكره) ده او په دې خبرو سر نه خوږوو، ده همدارنګه را ته وويل چې موږ په زړه كې پاك يو او د چا په خبرو پسې نه ګرځو، ماته هماغه وخت دا سوچ پيدا شو چې زموږ په هيواد كې اسلام ضد حركتونه څومره په مهارت سره خپل مسير تعقيبوي، دوى زموږ نويو ځوانانو ته دا ورښيي چې هغه كسان چې ميرمنې په عزت كې ژوند كولو ته رابولي او د دوى د حسن او اندامونو د ليلام مخالفان دي، ټول تنګ نظره او وروسته پاتې دي. ما په ډير تعجب نوموړي ته وويل چې آيا تا كله هم په دې اړه فكر كړى، چې روشنفكري او عياشي څومره تفاوت لري، روشنفكري علميت، پوهه او د خداى د اوامرو په عملي كولو او منلو كې نغښتې ده نه په بې پردې توب او داسې ژوند كې چې په هغه كې هره شيبه ميرمنې د هوس پرستو ترګواښ لاندې راتللاى شي، باور وكړئ چې زما همغه همكار راته له هغې ورځې څو ورځې وروسته ټيلفون وكړ چې ما ايله اوس د عياشي او روشنفكري په اړه سوچ و كړ او په دې هم پوه شوم چې هغه څه چې موږ ته د روشنفكرۍ په نامه را پيژندل شوي، هغه سوچه عياشي او د حسن ليلام ده.
اسلامي هيواد او لويديزوال شعارونه
څومره به ښه وه چې په افغانستان كې د افغانانو او اسلام له روحيې سره سم د ميرمنو دحقونو غوښتنه شوې واى. هيڅوك به په دې خوښ نه وي چې د ميرمنو په اړه دې د خداى له وركړيو حقونو څخه سترګې پټې كړي او يا دې هم ميرمنې له هغو نه بې برخې كړي. ميرمنو ته د اسلام له احكامو سره سم د هغوى د حق وركول او هغوى ته د يوې سالمې ټولنې د غړو په توګه د ژوند د ټولو اسانتيا و برابرول نه يواځې داچې د هرچا مسئوليت ده، بلكې د ډيرو ارمان هم ده، خو دې ارمان ته يوه ټولنه څنګه رسيدلاى شي، آيا په هغې لارې چې اوس نيول شوې ده او د ورځې په تيريدو فحشا او بې حجابي زور اخلي كه كومه بله لاره هم شته. آيا اسلام نر اوښځې همداسې مساوي پيداكړي لكه چې اوس فكر كيږي او كه ځينې محدوديتونه هم لري. دا خوبه هيڅوك هم رد نكړي چې د جسم او اندام له لحاظه نر او ښځې يو له بل سره توپير لري او له رواني لحاظه يو بل ته ډير تمايل ښكاره كوي(په تيره بيا مجرد نر اوښځه). داهم ښكاره ده چې د امكان په صورت كې دغه دواړه جنسونه يو لړ سترې او خطرناكې غلطۍ هم كوي، ان تر دې چې ناروا اړيكې يو له بل سره ټينګوي چې دا بيا د هغوى ژوند له بربادۍ سره مخ كوي. ښه لاره چې نر اوښځه له ډيرو خطرناكو او بدو اعمالو نه ساتي، هغه ددغو دواړو جنسونو لرې والى او په پرده كې ژوند كول ده. په تيره بيا د هغو چې يو له بل سره هيڅ راز خپلوي هم ونلري. دا د اسلام غوښتنه هم ده او اسلام هم د ټولنې دښې روزنې لپاره ددې اجازه نده وركړې، خو متاسفانه اوس داسې نده، اوس همدا كسان چې په اسلامي اصولو د ميرمنو حقوق غواړي په خپلو سترګو ويني چې په هغو دفترونو كې چې نر اوښځې خصوصا ځوانان پكې يوځاى او بې له كوم محدوديت نه كاركوي، څه پيښېږي او تر اوسه څومره بدې پيښې چې دواړو خواوو هم ځوان او هم پيغلې ته د مرګ معنا وركوي پيښيږي.
د افغانستان په څير اسلامي هيواد كې بې حد او حصره ازادي او هغې ته لاره خلاصول نه يواځې داچې د اسلام له اصولو سره اړخ نه لګوي، بلكې داسې له اسلام سره په ټكر كې ده، لكه اور او اوبه! اسلام د نر اوښځې دعزت او حيثيت تضمين كوي، خو داسې آزادي نه يواځې داچې زموږ ځوانان بې لارې او مشوش كوي، بلكې ميرمنو ته دداسې يو راتلونكې بد پيغام وركوي چې د لويديځ ميرمنې يې لري(خداى دې زموږ د هيواد ميرمنې ورڅخه وساتي).
ښه لاره داده چې په افغانستان كې د سږ كال مارچ د نړۍ ميرمنو ته د يوه نوى زيري په حيث لمانځل شوې واى. موږ تر ډيره ددې انتظار ايسته چې زموږ ديني علما او رهبران به د ميرمنو د ورځې په نامه جوړو شويو غونډو ته په خپلو خبرو كې دوى ته د حجاب او اسلامي اخلاقو درس وركړي، خو متاسفانه داسې ونشول، موږ دداسې خلكو خبرې هم واوريدې چې ښايي يو وخت يې له نا محرمو ميرمنو سره خبرې تور كفر ګاڼه، خو د ميرمنو دحقونو بازار ته په كتو يې په داسې محفلونو كې خبرې كولې او د لانورو ازاديو نارې يې وهلې چې يوزيات شمير ميرمنې ورته لوڅ سر ناستې وې.
په نړۍ كې د ميرمنو اوسني حالت ته په كتو، زموږ مسلماني خويندې بايد په يوه غږ د ميرمنو د ټولو هغو بې عزتيو او آزاد بازار مخه ونيسي چې همدا اوس ښه ګرم او په زور كې دى. موږ د نړۍ په هره برخه كې لكه څنګه چې ښځه ښځه بولو د عزت غوښتنه يې هم كوو، زموږ په هيواد كې د ميرمنو په نامه د ښځو د حقونو ټيكه دارې ډلې كه غواړي د ميرمنو د حقونو په ترلاسه كولو، هغوى ته اسوده ژوند او د عزت ټولنه جوړه كړي، په نړۍ كې دې د ميرمنو په حيثيت د ټولو هغو سوداو مخه ونيسي چې همدا اوس ښې په زور كې روانې دي.
همدارنګه كه غواړي چې په افغانستان كې د ميرمنو حقوق د تل لپاره تامين او ادا كړاى شي، نو دا ناره دې له سياسي شعاره وباسي او په داسې توګه دې تعقيب كړي چې اسلام اجازه وركړې او زموږ ملت ور سره مخالفت نلري. اوس خو ټول هغه كسان چې د ميرمنو د حقونو په نارو يې ستوني وچ شول، تر ډيره خپله د اسلام اوامرو ته نه دي متعهد او په داسې سر او صورت ګرځي چې له سره له اسلام سره مطابقت نلري. موږ په دې ويريږو چې دا نارې سورې ددې لامل و نه ګرځي چې زموږ ميرمنې هم د لويديځ د ميرمنو ژوند ته و هڅول شي او په پاى كې داسې و روزل شي چې نه دوى له خپل ژوند نه راضي وي او نه يې هم كورنۍ
ښه به داوي چې له دې وروسته د ميرمنو د حقوقو دفاع د اسلام په چوكاټ كې داسې څوك وكړي چې كم تر كمه خو اسلامي اصولو ته متعهد وي، نه داچې د خپلو سياسي اهدافو لپاره يې يواځې اسلام شعار ګرځولى وي او نور يې هيڅ اصل ته هم وفاداره نه وي.
دداسې ورځې په هيله چې ميرمنې د بازار له توكيو نه د يوه كامل او سوچه انسان حيثيت غوره كړي.