تبليغاتX
غبرګون
سياسي، ټولنيز، تاريخي او انتقادي وېبلاګ

 

ايران، له كلتوري يرغله تر مذهبي سپكاوي

 

دهغو زرګونو ستونزو ترڅنګ چې له تېرو شپږو كلونو افغانان ورسره لاس او ګريوان دي، زموږ په بېلابېلو هيوادنيو چارو كې د يو شمېر ګاونډيو هيوادونو لاسوهنې هغه څه دي چې د افغانانو ستونزې يې څو چنده كړې دي.

د ډېرو په اند، د افغان ولس اوسنۍ ټولې ستونزې په يوه نه يوه بڼه د هغو ګاونډيو د لاسوهنې پايله ده چې د تېرو ناخوالو په بېلابېلو پړاوونو كې يې زموږ د هيواد په كورنيو چارو كې كړې دي، دا لاسوهنې هم په نظامي، هم په سياسي او هم په كلتوري برخو كې تر سره شوي او لكه چې ښكاري دادى كرار كرار مذهبي برخو ته هم پراخيږي.

له تېرو شپږو كلونو را پدېخوا زموږ په هيوادني كلتور له ايراني كلتوري تيري نه چې يو شمېر افغان كړۍ يې هم پياوړى كوي، هيڅوك سترګې نه شي پټولاى. په دغه تيري كې له دې سره سره چې زموږ د خلكو لرغونې او له وياړه ډكې اصطلاحګانې له منځه وړل كيږي، په لوى لاس زموږ د هيواد په ګډ كلتوري حريم چې هغه ددغه هيواد د يوې لويې برخې اوسيدونكو تاريخي ژبه ده تيرى كيږي او اوس او تير يې د نورو په ژبو او كلتورونو پورې تړل كيږي. كه څه هم ايران په هغو كلونو كې چې افغانان له بشپړې سختۍ او ستونزو سره مخامخ و، د خپلې هرې برخې د پياوړي كولو لپاره كار وكړ، خو بيا يې هم ونشواى كړاى د افغانانو له دغه حالته په بدې ګټې اخيستنې هغه ستر وياړونه خپل كړي، چې د خپلولو خوبونه يې له كلونو كلونو راهيسې ويني. ايران د افغانستان د كورنيو ستونزو پرمهال د بېلابېلو سيمينارونو په جوړولو په نړيواله كچه غوښتل آن لا هغه افغان تاريخي وياړونه خپل كړي، چې دلته يې د اوسيدو ځايونه، نيكونه او ټول تاريخ خوندي دى لكه سترسيد جمال الدين افغان او داسې نور. ايران له پيله هڅه كوله د افغانانو هغه تشخص چې په نړيواله كچه يې د خپل هيواد د تاريخي ژبو په اړه لري، خپل كړي او په ډيره چالاكۍ د افغانانو شته تر خپل سيوري لاندې راولي لكه اوس چې يې د دري په اړه كار پيل كړى دى.

د افغان جهاد په لړ كې له يو شمير افغان جهادي ډلو سره هم د ايران مرسته په دوو بنسټونو ولاړه وه، يو يې ژبنى بنسټ او بل يې مذهبي. په دغو مرستو كې اصل دا و چې په راتلونكې كې به يادې شوې ډلې د ايران ډول ته په دې نيت ګډيږي چې افغان تاريخي كلتور يې تر اغيزې لاندې راشي. په كابل او د هيواد په نورو سيمو كې د يو شمير پخوانيو سياسي او جنګي ډلو دريځونه، د هغوى كار لورى او همدارنګه د يوزيات شمير چاپي، تصويري او غږيزو رسنيو د خپرونو اړخ ددغې خبرې ښه ثبوت كيدلاى شي.

په افغانستان كې د كمونيستي رژيم له نهايي ماتې وروسته كله چې كابل ته بېلابېلې جهادي ډلې ننوتې، د اسلامي حكومت په نامه د مجاهدينو د حكومت له جوړيدو نه لږ وروسته د ايران د ملي ترانې په سبك د افغان ملي سردو؟! جوړيدل په افغانستان كې د ايران د موخو د برياليتوب پيل ګڼلاى شو. همدارنګه له هغې وروسته په دولتي ادارو، پوهنتونونو او داسې نورو مركزونو كې د افغاني ژبو پرځاى د ايراني لغاتونو ترويج د هغې لړۍ خواوې وې چې ايراني رژيم يې له كلونو راهيسې په افغانستان كې هڅې پيل كړې وې.

كابل ته د طالبانو د ځواكونو له ننوتو او شمالي ته د وخت د حكومت له تيښتې وروسته، ايران بيا هم د افغانستان په چارو كې لاسوهنې ته ادامه وركړه. هغه مهال يې لاسوهنه آن نظامي برخو ته وغځېده، لكه چې طالبانو د ايران د سفارت د تړلو پرمهال په خپله اونيزه شريعت كې اعلان وكړ چې په كابل كې يې د ايران د جاسوسي شبكه وتړله.

له ۲۰۰۱ز كال نه را پدېخوا چې افغانستان كرار كرار په هره برخه كې د بيارغونې او ابادۍ چارې پيل كړې، د نړۍ يو زيات شمير هيوادونو يې ملاتړ ته متې را ونغاړلې. د لسګونو هيوادونو ترڅنګ ايران هم داسې هيواد و چې د افغانستان د بيا آبادۍ په دعاو كې به يې لاسونه تر نورو لوړ نيول او په دې برخه كې به يې د مرستو سينه ډبوله، خو ددې ترڅنګ يې بيا هم په افغانستان كې د خپل كلتور د خپراوي كار په همغه پخوانى ډول پرمخ بووه. ايران كه څه هم تل د افغانستان له لوري له دوستۍ نه پرته د دښمنۍ او لاسوهنې كومه خاطره نه لري، خو بياهم په ډيره ليوالتيا غواړي زموږ د هيواد په كلتور د خپل كلتور سيورى غوړولى وساتي.(په دې برخه كې ترډېره بريالى شوى هم دى.)

د ډيرو په اند، ايران دغه ميراث له پخواني فارس تمدن نه تر لاسه كړى. تاريخ شاهد دى چې د سلګونو كلونو پخوا فارس هم د اوسني ايران په څير نه غوښتل په هيڅ ځاى كې يې نوم تر نورو وروسته او يا يې هم كلتور تر نورو ښكته او يا له نورو سره په يوه پرتله وي. اوسني ايرانيان هم له همدې امله د فارس تمدن ته په ډير درناوي ګوري، كه څه هم دهغه تمدن اصل د جاهليت ترټولو ستر مذهبي معمول، اور لمانځنه وه.

كه د اوسني ايران ژبني فرهنګ ته سړى ځير شي، ډير داسې لغاتونه به پكې ومومي چې په ريښتيا يې هم د يوه بې ځايه عناد او دښمنۍ له مخې په خپله ژبه كې معمول كړي، ددې ترڅنګ ددغه هيواد د ژبې اكثر لغات له دې امله چې له امريكې سره د دښمني له امله يې بدلون ته اړتيا ويني، د فرانسوي ژبې دي چې بدبختانه زموږ يو شمير افغانان يې هم په همغه شان پرته له دې چې ريښې ته يې وګوري، د خپلو هيوادنيو اصطلاحګانو پر ځاى كاروي او تر څنګ يې د وياړ يو نيم اكټ هم كوي.

د افغانستان په كلتوري برخه د ايران يرغل كال نيم وړاندې هغه مهال تر شرمېدلې كچې ورسيد، چې د افغان حكومت د كلتور ستر مدافعين يې چوپړ ته را ووتل. د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور د پخواني وزير كارونه خو له هيچا هم نه دي پټ، نوموړي موږ خپله په يو شمير كنفرانسونو كې د خپل هيواد د كلتور پرځاى د ايراني كلتور په دفاع كې ډير سرګردانه ليدلى دى.

د هيواد په مركز او ولايتونو كې د ايراني بيلابيلو كتاب خونو، كتاب پلورنځيو او داسې نورو مركزونو شتون هغه څه دى چې وخت ناوخت يې د يو شمير افغان شنونكو او ادب پوهانو نيوكې را پارولي. د نورو هيوادونو ترڅنګ له ايران هيواد نه هم د راتلونكو كتابونو ځيرنه او كتنه يو له هغو اړتياو څخه ده چې ډيرى افغانان يې غوښتنه كوي، خو له دې امله چې ايران په افغانستان كې تر اړتيا ډير مدافعين لري او ددې ترڅنګ وخت ناوخت د بې شميره كتابونو په راوړو او د كتابي نندارتونونو په جوړولو سره نه پريږدي، د راوړل شويو كتابونو كمى يې احساس شي، تر ډيره په دې توانيدلى چې زموږ په خلكو كې خپلو كتابونو ته لوستونكي پيدا كړي. دې ته په كتو چې په څو كلونو كې افغانان له لسګونو ستونزو سره لاس او ګريوان و او ويې نشواى كړاى د پوهنې په بېلابېلو برخو كې كتابونه وليكي او زده كوونكو ته نوي ښوونيز توكي برابر كړي، د پوهنې په يو شمېر برخو كې ايراني كتابونه په لوړه كچه زموږ له زده كوونكو سره مرسته كوي، خو په مذهبي برخه كې يې له دې امله چې ايران يو پوره متعصب شيعه مذهبه هيواد دى، بايد كتابونه ترڅيړنې لاندې ونيول شي او د خلاف كتابونو په پيدا كېدو سره په لوړه كچه له دغه هيواد سره خبرې وشي.

ښايي له تيرو څو كلونو راهيسې په افغانستان كې يو زيات شمير داسې كتابونه نيول شوي وي چې په هغو كې نورو اسلامي مذهبونو ته سپكاوى شوى وي او يا يې هم نورې ستونزې لرلې وي، خو څو ورځې وړاندې په هرات كې د ايراني كتابونو په يوه خورا لوى نندارتون كې، خرڅلاو ته د داسې ايراني كتابونو وړاندې كول چې په ښكاره په كې حنفي مذهب ته سپكاوى شوى، هغه څه دي، چې يو شمير نيوكې يې راوپارولې. په دغه نندارتون كې كم تر كمه درې داسې كتابونه و چې د اهل سنت مذهب او يو شمير راشده خلفاو ته پكې سپكاوى شوى و.

د اسلامي د مقدس دين له اصولو سره سم، هيڅ مسلمان هم ددې حق نه لري، چې د خداى د ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) اصحابو ته سپكاوى وكړي، له همدې امله ټول هغه كينه كښ او له مذهب نه بده ګټه اخيستونكي خلك هم بايد داسې كار ونكړى چې پربنسټ يې د اسلام بنسټګرو ته سپكاوى وشي. په اصل كې خو قران، پيغمبر، اصحاب، احاديث او داسې نور هغه اصول دي چې بايد هيڅ اسلامي ډله او مذهب هم ورته سپكاوى ونكړي، خو نه پوهيږو چې ايراني علما او يا هم ليكونكي له كوم ديني وجدان نه په كار اخيستو داكار كوي او بيا يې د خلكو د بې لارې كولو لپاره افغانستان ته راليږي. د حضرت محمد(ص) اصحابو ته سپكاوى خو د مسلمان كار نه دى، له همدې امله نه پوهيږو چې ايراني ليكوالان له كومې عقيدې سره دغه كار كوي او بيا يې په ډير وياړ په نندارتونونو كې هم ږدي.

كه ځير شو، له څه مودې راهيسې د هيواد په لويديز كې د ايرانيو وسلو د پيدا كېدو خبرې هم تكراريږي، د هغې ترڅنګ په ايران كې د يو شمېر جنګياليو د روزلو خبرې هم كله كله اوريدل كيږي، خو لكه چې ليدل كيږي د دې هرڅه په وړاندې افغان دولت د تحمل سياست غوره كړى. بې له شكه كه د مذهبي سپكاوي په وړاندې هم افغان دولت له همدې سياست نه كار واخلي، ښايي افغانان په پراخه كچه دا خبره ياده كړي او له ايراني لوري نه ددغه كار د كولو په اړه د معلوماتو غوښتونكي شي. ښه به وي چې افغان دولت د خپل ولس ديني اصولو ته په كتو له ايراني لوري سره په لوړه كچه دداسې خبرو تابيا ونيسي، چې هم په كې په كلتوري تيري او هم د داسې بې لارې كوونكو كتابونو په خپرولو خبرې وكړي، كه نه دا لوبې كولاى شي نورو داسې لوبو ته هم لاره خلاصه كړي چې په پايله كې يې هم افغان او هم ايراني ملت ته له تاوان پرته بل څه په لاس ور نشي.

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  | 

 

له مزخرفه فلمونو تر فيشن شو او د شکېرا تر کنسرټه

 

په افغانستان کې د نوي نظام له ټينگېدو وروسته، زموږ هيواد د کمونيستانو او له هغو نه د مخکينيو ډيموکراټانو؟! د واک په څېر يوځل بيا دداسې کلتورونو د ترويج نښه وگرځېده چې د تېرو دريو لسيزو انقلابونو ته يې لاره اواره کړې وه.

په نوي نظام کې د نجونو او مېرمنو بې قيد او شرطه ازادي، د اسلامى احکامو خلاف په کاري او تعليمي برخو کې د نر او ښځې اختلاط، د نجونو او ځوانانو په چال چلند نه څارنه، د زرگونو بهرنيو عکسونو او فلمونو واردېدل او په هغو د هېڅ راز کنټرول نه ساتنه او په سلهاو داسې نور دلايل ددې لامل شول، چې د اوس مهال افغانستان په تېره بيا کابل او ځينې نور ښارونه دې خپله اسلامي او افغاني څېره بدله او يوه داسې نوې بڼه دې خپله کړي، چې نه یې زموږ ولس خوښوي او نه هم ورسره اشنا دى.

د بيان، رسنيو او کلتوري فعاليتونو د ازادي په نامه د لسگونو داسې ټلويزيوني، راډيويي، چاپي رسنیو او سينمايي پروډکشنونو رامنځته كېدل، چې له سره د هيواد اسلامي او افغاني کلتور ته پام نه کوي او ددې ترڅنگ هيواد ته د سلگونو هغو بهرنيو بدکاره ښځو راتلل چې زموږ ځوان نسل پوره بې لارۍ ته هڅوي هغه څه دي چې په ښکاره د نوي نظام په سيوري کې زموږ ولس د يوه مجبوره او لار ورکي ولس په توګه تر ګوزارونو لاندې راولي او له هغو گرانبيه اخلاقو او کلتور نه يې بې برخې کوي چې د نړۍ په زرگونو ولسونو کې يې تراوسه هم په خپله پخوانۍ بڼه ژوندى ساتلى دى.

افغانان او زموږ د هيواد په زرگونو علما هم له دغې وضعې نه ځوريږي، همدارنگه د هيواد نوى اساسي قانون چې په 2003ز کال کې د افغانستان له گوټ گوټ نه راټولو شويو استازو، جهادي مشرانو او دولتي چارواکو د بهرنيو ځواکمنو او نړيوالې ټولنې ترسيوري لاندې تصويب کړ هم په پوره صراحت سره د ټولو دغو ناروا و له ترويج سره مخالفت ښوولى، خو له دې ټولو سره سره بياهم بهرنى ناروا کلتور په بې سارې توگه زموږ په هيواد کې خپريږي. زموږ په اسلامي هيواد كې ددغو سپكو كلتورونو خپراوي ته نه یواځې داچې يو شمېر ډيموكراسي؟! پلوه لويديځ ځپلي او داسې نور غوليدلي افغانان لمن وهي، بلكې په پراخه كچه پكې د هغو لاس هم دى چې لسګونه كلونه له دين او هيواد نه ددفاع دعوې هم كوي. دغه كسان ددې پرځاى چې پرديو كلتورونو روا والي او تحريم ته پام وكړي، ددې لپاره چې د اوسنۍ نړۍ د زورورو خوښ شي او له نعمتونو نه يې بې برخې نشي، په داسې كارونو لاس پورې كوي چې په ريښتيا هم نه يواځې داچې له دين او خپل كلتور نه سرغړونه ده، بلكې دداسې يوه بد سنت بنسټ هم ږدي چې د راتلونكو نسلونو د ټولو سرغړونو او بې لاريو مسئوليت به ددوى په غاړه وي.

په دې وروستيو كې د مزارشريف په ښار كې د افغاني نجونو فيشن شو(سينګار ښودنه) په داسې حال كې چې په دغه ولايت يو پخوانى مجاهد واك چلوي ددې څرګندونه كوي چې د لويديځ د كلتوري يرغل څپه دومره پياوړې ده چې ډېر هغه هم يې هم چې تر اوسه پورې يې جهاد او د هيواد ازادي په ځان او يا خپلې ډلې پورې منحصر كړي، له ځان سره اخيستي او ددې پرځاى چې خپلو خلكو او نويو ځوانانو ته د خداى ددين له احكامو سره سم د حجاب او حيا لاره وروښيي، په لوى لاس د اوسنۍ نړۍ د كاوباى او پطلون له بې لاري كلتورسره د سيالۍ هڅې كوي.

په مزارشريف كې د افغان نجونو فيشن شو له دې نه پرته چې د افغان ستورې او داسې نورو بدو لړيو په څير يو ځل بيا افغان سپيڅلې پيغلې له اسلامي كلتور نه لرې په يوه ناروا لوبه بوختې كړي، زموږ ولس ته نوره څه ګټه رسولاى شى؟

له ۲۰۰۱ز كال نه راپدېخوا د بيان د ازادي او پرمختللي كلتور په نامه له تصويري رسنيو نه د زرګونو بې لارې فلمونو، نارواو سندور او تصويرونو او داسې نورو له ښودلو وروسته دادى د مزارشريف فيشن شو او په طلوع ټلويزيون د شكېرا كنسرټ هغه نوي سوغاتونه دي، چې افغان سر او پښې لوڅي ولس ته يې له بهر نه راستانه شوي غمخواره او هم هغه مجاهدين وركوي چې ددې ملت د ازادۍ او خپلواكۍ د ګټلو نارو سورو يې نړۍ په سر اخيستې ده.

دا مهال د كابل او داسې نورو ښارونو وضعې ته وكتل شي، بې له شكه زموږ هيواد په تيرو څو كلونو كې د مادي پرمختګ پرځاى د داسې بې كلتورۍ كندې ته ورلويدلى، چې ډيرهغه څه يې روا كړي، كوم چې څو كاله پخوا ناروا بلل كېدل. د رسنيو بې ځايه ازادي او د شكيرا په څير  د لوڅو نجونو د كنسرټونو خپرول د افغانستان په څير يوه اسلامي هيواد له رسنيونه، پرته له دې چې په دغه هيواد كې له اسلامي كلتور سره د مخه ښې معنا وركړي، بله موخه به يې څه وي؟

كه د افغانستان اساسي قانون او همدارنګه د عامو خلكو روحيې ته وكتل شي، بې له شكه هيڅ داسې څه ته به اجازه ورنكړل شي، چې اوس يې زموږ تش په نامه رسنۍ خپروي. د افغانستان په اساسي قانون كې له اسلام نه د هر قانون تابعيت ددې معنا وركوي، چې په دغه هيواد كې دې هغه څه نه ترويجيږي چې هغه د اسلام له سپيڅلي دين سره په ټكر كې وي، كه څه هم د اوسنۍ افغاني ميډيا يوشمېر مدافعين په ډير وياړ سره د اسلامي افغانستان رسنۍ له اخلاقي او دينو قيوداتو نه ازادې غواړي.

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  |