تبليغاتX
غبرګون - په كابل كې د جشن په مراسمو بريد؛
سياسي، ټولنيز، تاريخي او انتقادي وېبلاګ

 

ستر پروګرامونه او ستر يادونه څنګه

 

د كوچنيو بريدونو ښكار كېداى شي؟

 

دغويي اتمه د افغانستان د اسلامي انقلاب د برياليتوب شپاړسمه كليزه وه. افغان حكومت دغه كليزه هركال د غويي د مياشتې په اتمه چې كابل ته د افغان مجاهدينو د ننوتو له ورځې سره برابره ده لمانځي. پر دغې ورځ په كابل كې د غويې د كودتا په ترڅ كې د جوړ شوي كمونيستي حكومت وروستۍ پايې ونړېدې او د ډاكټر نجيب الله حكومت نسكور شو. كه څه هم دغه ورځ افغان ولس د سره ښكېلاك له غلامانو نه د هيواد د خلاصون ورځ بولي او له همدې امله يې په لمانځلو وياړي، خو يو شمېر نور افغانان بيا دغې ورځې ته له دې امله په ښه سترګه نه ګوري چې وروسته له هغې په كابل او د هيواد په نورو سيمو كې جهادي ډلو خپلمنځي جګړې پيل كړې او له امله يې په سلګونو كسانو خپل ژوند، د بدن غړي او شته له لاسه وركړل.

د غويي اتمه او كمونيستي جفا

په افغانستان كې جهاد او مبارزه د هغو ډلو پر لاس چې غوښتل يې په دغه هيواد كې د پردو غلامي، بې دينه حكومتونه، ناروا رواجونه او په ښارونو كې ټولې بې حيايي له منځه ولاړې شي، د شپېتمې لمريزې لسيزې په سر كې او آن لا له هغې نه پخوا پيل شوې وه، خو هغه مهال يې زور واخيست چې په ۱۳۵۷هـ. ل كال كې كمونيستانو د خپلو بهرنيو بادارانو په مرسته كودتا وكړه او افغانستان كې يې د داوودخان نظام را نسكور كړ. كه څه هم داوود خان تر ټولو پخوا له كمونيستانو سره دوستي پاللـه خو بيا هم په داسې وحشي توګه د همدغو كمونيستانو لخوا ووژل شو چې تر اوسه يې هم چا قبر او مړى ونه مونده.

د افغانستان د اسلامي نهضت مخكښانو او نورو په هيواد او دين مينو خلكو هم د كمونيستانو كودتا، د هغوى ظلمونو، غلامۍ او بې دينۍ ته په كتو وسله وال جهاد پيل كړ او له دغې لارې يې ددغه فاسد نظام د را پرځولو هڅې پيل كړې. د جهاد په لومړيو كې افغان مجاهدينو نړيوالو ته وښودله چې كه له كمونيستانو سره هرڅومره مرسته او يا هم پرمختللې وسلې وي، خو د افغانستان د مجاهد هغې جذبې ته به تاب رانه وړي، چې د خپل هيواد د ازادي او دلته د اسلامي نظام د ټينګېدو په موخه يې په وجود كې راپيدا شوې وه. د كمونيستانو په وړاندې زموږ د ولس نه ماتېدونكى دريځ و چې د غويي له كودتا يو كال وروسته شوروي پوځونو زموږ پر هيواد يرغل وكړ او زموږ د كلونو كلونو آزاده خاوره يې اشغال كړه. دغه اشغال نه يوازې داچې په نړيواله كچه غبرګونونه را وپارول، دننه په افغانستان كې يې خلك دومره په غوصه كړل چې ځوان او سپين ږيري او ښځې او نر د هغو د شړلو هڅې پيل كړې او له دغې لارې د افغان جهاد صفونه لا پياوړي او نه ماتېدونكي شول.

په افغانستان كې د يوه ثابت نظام د نسكورولو، دلته د شوروي پوځونو د راوستلو او ترڅنګ يې زموږ د ميليونونو هيوادوالو د شهادت، معلوليت او مهاجرت تر ټولو ستر عاملين هماغه د غويي د اوومې كودتا ټيټ سري كمونيستان و چې د واك د ترلاسه كولو لپاره يې د خپلو نيكونو او پلرونو سپېڅلې خاوره په خپلو كافرو او بې دينه بادارانو وپلورله. كمونيستانو نه يوازې داچې افغانستان ته د خپل بادار پوځ په راوستو دلته د آرامه حكومت كولو چانس ترلاسه نه كړ، بلكې په رڼو سترګو يې ليدل چې همدغه بادار يې په يوه كمونست باور له لاسه وركاوه او بل يې واك ته رساوه. له ولسمشرۍ نه وروسته په مسكو كې د ببرك كارمل د ژوند كيسې به ډېرو اورېدلې وي، چې څومره ذليله او د خداى په قهر ككړ ژوند يې لاره او له هغې وروسته چې كله دى په حيرتانو كې اوسيږي او بيا څومره په مايوسي له شورويانونه ګيلې كوي او د افغان قوم د نوم ساتلو تش په نامه ادعاوې زمزمه كوي. د ببرك كارمل هغه كليمه بايد هر واكمن په ياد ولري چې بهرنيان هېڅ حكومت او هيواد ته خير نه شي راوړلاى، كمونيستانو هم ددغه اصل په له ياده اېستو، شورويان خپل داسې باداران ګڼل چې يوه ثانيه يې هم ددوستي په له لاسه وركولو راضي نه وو. كارمل هغه وخت په دې نه پوهېده چې روسي باداران به يې تركومه ورسره وي او تر كومه به يې د شرابو په بوتلو او د روبلو په بنډلونو نازوي. هغه خواركي؟! نه خو هغه ورځ هېره وه چې د رسمي سفر په بهانه يې شوروي ته بوته او واك يې ترينه ډاكټر نجيب ته وركړ.

كمونيستانو په دغه هيواد كې د فساد او فتنې د بنسټ اېښودو له خاصيت سره كه څه هم د شوروي پر مهال او له هغې وروسته د افغانستان په هره برخه كې ماتې وخوړه، د غويي د اتمې د ماتولو په هڅه كې شول. ټولو ته به ښكاره وي، چې كله ډاكټر نجيب د خپل واك وروستۍ شپې ورځې تېرولې، د هغه بې وفا ملګرو خو د كمونيزم با وفا شاګردانو تر كومې كچې د اسلامي انقلاب د ماتې او بدنامۍ هڅې كولې. كله چې مجاهدينو د افغانستان ډېره برخه تر خپل واك لاندې لرله، په څه چل خلقي او پرچمي مشران د يوه او بل جهادي تنظيم غېږې ته ولوېدل او

وروسته يې له همدغې لارې جهادي ډلې يو دبل په وړاندې وجنګولې. د غويي پر اتمه چې كله مجاهدين كابل ته ننوتل، ددې ترڅنګ چې په هيواد كې يوه مزدور، شرمېدلي او بې دينه حكومت جرړې د اېستو په حال كې وې، د افغان جهاد او افغان ملت د هيلواو ارمانونو جنازې ته هم داسې صفونه جوړېدل چې هېڅ با وجدانه افغان، مجاهد او د شهيد كورنۍ ته د تحمل وړ نه وه. همدغو شيطان صفته كمونيستانو په مجاهدينو كې د ننوتو او د پيسو په زور د يو شمېر جهادي ډلو د اخيستو له لارې زموږ وياړلي مجاهدين داسې بدنام كړل، چې نن څوك د غويي د اوومې او اتمې توپير نه شي كولاى. ښايي دا د كمونيستانو لخوا هغه شهيد ته چې د هغو او د هغو د بادارانو په وړاندې يې په پوره شهامت جهاد كړى او اوس يې هم هډوكي په خلاصه فضا كې بې ګوره او كفنه پراته دي، تر ټولو ښه ډالۍ وي، داځكه چې ددغه شهيد آرمان په هيواد كې د يوه اسلامي، افغاني او ملي حكومت ټينګول و، حال داچې د غويي له اتمې وروسته داسې ونشول، بيا هم هماغه كمونيستې ډلې وې چې كله به يې يوه او كله بله خوا ونيوله او د جهادي ډلو ترمنځ يې د اور لمبې اوچتولې.

افغانان او د غويي اتمه

اوس چې د افغانستان د مجاهدينو د بريا شپاړسمه كليزه ده، زموږ ملت له دې امله دغې ورځې ته د درناوي په سترګه ګوري چې پر دغې ورځ زموږ د ټولو هيوادوالو د زړه ارمان له دې لارې چې زموږ په هيواد كې د بهرنيو يو غلام او بېګانه حكومت مات شو او پر ځاى يې هغو كسانو په هيواد كې د شپې تېرولو امكانات تر لاسه كړل چې ددغه هيواد د خپلواكۍ لپاره يې كلونه كلونه مبارزې كړې وې. پر دغه ورځ د افغانستان د هغو ميليونونو وګړو ارمانونه خداى پوره كړل چې د بې شرمه كمونيستانو په لاس يې ټولې هيلې ناهيلې شوې وې، هغه افغانان چې خپل شته، كورنۍ، اولادونه، خپلوان او هرڅه يې له لاسه وركړل او ددغې ورځې برى يې ورباندې تر لاسه كړ. افغانانو پر دغه ورځ نه يوازې داچې د خوښيو اتڼونه كول، بلكې د لوى خداى دربار ته يې لاسونه لپه كړي و، چې د هغوى انقلاب بريالى وساتي او ترڅنګ يې ټولو هغو شهيدانو ته جنتونه وركړي چې د انقلاب د برياليتوب لپاره يې خپل سرونه قربان كړي دي. زموږ خلك له همدې امله د غويي اتمې ته د ازادي د ورځې په توګه ګوري او له همدې امله يې په ډېر وياړ يادوي، كه څه هم د نړۍ د مغرضو او نفاق اچوونكو اړخونو له لاسه يو شمېر كسانو ته داسې چانس په لاس ورغى چې دغې ورځې ته هم د غويي د اوومې په توګه د يوې تورې ورځې په سترګه وګوري، خو له دې ټولو سره سره زموږ هر با احساسه هيوادوال، د هر شهيد بچى او كورنۍ او هر باوجدانه افغان ځوان به ددغې ورځې وياړونه د يو څو هغو مغرضو كسانو له كارونو نه ځاروي چې د خپلو غوښتنو لپاره يې هم د جهاد او هم زموږ د سپېڅلو شهيدانو وياړونه له خاورو سره خاورې كړل. زموږ هيوادوال به هر كال او پرته له يولړ نمايشي رسمي مراسمو نه د زړه له كومې دغه د وياړونو ورځ لمانځي كه څه هم له دغې ورځې نه يو څو تنه هغه چې تر ټولو ډېر يې له دغې ورځې سره جفا وكړه استفاده كوي او د خپل زړورتوب د بېلګې په توګه يې يادوي.

د غويي د اتمې پرجشن وسله وال بريد

افغان حكومت د بل هركال په شان د روان(۱۳۸۷هـ.ل) كال د غويي اتمه د رسمي جشن په ترڅ كې لمانځله. د كابل حضوري چمن ته نژدې د عيدګاه مسجد مخې ته په سلګونو د پوځ او پوليسو سرتېرو ليكې جوړې كړې وې، د ولسمشر په ګډون، په سلګونو لوړپوړې چارواكي، د ملي شورا غړي او د بهرنيو هيوادونو ډيپلوماتان مسجد ته مخامخ په هغه لوژ كې ناست ول، چې په پام كې و مخې ته يې رسمي پرېډ تر سره شي. د افغانستان ولسمشر حامد كرزى وروسته له هغې چې په امريكايي موټرو سپور يې د پوځي قطعاتو كنډكونه معاينه كړل، پر لوژ كېناسته او په ستېج ناست د هغو نارينه او ښځينه ويندويانو خبروته يې غوږ نيولى و چې په ډېر وياړ يې د شعر په ژبه د افغانانو وياړونه زمزمه كول. د افغانستان د ملي سرود د غږېدو او د هغه په وياړ د ټولو ګډونوالو د جګېدو غږ وشو او ور سره سم د هغو يو ويشتو توپونو ډزېدل هم پيل شول، چې تل په داسې ورځو فير كېږي. افغان ولسمشر او د جشن سيمې ته راغلي ډېرى چارواكي په دې نه و خبر چې د سرود له پيل كېدو نه څو شېبې وروسته به څه پېښېږي. هغوى په ډېره رسمي بڼه ولاړ و او د سرود نغمې يې اورېدلې، چې ناڅاپه د ميوند جادې له شمالي لوري د هغو ورانو كورونو له منځه ډزې پيل شوې، چې د غويي له اتمې وروسته د جهادي ډلو په خپل منځي جګړو كې وران شوي وو. ډزې دومره پرله پسې وې چې په څو شېبو كې يې د دري څلورو تنو مړو په ګډون تر ۱۱ كسانو ټپيان كړل. ولسمشر حامد كرزى، د كابينې غړي او نور چارواكي په ډېره بيړه د جشن له سيمې وتښتېدل او پرېډ ته راغلي كسان هم يوه خوا بله خوا تيت شول. د دولتي سرچينو د معلوماتو له مخې بريد دريو هغو طالبانو وكړ چې د جشن سيمې ته نژدې يې په يوه هوټل كې ځاى نيولى و، دغو كسانو له ځانه سره سپكې او نيمه درنې وسلې درلودې او د ملي امنيت د مشر په وينا غوښتل يې ولسمشر حامد كرزى په نښه كړي. د جشن پر سيمې بريد ددې لامل شو چې د ميليونونو افغانيو په لګښت جوړ شوى رسمي پرېډ ګډوډ شي او ټول چارواكي او پوځيان سيمه پرېږدې.

كه څه هم په ښكاره طالبانو ددغه برېد پړه په همغو لومړيو شېبو كې پر غاړه واخيسته خو په افغان شنونكو كې يو شمېر په دې اند دي چې په دغه برېد كې هغو كسانو تر ډېره برخه لرله چې دننه په حكومت كې برخه لري. ډېرو په دې اړه يو شمېر كړۍ تورنولې خو د څېړنو په پايله كې جوته شوه چې له بريد كوونكو سره د پوځ او پوليسو يو شمېر كسانو مرسته كړې وه. د افغانستان د ملي دفاع وزير چې د بريد په اړه د څېړنو كميسيون مشري هم كوي په خپله وروستۍ خبري ناسته كې وويل چې له بريد كوونكو سره د مرستې په تور يې يوتن د كورنيو چارو او يو تن هم د ملي دفاع وزارت كار كوونكى نيولى دى. هغه وويل چې دغو دواړو د وسلو رسولو او معلوماتو په برخه كې له بريد كوونكو سره مرسته كوله. همدارنګه د ملي امنيت مشر وويل چې د كورنيو چارو وزارت د كار كوونكي د اعترافاتو په مرسته يې په كابل كې د طالبانو تر دريو مركزونه په نښه كړل او په هغو كې يې يو شمېر كسان ووژل او ونيول.

ملي امنيت په ګذرګاه سيمه كې د جشن پر سيمه د بريد په تړاو يو كور كلابند كړ او هلته يې د يوې ماشومې او د هغې د مور په ګډون څلور تنه ووژل. همدارنګه يې په دې تړاو تر دې مهاله يو زيات شمېر كسان نيولي چې د څېړنو بشپړې پايلې يې نه دي په ډاګه شوي، خو هغه څه چې زموږ خلك به يې تل د يوې سترې خاطرې په توګه يادوي هغه داده چې د سږكال جشن له هغو ټولو تياريانو سره چې ورته نيول شوې وې، ونه شو او چارواكي يې له سيمې وتښتېدل. د پېښې په پايله كې نه يوازې داچې زموږ يو شمېر هيوادوال مړه او ټپيان شول زموږ ټول خلك له دې امله وترهېدل چې د هيواد په پلازمېنه كې پر داسې يوه ځاى بريد وشو چې تر ټولو ډېر يې امنيت نيول شوى و او يو زيات شمېر پوځونه يې د امنيت د ټينګښت لپاره ګومارل شوي و. خو يوه خبره چې په دې اړه د يادونې وړ ده او تر ډېره د خلكو په خولو كې هم يادېږي هغه داده چې په دې بريد سره د ولسمشر كرزي د حكومت هغه ټول توان، نوم او نښان چې د څو كلونو بهرنيو ميلياردونو ډالرو په لګښت يې په يوه نه يوه شان ګټلى و له خاورو سره خاورې شو او د ملي دفاع د وزير په وينا د افغانستان د ملي اردو هغه ټول توان چې په نړيواله كچه خلكو په رسميت پېژندلى و له نشت سره برابر شو.

ددې ترڅنګ د غويي د اتمې بريد داسې ګنګوسې هم را وپارولې چې ګنې په حكومت كې دننه يو شمېر سياسي كړيو له دغې لارې د حكومت رسمي مراسم ګډوډ كړل او حكومت ته يې خپل زور وروښوده. د غويي د اتمې د بريد تر شا هرڅه چې وي وي به، خو د كرزي د اووه كلن حكومت پرمخ يې داسې څپېړه وركړه چې اعتبار يې ت ډېره د ټولو افغانانو په منځ كې له هېڅ سره برابر شو.

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  |