تبليغاتX
غبرګون - د بهرنيو سرتېرو خپلسريو خلك سړكونو ته را ووېستل؛
سياسي، ټولنيز، تاريخي او انتقادي وېبلاګ

 

ولې په لوى لاس له ننګرهار نه

 

د هلمند جوړېدو هڅې كېږي؟

 

له تېرو څو اونيو راهيسې د افغانستان ختېځ ولايت ننګرهار د يولړ داسې پېښو شاهد دى، چې په ښكاره دغه ولايت د بدامنيو او ګډوډيو پر خوا بيايي. ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو كې د امريكايي ځواكونو عمليات او ترڅنګ يې پر عامو وګړو بريدونه ددې لامل شول چې عام ولس دې راوپارېږي او لار يونونه دې وكړي.

امريكايي ځواكونه پر داسې مهال په ننګرهار ولايت كې د طالبانو د نيونې په نامه د عامو وګړو په نيولو او وژلو لاس پورې كوي، چې د افغانستان په نورو په تېره بيا سويلي سيمو كې نا امني ورځ په ورځ ډېرېږي او د بهرنيو ځواكونو د زيانونو كچه هم د لوړېدو په حال كې ده. دغه نا امني نوې نه دي، بلكې له څو كلونو راهيسې د يوې داسې ډلې لخوا جوړېږي چې په زوره له حكومت نه وشړل شول او پرځاى يې نوي خلك واكمن شول. د افغانستان د اوسنۍ ستونزې دوام نه يوازې داچې له ياد شوي لامل نه دى، بلكې دامهال خپله بهرنيان او د افغان حكومت يو شمېر چارواكي او سياسي ډلې په داسې بڼه لمن ورته وهي، چې په هېڅ صورت يې د سمېدو شونتيا نه تر سترګو كېږي. په حقيقت كې خو كه له ريښتيا تېر  نه شو، امريكايي او ترڅنګ يې ناټو ځواكونه هر هيواد ته چې تللي، د هغه هيواد خلك يې د سولې په ارمان كړي او ترڅنګ يې د ملي پخلاينې ټولې لارې ورباندې تړلې دي. د افغانستان ولس هم په همدې ستونزه اخته دى، زموږ خلك كه له يوې خوا د يوې پردۍ جګړې په لومو كې ګير دى، ترڅنګ يې په هره خوا كې خپل خلك داسې له لاسه وركوي چې هيڅوك هم زړه نه ورباندې سوځوي. متاسفانه نه يوازې داچې په تېرو څو كلونو كې زموږ په هيواد كې ددغه ناورين د پاى ته رسېدو كومې نښې نه معلوميږي، په ډېر زور ياد شوې غميزې ته لمن وهل كېږي او زموږ خلك په كې خپل هرڅه له لاسه وركوي.

كه څه موده پخوا او يا هم تېركال په هلمند، ارزګان او يا نورو سويلي ولايتونو كې خلك د مخامخ جګړو، چاودنو او بمباريو له لاسه له خپلو سيمو په منډه او تيښته و، دا مهال دغه بلا زموږ د هيواد نورو سيمو ته په غځېدو ده او داسې ښكاري چې زموږ دغه خلك به هم يا وسله را اوچتوي او يا به هم خپلې سيمې او ځمكې د پردو د خپلسره كارونو له لاسه پرېږدي. كه په ننګرهار كې د تېرو څو ورځو پېښو ته وكتل شي، له دې نه پرته كوم بل مفهوم نه شي ترې اخيستل كېداى. د افغانستان په تېرو څو كلنو جګړو كې ننګرهار تر ټولو آرام ولايت و، هلته نه جګړې كېدې او نه هم په كې د تاوتريخوالي پېښې، خو دا مهال نه پوهېږو د امريكايي ځواكونو د B52 لابراتوار په دغه ولايت كې د كوم ترهګر او امريكا ته ګواښ كس څرك لګولى. هيڅوك په دې نه پوهېږي چې د ننګرهار ولايت كې كوم زورور پټ دي چې نه يې افغان ملي پوځ او نه هم ملي پوليس او ملي امنيت نيولاى شي او په تورو شپو يې دغه تور مخي او تور بختي امريكايان په خړو كورونو او كليو كې لټوي. موږ او بل هر افغان ته تر ټولو لويه پوښتنه داده چې زموږ حكومت ولې د اوو كلونو په تېرېدو بيا هم ددې توان نه لري چې سړكونو ته د سلګونو كسانو په راوتو دا معلومه كړي چې هلته امريكايي ځواكونو پرځاى عمليات كړي او كه بې ځايه. ددې توان زموږ حكومت او ملي شورا يو هم نه لري چې په زغرده د څو كلونو په تېرېدو امريكايانو ته ووايي چې نور نو د افغان پر سر بمونه او مرمۍ اورول بند كړي او د افغانانو ټولې ستونزې افغانانو ته پرېږدي. زموږ حكومت بايد ددې توان لرلاى چې كم له كمه يې تر خپل واك لاندې سيمو كې د امنيت او پوليسو په مرسته مشكوك كسان نيولى او په يوه افغان محكمه كې يې محاكمه كولاى، خو متاسفانه چې داسې نه ده. زموږ خلك اوس هم له دې وېرېږي چې امريكايان به يې پر كور ورشي او خپل خپلوان به يې د ګوانتانانو تر كپسونو ورسوي. ددې ترڅنګ زموږ خلك په دې هم ډاډه نه دي چې له بهرنيانو نه كېدونكي شكايتونه به يې حكومت واوري او كه پارلمان او يا هم هغه نړيواله ټولنه چې زموږ هيواد او دې ته ورته په لسګونو اسلامي هيوادونه يې په غمونو اخته كړي دي.

د ننګرهار ولايت بېلابېلو پېښو كه له يوې خوا زموږ يو شمېر هيوادوال مړه او زنداني كړل له بلې خوا يې دا اندېښنې په يقين بدلې كړې چې افغان حكومت پر داسې لوري نه دى روان چې ډېر ژر به د خپلو چارو مسئوليتونه پرغاړه واخلي. دا ډېره په زړه پورې ده چې د يوه يا دوو طالبانو او يا نورو جنګياليو د نيولو لپاره لا هم زموږ پوليس او پوځ نه دي كافي او يا هم د هغوى د نيولو لپاره د افغان حكومت نظر نه غوښتل كېږي. دا او دې ته ورته په لسګونو نورې پوښتنې دي چې د هر افغان په ذهن كې راګرځي او د ځواب سرچينه يې نه ده ور مالومه.

ښه به وي چې د ننګرهار له پېښو نه داسې عبرت واخيستل شي چې نور د پردو په لاس زموږ د بې ګناه خلكو د وينې توئېدو د مخنيوي لپاره كار وشي، كه نه په پوره باور سره ويلاى شو چې خلك به را وپارېږي او د پردو پر وړاندې به داسې حركت پيل كړي، چې مخنيوي ته به يې د نړۍ ستر ځواكونه هم ټينګ نه شي. په افغانستان كې د مېشتو بهرنيو ځواكونو په وينا دامهال چې هره ورځ په افغانستان كې د تاوتريخوالو پېښې كېږي يوازې په لسو ولسواليو كې دي، كه د هغوى خبره ريښتيا وي نو دا ثابتيږي چې دغه ځواكونه ددې توان نه لري چې يوازې په لسو ولسواليو كې ټيكاو راولي. له همدې امله پر داسې مهال چې دغه په هرڅه سمبال پوځونه د يوې لږې سيمې امنيت نه شي ټينګولاى، د ټول افغانستان په ثبات كې به څنګه مرسته وكړي؟

موږ د بل هر چا د شننو خلاف په زغرده وايو چې بهرني ځواكونه دې نه په هغو ولسواليو كې چې ويل كېږي هلته نا امني دي عمليات كوي او نه دې هم نورو آرامو ولايتونو او سيمو ته خپلې ناولې څېرې ورښيي. دا مهال هرچاته ښكاره ده چې بهرني ځواكونه د افغانستان د امنيت ساتلو په چاره كې په بشپړه توګه ناكام دي او ددغې ناكامۍ په لړ كې دې زموږ نورې سيمې په غمونو نه اړوي.

كه چېرې اوس هم په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو په شتون بيا كتنه ونه شي او د خپلسريو د مخنيوي لپاره يې كار ونه شي، لرې نه ده چې د افغانستان هره سيمه هلمند شي او په دې توګه زموږ هيواد د نورو لوبو ډګر هم وګرځي.

+ نوشته شده در  ساعت   توسط حقمل  |